کرزي خپل د خلکو غوږونه خوري؟ — سيد ولي حامد

 

کرزي خپل د خلکو غوږونه خوري؟

 

سيد ولي حامد

 

  وايي پک مې لیدلی و، خو نه ماغزه وتلي، عجبه زمانه او عجبه یې ننداره ده، کرزي خېلو آخر د ډالرو، کلدارو او افغانیو له خوړلو په ژوندونې دخلکو  د غوږونو خوړلو ته مخه کړه!  په دې خو ټول پوهېږي چې جوړ او عاقل سړی  په هېڅ صورت خامه غوښه نه خوري، او دا خو بالکل څوک په خیال کې نشي راوستی چې یو انسان دې  دبل انسان د بدن غوښه خوري، یا یې دې وینه  وڅښي!

 

  اشغالګرو افغانان په مخامخ ډزو ووژل، په جسدونو يې بولې وکړې، د بدن غړي یې له ځان سره وساتل، د شهیدانو جسدونو ته یې اور ورته کړل، لنډه دا چې څه  جنایتونه یې زده وو هغه یې ټول پر افغان کړېدلي ولس باندې عملي کړل.

 

خو اوس خبره ددوی د برکټیانو ده، برکټیانو  دخپلو پلندرو ریکاډ مات کړ، داسې ښکاري لکه دا ځل چې هغه د اویایمې لسیزې د لومړیو کلونو له جنایتونو  نه پر مختللي جنایتونه را منځ ته کېږي، په  هغه وخت کې به د زرداد خېلو د سرک پر سر  خلک داړل، پیسې به یې ترې غوښتې، که به له چا سره نه وې یا به یې نه ور کولې نو د انسان په بڼه سپیان به یې پرې راخوشي کړل، په هغه وخت کې دوی د خپل دغه رنګه ناولو او ناوړه جنایتونو لپاره دا استدلال کولو چې خو وږي یو، آخر یو څه خو به خورو او که نه ؟ څه نشته مجبور یو له خلکو نه یې په زور واخلو اوکه نه نو بیا به خپله همدوی خورو!

 

مګر اوس خو د امریکایانو ډالر  د کرزي خېلو کله یې چې ګېډې پرې ډکې شوې  له پزو هم بهر راووتل، نو دا اربکیان یې بیا څومره وږي دي چې دخلکو غوږونه پر غاښونو را وباسي،http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/02/130203_ss-alp-arrested-over-torture-and-abuse.shtml

 داسې ښکاري چې کرزي خېل تر زرداد خېلو یو څه پرمختللي او مدرن دي؛ځکه زرداد خېلو خو به هسې خولې لګولې، داړل به یې کول، د سړي بدن به یې  په غاښونو ټپي کړ، چې یو څه وخت وروسته به بیرته جوړ شو.

 

    مګر کرزي خېل  خو یوازې داړل نه کوي، غوږونه  را وباسي، هغه متل دی وايي چا ته یې وویل چې سپي دې غوږ یووړ، وايي ده مخکې له دې چې غوږ  وګوري سمدستي یې په سپي پسې منډه کړه، ګومان کوم اصل مطلب به همدا کرزي خېل وي.

 

اوس خو به څوک له ډاره په سپي پسې منډه هم نشي کولی، ځکه منډه څه چې که هسې ور وګوري نو سمدستي به یې شاجور پرې تش کړی وي!

 

دا هغه د سولې او آرامۍ تحفه ده چې اشغالګرو پر افغان مظلوم ولس باندې ولورله، ګورو به چې نور څه پرې لوروي!

 

سيد ولي حامد

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *