څنګه یی ونه ستایم ! — انجنیرعبدالله

 

څنګه یی ونه ستایم !

 

انجنیرعبدالله

 

استاد قريب الرحمن سعيد یو مجاهد مبارز شخصیت دی دده پر جوند او کړنو به ډیر څه لیکل شوی وی همداراز ډیر څه به ولیکل شی اوبیا د قلم پر میدان کی زما پر شان یو کمزوری او ضعیف شخص خو ډیره لیری خبره ده چه د هغه پر شخصیت باندی څه ولیکم هغه هم ځکه چه د سعيد صاحب شخصیت ډیر ستر او درون دی د هغه درانه او نیک اوصاف دومره زیات دی چه زما قلم یی د لیکلو عاجز بریښي

استاد سعيد يو پېژندل  شوی شخصیت دی  او د افغانستان پخوانی داطلاعاتو او کلتور وزیر او د افغان خبري آژانس پخوانی مشر او بنسټ ايښودونکی اود افغانستان د عظمې صدارت د مطبوعاتو عمو مې رئیس او د صدراعظم او حزب اسلامی  ویاند او په اروپا کی د حزب اسلامی د سولی د کمیسیون مشر دی. هغه پهافغانستان کې دننه او د افغانستان نه دباندې په افغاني رسنيو کې منظمې ليکنې خپروي او د نورو ژبو نه يې يو شمېر کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي  په نړی  له لسګونو کلونو د افغانستان په سیاست کی ښکیل دی او مختلف سیاسی نظامونه یی پر خپلو کړنو او فعالیتونو متاثره کړی دی  د روسانو پر شکست کی د استاد سعيد برخه د نورورنو  پر پرتله کافی زیاته وه په همدغه موده کی د هغه شجاعت او میړانه له هیچا پټه نه ده پاته شوی هغه د افغانستان په سیاست کی یوه پیژندل شوی څیره ده او هر څوک یی له نامه سره اشنایی لری

کله چه دداود خان د واکمنی پر وخت کی د افغانستان وګړو ته د سیاسی ګوندونو د ازادی تر څنګ د بیان ازادی ورکړل شوه له دغه فرصت نه ځینو وګړو ناوړه ګټه پور ته کړه او په هیواد کی د سیاسی احزابو د جوړولو بازار هم تود شو استاد سعيد همدغه وخت د ساينس فاکولتې د کيميا او شمېرپوهنې  پوهنځی محصل و او د کمیونیسی ډلو ټپلو سره به یی ډغری وهلی دا داسی یو وخت و چه د کابل پوهنتون یو سیاسی لوبغالی جوړ شوی و او هر شخص د یو مختلف سیاسی نظر خاوند و استاد سعيد یو اسلام پال شخصیت و او د اخوان المسلمین د کړنو او نظریاتو اغیزمن شوی و او د همدغه ډلو په سیاسی فعالینو کی شمیرل کیدو او د وخت د سیاسی نظام سره یی پر ډیرو سیاسی مسایلو مخالفتونه رامینځ ته شول

کله چه پر افغانستان باندی روسانو پوځی یرغل وکړ دغه کار د افغانستام مسلمان ملت قهر او غصه نوره هم زیاته کړه او افغان ملت د بیلا بیلو جهادی احزابو سره د روس پر مقابل کی پر وسله وال جنګ پیل وکړ د روسي پوځ د یرغل پر خلاف د نړېوالو رسنيو سره د اړیکو مسئول او داشغالګرو پر خلاف د جهاد کولو دافغان مسلمان ملت زیات وګړی د اسلامی حزب د  ویاند د شجاعت میړانی او کلکی عقیدی ته سلام کوی

د ويکيپېډيا لخوا

قريب الرحمن سعيد (۲۰ د جون ۱۹۵۲) يو پېژندل شوی افغان ژورناليست،ليکوال،ژباړونکی او د افغانستان پخوانی داطلاعاتو او کلتور وزیر او د افغان خبري آژانس پخوانی مشر او بنسټ ايښودونکی دی. هغه پ

ه افغانستان کې دننه او د افغانستان نه دباندې په افغاني رسنيو کې منظمې ليکنې خپروي او د نورو ژبو نه يې يو شمېر کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي.

مخينه

د قريب الرحمن سعيد پخوانی تخلص مولوي زاده ؤ چې د جهاد په وختونو کې يې سعيد غوره کړی. هغه د مولوي ګل رحمن ديوبندي زوی دی. نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولايت د روداتو د ولسوالۍ په شارسول کلي کې زېږېدلی دی. د نوموړي پلار مولوي ګل رحمن ديوبندي د خپل وخت يو لوی عالم، ښه ليکوال او شاعر ؤ.

زده کړې

خپلې لومړنۍ زده کړې يې د روداتو د ولسوالۍ د احداد په لومړني او منځني ښوونځي کې سر ته رسولي بيا د ننګرهار ليسې نه يې د ۱۲ ټولګي بريليک اخيستی. د لوړو زده کړو پيل يې د کابل په پوهنتون کې د ساينس فاکولتې د کيميا او شمېرپوهنې په څانګه کې کړی چې په ۱۹۷۵ ز. کال کې له همدغې پوهنځي نه بريالی راوتلی. تر دې وروسته په ۱۹۸۴ ز. کال کې يې د لندند په سټي يونېورسټي (د لندن د ښار پوهنتون) کې د ژورناليزم ۸ اونيزه کورس بشپړ کړی چې په دې څانګه کې يې د ماسټرۍ تر کچې کورسونه لوستي دي. په ۲۰۰۸ ز. کال کې په ناروې کې د اوسلو په پوهنتون کې د ټولنيزو پوهنو د پوهنځي څخه د سياسي او ټولنيز اقتصاد دوهم ليسانس ترلاسه کړی او دم مهال په همدې څانګه کې خپل د ماسټرۍ د بريليک په لاس ته راوړلو بوخت دی.

دندې

قريب الرحمن سعيد په افغانستان او د افغانستان نه بهر بېلابېلې دندې ترسره

کړي. دلته لاندې يې د ځينو دندو لنډ لړليک راغلی:

1.د ننګرهار د ولایت د روداتو د ولسوالۍ د احداد په لیسه کې د کیمیا او ریاضې استاد.

2.د لیږد په دیار کې پر افغانستان کې د روسي پوځ د یرغل پر خلاف د نړېوالو رسنيو سره د اړیکو مسئول.

3.د مطبوعاتو او معلوماتو (Press and information) د دفتر عمومې مشر.

4.د هجرت د اردو ژبې مجلي بنسټ ایښوونکې او مسئول مدیر

5.د افغان خبرې اژانس (Afghan News Agency ANA) بنسټ ایښوونکې اوعمومې مشر

6.د اوه ګوني یووالي (د افغانستان د مجاهدینو د اسلامي اتحاد) ویاند

7.د کډوالۍ پر مهال، په روزنیزه او ټولنیزه مؤسسو کې د مهاجرو ماشومانو د

فعالولو په چار کې یو فعاله ونډه اخستونکې.

8.د افغانستان د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړی، د دې ګوند د فرهنګي کمیټې مشر او د همدې ګوند ویاند.

9.د افغانستان د عظمې صدارت د مطبوعاتو عمومې رئیس او د صدراعظم ویاند.

10.د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د دغه وزارت د کمیسیون رئیس.

11.په اروپا کی د حزب اسلامی د سولی د کمیسیون مشر.

12.کابل ته د حزب اسلامی د سولې د هيﺉت غړی.

ځانګړي وړتوبونه

قريب الرحمن سعيد د لندن په (Kingsway-Princeton college) کالج کې د انګلیسي ژبه زده کړې همدا راز په ۱۹۹۱ ز. کال کې د امریکا د نبراسکا د پوهنتون د سکالرشپ له مخې د انګلیسې ژبې د زده کړې کورسونه بشپړ کړي. هغه د خپلې مورنۍ ژبې تر څنګ په فارسي، عربي، اردو، انګرېزي او ناروېژي ژبه ښه پوهېږي او خپلې ليکنې هم پرې کولای شي.

چاپ شوي آثار

1.اسلامي حزب او زما د سياسي ژوندنيمګړې خاطرې- لیکوال استاد قريب الرحمن سعيد

2.په هیواد کې دسولې دپایښت په اړه زمونږ آن – لیکوال استاد قريب الرحمن سعيد

3.مونږ او توحید – بشیر احمد لودهي – پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

4.اسلامي سیاست – د مولانا ګوهر الرحمن اثر – پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

5.خلافت او ملوکیت – د مولانا ابوالاعلي مودودي اثر – پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

6.پرده – د مولانا ابوالاعلي مودودي اثر – پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

 

7.د حدیثو د انکار نه د قران تر انکاره پورې – د مولانا عبدالسلام رستمي اثر

پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

8.د رسول الله (ص) د انقلاب حکمت د سید اسعد ګیلاني اثر – پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

9. یو شمیر نورې کوچنۍ رسالې (په اردو او پښتو ژبو) چې نومونه یې د

ليکوال په لیکنو کې کتلائ شئ.

10.اسلامي ریاست – د مولانا ابو الاعلى مودودي اثر – پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

11.د نبوت پای – د مولانا عبدالسلام رستمي اثر – پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

12.د صلاح الدین ایوبي ریښتينې پیښې (دایمان پلورونکو داستان) – د التمش اثر – پښتو ژباړه استاد قريب الرحمن سعيد

13.د بایزید یلدرم تاریخي په زړه پورې ناول .

14.د سلطان علاوالدين غلجی په زړه پورې ناول .

15.د شېرشاه سوري مشهور ناول ( همدا اوس د ژباړې لاندې دې )

16.د سولې کاروان (همدا اوس دکار لاندې دې )

17.زیات شمیر پښتو مضامین او دانګلیسې او د اردو ژبو څخه ژباړل شوې او هم په انګلیسي ژبه سیاسې شننې ، مقالې او لیکنې چې په پښتو او نګلیسي ژبو ورځپاڼو او یو شمیر اونیزو او میاشتنیزو کې خپاره شوې دي

 

   اسلام علیکم

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *