پیامهای تبریکی بمناسبت حلول عید سعید فطر

 

پیامهای تبریکی هموطنان عزیز بمناسبت حلول عید سعید فطر

 

 

 

 

د « صدای افغان » نومیالی اوپیژندل شوي او په ماګران سایت چلونکو اوټولو هیوادوالو ته دکوچنی اخترمبارکی وړاندی کوم.

اخترمومبارک شه!

لمړی هیله می ستاسو روغتیا او بیا د افغانستان ټولوخلکوته سوله آزادی اوسرلوړی غواړم.

 

ښه مو مبارک نن وړاختر ښه له روزوسره

لمونځ٬اوږده نفلونه دی قبول شی طراوسره

 

ګوندی دپاک نیت روزه سبب شی ګناه وبښي

پاک الله قبول کړي زمونږه عذر له توبوسره

 

غواړوموږاخترڅی ټول وګړی مومسکا اوسی

اوښکي دغم وچي زمونږدخلکوله جګړوسره

 

ګډ مودی وطن قبله یوه ده ګد اختر لرو

ټول قومونه یودی خدای حضورته له عذروسره

 

خوشالی شونډی بریښي سترګی اوړی غږیداکوی

خدای دی کړی راډیري داسي ورځي له میلوسره

 

وایو مونږ هغو ته څی اختر یې ځورولی دی

اوښکی به سیلاب شی تاسي ورک کړی له وسلوسره

 

امرالدین سرحد

 


 

گرانو وطنوالو

اختر مو مبارک شه

  


به آرزوی صلح و آزادی.

عید سعید فطر مبارک.

خداوند(ج) با ملت غیور افغان و افغانستان عزیز باشد.

 

په درنا وی

انجنیر فضل احمد افغان.

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

اختر مو مبارک شه

 

« تقبل  الله  منا ومنكم »

 

هموطن  ګرامی، معزز و متدین عید شما مبارک و هر روز تان عید و شب تا ن برات باد!

ګرانو هيوادوالو ،خويندو او ورونو اختر مو مبارک شه !


تاسو قدرمنو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت دحق دلاری کلتوری ټولنی
او دتحقیقاتی بورد په استازیتوب مبارکي وایم. لوی خدای دې وکړي چې دغه اختر ټول افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ، خوشحالۍ، نیکمرغۍ او سولې اختر وي او د همدې مبارک مناسبت له برکته په افغانستان کې سراسري سوله، امن، خوښي او خوشحالي برقراره  شي.
همدارنګه لوی خدای دې ستاسو عبادتونه، دعاګانې او روژې په خپل دربار کې قبولې کړي.

 

د حـــــق د لاری د کلتوری مــر کز او د  افغانستان  د سـتراتیـژیکی څیړنو مرکز په استازیتوب

امین الدین (سعیدی- سعید افغانی) اود. صلاح الدین (سعیدی -سعید افغانی )

 

 

 
 

په بريتانيا کې د میشتو افغانانو ټولنه، د سپیڅلي روژې په پای کې ددې مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .

روژې، پرهیزونه، لمنځونه او عبادتونه مو قبول شه .

د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته، يوځل بيا، لمن نيسي او خواست کوي چې د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې مبارک اختر د لمانځه په پای کې زموږ په محبوب تاريخي هیواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هیواد د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي  حاکميت د تائمين او وُلسي ښیرازۍ دپاره دُعا وکړئ

سيدجان کارواني

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر

 

نوټ:

د اختر لمونځ به د اختر په اوله ورځ، د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې

ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته، د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او

ځای په پام کې نيول شوي دي .

دټولنیِ پته :

West Acton Community Centre Churchill Gardens London W3 0JN 020 8993 2129 & 020 8993 8168

 

نیکمرغه کوچنی اختر مومبارک شه

د صدای افغان وب پاڼی ګرانو چلونکو!

د هر څه نه مخکی تاسو،ستا کورنی او ټولو مسافرو افغانانو ته د نبی (ع) پاکه تحفه وړاندی کوم: السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
او بیا تاسو ټولو مسافرو افغانانو ورونو ته د نیکمرغه کوچنی اختر مبارکی وایم. الله دی زمونږ ګران هیواد آرام ، آباد، امن او امان کړی ترڅو ټول مسافر او د وطن نه لري دوستان، خپلوان او افغانان بیرته خپل وطن ته پخیر سره راولي.
له طرفه د ملک رمضان،عبدلرحیم شیرزاد،سرورخان شیرزاد،اسلم ستومان،شیرزاده شیرزاد،موسی شیرزاد،اجمل شیرزاد،ایمل شیرزاد،کمین شیرزاد،جعفر مجروح ،
آصف شیرزاد او د ټولو دوستانو له خوا

راځه راځه اختر دى
مينه کوه اختر دى

په ما او تا جانانه
هره ش
یبه اختر دى

وېل د سعودي شیخانو
وخورئ روژه اختر دى

يوه خولګۍ غواړمه
پرېږده بانه اختر دى

ساحله اور وانه خلې
لمبه لمبه اختر دى

————————–

جعفر مجروح، جلال آباد
 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *