له کابله وتل — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

له کابله وتل

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : لیو راک ویل ډاټ کام ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۲/۵/۲۶

ژباړن : نثار احمد صمد

 

زما د خوښي وړ انځورګرانو څخه یوه هم شاهي نقاشه « لیډی جېنی بټلر » وه چی په خپلو هنرمندو ګوتو یې د برتانوي امپراتورۍ کامیابۍ ، ناکامۍ او ویرنې رسم کړي وو .

 

د هغې یو انځور چی خورا ډیرو کسانو هم لیدلی دی ، هماغه « د کابل څخه راوتل » نومیږی . په دغه تابلو کی د ۱۶۵۰۰ برتانوي پوځیانو څخه یوازینی ژوندﺉ ډاکټر ویلیم برایډن انځور سوی دی چی د ۱۸۴۲ په جنوري کی د افغانستان څخه د راوتلو هڅه کوی . نور ټول پوځیان یې د کابل په چوڼۍ کی د یو چټی او عبث کوښښ په نتیجه کی د افغاني قبایلو لخوا ووژل سول .

 

دغه عبرتناک انځور باید تیره اوونۍ په شیکاګو کی د ناټو په سرمشریزه غونډه کی ځوړند سوی وای تر څو امریکا او د هغه ملګرو ته یې ور په یاد کړی وای چی افغانستان لا بیا هم « د امپراتوریو قبرستان » دی .

لویدیځ پوځونه چی په ۲۰۰۱ کی یې افغانستان ونیوﺉ ، د خپلو پوځی او سیاسی اهدافو په ګټلو کی ناکام سوي دي او دا دﺉ د وتلو نارې وهی .

 

په شیکاګو کی ټولی هغه غوړې ویناوی او جذبات چی د « انتقال » ، پر خپلو پښو د افغاني حکومت د درېدو ، او د امنیت د سمون په هکله وسوې ، هغه حقیقت نسي پټولای چی خورا پیاوړی امریکا او د هغه راوستل سوي لویدیځ ملګري په افغانستان کی د دوولسمې پیړۍ د غرنیو جنګیالیو لخوا ځپل سوي دي .

 

د جنګ مقصد د سیاسی اهدافو لاسته راوړل وی ، نه دا چی خلک ووژنی . د امریکا مقصد دا و چی افغانستان په یو داسی تحت الحمایه هېواد سره واړوی چی د کسپین د حوزې تیلو ته نږدې اډې ورعطا کړی او د ستراتیژیکی پلوه د چین مخه بنده کړی . خو تر هغه یوولس کلن جنګ وروسته چی یو ټریلیون ډالره یې وخوړل ، دا هڅه یې هم د عراق د « آزادولو » د نندارې غوندی په زړه بوږنونکې توګه ناکامه سوه .

 

امریکا ناټو یو داسی جنګ ته راکش کړه چی هغوی هیڅ ګټه نه پکښی لرله او هیڅ ملی یا عوامی ملاتړ هم نلری .

 

پایله یې هماغه د ناټو د اتحاد سخته کمزوري سوه چی نور یې نو دا پوښتنی راپورته کړي دي چی موږ اصلأ د چا د ګټو لپاره خدمت کوو . په افغانستان کی به ماتې پر لویدیځه اروپا باندی د امریکا جیو پولیټیکل اغیزه دړی وړی کړی .

په شیکاګو کی دغه ادعا چی د امریکا لخوا نصب سوی افغان رژیم د لویدیځ په څلور بلیونه ډالره کومک سره پر خپلو پښو درېدای سی ، آسمان ته د ګیږکې ( کیشکرې ) الوتل دي . کله چی د امریکا ملاتړ پای ته ورسیږی ، د کرزي رژیم به په ۱۹۸۹ کی د شورویانو تر وتلو وروسته په کابل کی د نجیب الله د کمونیسټ رژیم څخه زیاته موده پاته نسي ، یا دا چی د امریکا په واسطه به د جنوبی ویتنام د رژیم غوندی کیږی چی په ۱۹۷۵ کی ونړېدﺉ .

 

د افغان حکومت اوسنی درې نیم لکه ( ۳۵۰۰۰۰ ) کسیز پوځ او پولیس اجیران دي چی د پیسو لپاره جنګیږی چی امریکا او ناټو یې ورکوی . هغوی ګڼ شمیر ازبکان او تاجکان دي چی د اکثریت قوم یعنی پښتنو وینی څښی . خو طالبان او د هغوی ملګري د ملت پالنی او عقیدې لپاره جنګیږی . نو تاریخ دا راته وایی چی څوک یې باید وګټی .

ټول افغانان ښه پوهیږی چی لویدیځ قدرتونه مات سوي دي . هغه اړخونه چی منطق او احساس لری ، له مخکی څخه یې لا د طالبانو سره همکاري او معامله پیل کړې ده . انتقام او بدل د افغان دود دستور یوه تسلي ده ، نو هغه کسان چی د بهرنیو ځواکونو سره مرستندویان وی د لږ معافۍ وړ ګرځی .

 

هوایی ځواک پر افغانستان باندی د امریکا د کنټرول اصلی کیلی ده . جنګی طیارې او توپ لرونکي هلیکوپترونه مسلسل الوزی تر څو د لویدیځو ځواکونو اډې او اکمالاتی لاری وساتی . کله چی دغه خورا ګران هوایی مأموریت د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته لږ سی ، نو امریکایی پاته ځواکونه به د خطر په غیږ ورځی . کابل او کندهار ته د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتو مؤقتی بندښت یوه مخکنۍ نښه راښیی چی پیښېدونکې ده . همدا اوس خو امریکا پر روسیه تکیه ده تر څو له هغې خوا خپل د اکمالاتو درنه او ستره برخه راورسوی .

 

له مخکی څخه لا دا تشویش موجود دی چی د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د امریکا او ناټو اکثریت پوځیان وزی . د عراق څخه خو امریکایی وتنه په ښه استادۍ سره وسوه . لاکن افغانستان به یو غټ چلنج وی . هر څه به د هغو دردېدلو او خښمېدلو غرنیو قبایلیانو په ښه یا بد پوری تړلی وی چی هماغه طالبان او د هغوی ملت پال ملګري دي .

 

د فرانسې نوی ولسمشر فرانک هولینډ په عاقلانه توګه خپله هغه ژمنه بیا تایید کړه چی ټول فرانسوي پوځیان به همدا سږ کال راباسی . فرانسویان د مخکني ولسمشر نیکولای سرکوزي څخه د هغه د محافظه کارانه پورته پورته غورځېدو او د واشنګټن د خوشالولو له امله تر پزې راغلي وو . د ناټو نور غړې هم غواړی چی همداسی وکړی .

 

هیڅوک هم نه غواړی چی پوځیان یې ناحقه په دغه چټي جنګ کی ، چی هر څوک په پوهیږی چی بایللی دی ، د اوږدې مودې لپاره ووژل سی .

 

نو امریکا د افغان جګړې د مخته وړلو او دایمی کولو لپاره تر دغه فشار لاندی راغله چی پاکستان اصلأ ونیسی ، د هغه لوړو چارواکو ته رشوت ورکړی ، او اسلام آباد مجبور کړی چی هغسی تګلارې عملی کړی چی د خپل ولس د ۹۵٪ کرکې وړ دي ، او لګیا دی د امریکایی ضد احساساتو زهر پکښی ډیروی . نو افغان جنګ مخکی له دې چی پاکستان تجزیه سی ، او جنوبی آسیا یو داسی څپاند ته ور وغورځوی چی له امله یې اټومی هند او اټومی پاکستان سره ښکر په ښکر کړی ، باید پای ته ورسول سی .

 

امریکا غواړی چی په ۲۰۱۴ کی تر خپلی پوځی وتنی وروسته بیا هم یو څه پوځیان په افغانستان کی پریږدی چی هغوی ته د جنګېدونکو پوځیانو پر ځای د « روزونکو » نوم ورکوی . خو د هغوی هدف او مأموریت به دا وی چی امریکا پلوه افغان رژیم واکمن وساتی . خو نه به امریکا او نه به هم ناټو د هغه څلورو بلیونو ډالرو تر عهدې ووزی چی په شیکاګو کی یې ژمنه وکړه .

 

امریکا هندوستان تشویقوی چی په افغانستان کی نور هم ور داخل سی ، آن ورڅخه غواړی چی د دې هېواد نوﺉ استعماری ځواک سی . د هند لپاره چی شپږ لکه ( ۶۰۰۰۰۰ ) پوځیان لری او په کشمیر کی د مسلمانانو په پاڅون کی راګیر دی ، دا عاقلانه ده چی ځان د داسی افغانستان څخه لیری وساتی .

 

د کابل څخه به راوتنه داسی آسانه هم نه وی ، خو هیله ده چی د افغانانو سره د برتانیې د جنګونو غوندی وینړۍ او د تلفاتو څخه ډکه نه وی .

 

نو د سترو ځواکونو لپاره دا یو ډیر ښه فرصت دی چی بېوزله او برباد افغانستان بیرته د پخوا غوندې پر خپل حال او یوازی پریږدی . پای   

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.