افغان او عراقي جنګ ۱۵۰۰ امریکایان معیوب کړي دي — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

افغان او عراقي جنګ ۱۵۰۰ امریکایان معیوب کړي دي

 

راپورتر : ډیویډ  ووډ

منبع : هفینګټن پوسټ ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۲/۱۱/۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

په عراق او افغانستان کی د امریکایی زخمیانو په لړ کی څه باندی ۱۵۰۰ هغسی کسان هم شامل دي چی لاسونه یا پښې او یا هم د بدن نور اعضاوی یې له منځه تللی دي .

د هغو نوو ارقامو او معلوماتو له مخی چی په چهارشنبه خپاره سول ، د عراق او افغانستان په جګړو کی څه باندی یو زر او پنځه سوه امریکایان بې پښې یا بې لاسه سوي دي ، او په سلګونو هم دواړه لاسونه یا دواړې پښې بایللی دي .

هفینګټن پوسټ د اکتوبر پر ۱۵مه راپور ورکړ چی په دغو جګړو کی د امریکایی زخمی پوځیانو شمیر تر پنځوس زرو واوښت چی دا په څه باندی لس کلنه جګړه کی یوه تلپاته انسانی ضایعه ده . په چهار شنبه د دفاع د وزارت له مخی د دغو ټپیانو شمیر ۵۰۱۵۹ ته ورسېد .

کله چی په ۲۰۰۱ کی د سپټمبر د تروریسټی حملې په ځواب کی افغان جګړه راپیل سوه ، نو د افغانستان او عراق په عملیاتو کی ۵۲۲۵ امریکایی پوځیان وژل سوي دي .

خو د زخمیانو بشپړ اکثریت د شلو کالو په شاوخوا کی عمر لری  ، نو ځکه هغوی د ژوند تر پایه له مصرفه خورا ډک ، مسلسل او ښه ټینګ علاج ته اړتیا لری . د مثال په توګه ، هغه کسان چی لاس یا پښه یا بل کوم غړی یې له منځه تللی وی په هرو څو کالو کی د هغه اړونده مصنوعی لاس یا پښه یا بل غړی باید ورته نوی سی .

د زخمیانو اوږد لیست ، چی په هغه کی جسمانی او روحیاتی دواړه زخمونه شامل دي ، دا راښیی چی ولی د جنګېدلو پوځیانو وزارت د دې نوې نسل د علاج او دماغی روغتیا پالنی د خدمتونو لپاره ډیری پیسې مصرفوی .

د هفینګټن پوسټ د لس میاشتنۍ ګرویږنی له مخی په جګړه کی څه باندی شپاړس زره امریکایان ټپیان سوي دي چی زخمونه یې ډیر سخت او ناتوانونکي دي .

د هفینګټن پوسټ د غوښتنی په ځواب کی د امریکایی پوځ د روغتیا پالې څانګې لخوا د دې ډول ضایعاتو نوي معلومات ورکول سوي چی هغه د زخمیانو یو ډارونکی حالت بیانوی . ټول ټال ۲۵۳۳۳۰ نرینه او ښځینه د جګړې په جبهه او سیمه کی په دماغی اختلالاتو مبتلا سوي دي چی په هغوی کی د ۳۹۴۹ کسانو سرونو ژور زخمونه اخیستی دي ، او ۴۴۶۱۰ کسانو هم سختی یا متوسطی دماغی ضربې خوړلی دي .

په پوځ کی ۷۳۶۷۴ عسکر د جګړو له امله په عصبی او روحیاتی ناروغیو مبتلا سوي دي . همدا راز ، ۳۰۴۸۰ هغه پوځیان چی د جګړې څخه راستانه سوي دي ، په روحیاتی او دماغی تکلیفونو اخته دي چی علت یې پر سر باندی کلکی ضربې او یا هم د چاودنو له امله ټکانونه او بې هوښۍ دي .

د هغو پوځیانو څخه چی نېغ په جګړه کی جنګېدلي ، ۱۵۷۲ کسانو لاس یا پښه بایللي دي ، چی له دې جملې نه ۴۸۶ پوځیانو د بدن دوه یا زیات اندامونه له لاسه ورکړی دي . په دغو کی هغه کسان شامل نه دي چی صرف ګوتی یا د پښو پنجې یې له منځه تللي وی .

اکثریت بې اندامو سوو کسانو ، یعنی ۸۳ سلنی یوه یا دواړی پښې له لاسه ورکړي چی تقریبأ ټول د ماین چاودنو له سببه دي . دغو په کورونو کی جوړو کړو ماینونو د ۱۴۱۰ زخمی امریکایی پوځیانو تناسلی آلې هم له منځه وړی دي .

هغه ارقام او معلومات چی په چهارشنبه خپاره سول ، ۲۵۴۲ نرینه او ښځینه پوځیان په جنګ کی د اور لمبو هم زخمیان کړي دي ؛ ۱۴۲ پوځیانو په جنګ کی لږ تر لږه یوه سترګه بایللې او پنځه کسان خو په دواړو سترګو ړانده سوي دي .

د دغو زخمیانو د تداوۍ او علاج مصارف بېله شکه تر ځانی تلفاتو لږ دي . خو په ۲۰۰۸ کی د هارورډ پوهنتون د اقتصاد پروفیسورې میرمن لیندا بیلمز د دغو جګړه ییزو ټپیانو د ټول ژوند روغتیایی لګښت ۶۰۰ ـ ۹۰۰ بلیونه ډالره اټکل کړی دی . مګر وروسته چی د دې ډول زخمیانو او معیوبینو شمیر زیات سو ، نو هغې په چهارشنبه هفینګټن پوسټ ته وویل چی اوس دغه مصارف نور هم زیات سول .

که څه هم په عراق کی د امریکایی پوځ عملیات د ۲۰۱۱ په ډسمبر کی پای ته ورسېدل ، خو څه نا څه ۶۶۰۰۰ امریکایی پوځیان لا بیا هم په افغانستان کی عملیات کوی . ولسمشر اوباما ژمنه کړې چی د ۲۰۱۴ کال تر پایه به ټول امریکایی پوځیان د افغانستان څخه راوباسی ، مګر امریکایی او افغانی مقامات غواړی چی دغه امریکایی شتون به د روزنې او کوماندویی عملیاتو لپاره تر هغه وروسته هم پاته وی . پای

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *