د امريکا د رئيس جمهور اوباما سفر کابل ته څو فايدې هم درلودلې — محمد طاهرقيام!!

 

 

د امريکا د رئيس جمهور اوباما سفر کابل ته څو فايدې هم درلودلې!!

 

 

ليکوال: انجنير محمد عيسى

ليږونکى: محمد طاهرقيام

 

١– د ټولو بين المللي قوانينو خلاف هرعاقل انسان ته اوباما غل ثابت شو.

٢-کرزي په پټه معامله کي د خپل وطن – دين او ناموس خاين ثابت شو.

٣- د امريکا حکومت او رئيس جمهور د دنيا رئيس جمهورانو ته ډېر ضعيف، ناکام او شکست خوړلى ثابت شو.

٤ – د دنيا سياستمدارانو د امريکا د رئيس جمهور سفر د ټولو ديپلوماتيکو ميعارونو خلاف سفر اوباله.

٥ د امريکا رئيس جمهور پدې سفر سره د کرزي حکومت، کابينه، پارلمان، د صلح عالي شورى تالي څټي، وزارت دفاع، امنيت او نور ارگانونه بې خبره مُلي صفته ثابت شول.

٦- د کرزي په غلامۍ شاه شجاع او کار ملي توب کي چي چاتراوسه پورې شک کولو هغوى بې عقل او احمق ثابت شول.

٧د کرزي ښکاره او پټ ياران زېړ رنگ او سپک ثابت شول.

٨امريکا پدې عمل سره په نړۍ کي خپلو ملگرو (اروپايي هېوادونو) او رقيبانو (چين او روس) ته ډېر ريشخند ثابت شولو.

٩د خارجي قوتونو وتل سل په سلو کي ثابت شول، ځکه اوباما خپلو عسکرو ته د باگرام هوايي ميدان کي وويل: لس زره عسکر په ٢٠١١ کي ووتل او شل زره فوځيان به له افغانستان نه سږ کال وځي او ټول په ٢٠١٤ ترپايه وځو.

او ويې ويل: نور مونږ نه غواړو چي خپل فوځيان د افغانستان په درو او غرونو کي د لاسه ورکړو.

١٠د امريکا رئيس جمهور پدې ډارن سفر سره د هغو افغاني غلامانو، امريکا ته طمعه او ډالر پرستو ژوند او راتلونکي هم نامطمئن ثابت شوه ځکه د امريکا رئيس جمهور د باگرام څخه څلور بجې د سهار خپلو هېوادوالو ته چي تقريباً اوه بجې د ماښام وې په څرگنده توگه وويل: چې موږ خپلو تالي څټو خوش باوره غلامانو ته له افغانستان څخه امريکا نشو جوړولى. د افغانستان امنيت او جوړول افغانانو ته پرېږدو.

١١عقلمندو نړېوالو د شپې لخوا د تلويزيون په پرده د اوباما او کرزي وارخطا او ډارنو څېرو په ليدو سره تش لاس افغان مجاهد ملت په صليبي لښکرو باندې بريالي او برلاسه ثابت شول.

١٢متاسفانه د مقاومت په ليکو کي ځينو محدود کسانو چي د کابل او قطر نامعقوله او ناکامو مذاکراتو په نوم گوړې گوړې ويل د هغوى د خولې خوند پيکه او بې مزه ثابت شو.

١٣چي د تړون ليکل په دومره شرميدلې ويرې د شپې په تيارو کي ترسره شول نو عملي کول به ئې څرنگه امکان ولري؟ د امريکا رئيس جمهور پدې ناڅاپه سفر سره د ستراتيژيک تړون په نوم د څو مياشتو راهيسې د افغانستان د خلکو اذهان مصروف ساتلو پروسه ناکامه ثابته شوه.

که ددې فايدو ترڅنگ قضاوت وکړو: لس کاله مخکې چي امريکا په نړۍ کي قوي سياسي، نظامي او اقتصادي نظام درلوده، او په نظامي او سياسي او اقتصادي برخه کې د نړۍ هېوادونو څخه ئې ډېر ملاتړ کوونکي او ملگري درلودل، امريکا خپلې قوي پروژي په عراق او افغانستان، ازبکستان، قرغزستان کې عملي نشوې کړاى په قرغزستان او ازبکستان کي ئې خپلې نظامي اډې وتړلى او د عراق څخه ئې خپل څه دپاسه څلور لکه فوځيان او نور پرسونل په شکست او ناکامۍ سره وايستلو د مصر ولس مشر حسني مبارک د امريکا څلوېښت کلن غلام نن په زندان کي پروت دى، پارلمان ئې نن د مسلمانانو په لاس کي دي د اسرائيل سفارت ئې د هېواد څخه وشاړه، اسراييلو ته د گازو حياتي قرار داد ئې فسخ کړ، د مصر زندانونه ئې مات شول، پنځه دېرش زره اخوانيان آزاد شول پدې کي سرسخترين دښمنان د امريکا نن آزاد گرځي، تونس چي د امريکا د تفريح جزيره وه د هغه هېواد مشر زين العابدين د امريکا خاص غلام شرميدلى وتښتېده ، تونس کي استخباراتي خطرناکه څانگه چي د امريکا په خدمت کي وه دړې وړې شوله، ٢٥٠٠٠ اخوانيان د زندان څخه آزاد شول، د اخوان المسلمين مشر راشد غنوشي ٣٠ کاله د هېواد څخه شړل شوى مهاجر واپس راغى، د انتخاباتو په ترڅ کي کامياب شو او د هېواد واگي ئې په لاس کي واخيستي.

د امريکا د خوښي خلاف په ليبيا کي په زرگونو د القاعده غړي مسلح شول هغه کسان چي امريکا او انگليس قذافي ته سپارلي وو.

هغوى نن د زندان څخه آزاد او قوي نظامي قوت په لاس کي لري، او د نړۍ هېوادونو څخه خپل ملگري په عزت سره راولي.

په يمن کي د امريکا ٣٥ کلن غلام علي عبدالله صالح د مسلمانانو د مقاومت په ترڅ کي امريکا ته وتښتېده او په يمن کي اوس القاعده او نورې اسلامي ډلې ځواکمنې دي.

د امريکا د اقتصادي وضعې لپاره کفايت کوي چي يو مثال ورکړو ٢٠ زره ميليارده ډالره قرضدار شو، جو بايدن د امريکا د مرستيال ولسمشر په وينا چي په راتلونکي ٥٠ کالو کي د امريکا اقتصاد خپل لومړني حالت ته دوباره راوستل ناشوني دي، نن امريکايان د چين ښه ډېر پوره وړى دى، ورځ په ورځ نور هم قرضداره کېږي، د نړۍ په سياسي معاملو کي نن امريکا ځانته پاتې ده.

همدارنگه د لاتين او جنوبي امريکا هېوادونو اکثره د امريکا سرسخته مخالف سياسي تنظيمونو د انتخاباتو په ترڅ کي کامياب شوي او حکومت د هغوى په لاس کي دي، د مثال په توگه د وينزويلا مشر هوگوچاويز د برازيل او څو نور هېوادونه.

اوس به راشو او قضاوت وکړو چي امريکا په افغانستان کي د نړۍ منل شوې ماته وخوړله په يوولس کاله کي امريکا د افغانستان څخه يو ښه خبر وانه ورېده او د امريکا ٧٨% خلک د افغانستان څخه د فوځيانو وتل او د امريکا مات او گوډ اقتصاد جوړول غواړي نو په کوم قوت به ستراتيژيک تړون عملي کړي؟

وگورو چي د تړون لاسليک د نړۍ بين المللي معيارونو سره سمون خوري او د نړۍ هېوادونه ئې څومره مني او دارزش وړ دي، په نور ماله توگه يو عادي تړون د دوه هېوادونو ترمنځ په ښکاره ورځ د شاندارې غونډي په ترڅ کي د رئيس جمهورانو، خارجه وزيرانو او د ملل متحد نماينده گانو او گاونډي هېوادونو خاص استازو او نور سياسي او نظامي مشرانو په موجودگۍ کي امضاء کېږي.

سياسي کتونکي د اوباما او کرزي ترمنځ دا تړون يوه ډرامه او مسخره او د خپلو هېوادوالو او نړۍ والو په سترگو کي خاورې شيندل بولي. نو په ملي او بين المللي سطح د هيڅ ارزش او اعتبار وړ ندى دې سره د افغانستان مجاهدين په خپل برياليتوب باندې نور هم مطمين شول کله چي د امريکا براعظم او د په زرگونو اتومي لرونکي هېواد رئيس جمهور په افغانستان کي دخپلو يونيم لک فوځ په موجوديت کې دومره بې جرئت او ډارن په پټه د يو ناکام قرار داد د يو بې صلاحيته شخصيت کرزي سره وليده.

نو دا خبره ضرور ياد ساتل پکار دي لکه څرنگه چي دوه مياشتې مخکې د قرآن پاک د بې حرمتۍ لامله د امريکا رئيس جمهور مجبور شو د افغان مجاهد ملت څخه يې په بين المللى سطح بښنه وغوښتله ، لله الحمد دا ځل بيا د الله پاک نصرت د افغان مجاهد ملت سره ثابت شو، چې د يو لوى ملک رئيس جمهور د مجاهدينو د گذار له وېرې او د باگرام فوځي اډه کي د ترس او وهم په حالت کي کوزېږي او د مجاهدينو حملو دومره ويرولى دى چي د کابل حکومت لاڅه چي په امريکا کي خپل حکومت او لوړ پوړي چارواکي د سفر څخه پټ او ناخبره ساتلي وو.

هغو کسانو چي د امريکا په شکست يې شک راځي ورته وايو فاعتبرو يا اولوالابصار.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *