دفرانسې دبهرنیوچارو وزیر د کندز بمباري ډېره لویه تېروتنه وبلله

 

دفرانسې دبهرنیوچارو وزیر د کندز بمباري ډېره لویه تېروتنه وبلله

 

کابل- ويسا

 

دفرانسې دبهرنیوچارو وزیربرنارد کوچنر دطالبانو له لوري پرتښتول شویوټانکرونو بمباري (لویه تېروتنه) وبلله چې دده په وینا باید په دې اړه پلټنه وشي. کوچنر نن (شنبه) وویل دا حمله دجګړې یوبې رحمانه مورد وو چې پکارده په اړه یې څېړنه وشي. ناټو او دافغانستان حکومت د دې پېښې په هکله تحقیقات پیل کړي او دافغانستان حکومت د ملکیانو وژنه تایید کړې ده. له بلې خوا دسویډن په مرکز ستوکهلم کې داروپايی اتحادیې دغړیو هیوادونو دباندنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې پرون پیل شوه او نن یې هم دوام درلود، په افغانستان کې دوسله والوطالبانو دتاوتریخوالو دزیاتېدو او دملکي تلفاتو د ډېرېدو موضوع د بحث په سرکې وه. دملکي تلفاتو موضوع دکندز له پېښې سره لا زیاته توجه ځان ته واړوله .

په دې غونډه کې دفرانسې دباندنیوچارو وزیر وویل په افغانستان کې حالات لا ستونزمن شوي دي اوهرکله چې په افغانستان کې نوي حکومت واک ترلاسه کړ، اروپايي اتحادیه به هم په دې هیواد کې دخپلې نوې ستراتیژۍ عملي کولو ته اړتیا پیدا کړي. ښاغلي کوچنربې له دې چې ددې نوې ستراتیژۍ په اړه زیات څه ووايي ، وویل چې نوې ستراتیژي به دافغانستان دکړکېچ پرافغاني کېدو زیات تمرکز ولري، یعنې دافغانستان دامنیتي چارو زیات مسوولیت به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیواړیکو کمیشنرې بینیتا فیرورو والدنر د کندز پېښه (ډېره لویه ،لویه ،لویه تراژیدي) وبلله او دهغې په هکله یې دفوري تحقیقاتو غوښتنه وکړه. له تېرو اتو کلونو راهیسې دافغانستان په جنوب کې دا ډول پر له پسې تراژیدۍ تکرارېږي چې له امله یې ګڼ شمېرافغانان د طالبانو ملګري شوي دي. خو له دې سره سره څارونکي وايي چې لا هم ښايي ډېر وخت له لاسه نه وي وتلی چې نړیوال خپلو تېروتنو ته متوجه شي او خپلې پالیسۍ بدلې کړي ګوندي دافغانستان حالات له لا بدتره کېدو وژغورل شي .

خوډېرخلک په دې ډول څرګندونو ځکه باور نه لري چې دناټو اوامریکايي ځواکونو عمومي قومندان دکار دپیل له هماغه لومړیو ورځو ژمنه کړې وه چې نور به په افغانستان کې له هوايي ځواکه په هیڅ صورت کار نه اخیستل کېږي مګردا چې ددوی ځواکونه له شدید خطرسره مخامخ وي او له هوايي بمبارۍ پرته بله لار نه وي خودا دی په کندز کې چې هیڅ راز بمبارۍ ته اړتیا نه وه امریکايي الوتکو په خپله بې رحمانه بمبارۍ کې په لسګونو بې ګناه خلک ووژل.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *