افغانستان خپلواک دﺉ که بلواک ؟ نثار احمد صمد

 

 

افغانستان خپلواک دﺉ که بلواک ؟

د پرون آزادونکیً امریکا نن پخپله اشغال ګر سو !

 

ليکوال: نثار احمد صمد

 

خلک وایی چی همدا د اسد ۲۸مه یا د اګسټ ۱۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ ۸۹ یمه کالیزه ده . مګر په واقعیت کی دغسی نه ده ، بلکی د دې ۸۹ کالو څخه « لس کلنه » شوروۍ نیونه او « اووه کلنه » امریکایی نیونه اصولأ باید منفی سی چی پدې حساب افغانستان د ۱۹۱۹ کال راهیسی جمعأ ( ۷۲ ) کاله د خپلواکۍ له نعمت نه برخمن سوﺉ دﺉ او بس .

 

که یو څه شاته ولاړ سو ، نو و به ګورو چی افغانستان هغه بد نصیب هېواد دﺉ چی په صرف ۸۲ کالو کی درې ځله د وخت د ستر ځواک تر پوځی نیونی لاندی راغلی دﺉ . په بل عبارت ، افغانستان په نولسمه پیړۍ کی انګریزانو نیولی و ، په شلمه پیړۍ کی شورویانو نیولی و ، او دا دﺉ په یوویشتمه پیړۍ کی هم نن امریکایانو پسی نیولی دﺉ . لومړني اشغال د افغانستان ریښې ولړزولې ، دوهمي اشغال هغه سستي کړې ، او درېیمي اشغال له بېخه پسی وکښلې .

له بل پلوه ، افغانستان هیڅکله هم مطلقأ د چا مستعمره سوﺉ نه دﺉ بلکی په هر اشغال کی یی صرف  بهرنۍ چاري محدودي یا بشپړ ترې سپمېدلي دي حال داچی کورنۍ چاری یی تل په خپل « مشروط » واک کی پاته سوي دي که هغه انګریزان وو ، که روسان وو ، او که نن امریکایان دي . د بهرنیو لخوا  زموږ د بهرنیو چارو د کنټرول له مخی ویلای سو چی افغانستان د امیر عبدالرحمن خان د واک پر مهال د یو « عدم الاستقلال » حالت ښکار و ، حال دا چی د امیر حبیب الله خان د واک پر مهال بیا په یو « ناقص الاستقلال » حالت کی را ښکېل و ، له همدې امله د امیر امان الله خان د واک پر مهال « مطلق الاستقلال » حالت ته ورسېد چی نن یې ( ۸۹ ) کاله پوره سوي دي .

 

افغان ولس تل د پردي یرغل او بهرنۍ نیوني پر ضد کلک مقاومت کړﺉ او یرغلګر یی هر ځل د سترو تلفاتو او شدیدو سر خوږیو سره مخامخ کړي دي . د هندوستان مرستیال واکمن « لارډ لارنس » حق په جانب و چی ولیکي « افغانان به فقر حتی له خطره ډک ژوند وګالي خو د پردیو تر واک لاندی راتلل هیڅکله هم نه زغمي .»

همدا علت دﺉ چی افغانان  د « ملی مبارزینو » په نوم د انګریزانو سره وجنګېدل ، د « مجاهدینو » په نوم د شورویانو سره وجنګېدل او د « طالبانو » په نوم هم نن د امریکایانو سره جنګیږي . سابقه او تجربه ښیٍٍیًً چی تر څو د افغانستان نیونه جاري وی نو مقاومت به هم موازی ور سره رهی وی . ځکه ، د افغانانو ازلی جوړښت او فطرت همداسی راغلیًً چی په هیڅ توګه بهرنۍ نیونه نسی زغملای . دا به حق تلفي او ناځواني وی چی د افغانانو دا غیرت او سرښندنه د اغیارو ( مثلأ پاکستان ) په پله کی ور واچوو او د افغاني همت اعتبار ټوله پاکستانیانو ته وقف کړو حال دا چی په باطن کی ښه پوهیږو چی دا هر څه بنا پر کومه خاصه عُُُقده او عقیده باندی کوو .

 

په هر صورت ، که موږ ووایو یا نه ، او که نړیوال ووایی یا نه ، افغانستان نن د امریکا په مشرۍ د ناټو د غړو هېوادو تر باالقوه اشغال لاندی دﺉ . افغان عوام ګرم نه دي چی وایی موږ « د غلام هېواد آزاد خلک » یو چی پر سر مو د بلیونونو ډالرو سیاسی تجارت روان دﺉ . د کابل رژیم خو هسی هم د واشنګټن لخوا خلق سوﺉ ، اوبه سوﺉ ، لوی سوﺉ ، او «مشروع!» سوﺉ دﺉ نو ځکه په حساب کی نه راځی . دغه رژیم د امریکا تر پوځی مداخلې وروسته وزوکېد چی په مصنوعی توګه یی د « ویټامین بي- ۵۲ » په زور ژر ژر لوی کړ او په چل ول ، ټګۍ او تذویر سره یې  پسی « قانونی ! » کړ . ځکه نو هغه اصلأ خپلواک نه بلکی بلواک دﺉ .

 

وګوری ، بهرنۍ نیونه خو هغه وي چی په زرګونو بهرني پوځیان ( د اشغالی ولس د اجازې او موافقې نه پرته ) پخپل سر اړونده هېواد ته ور ننوځي ، خپل مخالف رژیم نسکور کړي او پر ځای یی خپل ګوډاګیًً یا د خپلي خوښي رژیم هلته نصب او تحمیل کړي ( امریکا ته پر افغانستان باندی د حملې اجازه نه افغان ولس ، نه نړیوالي ټولنی او نه هم ملګرو ملتونو ورکړې وه ، بلکی د امنیت شورا د ۲۰۰۱ په سپټمبر کی صرف دا اختیار ورکړﺉ و چی د تروریزم پر ضد خپله دفاع وکړي « نه دا چی پر افغانستان حمله وکړي » . په دې پریکړه لیک کی هیڅ د افغانستان نوم هم نه دﺉ ذکر سوﺉ .)

 

بهرنیًً اشغال خو هغه وی چی یرغلګر پوځونه صرف او صرف پخپله اراده او خپله قومانده سره په اشغالی هېواد کی بی کنټروله او بی مسؤلیته پوځی عملیات ، بم ورۍ ، نیوني او وژني وکړی ، هیڅوک او هیڅ مرجع یی هم مخ نسی راګرځولای که هغه ګوډاګیًًً رژیم وی او که اشغالی ولس او که بهرنۍ نړۍ وی .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د اشغالی هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت په روزمره توګه پایمال وی . په سلګونو بهرني پوځیان هره ورځ په خپلو طیارو کی دې هېواد ته داخلیږی یا له هغه نه وزی ، نه د رژیم مشر او نه هم د دفاع وزیر او نه هم هیڅوک په خبر وی چی هغوی له کومه راځی ، چیری ځی ، څه شی راوړي ، څه شی وړي ، څه کوي او پر کومه ولسوالی یا کوم کلي باندی د بمونو باران لوروي او څومره د دوی هېوادوال به پارچه پارچه کړي .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی اشغالګر پوځونه د نیولي هېواد پر مځکه او فضا مطلق حاکمیت ولری ، هیڅوک هم ( آن د رژیم د مشر او دفاع د وزیر په شمول ) نه پوهیږی او نه هم پدې خبر وی چی د ورځی څو نظامی پروازه له خارج نه داخل ته یا له داخل نه خارج ته کیږی او هغوی څه پلانونه لری .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د هېواد په عمده پوځی هوایی پایګاوو ( لکه بګرام ، شینډنډ ، کندهار . . . ) کی د رژیم آن یوه پوځی طیاره یا هوایی قوت موجود نه وي ، بلکی د هغو مطلق کنټرول د اشغالګرو په واک کی وي .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د پورتنیو کوایفو له امله هېواد تقریبأ د ملی حاکمیت ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی او سیاسی مشروعیت څخه بی برخی وی . اصلی اراده او اداره باالکل د پردیو په لاس کی وی او د هېواد د برخلیک تصمیم د هغه د پولو څخه بهر نیول کیږی . همدا علت دﺉ چی د اشغال په صورت کی د خپلواکۍ ، دیموکراسۍ ، آبادۍ ، انتخاباتو او لویو جرګو جوړول . . . ټول هغه غولونکي او ساختګی لوبی دي چی نتایج یی له مخکی څخه لا معلوم او ثابت دي .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د نړۍ د سرمایدارترینو هېوادو د شتون او نیونی سره سره د اشغال سوي هېواد ولس د غربت او مصیبت شپې سبا کوی او پر سر یی ښه سیاسی بزنس روان وی .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی هېواد یو تولیدی حالت نه بلکی یو بشپړ مصرفی حالت ولری او ملی اډانه په خټو کی بنده وی . صادرات پر مځکه خو واردات پر آسمان ګرځی . مافیایی او مخدره اقتصاد په اوج کی وی . د ارتشأ او فساد اقتصاد ښه په رونق کی وی . د رژیم د مشر څخه نیولې د هغه تر مرستیالانو ، سلاکارانو ، وزیرانو ، پارلمانی نمایندګانو ، پوځیانو ، پولیسو استخباراتو. . . . پوری د ټولو معاشونه ، حتی « جیب خرڅ » لا اشغالګران ورکوی .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی هلته بیا رغاونه د میږي په رفتار سره روانه وی او که کوم څه هم کیږی نو هغه تش په نوم او غیر تولیدی یا غیر عایداتی جنبه لری ، او یا هم دا چی تبلیغی یا سیاسی هدف لري .

 

آیا د پورتنیو څو لنډو یادونو او انګیرنو څخه کومه یوه یی په افغانستان کی صدق نه کوی ؟  نو داچی د نړۍ لومړنیًً شتمن هېواد یعنی امریکا دلته د خپل اشغال سره سره مؤثره پانګه نه اچوی ، د ترازو د « پوځی حل » پله یی له مځکی پورته کېدای نسی خو د « سیاسی حل » پله یی بیا مځکی ته را کوزیدای نسی بلکی په هوا ولاړه ده ، نو دا ترې ثابتیږی چی افغانستان د یوویشتمي پېړۍ یو کاملأ بلواک هېواد دﺉ ، او واشنګټن افغانستان د یو بل هدف لپاره استعمالوي او پخپله یی هغه په کار نه دﺉ . اوس شواهدو ثابته کړې چی « تروریزم » یوه پلمه وه او اصلی غایه د کسپین د حوزې او منځنۍ آسیا نفتی زیرمتون ته ځان ور رسول دﺉ چی دروازه یی همدا افغانستان دﺉ . دوهم دا چی افغانستان د چین او روسیې د احتمالی را خوځېدو مخنیویزه مورچل دﺉ . په بل عبارت ، افغانستان د درو عمده ستراتیژیکی سیمو د تړلو نقطه ده چی هغه منځنی ختیځ ، منځنۍ آسیا او جنوبی آسیا ده او واشنګټن همدې نقطې ته سخته اړتیا لری . پدې حساب ، افغانستان نن د خپل حساس موقعیت قرباني سوﺉ دﺉ او د خپل دغه مهم دریځ سزاوي ګالی .

ځکه نو ویلای سو چی افغانستان د دې نوو استعمارچیانو لخوا د ټوپ د یوې تختې غوندی استعمالیږی یعنی دا چی افغانستان د امریکایی اشغال ګرانو لپاره پخپله هدف نه بلکی د « هدف » لپاره یوه وسیله یا پُُل دﺉ چی ترقی او آبادی یی نه غواړي .

 

هو ، دا هر څه د تاریخ تکرار دﺉ . وګوری برتانیې په ۱۹ مه پېړۍ کی افغانستان ته نېغ ضرورت نه درلود ، بلکی هغه یې د هندوستان د « طلایی مرغۍ » د ژغورني په غرض نیوﺉ . شوروي اتحاد هم په ۲۰ مه پېړۍ کی افغانستان نه غوښت بلکی هغه یې پر « تړمو اوبو » د کنټرول په خاطر نیوﺉ . کټ مټ امریکا هم نن په ۲۱ مه پېړۍ کی ځپلیًً افغانستان نه غواړي بلکی هغه یې د منځنۍ آسیا او کسپین د « نفتی زیرمو» د خپلولو په هدف نیولیًً دﺉ او بس .

 

فلهذا ، برتانویانو په نولسمه پیړۍ کی افغانستان د « یو بل هدف » په غرض د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک کړﺉ و ، شورویانو بیا هغه په شلمه پیړۍ کی د « یو بل هدف » په غرض لس کاله د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک ساتلیً و، او باالاخره امریکایانو بیا په یوویشتمه پیړۍ کی افغانستان د « یو بل هدف » په غرض دا اووه کاله کیږی چی د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک کړﺉ دﺉ ( خیر دﺉ که موږ هر څومره هم ځانونه  په عارفانه تجاهل سره تېر کړو ، خو دا تریخ حقیقت نسی پټېدای ) .

 

امریکا په خپل دغه ارتکاب سره هغه ګرانښت او محبوبیت چی د افغانانو په زړونو کی یې درلود ، ټول له لاسه ورکړﺉ او برعکس هغه نن ورځ تر ورځی په مخالفت آن نفرت سره بدلېدونکیًًً دﺉ . دا ځکه چی امریکا پرون د شوروی څخه د افغانستان د آزادونکی او نجات ورکونکی رول لوباوه ، خو نن دا دﺉ پخپله د هماغه افغانستان نیونکیًًً او اشغالګر سو . ځکه نو ، که نن موږ د افغانستان د « خپلواکۍ!» د نمانځني په غرض هرڅومره خوښۍ او میلې جوړي کړو ، هرڅومره مشاعرې او غونډي جوړي کړو ، هرڅومره محفلونه او جشنونه جوړ کړو ، هرڅومره کنسرټونه او اتڼونه جوړ کړو ،  بیا هم د یو تریخ حقیقت په توګه افغانستان د تیرو  اوو کالو راهیسی عملأ خپلواک نه بلکی بلواک دﺉ . والسلام ،

                                                                نثار احمد صمد

nsamad57@hotmail.com

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.