پرافغانستان د بم وریوستر ریکارډ — نثاراحمد صمد

 

 

پرافغانستان د بم وریوستر ریکارډ

 

منبع : ایر فورس ټایمز

لیکوال : بروس رولف سن

نېټه : د ۲۰۰۸ د اګسټ ۶مه

ژباړن : نثار احمد صمد

 

الوتکو په جولای کی پر افغانستان باندی د خپلو بم وریو د ډیرښت ریکارډ مات کړ چی دا په نوموړي غرني هېواد کی د جګړې شدت منعکسوي .

د هوایی ځواک د مرکز له قوله په تیره جولای کی ۵۱۵  بمونه را غورځول سوي چی دا تر مخکنیو هری جولای زیات دي او د ۲۰۰۴ د پیل راهیسی درېیمه میاشت ده چی ډیر بمونه پکښی راغورځول سوي دي . په جون کی ۶۴۶  بمونه را اچول سوي دي . د ټولو میاشتو څخه ډېر بمونه د ۲۰۰۷ په اګسټ کی وو ، چی  ۶۷۰  بمونه را غورځول سوي وو  [ او درېیمه یې همدا جولای ده ]

خو د دې هوایی حملو تعداد ځکه یوڅه لږ سو چی نوري هوایی وسلې ورسره استعمال سوي دي او پدې کی لا د هغو توپونو ګوزارونه شامل نه دي چی د « اې سي- ۳۰ » توپ لرونکو الوتکو لخوا کیږی او یا هم د طیارو څخه کوچني راکټونه را ویشتل کیږی .

لدې نه علاوه ، د سمندري پوځ څخه د هوایی ځواک « اې- ۱۰ » ، « ایف – ۱۵  اي » ، او د لیری څخه کنټرولېدونکو الوتکو هم حملې کړي او د فرانسوی او برتانوی هوایی ځواکونو لخوا هم په جولای کی منظمی حملې سوي دي .

په همدې جولای کی هلته په عراق کی صرف ۲۹ بمونه راغورځول سوي دي چی دا د ۲۰۰۶ د مني راهیسی دوهمه هغسی میاشت ده چی کمترینه بم وري پکښی سوېده .

 

تبصره : دا و د امریکا د هوایی ځواک رسمی اعتراف چی پر افغانستان د خپلو « خود سره » بم وریو اعتراف کوي حال داچی د فرانسویانو او برتانویانو د بمونو تعداد لا معلوم نه دﺉ . خو پوښتنه دا ده چی دوی په دې بمونو سره څوک وژلي دي ؟ خو دا یی نه ویلي او نه یی هم د ویلو جرأت لری . ځکه د دې بمباریو تر نیمایی زیات  قربانیان ملکی او بیګناه انسانان دي چی عینی شاهدانو ، د قربانیانو خپلوانو اوآزادو خارجی منابعو ثابت کړیدي . د امریکا په مشرۍ ناټو خپلی ډول ډول مخربي او تباه کونکی وسلې بېله کوم مسؤلیته په آزادانه توګه په افغانستان کی پر افغانانو امتحان کوي ، هیڅوک او هیڅ مرجع یی هم مخ نسی را ګرځولای . نن افغانان بېله خدایه بل هیڅ ژغورونکیً نه لري خو  ګوډاګیً رژیم به د ګناه څخه د خپل دغه عظیم بار حساب او کتاب ضرور د خدای سره وکړي خیر دﺉ چی نن د خپل بادار په زور مسلط دﺉ او د خپل ولس د بم وریو ننداره کوي . والسلام ، ن . صمد 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *