د اختر د مبارکۍ پیغام، که په صلیبي یرغلګرو تندريز ګذار — محمد ريحان

 

د اختر د مبارکۍ پیغام، که په صلیبي یرغلګرو تندريز ګذار

 

لیکوال: محمد ريحان

 

د تیرو کلونو په څیر دا ځل هم، د اسلامي امارت د مشر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد، د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور شو، دغه پیغام، چې افغان ولس ورته همیش سترګې په لار وي، ډېر جامع او په زړه پوری وه، او دښمن یې دومره په اندیښنه کې واچاوه چې سمدلاسه په افغانستان کې د ناټو او امریکایی قواوو عمومي قوماندان جان الن تشويش څرګند کړ.

عالیقدر امیر المؤمنین د خپل پیغام په ترڅ کې له هر څه مخکې خپل مظلوم ولس او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر د مبارکي ویلو ترڅنګ، له الله تعالی څخه د هغوی د روژې، صدقې، او ټولو جهادي خدمتونو اوبې ساري قربانيو د قبلېدلو دعاء کړې. له دې سره یې نورو مهمو ټکو ته هم اشاره کړې رابه شو دې ته چې صلیبی یرغلګرو باندې دغه پیغام ولې دومره دروند تمام شو، او هغه کوم ټکې دې چې جان الن یې په تشويش کې اچولی دی، غواړم چې څینې مهم ټکې یې په لاندې ډول د لوستونکو مخې ته کېږدم:

عالیقدر امیر المؤمنین –حفظه الله- د جهادي بهير په بریاوو رڼا اچولې او مجاهدینو ته یې د نوو جهادي تکتیکونو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه توصيه هم کړې. په مخالف صف کې د با احساسه افغانانو دحقیقت درک کول یې ستایلې، د دوی حفاظت، ساتنې او ګرم استقبال یادونه یې کړې او په اینده کې د دا ډول پېښو د زیاتېدو وړاندوینه کړې همدارنګه یې یو ځل بيا د کابل ادارې ټولو کارکوونکو په تېره دپولیسو او اوردو منسوبینو اوافسرانو او استخباراتي موظفینو څخه غوښتنه کړې چې نور دخپل دین اوهېواد پر ضد دیرغلګرو له ملګرتیا لاس واخلئ ،د خپلو هغو اتلو ملګرو په څېر له مجاهدینوسره یوځای شئ کوم چې وخت پر وخت پر نیواکګرو مرګوني ګوزارونه کوي، د پردي غاصب دښمن د شړلو او دخپل هیېواد دآزادولو په روانه معرکه کې چې نوره ان شا ءالله دبري پړاوته رسیدونکې ده شریک شئ….

د ښکېلاګرو کورني اقتصادي ستونزې او ولسي مخالفت سره مخ کېدل يې د افغان مقدس جهاد یوه لویه لاسته راوړنه او بریالیتوب بللی.

د اسلامي امارت د مجاهدينو یو صف او یو موټی والي ته په اشارې سره یې څرګنده کړې چې له بدخشانه ترهلمنده له ننګرهاره ترهراته ټول مجاهدین د وروڼو غوندې په یوه منظم صف کې تریوه بیرغ اویوې قوماندې لاندې جهاد کوي همدا دکامیابۍ لوی راز دی او همدې وحدت دښمن وارخطا اوحیران کړی دی.

ددښمن دسیسو او بې ځایه تبلیغاتو ته یې هم اشاره وکړه، چې د یرغلګرو له لورې دکابل بې واکه ادارې ته د واک دتش په نامه لېږد پروسه بله هغه تېر ایستونکې ډرامه ده چې غواړي دهغې په وسیله له یوې خوا خپله ماتې پټه کړي اوله بلې خوا ولس او نړیوال تېر باسي چې دوی په ریښتیا هم په افغانانو باور لري او غواړي په اداري او پوځي لحاظ د        هیواد راتلونکی هغوئ ته وسپاري .
ستر اتیژيک تړون ،نظامي اډې اوبې ګټې کانفرانسونه یې غندلې دي، او په زغرده یې جوته کړې چې دافغانستان خپلواکي او دشرعي نظام نفاذ هغه ارزښتونه دي چې اسلامي امارت به په هیڅ قیمت هم پرې معامله ونه کړي.

دبشري حقوقو پرنړیوالو ادارو يې غږ کړی، چې یواځې دبهرنیو قواوو او لویدیځو رسنیو په راپورونو دې اکتفا نه کوي،
کوم حقایق چې په سیمه کې موجود دي هغه دې په بې طرفه ډول له نږدې وڅاري اوخپل مسئولیت دې ادا کړي.

لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدینو په نظامي ډګر کې صلیبی یرغلګر، د الله تعالی په مرسته د سختې ماتې سره مخ کړې، همدارنګه یې په فرهنګې ډګر کې هم صلیبي یرغلګر ناتوانه ثابت شوي دی، نو ځکه ویلی شو چې د عاليقدر امیر المؤمنین پورتنۍ څرګندونې هم پر صلیبی دښمن ډیرې درندې تمامې شوې او په ډار او تشویش کې واچول شول ځکه هغوی پوهېږی چې امیر المؤمنین د افغان مسلمان ولس په زړونو کې د مينې او محبت انتهائي ځای لري، او څه چې ترې وغواړي نو په ډیر اخلاص او بېړه یې عملي کوي. نو همدا لامل وه، چې د اختر د رارسېدلو او په مناسبت یې د مبارکۍ د پیغام په خپرولو سره سم، د افغان ولس د هيلو رښتينې هنداره ـالاماره- څو ځلې د دښمن تر برېد لاندې راغله، تر څو د نورو رښتینو معلوماتو ترڅنګ د دغه ارزښتناک پیغام د خپرولو مخه هم ونیسي. خو الحمد لله د اسلامي امارت تخنیکي همکاران په دې وتوانېدل چې الاماره ویب پاڼې ته وراووښتې ستونزې له منځه یوسي او د خپل ګران مشر د اختر پیغام تر اولسونو ورسوي.

خو الحمد لله دغه پیغام پر صلیبی یرغلګرو د تندریز برید یو مثال څرګند شو، نو ځکه سمدلاسه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان الن رسنیو ته د ملا محمد عمر مجاهد د اختر پیغام خپلو ځانو ته د تشویش او انديښنې وړ وباله او له ډېرې وارخطائي له امله یې د افغانانو لپاره د وژنو، کرکې او ناامېدۍ پیغام وباله او زياته يې کړه چې « د روژې د مبارکې میاشتې په پای کې د یوه عادي مومن او معتقد انسان پیغام باید د مبارکۍ پیغام وي خو د ملا عمر پیغام پر افغانانو ږغ کوي چې حملې وکړي، انتقام واخلي، وژنې وکړي».

امریکایانو ته د ملا صیب د پیغام څخه تشویش پیداکېدل، هاغه پرځای هم ثابت شول، چې کله د هاغو ټکو څخه یو یې تطبیق هم شو، کوم ته چې په نوموړي پیغام کې اشاره شوې او صلیبی یرغلګر ترې ډیر په تشويش کې دي، هغه پر بهرنیانو د افغان عسکرو بریدونه دی، چې د دغه پیغام د خپرېدلو څخه وروسته د اختر په لومړۍ ورځ په کندهار کې یو با احساسه افغان عسکر پر بهرنیانو د یوه بريد په ترڅ کې ، ګڼ شمېر بهرني عسکر ووژل.

اميد دی چې پر صلیبیان به له نور ذلت او ناکامۍ څخه سره هم مخ شي، لکه چې په دغه ارزښتناک پیغام کی ورته اشاره شوې ده.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *