آیا روسیه او چین به د ختیځ ناټو وی؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

آیا روسیه او چین به د ختیځ ناټو وی؟

 

انسایډ سټوری

الجزیره خبري شبکه

نیټه : ۲۰۱۲/۶/۷

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا چی د دواړو هیوادو مشران سره ګوری ، نو د یو ګډ محاذ د جوړښت لپاره هغوی باید پر خپلو تیرو اختلافونو بریمن سی .

چین او روسیه د ټینګو مرستو د یو نوي عصر د پیلامې له درکه ډیره خوښي څرګندوی . آیا دا صرف یوه علامه او اشاره ده ؟ د شانګهای د ګډ مرستیزه جوړښتون سرمشریزه غونډه په بیجنګ کی جوړه سوه .

د سړې جګړې د وخت دغو سیالانو ژمنه وکړه چی د بهرنۍ تګلارې په اړه به ګډه مرسته سره کوی ، او د نړیوالو بحرانونو حل لارو ته به یوه بېله لاس رسي مومی .

دوی اکثرأ د امریکا د نړیوال تسلط پر خلاف د یووالي ږغ پورته کړی دی ، او هم یې د بهرنۍ تګلاری د مسایلو په سر خپل دریځونه تر ډیره حده منسجم کړي دي .

هغوی د ملګرو ملتو د امنیت شورا د تلپاته غړو په توګه مشترکأ د سوریې لپاره د امنیت شورا د پریکړه لیکونو مخه نیولې ده ، او د هر ډول هغسی بهرني پوځي ننوتوب پر خلاف استدلال کوی چی وروستی هدف یې هلته د رژیم بدلول دی .

هغوی همدا راز ، د ایران د اټومی پروګرام په تور د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتو لخوا د ایران پر خلاف د بندیزونو مخه هم نیولې ده .

خو د بیجنګ په دغه سرمشریزه غونډه کی د هغوی اصلی لومړیتوب د افغانستان په هکله د یو ګډ دریځ لرنه ده ، ځکه نو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم وربلل سوی و .

د شانګهای ګډ مرستیزه جوړښتون په ۲۰۰۱ کی د چین لخوا رامنځته سو تر څو آزاد تجارت زیات کړی او هم د خپلو سرحدونو پر شا وخوا امنیتی مسایلو ته لاس رسي ولری . د دې جوړښتون غړي چین ، روسیه ، قزاقستان ، قرغیزستان ، تاجکستان او ازبکستان دي . هند او پاکستان دواړو د مغولستان ، او ایران په شمول چی فعلأ کتونکي غړي دي ، د بشپړ غړیتوب لپاره مینه ښودلې ده .

دغه بلاک جمعأ یو نیم ( ۱،۵ ) بلیونه وګړی لری  ، او اړونده سیمه یې د نړۍ د تیلو ۱۱٪ زخیرې په ځان کی لری .

روسیې او چین په ۱۹۹۴ کی موافقه کړې ده چی یو پر بل به د اټومی وسلو حملې نه کوی . او هغوی دواړو د ۲۰۰۵ په اګسټ کی خپل لومړني ګډ پوځي تمرینات هم وکړل .

دا چی د نړیوالو ستونزو په سر دواړه ښه سره نږدې کیږی ، خو خپل  تر منځو د طبیعی ګاز پراخه معامله هم د څو څو واره سختو مذاکراتو د لرلو سره سره باید حل کړی . روسیه غواړی چی د ګاز بیې هم د تیلو د بیو سره وتړی لکه په اروپا کی چی یې کوی ، خو چین ورته وایی چی هغه ډیر ګران دی .

روسیه په دې هم خوابدې ده چی چین د روسیې د جنګی الوتکو او نورو درنو پوځی وسایلو کاپی ورڅخه کوی . د روسیې حکومت په دې وروستیو کی د یو چینایی شخص د نیولو اعلان وکړ چی په دې یې تورن کړی دی چی غوښتل یې د هغوی پوځی مخفیات او رموزونه رانیسی .

په ۲۰۰۸ کی د هغوی د سرحدي ژمنلیک سره سره د روسیې او چین تر منځ څو څو واره سرحدی ستونزي راښکاره سوي دي.

نو آیا روسیه او چین غواړی چی د ختیځ ناټو جوړه کړی ؟ آیا هغوی به خپل تیر اختلافات حل کړای سی ، تر څو یو داسی متحد محاذ ایجاد کړی چی له مخی یې د امریکا نفوذ دب او تم کړی ؟ او دغسی کار به د نړیوال امنیت لپاره څه معنا ورکړی ؟ پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *