دستراتیژیک تړون لاسلیک اوهغه هم په غلا — محمد طاهر قيام

 

 

دستراتیژیک تړون لاسلیک اوهغه هم په غلا

 

ليږونکى :  محمد طاهر قيام

لیکوال: د قریب الرحمن سعید

 

په بین المللي کچه دهیوادونو ترمنځ  ستراتیژیک تړونونه دخپلو ملي ګټودخوندی  ساتلو په اساس لاسلیک کیږي او دا کار دهیوادونو تر منځ  ددوستۍ  ریښي نورې هم  ټینګوی ، خو دستراتیژیک تړونونو د لاسلیک  له پاره لاسلیک کونکو هیوادونو ترمنځ ټول مسایل  واضح او څرګند وي او  د متقابلو هیوادونو د خلکو د استاذو او هم دولس  عام آند ورسره  ملګري وی . ګڼ شمیر هیوادونه دداسي تړونونو د لاسلیک کولو له پاره د الکترونیکي او خپرنیزو مطبوعاتو له لارې  د ولس  د ټولو  طبقو اوپه ځانګړي توګه  د روڼ اندو ، حقوق پوهانو ، او ان  د رژیم دمخالفینو  آند هم  له ځانه سره  اخلي .

په دي اړه  دافغانستان اوسني رژیم دادې د فرانسي او هند په  ګډون د انګلیس او یو شمیر نورو هیوادونو سره د ستراتیژیکو تړونونو تر عنوان  لاندي  څه لیکني  لاسلیک  کړي چې  مطالب  یی تر اوسه پورې په مکمله توګه  نه دي راڅرګند شوي .

ددي پورته  یاد کړل شوو هیوادونو سره د  ستراتیژیکو تړونونو لاسلیک کول په دي خاطر تر سره شول  چي  د امریکایانو سره د همداسي یوه تړون د لاسلیک  له پاره زمونږ د هیوادوالو  ذهنونه تیار کړي اوهغه حساسیت  چې ولس  یی دامریکایانو سره  دداسي یو تړون د لاسلیک  کولو په اړه لری، را کم  کړل شی .

ددې تړون  د لاسلیک  له پاره د  ډیرې مودي راهیسي تبلیغاتي  کار  روان وو . امریکایانو دا تړون دخپل ځان له پاره د سروزرو د هار په  څیر ګاڼه ، او ددې ډول  تړون  دلاسلیک  له پاره  یی  د نظامي  فشار په ګډون دهر ډول  حربو څخه کار اخست .دامریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا په یوه اعلامیه کې وویل:«زه د ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي له خوا د متحدو ایالتونو او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د لاسلیک شوي سند کلک ملاتړ کوم.»

په کابل کی د امریکا سفیر  وایی چي  « مونږ تل په افغانستان کي نه پاته کیږو  خو داوږدو پاته کیدو پروګرام لرو . »  دهغې  خپل کلیمات  دادي ( We don’t  want to stay permanently, but we are going to stay for a long term; we are leaving by 2014 , but  we are going to leave a sizable noncombatant force in Afghanistan. . وایی چې «   مونږ په افغانستان کي  یواندازه  ځواکونه پریږدو »  خواندازه  یی نه  ده معلومه ….

د امریکاسفیر وایی چي :  په نژدي  ورځو کي دشیکاګو غونډه جوړیږي  چې په کي به د افغانستان سره ه د اوږدي  مودي  له پاره  دبین المللي کومکونو  په اړه  تصمیم نیول کیږي. ویل یی : امریکا اوافغانستان دیوه اوږده ستراتیژیک تړون  دلاسلیک له پاره ځانونه  تیاروي اوپه دي اړه تیر کال  د افغانستان دولس نماینده جرګي  چې نژدی  (دري زره کسانو)  په کي ګډون کړي وو  ،ددي تړون څخه  یی ملاتړ هم کړې دي . ویل یی :  افغانستان  یو ښه ملګري  هیواد دې ، مونږ افغانستان ته  د دي هیواد د اشغال  له پاره نه یو راغلي  بلکه داوږدي (very very )وږدي مودي  له پاره په کي تم کیږو، او دا کار هم دافغانانو په خوښه تر سره کوو.   »

 په لمړیو کي  داسي څرګندیده  چې دا تړون  به هم  د افغانستان   د  اوسني رژیم  مشران  هلته په امریکا کي د امریکایی  مشرتابه  سره لاسلیک کړي . هیڅوک  په دي نه پوهیدل چې  ددي تړون اهمیت به  د امریکایانو  له پاره رښتیا هم دومره زیات وي  چې دامریکا ولسمشر  به  دشپي شپی  په یوه ناڅرګنده  سفر  کابل ته راځي ، او هلته به  لکه دنورو شپینیو عملیاتو په څیر د تاریخ  دغه بې ساري لوبه  داسي ولوبوي  لکه څنګه  یی چې د القاعدي دمشر اسامه بن لادن په خلاف    په همدي شپه  او همدي  تاریخ یو کال دمخه  د پختونخوا د ایبټ اباد په سیمه کي لوبولي وه ،امریکایی ولسمشر اوباما بلاخره هغه  بم چې غوښتل یی په افغانانورا وغورځوی راو غورځاوه  ، هغه یی  هم د تاریخ په دغه تاریخي  شپه  په خپلو غلچکي عملیاتو کي  را واچاوو . څرګنده ده چې څوک  به یی اوسپني ته خوشحاله وی او ټوټي به یی  راټولوي  اودشپي شپی به پرې  میلیونران  کیږي . څوک  به یی د دود او اور  په لمبو کي داسي  رانغاړل کیږی  چې  چغي اوسوري به یی څوک نه اوري او نه به اوریدل کیږی.  

دیوه شنونکي   وینا وه  چې  افغانستان په ۲۰۰۱م کال کی  د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي په امریکایانو وپلورل شو او دملګرو ملتونو په اووم  فصل کی داسي راو نغښتل  شو چې مسؤلین به یی د یوه رئیس  د ټاکلو صلاحیت او وړتیا خو لا پریږده  چې دخپلو ولس  څخه ددفاع وړتیا هم و نه لري . اوبیا  د شمالي ټلوالي د نمایندګانو هر یو عبدالله او قانوني  له اړخه بهرنیو اشغالګرانو ته  په هیواد کي داسي  واکمنی  او پرانستي لاس ورکړل شو او  پخپله خپل ولس یی ورته داسي  و تاړه چې پایلي  یی  د ډیرونورو تاریخي پیښو تر څنګ  د هلمند  د کوچنیو شهیدانو په څیر زمونږ تر سترګو دي .

په داسي حال کی چې دتیرو لسو کالو راهیسي د افغانستان  د ولس په خلاف هر سازش ، او یا ددې ولس د ټولو  ارزښتونو غلا کول دشپي او ورځي په هر وخت او ګړۍ  کي روان وو او اوس هم  لکه دپخوا په څیر دوام  لری  خو د ۲۰۱۲م کال دمئ دمیاشتي د لمړۍ ورځي د ماښام د لمر پریوتو وروسته د امریکا  ولسمشر  براک  اوباما  په داسي حال کي  زمونږ هیواد ته  پټ اوغلني  سفر وکړ چې  هم یی سپینه  ماڼۍ او هم یی  په کابل کي دامریکا سفارت  د راتلو خبره  نه منله .  په هر ترتیب   دا به دهغوي دامنیتي ستونزو  یوه برخه  وي  چې  نن د نړۍ  په سرو او شنو یواځني حاکم استعماري ستر ځواک (دامریکا دمتحده ایالاتو)  ولسمشر د ټولو بین المللي پرنسیپونو پرته ، په زرګونه مایله  لري ، د افغانستان  په څیر  یو فقیر  هیواد  ته  د استقبال او خبر پرته  پټ  سفر کوي ،په داسي حال کی  چې افغانستان همدا اوس  دهغوي  د وسلوالو  ځواکونو په لاسو کي دي ،  او ټول  هیواد یی  د هوایی او زمکني فوځونو تر پښو لاندی  خپله  مرګوني ساه اخلي .

د تیري شپي د ضدو نقیض  راپورونو له مخی چې دامریکا د ولسمشر د راتلو په اړه خپریدل بلاخره  اعلان وشو چې : «بېګا شپه د ارګ په ماڼۍ کې د افغانستان او امريکې د ولسمشرانو تر منځ د اوږدې مودې ستراتيژيک تړون لاسليک شو. براک اوباما چې پرون دماښام په تياره کې افغانستان ته په نا اعلان شوي سفر راورسېد، مخامخ د ارګ ماڼۍ ته لاړ او هلته يې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ.»

د امریکا د اوباما او دافغانستان د کرزي تر منځ  دا تړون په داسي  وخت کي لاسلیک شو چې په ۲۰۱۱ م کال د همدي شپي  تر نیمایی وروسته ، دپاکستان د پختونخوا دایبټ اباد په سیمه کي، د القاعدي تر نامه لاندي  د بین المللي تروریزم  په خلاف  د جوړشوي  ګوند د مشر ، اسامه بن لادن  ، په خلاف  د امریکایانو له اړخه ، دپاکستانیانو د خبرولو پرته  ،  نظامي عملیات  تر سره شول ، چې په دي عملیاتو کي  پخپله اسامه بن لادن خپل  روح الله  تعالي ته وسپاره  او جسد یی امریکایانو له ځانه سره  یووړ چې  د ښخولو معامله یی تر اوسه پورې  یوه معمه  ده .

دا چې  ولي  امریکایانو دافغانستان سره دستراتیژیک تړون  دلاسلیک  کولو له پاره دا موقع او فرصت  مناسب  وګاڼه ، او ولي دامریکا  ولسمشر دداسي یوه  تړون  د لاسلیک له پاره په غلا  افغانستاان ته راغی ، او دا چې ولي یی دشپي په  تیاره کي  په داسي حال کي  چې نه د افغانستان  د رژیم دبهرنیو چارو  وزیر اونه هم دامریکا د بهرنیو چارو میرمن  وزیره  دداسي یوه تاریخي تړون  د لاسلیک  له پاره  په  هغه  غونډه کي  چې دکابل د رژیم د ولسمشرۍ په ماڼي کي  جوړه  شوي  وه شتون  درلود او نه یی هم ددفاع  وزیران  رابلل  شوي وو  پخپله  ډیرې پوښتني راپورته کوي .

 که څه هم دواړو ولسسمشرانو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې برخه واخېسته او د تړون په اړه يې خبرې وکړې. خو د ستراتیژیک تړون  اصلي او عمده کرښي  یی ډاګیزه نه کړې . ولسمشر کرزي د سيمې هېوادونو او په ځانګړي توګه ګاونډيانو ته ډاډ ورکړ، چې ستراتيژيک تړون د هېچا لپاره ګواښ نه دی. د دغه تړون له مخې به امريکا په افغانستان کې پوځي اډې جوړوي او تر 2014 کال وروسته تر لسو کلو پورې به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

  کرزی په خپله وینا کي ددې تړون دلاسلیک کولو له پاره  امریکایی ولسمشر اوباماته د ښه راغلاست په وینا کي  داسي وویل : « زه د دوی څخه مننه کوم چې یو ځل بیا یې افغانستان ته سفر وکړ او په کابل کې زموږ د هېواد په پایتخت کې تشریف لري. لکه چې خبر یاست، مونږ نن یو ډېر مهم او تاریخی سند امضا کوو. د دې سند امضا په واقعیت کې زموږ د هېوادونو په روابطو کې ، یو نوی فصل پرانیزي. د دې سند د امضا سره به د پخوانیو لسو کلونو فصل تړل کیږي او د مساوي روابطو نوی فصل پرانستل کیږي. د دې سند په امضا سره، مونږ د دوو مستقلو او حاکمیت لروونکو هېوادونو په توګه دوستانو، ټینګ ، پر متقابل احترام او متقابلو تعهداتو بنا روابط پېلوو؟؟؟؟

ددي  نه مخته مونږ دوه  تړونونه  لاسلیک کړي  وو چې  عبارت دي له :

-دټولو هغه  زندانونو  افغانانو ته  سپارل  چې اوس د امریکایانو په  ولکه  کي دي . «په حقیقت کي دا تړون دافغانانو د غلامۍ او نوکرۍ یوه نښه ده چې د امریکایانو دخوښي پرته بل هیڅ نه شی کولي ، په دي تړون کي راغلي چې هر هغه بندي  چې د بند موده یی پوره شوي هم وي ، دامریکایانو دا جازي پرته نه شی پریښول کیدي او که چیري امریکایان وغواړي د بند موده یی نوره هم اوږدیدلي شی. تر څنګ یی  افغانان د امریکایانو د ساتونکو په څیر استخدامیږي .  دبندیانو څخه پوښتني ګرویزني  به دامریکایانو په واسطه تر سره کیږي خو افغانان  به په کي د  خادمانو  رول  ادا کوي ……

-او شپیني  عملیات  افغاني کول .« شپیني عملیاتو  له پاره دمحکمي دیوه قاضي شرط ایښوول شوي ، او دا شرط دامریکایانو له اړخه په پوره  خوښۍ سره ومنل شو . ځکه  امریکایان کولي شی  دمحکمي یو  قاضي په دیر کم  قیمت  واخلي اودخپلو عملیاتو داجرا وروسته هم دهغه څخه  لیکلي احکام  تر لاسه کړي او …….»

خو امریکایی ولسمشر بارک اوباما په بګرام کې دخپلو فوځیانو تر مخه خپل امریکایی ولس ته  داسي پیغام ولیږه  :

 «  ما بېګا شپه له افغانستان سره د اوږدې مودې د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ او په دې توګه له افغانستان سره زموږ د اړيکو نوی پړاو پيلېږي. د تړون له لاسليک کېدو سره به د افغانستان امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، خو موږ به د دغو ځواکونو ملاتړ او روزنه کوو. دا چې ولې زموږ ځواکونه افغانستان ته راغلل، لامل يې دا و چې اسامه بن لادن او القاعدې دلته خوندي ځاله جوړه کړې وه. بن لادن دلته نوي افراد استخدام کړل او بيا يې پر امريکې د بريد طرحه جوړه کړه چې له امله يې درې زره امريکايي ښځې، سړي او ماشومان ووژل شول. زموږ ځواکونه د دې لپاره راغلل چې نور القاعده ونه شي کولاي له دی ځايه بريدونه وکړي او امريکا ځکه اوس خوندي ده، چې تاسو دلته يئ. په 2002 کال کې بن لادن د افغانستان له پولې واوښت او اته کاله يې د امريکې پر ضد جګړه تنظيم کړه، په تېرو دريو کلو کې پاڼه واوښته، د طالبانو تحرکيت له منځه لاړ، القاعده وځپل شوه او شل تنه پياوړي مشران يې ووژل شو او تېر کال په همدې ورځ اسامه بن لادن هم ووژل شو. خو جګړه لاهم پايته نه ده رسېدلې، لاهم سختې ورځې په مخکې دي او لاهم قربانيو ته اړتيا ده. دا چې څنګه به جګړه پايته رسېږي او زموږ سرتېري به بېرته کورته راځي، داسې ده چې موږ د امنيتي مسوليتونو انتقال افغان ځواکونو ته پيل کړی دی، همدا اوس د افغانستان نيمايي خلک د افغان ځواکونو د مسووليت په سيمه کې اوسېږي، د شيکاګو په کنفرانس کې به پرېکړه وشي چې په يوه کال کې ټول امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو موږ به د هغو ملاتړ او روزنې ته دوام کوو، زموږ سرتېري به بېرته خپلو کورونو ته راستنېږي. تېرکال لس زره سرتېري راستانه شول او د روان کال تر پايه به 20 زره نور هم راستنېږي. افغان ځواکونه به نور هم پياوړي کېږي ، د دوی شمېر 352 زرو ته رسېږي او دا شمېر به درې کاله هم داسې ساتل کېږي، وروسته به بيا په تدريج سره کمېږي، موږ د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليک کړو، دغه تړون د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې دوی به يوازې نه پرېږدو، موږ به تر 2014 کال وروسته هم دلته پوځي اډې ولرو ، خو دا اډې به دايمي نه وي او نه به هم زموږ سرتېري نور د افغانستان په غرونو او دښتو کې ګزمې او جګړې کوي، بلکې دا کار به افغان ځواکونه کوي او موږ به له اړتيا سره سم د دوی ملاتړ کوو. موږ به له طالبانو سره د افغان حکومت په مشرۍ د سولې خبرو کوو او له هغو طالبانو سره به سوله کوو چې سولې ته لېوالتيا لري. د شيکاګو په کنفرانس کې به په سويلي اسيا کې د سولې او ثبات په اړه يوه سراسري اجماع رامنځته شي، موږ پاکستان ته ويلي چې کولای شي په دغه بهير کې يو برابر شريک وي او بايد هم وي. موږ له افغانستان څخه د امريکې په څېر هېواد نه جوړوو او نه هم غواړو چې ټول طالبان له منځه يوسو او نه هم دا کار شونی دی، زموږ موخه د القاعدې له منځه وړل او له افغانانو سره مرسته ده. که چېرې زموږ ځواکونه سمدستي ووځي نو القاعده به بېرته راستنه شي او زموږ لاسته راوړنې به عبث شي. اوس د دی وخت راغلی چې يوه نوې امريکا رامنځته کړو، داسې امريکا چې نور زموږ ماشومان له وېرې پرته ژوند وکړي. کومه جګړه چې په افغانستان کې پيل شوې همدلته به پايته به ورسېږي.»

د ستراتیژیک تړون  مهم  ټکي :

یو شمیر رسنیو ویلي  چې : دغه تړون  به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د دواړوو هیوادونو ترمنځ دغه اړیکې رانغاړي.

– د امریکا متحد ایالتونه ژمنه کوي چې له ۲۰۱۴ وروسته تر لسو کلونو پوري به له افغانستان سره د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ، امنیت، موسساتو او د سیمه ییزې همکارۍ په برخو کې مرسته او ملاتړ کوي.

– افغانستان ژمنه کوي چې په حکومت کې به محاسبه، شفافیت او نظارت پیاوړي کوي، او د ټولو افغانانو(نر او ښځو) بشري حقونه به ساتي.

– امریکا به په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو غوښتنه نه کوي، خو افغانستان به امریکايي (پوځي) پرسونل پرېږدي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان له پوځي تاسیساتو څخه کار واخلي.

– افغانستان به له ۲۰۱۴ وروسته د اړتیا په صورت کې امریکا پرېږدي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د القاعده د غړیو د ځپلو لپاره په افغانستان کې ځواکونه وساتي.

– امریکا په سند کې ژمنه نه کوي چې په راتلونکي کې به په افغانستان کې څومره لګښت کوي یا به څومره پوځیان پرېږدي خو په سند کې ویل شوي چې په دې اړه پرېکړې به له کانګریس سره په مشوره وشي.

– د امریکا حکومت ژمنه کوي چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو، او همداراز د دغه هیواد له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره د مرستې لپاره هڅه کوي چې په کانګریس هرکال مالي مرسته ومني.

– افغانستان له ناټو دباندې د امریکا یو مهم متحد ګڼل کېږي او متحد ایالتونه به په یوه اوږدمهال کاري چوکاټ کې له دغه هیواد سره امنیتي او دفاعي همکاري کوي.

دواړه هیوادونه په لیکلې بڼه د اطلاع په ورکولو سره د دې سند د ترمیم(تعدیل) یا لغوه کېدو غوښتنه کولی شي خو هر راز بدلون او یا الغا به له اطلاع ورکولو یو کال وروسته عملي کېږي.

خوددې ستراتیژیک تړون  مؤسس ډاکتر سپنتا په رغړنده ژبه  دستراتیژیک تړون  د توضیح په اړه  بیا داسې سپیناوې کوي چې:

« نژدی  اتلس میاشتي کیږي  چې  دامریکایانو سره مو دخارجي قواو دوتلو دتنظیم په  اړه  خبري پیل  کړي  ، په لمړیوکي  مونږ هم  نه پوهیدو  چې مونږ په څه باندی  خبري کوو؟  ایا  دا به یو یادداشت   وي او که  موافقتنامه . تاسي ته معلومه ده چې امریکایان  د ملګرو ملتونو د پریکړي په اساس  افغانستان ته راغلي دي ، دوي  زمونږ سره د یوه تړون دلاسلیک  له پاره   د ۲۰۱۰ کال دنومبر په میاشت  کي  یو هیئت  راولیږه . دغه هیئت  له ځآنه سره یوه  مسوده  درلوده، دوي  په  همکاریو باندی  تاکید کاوه ، په دي خبرو کي دافغان دولت عالي رتبه هیئت چې  دبهرنیو چارو  وزیر ، ددفاع وزیر  ، دامنیت  ملي وزیر او   دملي امنیت دشورا  معاون شامل وو، دوي  د امریکا ځآنګړي نماینده هالبروک او ټیم سره یی  په دي اړه مذاکرات  پيل کړل .   بیا مونږ دخپله اړخه  یومتن  ولیکه  چې څلور  فصلونه یی درلودل ………اما په دي مسوده کي د امریکایانو  غوښتني نه دي مطرح  شوي ، دهغوې غوښتني تر اوسه پورې پټي پاته دي . په دي اړه  دافغانستان  له اړخه دمسودي لیکونکو دغه لاندي سپارښتني کړي دی :

زمکني بشپړتیا  او د ملي تمامیت  حق .

دفاعي او امنیتي  همکارۍ :  امریکا  به د افغانستان  ددولت   اردو  او ملي  امنیت  ته  مستمر کومکونه ورکوي .

اقتصادي  او ټولنیز  بنسټونو جوړښت :امریکا  به  افغانستان  کي داسي  پروژي  ایجادوي چې  زمونږ  د  اقتصادي  ودې  له پاره  ښه سرچیني  وګرزي . اقتصادي  رشد ته به توجه کیږي  او سیمه ایزې اقتصادي  پروژی  به  جوړیږي ،

سیمه ایزي  همکاري .

 دا باید ډاګیزه  وي  چې  امریکایانو تر اوسه پورې   له مونږه نه دي غوښتي  چې  څومره  نظامي  تمځایونه غواړي ، خو مونږ ترې پوښتلي  چې څومره  غواړی ؟  افغانستان غوښتل  چي  ددي مذاکراتو په واسطه  امریکایان  په یوه چوکاټ کي بند او څه  شرایطو ته متعهد کړي .

امریکایان  دلويي  جرګي د جوړښت  مخالف وو .

ایا مونږ امریکایانو ته  نظامي تمځایونه ورکولي  شو . که وریی کړو  نو څومره او په کومو ځآیو  کي .

که د افغانستان شرایط  ومنل شي نو باید  دهغې  له مخي  امریکایان  خپل  زندانونه  و نه لري .

تر اوسه مونږ توانیدلي  یو چې  دوه  موفقیتونه  تر لاسه کړو . چې  په مطبوعاتوکي هم منعکس شوي  ،

اوس  مونږ د دوې  څخه د زندانونو څه برخي  اخستي  خو پنځه  میاشتي  نورې پاته دي  چې  دا ټول  هر څه  تسلیم کړي ،مونږ غواړو  چې  دافغانستان هیڅ  تبعه  دامریکایانو په لاسو کي  نه وي ،که  چیري کوم  افغان د عملیاتو په  جریان کي ونیول شي  هغه به ژر تر ژره  افغان  امنیتي  ځواکونو ته تسلیموي .

شپیني  عملیات  باید د افغانانو  په لاسو تر سره شي .

تر اوسه  پورې  چي ټول کومکونه   د افغانستان  سره شوي  دهغي  ۶۷ سلمه  دامریکا  له اړخه شوي دي.  خو ددي  ۲۲ سلمه دافغانستان دولت  ته ورکړل  شوي  او پاته یی  پخپله امریکایانو مصرف کړي . خو مونږ  غواړو  چې  دا سلمه د  ۲۲ نه  تر  ۵۰ سلمي پورې  په  ۲۰۱۳ کي  اوپه  ۲۰۱۴ کي  اتیا سلمي ته ورسيږي.

سیمه  ایزه بسپنه  د افغانستان  د خارجي پالیسیو  مهمه برخه ده  په دي اړه  دپاکستان سره  ترانزیتي  تړون  لاسلیک  شوی  خو دریل ګادي  خط  او دترکمستان څخه  دګازو پایپلین  او …..تر اوسه لا باقي دي .

که دا ستراتیژیکو تړون  لاسلیک  شو  نو تر ۲۰۲۴ پورې به دوام  کوي  او که چیري دواړه خواوي  پرې راضي  شي  نو بیا به  نور هم دوام ورکړي .

ددي سند مهمي  نقطی  به دا وي :

دامریکایی ځواکونوتمځایونه  به په هیڅ  صورت دافغانستان د استقلال   لپاره ګواښ  نه وي ؟؟؟؟

دافغانستان  ګاونډیان به ددي تمځایو څخه  نه  ګواښل کیږي .

دعساکرو،تانکونو او طیارو  شمیر  اودوسایطو  اندازه باید معلومه او قید وي .

که  دافغانستان اردو او یا  پولیس  دامریکایی  هوایی قواو مرستي ته اړشي  ،دهغي نه  استفاده کولي شي.

امریکا  به  دهیواد امنیتي  قواوې  داسي  تربیه ، تسلیح او تجهیز  کوي  چې  دداخلي اوخارجي ټولو ګواښونو ځواب  ووایی .

مالي مرستي  چې  دامنیتي  ځواکونو سره دامریکا  له اړخه  هرکال  ورکول کیږي   باید کلني اندازه یی  مشخصه  او د کلونو دوام  یی  هم  څرګند وي.  (شاید  دا  بسپنه  دکال  څلور اشاریه  شپږ میلیارده  واوسي. اوباید تر  ۲۰۲۴  پورې  دوام وکړي. )

که چیري  افغانستان دکوم  بل هیواد د یرغل  لاندی  راځي ، نوافغانستان او امریکا  به  یوځاي   په دفاع کولو  مکلف وي .

دامریکا د تخنیکي ، تاکتیکي اومالي همکاریو سره سره  که  افغانستان  وغواړي  د نورو  هیوادو  څخه هم وسله  او نظامي تجهیزات  اخستلي شي .

ددي  سند د لاسلیک   نه وروسته  به د  پي  ار ټي  ټولي اداري    له منځه  ځي .

ددي  ستراتیژیک سند د لاسلیک  نه وروسته  به  دواړه هیوادونه   یو کال وخت  ولري  تر څو په  افغانستان کي دامریکایی  نظامي هډو   ، په څرنګوالي  ، شمیرې، تاسیس  او ځایونو  باندي  بحث او غور  وکړي .

دا سند  به دلاسلیک  نه وروسته  په  ملګرو ملتونو کي  درج کړل  شي .

دا نقطه  مهمه ده چې  افغانستان د ۲۰۰۱  کال  څخه را په دي  خوا ، دملل متحد  په  اوم  چیپتر کي  قرار  لری ، چې  د تعامل  له  مخي نه شي کولي  د کامل  مستقل هیواد په  توګه  د بل هیواد سره راکړه ورکړه وکړي . ددي  سند  په   لاسلیک  سره به افغانستان د  اوم نه  شپږم  چپتر ته راشي ، په دي ټولو معاملو کي د ولسمشر  رول  ډیر  بارز  دي.

سپنتا وایی چې  امریکا  یو ستر ځوا ک  دي  ، اوپه سیمه کي  د چین ، روس  ، هند  اوایران په څیر  رقیبان لري .  امریکا به  خپلی ګټي سنجوي اومونږ به خپلي . البته د قدرت  په توپير سره . همدا اوس دایساف اوناټو دځواکونو  مصارف  چي  کلني مصارف  یی یوسل او شل میلیارده ډالر دي  دهغې  جملي  څخه یوسل نهه میلیارده   ډالر امریکا  ورکوي . په  دي  حساب  امریکا  یوازی دمیاشتی  څه دپاسه  نهه  بیلیونه  ډآلر   مصرف لري .

امریکا  به   ددي سند په  لاسلیک  کیدو سره  له یوې خوا  خپل ملت  ته  خپل  موفقیت  په ثبوت  ورسوي اودبله اړخه  د ډیرو کمو  مصارفو په واسطه  به  خپل  اهداف  مخته  بوتلي شي ، نو دهغو په  آند  چې ستره لاسته  راوړنه  به وي .

د تړون له پاره اړتیا:

په دې کي شک نه شته چې  افغانستان به د نړۍ د یو شمیر هیوادونو  سره د خپلو ملي ګټو په ساتلو او دخپلې تجارتي او سفارتي ودي له پاره  ستراتیژیک تړونونو لاسلیک کولو ته اړتیا  ولري ، اودا  دهر ازاد  او مستقل  هیواد حق دي  چې دخپل ولس  دزمکني بشپړتیا او ازادۍ تر څنګ دخپلو نورو ملي ګټو داو   د ولس  د آند د په نظر کي نیولو سره سم  دغسي  قرار دادونه او  تړونونه  لاسلیک  کړي و او  دا کار د امریکا او یا ددي په څیر د نورو هیوادونو سره هم شوني دي.  خو د اوسني  ستراتیژیک تړون  له پاره  دافغانستان  څخه امریکا ډیره  محتاجه  ده .  ځکه امریکا د افغانستان په دلدل کي  داسي را نښتي  چې د وتلو لارې یی ور څخه ورکي شوي دي، دوي  لا دپخوا څخه  اعلان کړي چې غواړې د ۲۱۰۴ کال تر اخره پورې د افغانستان څخه خپل ځواکونه    کاږی .  د افغانستان په اشغال کی د امریکا سره  راغلي  اشغالګر  ځواکونه  ټول غواړي د افغانستان   ددغې دلدل څخه خپلي پښي و کاږي خو د هغوې تر مخ  دامریکا زبر ځواک  دي  چې  هغوي ته د وتلو مخه نه ورکوی .  امریکایان  غواړي د نړۍ ښکیلاک ته په همدي توګه دوام  ورکړي  او  افغانستان په  داسي لومو کي را و نښلوي اوخپل  فوځونه  ترې په داسي توګه و کاږي  چې د نړۍ نور  هیوادونه  یی  دامریکا دماتي او شکست   اساس  و نه ګڼي .

امریکایان ، که دا تړون  لاسلیک شوي واې اوکه  یا نه واي لاسلیک شوي ، لکه د ناټو د غړو هیوادو  دځوکونو په څیر  دافغانستان څخه د وتلو په درشل  کي وو . امریکا همدا اوس  ډیره ملا ماتي  نظامي بودجه په افغانستان کي په خپلو  فوځونو  مصرفوي  ، دا  په داسي حال کي  چې په افغانستان کي د جنګ  دپاي ته  رسیدو  کوم څرګ  هم نه  لیدل کیږي . ځکه د بهرنیو  اشغالګرانو په مقابل کی  مخالفین  په دي هوډ او عزم کي دي  چې  د اشغال  تر اخري  وخته پورې به خپل  جدو  جهد ته دوام ورکوي . دوي د هیواد د ټولو غمیزو  بنسټ همدا بهرني  اشغالګران ګڼي .

ترڅنګ  یی په  امریکا کي د راتلونکي نومبر دمیاشتي په ټولټاکنو کي  هم  براک اوباما  غواړي خپل  جمهوری غوښتونکي سیال  را وپرځوي او واګي په خپل لاس کي وساتي ، ددي  له پاره  دي ته اړتیا ده چې د امریکای ولس  ۷۰ سلمه  وګړي  چې  په افغانستان کي د جنګ مخالف دي  له ځانه سره ملګري کړي او دهمدي ملګرتوب  په  خاطر هڅه کوي  چې دافغانستان  څخه  د خپلو فوځونو د ویستلو  له پاره یوه لاره  ولټَوي  اوهغه  هم دستراتیژیک تړون  د لاسلیک  تر عنوان  لاندي .

په  همدي خاطر  دامریکا ولسمشر  براک  اوباما پخپله  دومره  ستره لار  ووهله  او کابل ته راغي او دڅو ساعتو په  تم کیدو  سره یی هم   دکرزی  سره د خپلي خوښي تړون  لاسلیک  کړ او هم یی  دهماغه  ځایه د خپلو فوځونو  تر منځ دامریکا ولس  ته  ددي ستر  بري  خبر ور  ولیږه .

هغه څه چې په دي تړون کی یی  په څرګنده  نه دي یاد  شوي   هغه د امریکایی فوځي اډو  شتون او ترڅنګ  یی د افغانستان دسیاسي او نظامي  حالاتو کنترول دي.

په داسي حال کی  چې  کرزي اودهغه  امنیتي سلاکار  سپنتا  وایی چې په دي تړون کي دامریکایانو سره د نظامي اډو د ورکولو کومه  ژمنه   نه  ده  شوي اوهغه  به  د راتلونکي یوه کال په دوران کي   تر  بحث او څیړني لاندي  راځي  خو دیو شمیر مبصرینو له وینا څخه داسي ډاګیزیږي  چې  کرزي او سپنتا غواړي  خپل ولس  په  دوکه اوفریب کي واچوي ترڅو ددي  شرمناکه تړون د لاسلیک   پر خلاف  پاڅونونه منځته را نه شی او نه یی عملي مخالفت  ډاګیزه شي . ویل کیږي  چې  امریکایانو ته به نظامي تمځایونه ورکوي  او ددي تمځایونه  موده  به  د لسو او ۹۹ کالو ترمنځ وي ،  د یوه اړخ  له لورې ددي تړون ماتول  شوني  نه دي ، مګر دا  چې  دواړه خواوي پرې  راضی  شي . ان تر دي  چې  یوه شنونکي  لیکلي  چې د دي تړون  نمونه او مثال د ډیورنډ دکرښي په څیر دي  چې بلاخره به افغانستان د تل له پاره د امریکایانو  د لوبو ځآي  وي  او پخپله افغانان  به  دهغوي بندیان .

یوه شنونکي اولیکوال «د پوځي اډو په شتون کې د چا ګټه ده؟  ترعنوان  لاندي داسي لیکي چې :

تر ټولو د مخه د پوځي اډو په جوړويدو سره به د امريکايانو ګټې خوندي او ستراتيژيکو موخو ته رسيدل تضمين شي. يعنې دا چې د افغانستان په شتمنيو په تيره بيا طبعي زيرمو باندې به پراخه کنترول ولري، د منځنۍ اسيا د انرژي زيرموته به په آسانۍ ځان ورسوي او د سيمې هيوادونه په تيره بيا چين، ايران، روسيه، پاکستان، هند به د ګواښ او فشار لاندې وساتي. د خپلو ګټو په پام کې نيولو او توان سره سم به د سيمې جغرافيه کې بدلون راولي او د خپلې پانګه ايزې-پوځي امپراطورۍ لمن به په نړۍ کې نوره هم پسې وغزوي. خو د امريکايانو دغه ډول هيله چې د پرديو په وړاندې په کې د افغانانو حساسيت، نه زغم او تاريخي مقاومتونه له پامه غورزول شويدي، عملي بڼه ونه شي موندلی.

په افغانستان کې د پوځي اډو شتون د مختلفو مافيائي کړيو، د پرديو په چوپړ کې لاس پوڅو ګوډاګيو واکمنو او هغو کړيو چې د هيواد د خاورې د بشپړتيا او ملي يووالي ضد روحيه او پلانونه په سر کې لري په ګټه دي. د اډو د شتون په صورت کې به افغانستان په پرله پسې توګه د نورو د ګټو دپاره د پرديو لاس وهنو او جګړو ډګر وي. لکه د اوس په څير هغه وخت به هم د امريکائی پوځيانو خپل سري پوځي  عمليات روان وي . د سرغړونو او جناياتو په وجه به افغان دولت د هيواد دننه او يا بهر کومې محکمې ته د هغوئ د درولو توان و نه لري . ځيني روڼ اندي داسې ګڼي چې ګوندې د نړۍ په نورو هيوادونو کې هم امريکا پوځي اډې لري او د افغانستان دپاره هم دا کوم نوی او يا بد کار نه دی .

اول خو زموږ د هيواد جيوبولتيک موقعيت ته په کتو سره د افغانستان دپاره پرون هم، نن هم او سبا هم د بې پلوۍ او ناپیلتوب سياست په ګټه و، او دی . افغانستان د ناپيلو  هيوادونو د کنفرانس د يوه بنسټ ايښودونکي غړي په ټوګه تر اوسه پورې د دغه کنفرانس څخه په رسمي ډول  نه دی وتلی او هم په دغو دريو وروستيو لسيزو کې آن ګوډاګيو سياسي واکمنو په خپلې بهرنۍ تګلاره کې د ناپيلتوب سياست نه دی رد کړی .

بله دا چې زموږ د افغانانو يوه لويه بدمرغي په همدې کې ده چې د خپل هيواد د شرايطو او ځانګړتياو په پام کې نيولو پرته د پرديو تجربې په پټو سترګو او آن په افراطي توګه کاپي کوو او خپل هيواد مو د پرديو رنګارنګ تجربو  لابراتوار ګرځولی، په همدغو ازمايښتونو کې تباه هم شو، خو موږ بيا هم لا پکې نور تباه کوونکي ازمايښتونه کوو.

دا سمه ده چې په جاپان، آلمان، کوريا. . .  کې امريکائي اډې موجودې دي خو هلته دغه اډې په داسې شرایطو کې جوړې شوې دي چې دغو هيوادونو په جګړو کې (دوهمه نړيواله جګړه، د  امريکا او کوريا جګړه)  ماتې خوړلې وه او سلامي شوئ ؤ. امريکا زورور  او کامياب ؤ، او نوموړي هيوادونه کمزوري او ماتې ئې خوړلې وه یعنې دا چې پوځي اډې د دغو هيوادونو د ولسونو په غوښتنه نه بلکې د امريکا د خوښې او غوښتنې سره سمې جوړې شويدي .

همدارنګه د منځني ختيځ په ځينوهيوادونو لکه کويت، بحرين، عمان . . . . کې هم امريکائي پوځي اډې د دغو هيوادونو د اولسونو دارادې خلاف جوړې شويدي . د امريکا په وړاندې د اسامه بن لادن او د هغه د ډلې ضديت او په ټوليزه کې د عربي هيوادونو د اولسونو مخالفت او کرکه د همدغو پوځي اډو د شتون په سر او د فلسطينيانو په وړاندې د اسرائيلو څخه د امريکا ملاتړ په وجه راپيدا شويدي .

  د يادونې وړده چې د ښکيلاک او د جګړې د دوام په شرايطو کې د داسې مهمو ملي مسٌلو لکه د يو بهرني هيواد د پوځي اډو جوړولو په هکله د تش په نامه او نمايشي ملي جرګو او يا لويو جرګو پريکړې د افغانانو د ارادې خلاف او د ملي ګټو په زيان دي .

د  افغانستان د عالمانو شورا   غړی او د سولې د عالي شورا ویاند قیام الدین کشاف په افغانستان کې د امریکا دایمې اډې د افغانانو په ګټه نه بلکي په زیان بولي.

 

کشاف په دې باور دی چې که چېرته دغه اډې په افغانستان کې جوړې سي له دې سره به افغانان د امریکايي سرتیرو شتون ته د اشغال په سترګه وګوري چې د نوموړي په وینا تر اوسه افغانانو دغسي باورنه دی درلودلی.

 دسولي په خبرو اترو دستراتیژیک تړون دلاسلیک اغیز:

که څه هم په دي  ورځو کي د امریکایانو او طالبانو تر منځ  د سولي د خبرو دپیلیدو ضد اونقیض  اعلانونه کیدل  خو دطالبانو دغورزنګ دمشر ملامحمد عمر دي خبری  چې « دامریکایانو سره د خبرو کول هسي د وقت  ضیاع ده » ، دا پروسه شنډه کړي ده . پخوا تر دي چې  ددوي ترمنځ کومی خبرې اتري تر سره شوي  په هغي کي هم امریکایانو  د طالبانو هغه  لمړني شرط چې د هغي له مخی باید دطالبانو پنځه کسه لوړ پوړې  چارواکي را پریښول شي  عملي نه کړاي شو . اوس  ددوي تر منځ  خبري د رکود په حال کي دي . دا چي وروسته به امریکایان بیا څه ډول دخبرو پیلامه کوي معلومه  نه ده  ،خو هغه شرطونه چې د ستراتیژیک تړون  د لاسلیک  په وخت کي  امریکایی ولسمشر اوباما د طالبانو سره د خبرو له پاره اعلان کړل  دهغي یو هم  دطالبانو  له پاره دمنلو وړ  نه  ښکاري .

له بله اړخه  که څه  هم د حزب اسلامي امیر  ښاغلي حکمتیار په یوې وینا کی  دامریکایانو سره دخبرو کولو پروسه په دی خاطر ځنډولي وه چې د هغوئ سره  د افغانستان د بحران دحل  له پاره کومه عملي  طرحه  نه شته ، خوبیا  هم دکرزي ددولت  د زیاتو غوښتنو  په خاطر حزب  اسلامي یو لوړ رتبه هیئت  د اپریل په دولسمه  کابل ته ولاړ او هلته یی د سولي له پاره دتفاهم په غونډو کي ګډون وکړ . ددي  تفاهي  غونډو  ، چې په هیڅ  صورت یی د رسمي مذاکراتو بڼه  نه  درلوده ، په اړه ډیر تبلیغات  وشول ،خو حقیقت دادي  چې  د افغانستان  ددولت  مسؤلینو سره  دهغي  اساسي خبرې په اړه  چې  بیا بیا دحزب اسلامي  له اړخه مطرح کیږي ، هیڅ  اختیار  او واک  نه شته .  هغه  خبره همدا ده چې  « د  یوه مهال ویش  له لارې دبهرنیو ځواکونو د ویستلو  له پاره  ټول  یو لاس  شو، اوبیا  دراتلونکی سیاسي نظام د جوړښت له پاره په یوه داسي فارمول  باندی را یوځاي شو چې  په کي نظام  د ولس په خوښه  منځته راغلي وي او ….» په دي لاره کی دحزب امیر ان  تر دي پورې  مخته ولاړ  چې  په خیله  یوه مرکه  کي یی وویل : « که چیري ښاغلې کرزي زمونږ سره د بهرنیو ځواکونو  د بې له قیده وشرطه د وتلو او دافغانستان  د ازادۍ نه وروسته د یوه  منتخب  اسلامي نظام د جوړښت په اړه  توافق وکړي  نو مونږ به نه یواځی دهغه سره کومه ستونزه ونه لرو  بلکه دهغه  ددریځ  څخه به دفاع وکړو ،ما هغه ته دا ټکي دهغه دپرلپسي پیغامونو د رالیږلو  په وخت کي لیکلي دي  ….»

طالبانو د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو  تر منځ ددغه غلچکي ستراتیژیک تړون د لاسلیک  په اړه  عملی غبرګون وشود او  دکابل په  زرغوني سیمه  کي یی د  بهرنیو  اجیرانو په تمځایو باندی  داسي  بریدونه  وکړل  چې  هغوي یی  دسختي  وارخطایی سره مخ کړي، د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په اړه د طالبانو غبرګون  ډیر په ځاي او ډیر چټک  وو . هغوي  دا اعلان هم وکړ چې دا تړون دداسي کسانو  لخوا  لاسلیک شوی  چې اصلا دافغان ولس  نمایندګان  نه دي  

خو حزب اسلامي افغانستان ته هم نوره د خبرو کولو کومه لار تر مخ  نه  شته . ځکه دحزب اسلامي  لمړنی شرط  هم  د  بهرنیو ځواکونو  ویستل او دافغانستان  ازادي اواستقلال وو اودي.  دحزب اسلامی دغه وروستني هیئت هم په همدي خاطر تللي و تر څو کرزی ته ډاډ ورکړي  چې د داسي یو تاریخي بدنامه  لیک د لاسلیک  کولونه ځان و ساتي. حزب دا هیئت دکرزي  په خوښه او دهغوې په غوښتنه ورلیږلی و . خو کرزي په خپله ژمنه  کې ثابت پاته نه شو . طبیعي ده چې حزب  اسلامي  به دداسي او د بل هر داسي تړون چې دهغي له مخي د بهرنیو ځوکونو د تل پاتي کیدو اوپه هیواد کي  د وینو دتویدو  له پاره لاره همواره وي ، دهیواد استقلال او ازمکني بشپړتیا تر پوښتني  لاندي  راوړی  او ولس  د تل  له پاره دغلامۍ په لور  راکاږی  کلک مخالفت کوي ، او په طبیعي توګه به دخبرو هغه پروسه چې په هیواد کي دسولي د ټینګښت  له پاره پیل شوي وه  له یوې مخي  پریږدي . 

یواځي حزب اسلامي نه بلکه  د هیواد ټولي سیاسی کړۍ باید دداسي  یو ناولي تړون  سره چې  هیوادوال  د غلامۍ په زنځیرونو کي را نغاړی ، دحکومتونو اونظامونو واک مو دنورو به منګلو کي پروت وي او دتل  له پاره د د ذلت  پړي مو په  غاړو کي پراته وي  مخالفت وکړي. په دې خاطر حزب  خپل   دریځ داسې  اعلان وي   چې «حزب اسلامي افغانستان  به د هرهغه تړون چې په هیواد کې جنگ او وينو تويولو ته لاره هواروي او دجنگ دا دامې لپاره، محارک او انگيزې را پاروي په کلکه مخالفت کوي  .ون وروسته له هغې وکړې چې درپوټونو په اساس پرون شپه د امريکا ولسمشر په يونا اعلان شوي سفر کابل ته ورسيد او هلته يې له حامدکرزي سره ستراتيژيک سند لاسليک کړ، دحزب اسلامي دبهرنيو چارو رئيس او دمحترم امير ځانگړي استازي ډاکټر غيرت بهير وويل داستراتيژيک تړون په اوسنۍ بڼه کې په افغانستان کې دبهرنيو قوتونو دمزيد پاتې کيدا او دجنگ دا دامې لپاره زمينه برابروي، او له بلې خوا دداسې مهمو او سرنوشت سازو تړونونو ترلاسليک دمخه بايد ټول افغان ولس په اعتماد کې اخيستل شوى واى، او دهغوى رايو ته درناوى شوى واى، ډاکټر غيرت بهير زياته کړه دا تړون په داسې حال کې لاسليک کيږي چې ټول ا فغان ولس له نظره غورځول شوى او ولس په توره شپه کې قرار لري، نه يواځې دا چې عام ولس له نظره غورځول شوى بلکې افغان پارلمان او ټولې سياسي او مدني پرگنې ناديده نيول شوي دي، ډاکټر غيرت بهير زياته کړه، د داسې تړون لاسليکېدا په ملک کې دبهرنيو قوتونو لاپاتې کيدو ته دمشروعيت له ورکولو پرته بله معنى او مفهوم نلري، ياد تړون دمذاکراتو لړۍ له سترگو گواښ سره مخامخوي او کيدى شي دا لړۍ په ټپه ودريږي .

دداسي تړونونو  لاسلیک کول په هیواد کي د بهرنیو ځواکونو دلا پاته کیدا او  هغوی ته دمشروعیت د ورکولو لاره  هواره  وي  . دې تړون د مذاکراتو لړۍ هم د ستر ګواښ سره مخا مخ کړي  او کیداې شی دا  لړۍ په ټپه و دریږي .

ليک : قریب الرحمن سعیدد داسې تړون لاسليکېدا په ملک کې دبهرنيو قوتونو لاپاتې کيدو ته دمشروعيت له ورکولو پرته بله معنى او مفهوم نلري، ياد تړون دمذاکراتو لړۍ له سترگو گواښ سره مخامخوي او کيدى شي دا لړۍ په ټپه ودريږي .داسې تړون لاسليکېدا په ملک کې دبهرنيو قوتونو لاپاتې کيدو ته دمشروعيت له ورکولو پرته بله معنى او مفهوم نلري، ياد تړون دمذاکراتو لړۍ له سترگو گواښ سره مخامخوي او کيدى شي دا لړۍ په ټپه ودريږي .د داسې تړون لاپهسليکېدا په ملک کې دبهرنيو قوتونو لاپاتې کيدو ته دمشروعيت له ورکولو پرته بله معنى او مفهوم نلري، ياد تړون دمذاکراتو لړۍ له سترگو گواښ سره مخامخوي او کيدى شي دا لړۍ په ټپه ودريږي .د داسې تړون لاسليکېدا په ملک کې دبهرنيو قوتونو لاپاتې کيدو ته دمشروعيت له ورکولو پرته بله معنى او مفهوم نلري، ياد تړون دمذاکراتو لړۍ له سترگو گواښ سره مخامخوي او کيدى شي دا لړۍ په ټپه ودريږي .د داسې تړون لاسليکېدا په ملک کې دبهرنيو قوتونو لاپاتې کيدو ته دمشروعيت له ورکولو پرته بله معنى او مفهوم نلري، ياد تړون دمذاکراتو لړۍ له سترگو گواښ سره مخامخوي او کيدى شي دا لړۍ په ټپه ودريږي .ون وروسته له هغې وکړې چې درپوټونو په اساس پرون شپه د امريکا ولسمشر په يونا اعلان شوي سفر کابل ته ورسيد او هلته يې له حامدکرزي سره ستراتيژيک سند لاسليک کړ، دحزب اسلامي دبهرنيو چارو رئيس او دمحترم امير ځانگړي استازي ډاکټر غيرت بهير وويل داستراتيژيک تړون په اوسنۍ بڼه کې په افغانستان کې دبهرنيو قوتونو دمزيد پاتې کيدا او دجنگ دا دامې لپاره زمينه برابروي، او له بلې خوا دداسې مهمو او سرنوشت سازو تړونونو ترلاسليک دمخه بايد ټول افغان ولس په اعتماد کې اخيستل شوى واى، او دهغوى رايو ته درناوى شوى واى، ډاکټر غيرت بهير زياته کړه دا تړون په داسې حال کې لاسليک کيږي چې ټول ا فغان ولس له نظره غورځول شوى او ولس په توره شپه کې قرار لري، نه يواځې دا چې عام ولس له نظره غورځول شوى بلکې افغان پارلمان او ټولې سياسي او مدني پرگنې ناديده نيول شوي دي، ډاکټر غيرت بهير زياته کړه، د داسې تړون لاسليکېدا په ملک کې دبهرنيو قوتونو لاپاتې کيدو ته دمشروعيت له ورکولو پرته بله معنى او مفهوم نلري، ياد تړون دمذاکراتو لړۍ له سترگو گواښ سره مخامخوي او کيدى شي دا لړۍ په ټپه ودريږي .»

 

ليږونکى :  محمد طاهر قيام

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *