د مرسي سلاکار: مصر کې اسلامي جمهوريت نه غواړو — ګل رحمان نيازى

 

 

د مرسي سلاکار: مصر کې اسلامي جمهوريت نه غواړو

 

ګل رحمان نيازى

 

د مصر د نوي منتخب جمهور رئيس محمد مرسي سياسي سلاکار احمد ضيف ويلي دي چې موږ په مصر کې د اسلامي جهموريت غوښتونکي نه يو.

نوموړي د سي ان ان تلويزون عربي څانګې سره په مرکه کې څرګنده کړه چې ښاغلى ولسمشر محمد مرسي به د خپلو لمړنيو کارونو په ترڅ کې خپل مرستيالان وټاکي چې په هغو کې به يو قبطي (مسيحي) وي او يو به يې يوه ښځه وي.

نوموړي زياته کړه چې دا به د مصر په تاريخ کې لمړى وار وي چې يوه ښځه پدې منصب ټاکل کيږي، او دا به هسې تش په نامه منصب نه وي بلکې د مرستيال ولسمشر د پوره صلاحيتونو درلودونکې به وي.

احمد ضيف وويل چې موږ کله هم په مصر کې د اسلامي جمهوريت غوښتنه نه ده کړې، او پدې اړه د ښاغلي ډاکتر مرسي دريځ خورا څرګند او واضح دى، هغه تل په دې خبرې ټينګار کړى دى چې موږ په مصر کې يو قانوني ولسي او پرمختللي دولت غواړو چې ټولو اديانو او فکرونو ته درناوى ولري.

د يادونې وړ ده چې لدې څخه مخکې په تونس کې د اخوان المسلمين نړيوال تحريک اړوند د تونس د اسلامي نهضت مشر ښاغلي راشد الغنوشي هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې هغه ويلي وه چې دوى په اساسي قانون کې د اسلامي شريعت د مادې ځايول نه غواړي ځکه دده په اند په دې کار سره به د تونس په ملت کې تفرقه پيدا شي او په لا زياتو ډلو ټپلو به وويشل شي.

 

ماخذ: سي ان ان عربي

ګل رحمان نيازى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *