د غڼې انتقادونه!؟ — شاهد شفق

 

 

د غڼې انتقادونه!؟

شاهد شفق

په انسانانو کښې به یوه داسی پست فطرته ډله هم ومومی چې کله د خپل شهرت او کله  هم د اسلام د دوښمنانو د خوښۍ لپاره د الله تعالی د لارې د مجاهدینو په ضد تبلیغات کوی د دوی  ټول عمر به دې ته ځانګړی شوی وي چې څنګه یو مجاهد او د اسلام د لارې اتل سرتیری پسی څه ووایی او په خپلو پوچو او بی معنی لیکنو سره چې د دوی د ګیډبیان تاوده روایتونه له ځانه سره لري اسلام او مسلمانانو ته ضرر ورسوی
د تاریخ ډېر حساس پړواونو کښې د اسلام سرسختو دوښمنانو د مسلمانانو په وړاندی د هغه وجدان پلورونکو او ضعیف الایمانه انسانانو څخه کار اخیستی چې د اسلام په صفونو کښې ننوتي او د مسلمان تر نامه لاندی د مسلما نانو لپاره لوی غلیمان ګرځېدلي دي
دوهم هغه کسان دي چې د نوم او شهرت د پیدا کولو هیلو او څه حرامو د لاسته راوړلو په مقصد د دوښمن لپاره د لوډسپیکرونه په توګه کار ورکوي
د افغانستان اوسنی دردونکی حالت دې ته زمینه برابره کړې ده چې ځنې کسان خپله هغه کینه او بغض چې د اسلامی امت او د دغه ستر امت د مشرانو سره یی لري  څرګنده کړي او د مسلمان تر نامه لاندی د مسلمانانو په منځ کښې ځانونه پټ وساتي خو له دې ټولو سره د دوی کړنې او څرګندونې د دغه ستر امت د اتلانو لپاره یواځې او یواځی د غڼې د جال حیثیت لري او دوی د هغو ککړو اوبو د چینجیانو له ډلې څخه دي چې په فکري او  فزیکې وده کښې یی یواځی خوسا او ککړ چاپېریال کښې لویېدنه نصیب شوی ده او له داسی مردارو او پست فطرتو څخه چې د وجود هره حجره یې په چټلیو پالل شوی د انسانیت لپاره د خیر د کولو تمه بې ځایه ده.
له یوې مودې را په دېخوا د ځنو لیکوالانو بلکې د یوه  کس له لوري تر مختلفو نومونو لاندی لیکنې وینم  خو دومره له کمزوریو څخه ډکې وې چې د دی وړ مې نه ګڼلی چې د نقد په توګه ورباندی بحث وکړم او یا ورته ځواب ووایم
حیران خو په دی وم چې  د لیکنو لیکوال د نن ټکی اسیا تر نامه لاندی د طالبانو د یوه ویب پاڼې چلونکی هم دی او د هغوی دغه ستر حامي دومره د لیکنې له اړخه مخکې دی چې زیاتره مې د ده لیکنې لوستلی او یا هم ورونو لوستلی ویلی دی چې دا خو په دې لا نه ارزي چې ولوستل شي په هر صورت ښایی د طالبانو د امارت نیمګړتیا همدلته وي چې په خپلو لیکو کښې داسی څوک نه لري چې یو نقد وکړي او یا هم د نقد پر اصولو پوه وي او انسانیت ته درناوی ولری
له بده مرغه چې نن ټکی اسیا لیکوال زیاتره د ښکنځلو او فحش ویلو څخه هم مخ نه ګرځوي په ډېره سپین سترګي سره د مجاهدینو مشرانو ته سپکاوی کوي او فکر کوي چې نوموړی لیکوال شوی
زما په فکر که د ملا محمد عمر امارت د لیکوالو او فرهنګي فعالیتونو د کمزوری سره مخ شوي وي نو ورته غوره دا ده چې چوپ واوسی ځکه پټه خوله پاتی کېدل به د دوی هغه له جنون څخه ډک نظریات چې له دوی سره شته دی ټولنی ته نه راوباسی او خلک به فکر کوي چې امارت لکه چې ټول د پوهانو او ساینس دانانو مرکز دی او په وړوکو مسایلو سر نه خوږوی خو داسی معلومیږی چې امارت د خپلو دغو لیکوالو په مټ خپلو کمزورتیاو او او خپلو تشو ته ګوته نیسی او یا هم  دا کسان هیله لري تر څو  د ملا محمد عمر امارت له پښو وغورځوی او خپلو هیلو ته ورسیږی دا د هم امکان ولري چې دوی د صلیبی لاسپوڅی وي چې غواړی د طالبانو په صفونو کښې د  مجاهدینو تر منځ د نفاق اور ته لمن ووهی،طالبان دخپلو لیکو د کنترول په لحاظ هم له همدی مشکل سره مخ دی او تر دم ګړۍ پوری طالب چارواکی په دی ندي توانیدلي چې د هغو کسانو مخه ونیسی کوم چې د پټو او مغرضانه هدفونو لپاره د دوی تحریک ته لار مومی،د دی ډول کسانو لار موندل امارت ته هیڅ حیرانوونکی نده ځکه امارت تر کیفیت کمیت ته ترجیح ورکوي او د ټولنی هغه مغرض انسانان چې یا شخصي غرضونه لري او یا هم د بهرنیو له لوري استخدام شوي وی په اسانی سره د سپینې پګړۍ په تړلو د طالبانو تر صفونو لاندی فعالیت کولی شی ،هرڅوک وژلی او د هر چا د مرګ پریکړه صادرولی شی!
طالب لیکوالان هم د امارت د صفونو د نورو ستونځو په څېر له دی ستونځې سره مخ دي او څوک نه لري چې لیکنه ورته وکړي ځکه زیاتره ملاصاحبان خو پښتو لیکنه هم نه شي کولای دا خو لا پریږده چې هغوی د کمپیوټر ته کښېني او د نړۍ د حالاتو یوه دقیقه جاجونه د وکړي چې اسلام او مسلمانانو ته په کښې ضرر نه وی!
په همدې لړۍ کښې د نن ټکی اسیا لیکوال هم ځای موندلی او د ده یواځنې دنده دا ده چې د حزب اسلامی د مجاهدینو او د حزب اسلامی افغانستان د مجاهد امیر په ضد تبلیغات وکړي
ای کاش چې دی خو له دومره تعقل کولو څخه برخمن وی چې په نقد پوهیدلی او  لږه تر لږه یی انسانی کرامتونو او اسلامی ارزښتونو ته درناوی درلودی مګر له بده مرغه چې د ده لیکنې د ده شخصی انګېرنی او  د ده له حسد او کینې څخه خړوبېږی او دی چې کله له دلایلو څخه عاجز پاتی شوی نو مخه یی افسانو ،متلونو او حکایو ته اړولی ده تاسی که د نوموړی ټولی لیکنی خپل مخ ته ودروی نو لویه برخه به یی همدا متلونه ومومی هغه هم له ډېر بی مورده استعمال سره چې یو هوښیار شخص به تری داسی استفاده ونه کړی خو چېرته ظریف افغان او چېرته عقل؟؟
د نوموړي لیکنو یوه لویه برخه د ده دا څو محدودې او ککړې هیلی تشکیلوی ټولی لیکنی یی چې تر ننه په مختلفو نومونو سره نشر کړې دي یواځی او یواځی په تکراری ډول دغه لاندی مطالب جوړوي:
(د حزب اسلامي مجاهد امیر ولې تفسیر لیکلي دی ؟؟ د ده یی له تفسیر سره څه؟؟
د حزب مجاهد امیر  ولی بخاري شرحه لیکلې ده؟دا شرحه لیکل  او د حدیثو راټولو ستاسی کار ندی؟؟
انجینران او ډاکتران ولې تفاسیر او د حدیثو د راغونډولو هڅې کوي او د دوی یی له دین سره څه؟؟ دین خو که دی نو یواځی د مسجد په کونج کښې د پراته ملاصاحب تر بسترې پوری محدود دی؟؟؟
د حزب امیر ولې له حزب اسلامي دفاع کوي او ولې پټه خوله نه پاتی کيږی ولی لیکنې کوي؟؟ باید پریږدی چې د اسلام دوښمنان پر مخ ولاړ شي او مسلمانان تر پښو لاندی کړي.
حزب اسلامی افغانستان څوک نه لري نو دوی بیا ولی جهاد کوي ؟؟جهاد خو یواځی د ملا محمد عمر تر امارت پوری منحصر شوی
حزب اسلامي افغانستان ولې د میثاق ملی طرحه وړاندې کړله او ولې یی د صلحې خبری وکړلی؟؟ د صلحې خبرې او د صلحې د خبرو له لاری د امریکانو ایستل ناروا دی.
د حزب اسلامي امیر ولې د اسلامی نهضت  له موسسینو څخه دی؟
فلانی او فلانی ولی له حزبه وتلي دي؟
او داسی نور چې په لیکلو یې وخت نه ضایع کوم)
اوس ټولو درنو لوستونکو تاسی قضاوت وکړی چې د دغه لیکنو او د دغه پورته هیلو لرونکی انسان عقلي ستونځه او رواني ناروغي لري او که نه؟؟
دغه ماشومانه او له لېونتوب څخه خړوب شویو لیکنو ته مونږ څه ځواب ووایو ایا دا  د دی وړ دی چې یو څوک یی د لیکنې په حیث مطرح کړي؟؟
ایا د طالبانود ملا محمد امارت دومره عاجز او غریب شوی دی چې داسی تشې او وړوکې غوښتنی چې یو ماشوم به یی هم په کولو وشرمیږی لری؟
د نن ټکی اسیا لیکوالان که خدای له منطقه او د عقل له نعمت څخه بې برخې کړي وي او  پر دغو غوښتنو باندی ټوله ورځ لګیا وي نو افسوس پر دغه ویب او افسوس د طالب پر هغه امارت چې وایی مونږ جهاد کوو او یو اسلامی حرکت یو؟؟
ایا یو اسلامی حرکت دا پورته نظر لری؟؟
د یوه اسلامی حرکت غوښتنی او نړۍ لید همدمره کوچنی وی چې ډاکتر او انجینر د اسلام د مدافعینو په حیث نه شي منلی؟ د هغوی تفاسیر او دین ته نه هیریدونکی خدمتونه باطل ګڼي!؟
کاش چې تا خو د یوه تفسیر د لیکلو همت درلودلی کاش چې تا خو د یوې وړوکې رسالی د لیکلو توان په ځان کښې لیدلی،خو که دا اوس د نن ټکی اسیا له لیکوالو نیولی او ټول امارت راغونډ کړم یو پښتو کتاب به هم ونه شي لیکلی!
خپله د یوه لنډ مطلب د لیکلو همت نه لري  او بیا راځی  د نورو مخه نیول هم غواړی دا کومه بی همتی دا کوم غیرت؟؟
حزب اسلامي افغانستان هغه وخت جهاد او مبارزه پیل کړله چې تاسی او تاسی ته ورته خلک د شاهانو یعنی ستاسی په اصطلاح د ظل الله په سیوری کښې ویده وي ،حزب اسلامی کمونیزم له پښو وغوځولو او نن یی صلیبی لښکرې له ماتې سره مخ کړی دي
د افغان تاریخ په دغه دوره کښې تاسی مونږ ته یو داسی څوک چې د حزب امیر غوندی یی د سنګر او قلم مبارزه کړي وي نه شی موندلی حتی اوس د اسلامي نړۍ په سطحه هم داسې څوک نشته دی که تاسی وینی نو مهربانی وکړي دا شخص مونږ ته هم راوښایی چې دومره اوږده موده یی جهاد کړي او دومره په لویه کچه کتابونه او اثار یی لیکلي وی
که دا همت نه لري چې داسی شخص په ګوته کړي نو بیا مو دا پوچ او بی معنی تبلیغات د څه لپاره؟
که دا تاسی اسلام ته خدمت ګڼی نو یقین وکړی چې د اسلام په دوښمنی کښې تر صلیبیانو هم مخکې شوي یی ځکه هغه څه چې صلیبیان یی نه شي کولی تاسی یی د اسلام په جامه ترسره کوی
د حزب اسلامي افغانستان امیر  د اسلامي نړۍ په کچه یوه منل شوي څېره ده ،د ده عزم او د ده همت ته نړۍ سلام کوي ،دافغان مقاومت د تاریخ زرین بابونه د داسی اتلانو په قربانیو او کارنامو ښکلي دي
تاسی مونږ ته ویلی شی چې دا نور افغان رهبرانو افغان ولس ته څه وړاندی کړل ایا دوی په خپل تعهد له الله او له ولس سره ثابت پاتی شول؟؟
همدا راز ملا محمد عمر او د طالبانو امارت ولس ته څه راوړل؟ کوم خدمت کومه مبارزه؟ ایا هغه مبارزه چې په لسګونو بی ګناه انسانان په یوه چاودنه کښې وژل کیږی؟؟
راځی که مو مبارزه نه وي زده که مو سنګر نه وي لیدلی که مو د قلم او لیکلو همت ځواب درکړي نو له حزب اسلامی او د هغه له مجاهد امیر څخه یی زده کړي،راځي د بی ځایه وژنو او اختلافونو باعث مه کیږی د ولس د سر خوږولو څخه لاس واخلی او د حزب اسلامی افغانستان له مجاهد امیر سره بیعت وکړی په دی ډول یواځی کولای شی خپل اسلامی مسولیت ترسره کړي
که نه وي په دی ړنده مبارزه چې د اسلام تر دوښمنانو زیاد په کښې مسلمانانو ته ضرر رسوی هیڅ هم لاسته نه شی راوړلی بلکی په لنډه راتلونکی کښې به د د ملا محمد عمر د امارت د منحل کېدلو او شتون له صفحې څخه د ورکولو ویاړ وګټی
د حزب اسلامي د مبارزې سنګرونه څه په فرهنګي او څه په نظامي اړخ کښې له ټولو اسلامی او اخلاقي معیارونو څخه برخمن دی صفونه یی د دوښمن له جاوسوسانو پاک او تصفیه شوي دي
مبارزه یی هدفمندانه ده د خپلو هیوادوالو د وژلو د مکاتبو د ورانولو په مسجدونو او ښارونو کښې د چاودنو له کولو ډه ډه کوي  او هغه عملیات ترسره کوي او هغه دوښمن تر هدف لاندې نیسی کوم چې د اسلام غوښتنه ده.
ډېره موده کېدله چې نه مي غوښتل د طالبانو او یا هم د ملا محمدعمر د امارت په هکله څه ووایم مګر داسی معلومیږی چې دوی په خپلو لیکنو سره غواړی زمونږ توجه ورجلب کړي خو بی غمه اوسی مونږ په خپلو لیکنو کښې ټول اخلاقي معیارونه ژوندي ساتو او تاسی ته هم بلنه درکوو که همت لری نو د ادب او اخلاقو په چوکاټ کښې لیکنی وکړی له فحش ویلو او افسانو لیکلو او توهین څخه صرف نظر وکړي،کومې ماشومانه غوښتنی چې لری هغه د کتاب په بڼه راټولي کړی چې مبادا درڅخه ورکې او یا مو له یاده لاړې نه شي
زه همدا راز په هغو پوچو تبلیغاتو بحث کول نه غواړم چې د نن ټکی اسیا لیکوالان ورباندی  لګیا دی او یا یی هم په هغه سره د امارت نوم باندی داغونه لګولي دي
دوی دا هم وایی چې حزب امیر ولې خپل صفات او ځانګړنی بیانوی؟؟
دوی ته باید ووایو چې هر انسان مکلف دی چې د هغو لیکنو خواب ووایی کوم چې د ده په هکله لیکل شوي وي ،تاسی څه فکر کوی چې رهبر د بی ژبی او بې خولې وي او د څه ویلو او د یوې کرښې د لیکلو څخه د عاجز وي؟؟
الحمد الله چې د حزب اسلامی مجاهدامیر په مباحثه کښې ژوره پوهه لري د هر چا ځواب ورکولی شی د هغو رهبرانو په څیر ندی چې که بیعت ورسره ونه کړې که څه هم مجاهد وې مرګ د جایز ګڼي!
دا د رهبر ځانګړنه ده چې د خلکو انتقاد ته شخصا ځواب ووایی د اسلام خواږه پیغمبر ص هم دا کار کړی او حضرت  عمر رض هم دا کار کولو
ښه به دا وی چې هغه رهبرانو باندی انتقاد وکړی چې کلونه کلونه تېر شوی او تر ننه یی یوه وینا  او یوه خبر هم نده لیکلی ؟ یوه انتقاد ته  لا  ځواب ندی ویلی او نه یی شي ویلی،نه پوهیږم چې د دوی وجدان به څنګه  ارام مومي چې خپلو خلکو ته د ویلو لپاره څه نه لري اویا یی ویلی نه شی؟؟
خو زمونږ د نن ورځی زیاتره رهبران داسی دی چې څوک ورته نږدی کېدلای نه شی یا په قصرونو کښې پټ وي یا تر ننه بیخی چا لیدلي نه وي یا په یوه ولایت او ولسوالی پوری تړلی وي او تر هغه ټاکلی سیمی اخوا یی نور دید کار نه کوی!
نه په ولایتونو ګرځیدلي وي نه یی په پښو مزلونه کړي وي نه یی د ولس سره په مسجد کښې لمونځ ادا کړی وی او ځنی خو لا تر اوسه خپله په جهاد ونډه هم نه وي اخیستې خو د حزب اسلامی مجاهد امیر په خپل لاس د روسانو جیټ الوتکی نسکورې کړي دی په کنړ ولایت کښې یی مخامخ د صلیبې اشغالګرانو سره په جګړه کښې ونډه اخیستی ده په سلهاوو کیلو مترونو یی د پښو مزلونه کړي دی د هیواد هرې برخی ته تللی دی خو ځنی نور رهبران خو بیا داسی کورونو او لوړو قصرونو په جوړولو لګیا و او جوړ یی کړل چې نن د امریکایانو ډېر خوښ شول او پوځی بیسونه یی ترې جوړ کړل!
د حزب امیر غوندی یو رهبر هم نه شی موندلی چې تفسیر ولیکی حتی یو رهبر هم د هغه د نیمایی کتابونو هغومره اثار نه لری یو رهبر هم د هغه د زده کړو ژبو په اندازه ژبې ندي زده او خبری ورباندی نه شی کولی یو رهبر هم نه شی موندلی چې د حزب اسلامی د امیر غوندی په کمپیوتر کښې پوهه ولری حتی څو قسم خطونه یی په کمپیوټر کښې شخصا ډیزاین کړي دی همدا اوس هم د انجینري پرګرامونه په کمپیوټر کښې کاروی زه خپله داسی لوړ استعدا د ته حیران یم الله تعالی یی د سرلوړی لري.
د دوی د عالمانو په لیکه کښې مولوی غلام الرحمن نوم هم تر سترګو کیږی که څه هم هغه په مسجد کښې په خپله خوله ویلی چې د حزب امیر تر ما ډېر عالم دی او همدا راز جماعت اسلامی چې مولوی ګوهر الرحمن یی هم مشر و د حکمتیارصاحب تفسیر په اردو چاپوي او بایبل د قران په رڼا کښې یی هم اردو ته وژباړه او چاپ یی کړ
همدا راز دمولوی سلطان عزیز عزیز په څیر مفسر یی ستاینه کوی
خو که خبره سیاسی لحاظ ته شی نو دوی بیا ځنی اختلافونه هم لری لکه ځنی چې مودودی له یهودو سره برابر کړی او طالبانو خو په افغانستان کښې حزبیان هم د اخوانیانو په نوم یادول او نن بیا  سید قطب د مثال په توګه وړاندی کوی
فکر کوم چې ځنی د ګنده فکر لرونکی د غڼو د جال غوندی جالونه غوړوی او ځوانان او ناخبره خلک په کښې راګیروی دا خلک د انسانیت د ښکار کولو او اسیرولو لپاره لاس په کار دی نه د انسانیت د شعارونو د لوړولو لپاره!
دا د شرم وړ خبره نده چې یو څوک راپورته کیږی او د قرانکریم مفسرینو ته سپکاوی کوی؟؟
دوی پر دی هم نه پوهیږی چې جوانان مسلمان همدغه حزب اسلامی افغانستان دی چې د کابل په پوهنتون کښې تاسیس شو او 12 کسانو یی په تاسیس کښې ونډه درلوده استادربانی او خالص بابا په کښې ونډه نه درلوده
انجینر حبیب الرحمن د خپل شهادت نه مخکې خپل مسولیتونه ټول حکمتیار صاحب ته وسپارل د هجرت په دیار کښې تول عالمان او مجاهدین په ګلبهارکښې راغونډ شول او اکثریتو حکمتیارصاحب د حزب د امیر په توګه ومنلو له دی وروسته د جوانان مسلمان نوم په حزب اسلامی افغانستان باندی واړول شو
مولوی صاحب په حزب اسلامی کښې دنده ترسره کوله رهبر یی حکمتیار صاحب او په شهادت اخبار او فرهنګی امورو کښې په دنده بوخت و، د ده یو زوی د حزب اسلامی په صف کښې د دوښمنانو سره د مبارزی په ترڅ کښې شهید شو!
همدا راز وقاد صاحب د حکمتیار صاحب سره د اختلاف په اساس د حزب رهبر ندی شوی بلکی د جمیعت او د حزب د یوځای کولو لپاره ټاکل شوی و
مونږ د مولوی صاحب د حزب مشرانو ته درناوی لرو خو تاسی یو مغرض انسان یی چې غواړی د مسلمانانو تر منځ اختلافاتو ته لمن ووهی
همدا راز دغه جناب پر دی هم انتقاد کوی او وایی چې خالص صاحب تاسی غوندی نه و چې هیئت مو په کابل کښې ناست وی او له اوباما سره خبرې کوي
خو ده ته یوه یادونه کوم  چې همدا رهبران چې کله امریکا ته لاړل یواځی حکمتیارصاحب له ریګن سره ملاقات ونه کړ او نور ټول د خالص بابا په شمول د ریګن لاس نیولو ته تشریف یووړ او یواځنی  کس چې نوم یی د تاریخ په صفحه کښې په زرینو کرښو ولیکل شو او د امریکا رئیس جمهور لاس نیوی څخه یی صرف نظر وکړ د حزب اسلامی مجاهد امیر حکمتیار صاحب دی
همدا کفایت کوي چې ووایو په رهبرانو کښې یواځنی کس چې له الله تعالی پرته د چا د لاس نیولو او د چا د قوت څخه تمه نه لري د حزب امیر دی او حزب دی چې له خپل ولس سره پر خپلو تعهدونو کلک درېدلی دی

سرلوړی د وي افغان مجاهد ولس
رپانده د وي د اسلام شین بیرغ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *