د شیطان د چل ول څلورجبهی! — شاهد شفق

 

 

د شیطان د چل ول څلورجبهی!

لیکوال:دوکتور عبدالحکیم
ژباړن: شاهد شفق

شیطان د انسان لپاره د امتحانونو او ازموینو سختونکی خورا مهم فکتور دی.
د څېړونکو په تاریخ کښې نه هېرېدونکی او ځلانده نوم الرازی په دی هکله لاندی وینې لري:
نفس له 19 قوتونو څخه جوړ شوی دی یا 19 قوته لري چې دغه ټول انسان د بدني او مادي خوندونو او لذتونو په لور ورغواړي،چې دغه قوتونه له څکل،لیدل،بویول،اورېدل،حس کول،خیال،وهم،حافظه،د ترکیب ځواک،شهوت،غضب،جازبه او نور دي.
د دغو ټولو په وړاندې یواځنی قوت عقل
دی چې انسان د الله تعالی د عبادت او د معنوی سعادت په لوري د الوتلو لپاره هڅوي،له بله اړخه د مادي خوندونو راټوکونکی ټول حواس د انسان له پیدایښت سره سم په عادی توګه د تکامل او بشپړتیا درجې ته رسېږی خو یواځې عقل د کلونو په تېرېدو او د زده کړې په ترڅ کښې د بشپړتیا په لور ګامونه اخلي،له دې سره یوځای ګڼ شمېر انسانان د مادي ژوند په وړاندې کلکه ماتې خوري او د رټل شوي شیطان د دې خبرې مصداق ګرځي چې:
(او ډېر د هغوی به له شکر کوونکو څخه ونه مومې) 17 اعراف

تر ټولو لومړی شیطان له انسان څخه د خپل مغلوبیت او د غرور څخه د لوېدلو د غچ اخستلو او د انسان د ماتولو لپاره دغه تهدید او ګوت څنډنه کوي:

قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ (16) ثُمَّ لَآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ (17) اعراف

ژباړه:ویی ویل له دی کبله چې زه د بې لاری کړلم زه به هم هغوی د( تېرایستلو) لپاره ستا د مستقیمې لارې په سر هغوی ته کښېنم،وروسته به د مخ له خوا او شاه له خوا او دښې لوري او چپ لوري څخه ور وړاندی کیږم او ډېر د هغوی به له شکر کوونکی څخه ونه مومي.

1- مخکنۍ جبهه:(وروسته له مخکني خوا څخه ورننوځم او ور وړاندی کېږم)
یعنې شیطان وایی چې هغوی د مرګ نه وروسته په ژوند،قیامت،جنت او دوزخ،حساب او میزان او صراط باندې منکروم که مې دا ونه کړل نو د معنوي لوړوالی او سعادت په منلو کښې یی له سستۍ او تنبلی سره مخ کوم،خپل پیغمبران او د هغوی د دعوت نه منلو ته یی ورنږدی کوم.
د مخکنۍ جبهې یوه معنی هم په څرګنده او د سترګو په وړاندی د انسان کشول دي د لارورکۍ او تیارو په لور.

2- شاتنۍ جبهه:(اود شا خوا څخه ورته نږدې کېږم)
یعنې شیطان وایی چې د نړۍ په ازلیتوب باندې یی بی باوره کوم ،او هر څه ورته د دې فاني نړۍ تر ژونده پورې محدود څرګندوم که مې دا ونه کړل نو نړیوالو ،جسماني او نفساني خوندونو او لذتونو په هکله د دوی شوق راپاروم،د ټولو بدیو او مشکلاتو خلاف دنیا هغوی ته مزینه کوم ښکلی یی ورته ګڼم د تېرو پیغمبرانو او د هغوی د دعوت اړوند یې انکار ته رابولم.
د شاتنۍ جبهې یوه معنی هم تر ډول ډول نقابونو او پردو لاندی په ناڅرګنده توګه انسان ته د شیطان ورنږدې کېدنه ده،په کمین کښې درته پرېوځي که د لږ وړوکی غفلت وویني نو خپل غېشي باندې د ولي او له وړاندې تګه دغورځوي.


3- د ښي اړخ جبهه:( او له ښي لوري ور وړاندې کیږم)
شیطان وایې هغوی د کفر په لوري غځېدونکو بدعتونو کښې ډوبوم،هره بدي به د دین تر نامه لاندې ترسره کوي او وایی به چې مونږ خپلې دیني دندې ترسره کوو او په دې ډول به دوی له لارې خطاء کوم.
نوافل ،سنتونه او حتی فرایض به ترک کوي او د دې پرېښودل به ورته د ژوند یوه نورمال ګرځېدونکې برخه بریښي.
د دین ریښو ته چې کله د ګوګړو تېزاب وراچول کیږي او مجاهدین د الله تعالی په لار کښې په شهادت رسول کیږی نو دوی به د مجاهدینو په هکله تورونه لګوي او هغوی به د خاینانو، بې دینو،د اسلام د دوښمنانو د همکارانو او پټو دوستانو په توګه یادوی او نور تورونه به ورباندی لګوي.
ځنې به بیا دیني ژوند له خپل فکره او ژونده څخه لوړ ګڼي نه به ورنږدې کیږي وایی به دین د ټاکل شوو او تعین شوو انسانانو کار دی له ما سره یی؟خپل ځان به ګنهګار ګڼي او وایی به ماضي مې له داغونو ډکه ده بناء زه اسلام ته څه نه شم کولای او په دې توګه به د اسلام او ایمان له دایرې څخه پښې سپکوي او تېښته به کوي.

4- د چپ اړخ جبهه: (او له چپ لوري ورنږدې کېږم)
یعنې نفساني خواهشاتو کښې به غرق وي او د ګنهګارانو سره یوځای به ځان د خوسا شوي ډنډ غړی ګڼي او په همغه لوري به خوځي،پر هغو کسانو چې له دی خوسا ډنډ څخه د دوی د ژغورلو هڅه کوي په هغوی به مسخرې کوي او ورته وایی به چې تاسې فکر کوی چې مونږ هم ژوند کوو؟؟
او دوی به په ګناهونو کښې د خپل ژوند څخه خوښي څرګندوي ورباندې ویاړي به او نور به ورته ذلیل بریښي.
د حریت او ازادی په هکله به حیواني شعور لري ،غواړی به چې هره دروازه چې مخ ته ورته راشی په سر ووهي او د حیوان غوندې د ننه ننوځي او د نورو تر پښو لاندی کول به ورته خپل حق غوندې ښکاري او له همدې به خوند اخلي.
بعضا هغه کسان چې تر اوسه په ټولیزه توګه نه وي مسخه شوي د خپلو وجدانونود اوچتېدونکی غږ بغاوت به د نشیي توکو او نورو حرامو او هیرونکو محفلونو له لارې تر پښو لاندی کوي.

په پای کښې یادونه کوم که د ژباړې په مهال له ما څه کمی او زیاتی شوی وي نو له لیکوال څخه بښنه غواړم او دعا کوم چې عزیز او واکمن رب د ټول اسلامي امت سرلوړی لري د شیطان او طواغیتو له دسیسو او فریبونو د نجات ورکړي اود شیطان او باطل ظالم پیروان د لوی رب د اسلام د مومنو مجاهدینو په وړاندې له پښو وغورځوي امین
وما علینا الاالبلاغ المبین

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *