امریکا د د ښمنیو جوړولو په لټه کی (لمړی برخه) دشرک نه وروسته لویه ګناه انسان ته ضرر رسول دی — منصور احمد زی

 

 

امریکا د د ښمنیو جوړولو په لټه کی (لمړی برخه)

 

دشرک نه وروسته لویه ګناه انسان ته ضرر رسول دی

 

منصور احمد زی

۰۴/۰۷/ ۲۰۱۲

 

دامریکی توسعه طلبی او قبضه د د یموکراسی دمکتب په نوم زموږ هیواد او نړی ناارامه او نا امنه کړی چه ددی حساسی جیو پولیتیک ٫ جیو ستراتیږیک ٫ جیو ایکانومیک ٫ منطقی تر لاسه کولو د نوی او میتو د یک سبک سره د نوروهیوادو اشغالول دنوی جهانی یکه تازه امریکا په شلمه پیړی کی د امپراطوری جوړول ستر هد ف دی .

دامریکی تیر ولسمشر جورج ډبلیو پوش لخوا  داسلام په ضد او دمسلما نانو  سره دښمنی اعلان  دنوی خصومت لپاره مجبورول دی . دامریکایی واکدارانو تګلاره ددښمنیو جوړول ٫ دوینو تویولو کی پیسی ګټل ٫ اود خپل اقتصاد پیاوړی کول دی چه لدی څخه سترګی نشی پټیدای  .

دامریکی جګړی ددیموکراسی ٫ ازادی  ٫ټولنیزعدالت ٫ دښځو حقوقو ٫ انسانی حقوقو ٫ اوبیان ازادی  تر نامه لاندی د پخوانی شوروی له ړنګید ووروسته پر وروسته پاته او نادارو هیوادو ورتپل کیږی . پدی لیکنوکی به دامریکی ددښمنیو جوړولوپایلی دمختلفومنابعودمعلوماتو پر پنسټ په مختلفوهیوادوکی وڅیړو اوله تاسی درنولوستونکو سره به شریکی   کړ و. 

دامریکا متحده ایالات له کانادا او میکسیکو هیوادو سره پوله لری نوری خواوی له سمند رسره نښتی دی له دوو برخو اصلی خا وره اودالاسکاا یا لت  څخه جوړه دی دځمکی پراخوالی (۹۶۳۱۴۱۸) کیلومتره مربع او د وګړوشمیره (۲۹۵۷۳۴۱۳۴) میلیونه دی امریکی ازادی په (۱۷۷۶)میلادی کال په هغه وخت یی (۱۳) ایالتونه درلوده اونن(۵۰) ایالتونه لری .

امریکی په کال (۱۸۵۳) میلادی داریزونا او نیو میکسیکو دجنوبی ایالتوله میکسیکو څخه اخستل په کال (۱۸۶۷) میلادی له روسی څخه دالاسکا اخستل وه .   

دامریکا خاوره د بومی اوسیدونکواو دبریتانی مستعمره هم پاته شوی مګر تر ټولو مهم داچه ددی هیواد  بنسټ په زور ظلم وینو تویولو کیښودل شوی اصلی ټا ټوبی د بومی یا سره پوستکووه چه ډیر وګړی په عام وژنه کی له منځه ولاړل او یو څه برخه یی ګاونډیوهیوادو ته په تیښته بریالی شول چه تراوسه دهغوی نسلونه هلته ژوندکوی په ډیره کمه اندازه امریکی کی استوګنه لری . 

دامریکی له جوړښت څخه (۲۳۵) کاله کیږی چه پدی موده کی (۲۰۹) کاله په جګړو او وینو تویولو کی تیر شویدی اوله دوهمی نړیوالی جګړی را پدی خوا امریکی اوانګلستان په ګډه پر(۹۰) هیوادونو باندی پوځی یرغلونه کړیدی .  

امریکا له دوهمی نړیوالی جګړی وروسته دیوه زبر ځواک په توګه را څرګند مګر دسړی جګړی له پای ته رسید و چه دپخوانی شوروی په ړنګید وسره یوازینی زبر ځواک دلوبی په ډګر کی پاته شومګر نن داسی ښکاری  چین چه نړیوال اقتصادی قدرت ګر ځیدلی او روسیه هم له پخوانی حالت څخه ځان را ویستلی دی دروسی او امریکی تر منځ سړه جګړه له سره پیل شوی .

 دچین اوروسی ډ یر نږدیوالی امریکه اند یښمنه کړی  له بل لوری دروسی اوچین په ګډه سره پوځی مانوری په  دواړو هیوادو کی د سوریی په هکله د ملل متحد پریکړی په ګډه ویتو کولو څخه هم داسی څرګند یږی چه روسیه او چین نور د امریکی دډیرنفوس پلوی په سیمه کی نه ښکاری دا هم دامریکی  لپاره دخطر زنګ کیدا شی .   

 خپل ((خوځښت دنوی سړی جګړی په لور  Peter Scholl-Latourهمدارنګه یوه المانی لیکوال او ژورنالست په نوم کتاب کی حالات (۲۰۰۸)کال د نوامبر میاشت پوری څیړلی دی پایلی ته رسیدلی دی  چه سړه جګړه دروسی اوامریکی  ترمنځ له سره شروع شوی البته یوازی کتاب کی نه بلکه دالمان د ای ار ډی او څت ډی ایف دولتی تیلویزیونوپه سیاسی ناستوکی له خپل نظر څخه داسنادو او شواهدو پر بن سټ دفاع  کړی .    

سړه جګړه دافغان مجاهدینو په وینودامریکی او نورو غربی هیوادو په ګټه  دافغانستان او پخوانی شوروی په زیان سره پای ته ورسید ه امریکی نورافغانان یوازی نه بلکه دبد بختی کندی ته ور ګذار کړه (دملل متحد دسولی پلان یی عملی نکړ)تر څو په خپلو منځو کی سره دقدرت په خاطر وجنګیږی او دخپلو اجنټانو په وسیله به مسلمانان بد نام کړی د بل لوری به هغه وسلی چه روسانو افغانانو ته ورکړی له منځه ولاړی شی  خلک به له جګړی ستومانه شی ترڅو د دوی دراتګ (اشغال ) په هر نوم سره که  راځی په وړاندی کوم خنډ  نه وی مو جود .

 دپخوانی شوروی له ړنګیدو وروسته امریکا دنړیوالی لوبی په ډګر کی یوازینی لو بغاړی پاته شوداسی سیاستمداران یی دلوبی لپاره رامخ ته شول لکه  جورج ډبلیو بوش چه  یوه خبریال دټاکنو په  مهال ورڅخه دچیچنیا د ولسمشرپه هکله  وپوښتل په ځواب کی ورته وویل چه جنرال ضیاالحق وه سیاستونه یی کاوبایی بڼه درلوده دانسانانو ژوند ورته ډیرارز   ښت نه درلوده دخپل هیواد ډیر ځوانان هم دڅو شتمنو دګټو لپاره ووژل  د(۱۱) سپتامبر څخه وروسته بوش وویل چه موږجګړه داسلام په ضد شروع کړه بیا څو ورځی وروسته یی بخشنه وغوښته مګرخبره یی حقیقت وه دامریکی پخوانی یوه ولسمشر ویلی وه موږ اوس جګړه دکمونیزم او شوروی په وړاندی پیل کړی کله چه داجګړه پای ته ورسیږی بیا به موږ جګړه داسلام په ضد شروع کړو دهغه څرګندونو ته بوش عملی بڼه ورکړه .  

ځینی سیاسی څیړونکی په امریکی کی پدی نظردی لکه (۲۰) کاله پخوادامریکی په هیت حاکمه کی پوځی وه که ا منیتی  او که خبری هغه ټول دامریکی دنفوس خا وندانو فرمان برداره دی  په همدی ډ ول یی پرافغانستا ن با ندی دحملی نوم د تروریزم پر ضد جګړه  د بن لاد ن دنیولو  او د د یموکراسی رامنځ ته کولو نوم کیښود .

بیا ځینی نورسیاسی څیړونکی په امریکی کی پدی نظردی چه دامریکی حاکمه هیت قبضه پرنړی دامپرا طوری جوړول  بیا سرمایه ګڼی . 

دچین دسا یبری جګړی وړتیا اوزیاتوالی کیدای شی چه نوی خطر دامریکی پوځ ته وی .

یوراپوردامریکا کنګری ته تیارشوی وه په هغه کی داهم ویل شوی وه که امریکا دتا یوان څخه ملاتړکوی چین دسا یبری الکترونیکی حملی توانایی دامریکی په وړاندی لری کولای شی چه له خپلووسایلوڅخه په استفادی دامریکی سیستم تر خپل کنترول لاندی راولی

په یوه بله برخه د راپور کی زیات شوی دکامپیوتری عملیاتو په برخه کی چه شامل په  حملی  دفاع   اوتر کنټرول لاندی راوړل له بنیادی کارونودچینی پوځ دی چه یوله هدفونوڅخه پیدااوپه بیړه سره یی اطلا عات پوځ ته وسپاری درصورت رامنځ ته کیدل ددا ډول بر خورد کولای شی لدی ډول استراتیږی څخه ګټه پورته کړی .

که دایران سره جګړه ونښلی ټول به بایلونکی وی ځینی به پدی فکر کی وی چه په لنډ وخت کی به له ډیرو مرګونو ځان وساتی امکان لری تریوی اندازی رښتیا وی مګرپه اوږد مهاله کی له   سیاسی   اقتصادی   پلوه ټولی نړی ته ډیره ګرانه  پریوزی چه ورڅخه خلاصون نشته .

دایران داتومی انرږی مسله امریکی  بریتانیی  او اسرایلوته دومره د پاملرنی وړندی اصل مطلب دانرږی تر لاسه کول دی او دا دیوی وسیلی په توګه کاروی  ترڅو وکولای شی دنړیوالو ذهن پرایران باندی دبرید  لپاره اماده کړی که داسی نه وی عراق  افغانستان  لیبیا اونن هم په سوریه کی دنظامونو بدلول دخپلی خوښی نظامونوځای پرځای کول غواړی او کړیدی . 

دایران جګړی ته د څو کالورا پدی خوا امادګی نیول شویدی په کال (۱۹۹۰) میلادی کال د بیل کلنټن دامریکی و لسمشر  په وخت کی پرایران بند یزونه ولګیدل بیا دجوج ډبلیو بوش په وخت کی بند یزونه سخت شول داوباما  په دورکی بی ساری  بند یزونه پری ولګیدل چه دا کیدای شی دجګړی پیل شی . 

 دبل لوری که وګورودایران په وړاندی جګړه لاپخواشروع شویدی (واشنګتن نږدی ختیځ څیړنیزانستیتوت کی داسرا یل پلوی   پاتریک کلا سول   څخه پو ښتنه شوی وه چه اسراییل به کله پر ایران برید کوی هغه په ځواب کی ویلی وه چه دوه کاله پخوا ) لکه د ایرانی ساینس پوهانو وژنه او دملل متحد بی تفاوتی دیورانیموپخولوکمپیوترونو ته دویروسونولیږل ددووامریکایی جاسوسی الوتکو غورځول او دیوی جاسوسی الوتکی روغ رمټ کشته کول امریکه پدی ویره کی واچوله چه دا الو تکه روسی اوچین ته پلاس ورنشی بلا خره دامریکی ولسمشراوبا ما له ایرانه د الوتکی بیرته ورکولو غوښتنه وکړه دایران له لوری ونه منل شوه ( یوی چینایی کمپنی دادعا له مخی د (۱۳۰) میلیون ډالرو په ارزښت هغه وسایل پر ایران پلورلی چه دهغو په مرسته بی پیلوټه الوتکی راکشته کیدلی شی او هم انترنتی او تیلفونی خبری پری اوریدل کیدی شی ) .

 

امریکا اواسراییل به مخکی له جګړی دایران په وړاندی له هرډول امکانا توڅخه کار واخلی ګر چه دامریکی له (۱۱)  جهاز برداره بیړیو څخه اوس (۲) په سیمه کی ځای پرځای شویدی که ایران دی ته حاضرشی چه دخپلو یورانیموپخولو څخه لاس په سر شی بیا هم ناممکنه دی امریکا او اسراییل له ایران څخه په شا شی دامریکی هد ف درژیم بدلول دی په تهران کی .   

           ګونته ګرس(۸۴) کلن پیږندل شوی المانی  لیکوال په خټه یهود په پولند کی پیداشوی وروسته المان ته راغلی  تکړه لیکوال شاعراود نوبل جایزی ګټونکی هم دی ګرس په خپل یوه شعر کی په اسرایلو تور لګولی دی چه دایران او سوله ایزی نړی دویجاړولو پلان لری همدارنګه یی پخپله قصیده کی زیاته کړی چه اسراییل دایرانی ولس پو پنا کولو پلان لری .

په غبرګون کی اسراییلودګونته ګرس په ورتګ اسراییلو ته بند یز لګولی دی ویلی دی چه اسراییلو کی دچا نه خوشیږی .

څه موده مخکی دویکی لیکس انترنتی ویب سایټ مشر اسا نږ دتونس له نوی ولسمشر سره د  ارټی تیلویزیون له لاری ژوندی مصاحبه کی هغه ته یی وویل چه دامریکی سپیشل فورس اوس په سوریه کی په جګړه بوخت دی داسد مخالفینو ته بم جوړول اونور تریننګ ورکوی .

دامریکی فشارونه پر ځینی هیوادونو مطلب دنظامونو بدلول دی نه د یموکراسی  نه ازادی بیان  نه دښځوحقوق دا کلمی

  یوازی دفشا روسیلی په توګه له دوهمی نړیوالی جګړی را پد یخوالمړی د پخوانی شوروی وروسته دنوروهیواد وپه وړاندی ی چه نه یی خوشیږی یا هم ددوی په کنټرول کی نه وی استعمالوی که داسی نه وی نوردیموکراسی ا و………په سعودی عرب  قطر  بحرین  او نورو بډایه تیل لرونکو هیوادو کی چه امریکی خیټه پری اچولی نه تر سترګو کیږی ځکه هغه خو خپل ګڼی دنوروهیوادونوپه قبضه کولو پسی دجنګونو محاذ ونه پرانستی دی مثالو نه پخوانی یوګوسلا ویا یی د د یموکراتیک رژ یم  او بوسنیا اوکوسووکی دمسلمانانو ملا تړپه په ګوته کاوه چه سربیانو وژلی افغانستان د القاعده او طالبانوپه خاطر اشغال عراق یی دډله ایزووژلو وسلو په خاطر لیبیا ددیکتا تورپه خاطر سوډان کی کورنی جګړی ته لاره هوارولو څخه وروسته تجزیه په سوریه کی دجګړی محاذ پرانستلی دی پدی برخه کی می دلیبیا څخه وروسته دناتو لښکرپه کوم لورتر سر لیک لاندی په۲۰ /۰۴/۲۰۱۱ کی وړاندی وینه کړی وه دلیبیا څخه وروسته به سوریه د جګړ ی په اورکی راګیروی (اسرایل په غرب کی دیهودی کړیوبرسیره په حکومتونوکی ډیرخواخوږی لری دسوریی داوسنی رژیم درا پرزولو لپاره  به له هیڅ ممکنه لاری دریغ ونکړی )  پرایران که داتو می وسلودغرب اواسراییلو دښمن په پلمه غواړی برید وکړی د روسی اوچین  غبرګونونه هم هیرنشی .   

له ملتیا مومننه

دوام لری

اخځایونه : مختلف

mansoorahmadzai@hotmail.com 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *