دحسد ناروغان — سيد ولي حامد

 

دحسد ناروغان

 

سيد ولي حامد

 

حسد هغه مهلکه او تباه کوونکي ناروغِي ده چې نه یوازې د انسان د آخرت د خسران سبب ګرځي، بلکې په دنیا کې هم کینه ګر انسان تل رنځور وي، هغه په اصطلاح د خپل زړه وینې خوري.

 

دحسد او کېنې علت د الله جل جلاله په تقسیم او قدر باندې د کمزوري ایمان لرلو نښه ده، ډېر ځله یو کس ښه ډېر معلومات لري، په آیتونو او احاديثو پوهېږي، لولي یې، نورو ته یې هم ښيي، لمنځونه کوي، روژه نیسي، حج او عمرې هم کوي، مګر نه خلکو ته محبوبیت لري او نه خالق ته، ځکه چې هم یې د خلکو دښمنۍ ته ملاتړلي وي، په خلکو یې ښه نه لورېږي، او هم  دخالق په تقسیم ناراضه وي.

 

په اسلامي امارت باندې چې اوس الله جل جلاله د نظامي او فرهنګي ډګرونو تر څنګ په سیاسي ډګر کې هم ورځ تر بلې مهمې پېرزوینې کړې دي او کوي یې، دا دي اوس اوس په قطر هېواد کې د دفتر د خلاصېدو خبرې سره ګرمې دي، امریکا چې یو وخت د غرور په نېلۍ سپره وه، اوس اوس دسولې او پخلاینې خبرې کوي، او په څرګنده اعلان کوي چې له ۲۰۱۴ وروسته که د افغانستان مسله حل هم نشي نو دوی به جنګ نه کوي، جنګ به یوازې کرزی او انډیوالان یې کوي، همدا رنګه دکابل کرزی خان چې ددفتر خلاصېدل خپل مسولیت ورته ښکارېدو، اوس یو څه په هوش راغی خوراکی ډېر بې وسه دی.

 

په هر صورت ځینې هغه کسان چې ځانونه هسې په تشو خبرو او لاپو شاپو لوړ او غټ ښيي، په مسته امریکه، لیونۍ اروپا او منافق پاکستان کې سیاسي دفترونه او سیاسي نماینده ګان لري، او په اسلامي امارت یې یوازې په قطر کې سیاسي دفتر نه لورېږي، او تبلیغاتو ته یې مخه کړې ده.

 

د نوموړو ناروغانو په ګومان اسلامي امارت ددوی په څېر دوه ډلې شوی! چې ځينې یې ددوی په اصطلاح له امریکایانو سره غاړه وړي، او نور یې په خپل موقف ثابت ولاړ دي.

 

داسې ښکاري لکه نوموړي ناروغان چې له مریخ نه را ښکته شوي وي، تر اوسه پورې د امارت په اړه معلومات نه لري، دوی تر اوسه په دې نه پوهېږي چې دقطر خبرې د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله په امر پیل شوې دي، هلته چې کوم کسان تلي کله هم د امیر المومنین له امر پرته نه دي تللي، او کله که مناسب وبولي بیرته به یې را غواړي.

نوموړي ناروغان ځکه دا رنګه بې ځایه تبلیغات کوي چې دوی له صحنې وتلي دي، ددوی نوم څوک نه اخلي، دوی ته څوک په اصطلاح سات نه کوي.

 

که نه په بهر کې ددفتر د خلاصېدو خبره که شي نو بیا خو دوی لومړی باید خپل ځان  ته ور تپ کړي، لومړی په خپل ګرېوان کې وګوري چې په منافق پاکستان، مستې امریکې او لیونۍ اروپا کې ددوی استازي د مرچ او مالګې د خرڅولو لپاره ناست دي او که څنګه؟

په هر صورت اوس کاروان روان دی، هسې په نارو، سورو یې نه څوک مخه نیولی شي او نه کومه اغیزه پرې کوي، هو دغه رنګه چېغې اونارې یوازې د چېغه وهوونکو ستوني تاواني کولی شي او بس.

سيد ولي حامد

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *