ولې نړيواله ټولنه يې مخنيوي نه كوي

 

ولې نړيواله ټولنه يې مخنيوي نه كوي

 

دا چې پاكستان په كال ۱۹۴۷  كې له بريتانوي هند څخه تش په نامه د يوې آزاد شوي دولت تر نامه لاندې د ځينو هيوادونو د ناروا او شومو موخو او په سيمه كې د بې ثباتي او بې امني لپاره د پوځي بنيادګرو، افراطي ډلو او په ځانكړى توګه د څارګرى ادارې ( اى اس اى ) تر څارني او نظر لاندې را منځ ته شوى هيواد ده چې د نوموړى هيواد ټول واك او اختيار د دغو ترهګرو ډلو او سازمانونو په لاس كې ده. او د بهرنى سياست په تعينولو كې اساسي رول لوبوي  بيا په تيره د افغانستان پر وړاندې  ځكه چې اوس دا ټولې نړۍ ته ثابته شوى چې په پاكستان كې د حكومت بدلون يا د يو او بل ګوند په واك كې راتلل هيڅ معنا نلري كه د صدراعظم او ولسمشر په څوكۍ چې هر څوك ناست وي هغه څه چې د دغه هيواد خپلواكه استخباراتي سازمان او پوځي بنيادګرانو غوښتنه وي تر سره كيږي او دوي غواړي چې په سيمه كې په تيره بيا په افغانستان كې ترهګرو او تروريستو ډلو ته وده وركړي او افغانان د ترهګرۍ په چارو كې دومره ككړكړي چې تر څو دوي خپلو شومو او ناروا موخو او ارمانونو ته ورسيږي.

اى اس اى د پاكستان هغه ترهګره او تروريسته څارګره اداره ده چې تل په دي هڅه كې وه چې څرنګه وكولاي شي افغانستان بې ثباته، ويجاړ او وګړي يې له يو لړ ستونزو سره مخامخ كړي.

اى اس اى خپلې ناوړې لاس وهنه د پخوانې خداى بخښلى ولسمشر محمد داود خان له وخت څخه هغه مهال پيل كړله كله چې د ښاغلى داود خان او د هغه وخت پاكستاني حكومت تر منځ شخړه را منځ ته شوي وه او د دې لاس وهني لړې همداسي روانه وه خو كله چې د روسانو لښكرو پر افغانستان باندې يرغل وكړ نو نوموړى ادارې خپله لاس وهنه نوره هم زياته كړه ځكه چې اى اس اى ته مالي او نورې مرستي د ځينو هيوادونو لخوا وركول كيدلي او له بله اړخ نه د هغه وخت د اى اس اى مشر جنرال اختر په دي هڅه كې وه تر څو داسي افغاني شخصيتونه پيدا كړي چې په راتلونكې كې د اى اس اى شومو او ناروا موخو ته  په افغانستان كې عملي بڼه وركړي او د دغې موخې د لاسته راوړلو لپاره اى اس اى د اسلام او ورورولى په نوم له ځينو جهادي رهبرانو سره اړيكي ټينكي كړي، تر دې وخته پورې خو نوموړى سازمان د جهاد او اسلام په نوم خپل شوم او د افغانستان پر وړاندې خپل افغان ضد پلانونه پر مخ وړل.

همدا رنګه د روسانو له وتلو او ماتي وروسته چې افغانانو ته يو ډير طلايي چانس په لاس ورغلى وه تر څو خپل ګران هيواد بيا ودان او آرام كړي خو له بده مرغه چې دوي و نه شوى كولى، او د دې تر ټولو ستر سبب د پاكستان ترهګراو تروريست سازمان اى اس اى وه ځكه چې دغه اداره په دې تكل كې وه چې څنګه وكولاي شي د افغانانو په منځ كې كينه او اختلافات را پيدا كړي تر څو چې په افغانستان كې بيارغاونه و نه شي د دې موخې لپاره دوي ډول ډول ځواكونه د واك پر سر د ژبي او سمت په نوم وجنګول تر څو افغانستان نور هم ويجاړ كړي.

دا چې د كورنۍ جګړو پايلي ډيري زيانمني وي نو يوه ښه بيلګه يې د كابل ښار دى كوم چې د كورنيو جګړو په پايله كې وران او ويجاړ شو او وګړى يې له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان شول، خو د پاكستان ترهګر سازمان اى اس اى په دومره ظلم او ستم كولو هم اكتفا ونكړه او د افغانانو د لا ځوروني لپاره يې يوه بله ناوړى او له تيارو ډك ځواك د طالبانو تر نامه لاندې رامنځ كړه چې مشرۍ يې ملا عمر كوله كوم چې تر اوسه دا نده معلومه چې هغه ښاغلى يو افغان دى او يا هم كوم پاكستاني پوځي جنرال.

د طالبانو ۷  كلنه دوره كې اى اس اى په دې وتوانيدل چې افغانستان په اقتصادي، سياسي، كلتوري، تعليمي، سوداګريز… او داسي نورو عرصو كې سلګونه كاله وروسته وغورځاوه.

كله چې د سپتمبر د يوولسمي پيښي مسووليت پر طالبانو او ترهګرو ډلو باندې وغورځول شو نو اى اس اى هم د خپلو ګټو لورى بدل كړ او د طالبانو د حكومت په ورانولو كې يې د ملياردنو ډالرو په بدله كې دوه مخى پاليسي غوره كړله او يو ځل بيا هم اى اس اى موقع له لاسه ورنكړه او د افغانانو ويني يې په ډالرو وپلورلي.

كله چې په افغانستان كې يو آزاد، اسلامي جمهوري حكومت د ښاغلى حامد كرزى په مشرۍ را منځ ته شو نو افغانستان په لومړيو كلونو كې چټك پر مختګ وكړ لكه د پارلمان رامنځ ته كيدل،د افغانۍ بانك نوتونو بآ ارزښت كيدل، د اساسى قانون جوړيدل… او داسي نور دا حالت د افغانستان وګړو لپاره ډير د خوشحالي وړ وه خو د پاكستان شډل اى اس اى سازمان لپاره د خوښى وړ نه وه ځكه نو بيايې په ناوړه هڅو پيل وكړ تر څو دا آرامى او سوكالى حالت په جګړه، وينه تويولو او بې ثباتى باندې بدل كړي، د دى هدف د لاسته راوړلو لپاره نوموړى سازمان يو ځل بيا د طالبانو او ترهګرو ځپل شوى ځواك تمويل او مجهز كړ او هغوي سره يې مالي، تربيتي او تخنيكي مرستي يو ځل بيا پيل كړي تر څو د افغانستان د خلكو خوښى په غم بدله كړي.

اى اس اى د پلورل شويو ملايانو په واسطه د ځان مرګي بريدونو د جواز فتواوي وركړي او د ځان مرګي بريدونو تربيتي مركزونه يې په وزيرستان،باجوړاو د پاكستان په ځينو نورو سيمو كې پرانستل تر څو د افغانستان د پر مختګ پر وړاندې خنډ جوړ كړي.

غواړم چې د پورته يادوشويو ويناوو د ښه ثبوت لپاره د پاكستان نامتو ليكوال احمد رشيد د ليكني يوه بـرخـه د بيلګي په تـوګـه ياده كړو چې په خپل كتاب په نوم د ( ګډوډۍ ته ورشيوه كيدل) هغه ليكي (د پاكستان پوځ او د هغه هيواد مقتدر استخبارات  اى اس اى طالبان د راتلونكي سياليو په منظور د ستراتيژيكي پانګي په ډول ساتي او روزي . ځكه چې اى اس اى او په پاكستان كې نورې افراطي او بنيادګري ډلي په دي هڅه كې دي چې د طالبانو او القاعده ډلو په واسطه د ائتلاف او ناتو ځواكونه په افغانستان كې له ماتي سره مخ كړي. همدا سبب دى چې د پاكستان پوځ او استخبارات د طالبانو او القاعده په ځپولو كې هم د زړه له كومي برخه نه اخلي. د پاكستان پوځ او مشرانو نه يوازي په سيمه كې دوه مخي پاليسي غوره كړي ده بلكې د نړيوال ائتلاف سره هم دوه مخي پاليسي راخيستي ده. پاكستان له يوې خوا ځان د غرب ملګرى بولي او له بلي خوا د غرب، افغانستان او هند له دښمنانو سره مرسته كوي هغوي ته د سيب ځاى برابروي او روزنه وركوي، هغه وايي اى اس اى د طالبانو، كشميري افراطيانو او مذهبي ډلو ملاتړ كوي هغه اى اس اى په دوه مخي پاليسي تورنوي او ليكي چې اى اس اى دموكراسي سبوتاژوي، طالبانو سره مرسته كوي او يوداسي تباه كونكى بهرنۍ پاليسي تعقيبوي چې د هند او افغانستان څخه پر ډار او بيرې را څرخي).

دا چې په دي وروستيو كې ټوله نړيواله ټولنه په دى باور دي چې د پاكستان دولت استخباراتي اداره او پوځي بنيادګران د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړ كوونكي دي او له هغوي سره هر اړخيزي مرستي كوي. نو ولي نړيوالي ټولنې د پاكستان دولت پر وړاندې له نرم سلوك څخه كار اخلي؟ او هيڅ كله يې هم پاكستان دولت او په ځانكړى توګه اى اس اى ته په جدي توګه دا و نه ويل چې پاكستان بايد د طالبانواو مذهبي افراطيانو سره خپل روابط او مرستي بندي كړي او د تروريزم پر وړاندې په مبارزه كې له نړيوال ائتلاف سره يو ريښتينى او مطمين ملګرى شي. دا چې د پاكستان دولت د څو قاتلانو په نيولو سره د نړيوالې ټولنې په سترګو كې خاورې وشيندي ، او د اصلي خطر څخه چې د طالبانو اونورو افراطيانو لپاره د پاكستان پر له پسې ملاتړ وو پاملرنه بلي خوا ته واړوي. نړيوالې ټولنې ته په كارده چې له پاكستان څخه د طالبانو او افراطي ډلو پوره له منځه وړل وغواړي چې افغانان هم د نړيوالې ټولنې او پاكستان څخه همدا غواړي.

څرګنده خبره دا ده چې پاكستان د تروريزم او مذهبي افراطيت مركز دى. تر څو پورې چې په پاكستان كې د دغه ناسور چاره نه وي شوي په افغانستان، هند، مركزي اسيا او حتى په نړۍ كې د سولې راوستل يو خوب او خيال دى. 

په پاى كې نړيوالې ټولنې او په تيره افغان ولس ته دا ويل غواړم چې اى اس اى د افغانستان د ورانولو او د مظلومو خلكو د وژلو او بربادى ونډه پر غاړه اخيستي، نو مونږ ټولو افغانانو ته په كارده چې د پاكستان دولت او په ځانګړى توګه د اى اس اى د دغو شومو او ناروا موخو پر وړاندې يو موټى او د سپر په شان ودريږو تر څو زمونږ د هيواد او ولس پر وړاندې د اى اس اى دغه ناروا او غير انساني موخي د تل لپاره شنډي شي او دغه هيله او ارمان يې د تل لپاره په زړنو كې د يو ناسور زخم په شان پاتي شي .

                                                                               په درنښټ

                                                                                احمد نويد

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *