د نړۍ برخلیک دپنځو هیوادونو په واک کې نه منو! اردوګان — سلیم نوري

 

د نړۍ برخلیک دپنځو هیوادونو په واک کې نه منو! اردوګان

 

سلیم نوري

 

  دترکیې لومړي وزیر طیب اردوګان دنومبر په اتمه په اندونیزیا کې په هغه لویه نړیواله غونډه کې چې ددیموکراسۍ په اړه داندونیزیا په بالي ښار کې جوړه شوې وه او  ۸۳ هېوادونو ګډون پکې کړی وو، دخپلې وینا په ترڅ کې وویل چې مونږ دملګرو ملتونو اصلاح غواړو، او دا نه منو چې دټولې نړۍ برخلیک دې د امنیت شوری دپنځو دایمي غړو هېوادونو په واک کې وي، او هغوی دې دنړۍ دبرخلیک په اړه پرېکړې کوي.

 نوموړي وویل: نړیواله ټولنه چې په سر کې یې دامنیت شوری راځي دنړیوالو ستونزو په وړاندې ناتوانه پاتې شوي، چې  په سر کې یې د صومال، میانمار او سوریې ستونزې راځي، نوموړي زیاته کړه: اوسني حالات ورځ تر بلې دنړیوالو ټولنو فعالیت او قانونیت کمزوری کوي. http://alhayat.com/Details/451159

 هو په دې کې شک نشته چې یو انسان نشي کولی چې په خپل سر او له خپلې خوښې سره سم دنورو انسانانو برخلیک په خپل لاس کې واخلي، مګر نن د درواغو، تقلب، فریب، چل او ټګمارۍ په نړۍ کې په رڼا ورځ تور ته سپین او سپین ته تور ویل کېږي، په داسې یو حال کې د ټګمارۍ او ناروا په وړاندې آواز اوچتول خورا دقدر وړ اقدام دی.

  دتعجب ځای دا دی چې نن ورځ نړۍ ټګمار واکمنان دآزادۍ، خپلواکۍ او دیموکراسۍ نارې سورې وهي، دوی وايي هر څوک باید له خپلې خوښې سره سم ژوند وکړي، دچا په چارو کې مداخله ونه شي، د چا پر سرنوشت او برخلیک لوبې ونه شي، مګر کله چې واقعیت ته وګورې نو کسیه دپښو پر ځای پر سر روانه ده!

  ملګرو ملتونو بلکې دښمنو ملتونو ته چا دا واک او اختیار ور کړی چې دنورې نړۍ برخلیک وټاکي؟ دامنیت شوری ته چا دا واک ور کړی چې یوازې پنځه هېوادونه یې دې دایمي غړي وي، دنړیوالو پېښو په وړاندې دې یوازې همدوی پرېکړه کوي؟ که یې څوک وژل که یې ژوندي کول؟ یوازې همدوی دې داسې امتیازات او ځانګړتیاوې ولري، نورو ته دې ددې اجازه نه ور کول کېږي چې له دغو امتیازاتو او ځانګړتیاوو نه برخمن شي! او دا ځکه چې ټول انسانان مساوي حقوق لري؟ یو پر بل باندې برتري نه لري؟

 که خبره دخپلواکۍ او آزادۍ وي، که خبره دانصاف او مساواتو وي، که خبره دانساني مشترکاتو او بشري حقوقو وي نو بیا خو باید هر هېواد، هر ملک او هر حکومت ته ددې فرصت ور کړل شي، بلکې زمینه دې ورته مساعده کړل شي چې په نړیوالو قضایاوو کې خپل نظر وړاندې کړي.

مګر نه دلته کیسه بل شان ده، د انساني خواخوږي او بشري حقوقو نارې، دآزادۍ او خپلواکۍ ډنډورې هسې دیو څو خونخوارانو دځانګړو موخو لپاره کېږي او بس، په حقیقت کې همغه یو څو کسانو ځانونه دنړۍ واکداران کړي، او په دې توګه یې دانسانیت او بشریت په ستوني پېښه ایښې ده.

 باید دنړۍ نور مشران هم د طیب اردوګان په څېر دظلم په وړاندې خپلو آوازونو پورته کړي، تر څو نور د ټولو انسانانو له غاړو نه دبرده ګۍ او غلامۍ ځنځيرونه لیري کړل شي، ټول په یوه آزاده او خپلواکه فضا کې ژوند وکړي.

سلیم نوري.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *