د قاضی حیله — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د قاضی حیله

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

قاضی ابوالحسین بن عقبه ویلی دي چی زما د اکا لور ډیره شتمنه وه . ما د هغې سره واده وکړ او د هغې د شتمنۍ څخه ګټمن وم. د همدې زیات دولت له امله می وروسته په پټه دوهم واده هم وکړ . خو څه موده وروسته یو چا زما لومړنۍ میرمنی ته خبر ورکړ چی ما دوهم واده کړی دی .

بس زموږ په کور کی غم او توپان جوړ سو او میرمنی می راته وویل چی ته زما د پیسو څخه ګټمن یې ، نور د دې شتمنۍ څخه محروم یې . هغې اخطار راکړ چی یا به ما پریږدې او یا به هم دوهمی ښځی ته طلاق ورکوې . بس ټوله ورځ به همدا جګړه روانه وه . ما هغې ته وویل چی بل واده می نه دی کړی خو هغې راته وویل چی که ته رښتین یی نو ووایه چی : که به زه دوهمه ماینه لرم نو راباندی طلاقه دی وی . ما به ورته ویل چی قسم او دغسی ناوړه خبري ښه نه دی او باور راباندی وکړه . هغې نه منل او پر خپله خبره ټینګه وه .

زه په یو ډیر بد مشکل کی  راګیر وم . ځکه ، دوهمه میرمن می ډیره ښایسته ، ځوانه ، پوهه ، مګر غریبه وه لاکن زما ډیره خوښېدله ، خو لومړۍ ماینه می د اکا لور ، بد رنګه او پخه ښځه وه مګر شتمنه وه . نو ځکه می یوه حیله جوړه کړه تر څو لومړۍ میرمن می هم قانع کړم او دوهمه میرمن می هم له لاسه و نه وزی .

نو هغه و چی یوه ورځ خپلی دوهمی ځوانی میرمنی ته ورغلم او ورته ومی ویل چی « ته د خپلو همسایګانو څخه یو ډیر ګران بیه لباس عاریتأ واخله ، ښه ګیڼې  په ځان پوری کړه ، ډیر عطر ووهه او ښه ځان سینګار کړه او زما کور ته راسه او میرمنی ته می داسی ښکاره کړه چی ګواکی ډیره شتمنه او مشهوره ښځه یې . د هغې سره د کتنی پر مهال ډیر وژاړه او هغې ته ډیری دعاوی وکړه . کله چی هغه ستا د دې پرله پسې ژړاوو او فریادونو څخه اغیزمنه سی نو حتمأ به پوښتنه درڅخه وکړی چی څه قصه ده او څه درپیښ سوي دي . ته به ورته ووایې چی زه ډیره شتمنه یم او خپل د اکا زوی می میړه دی خو اوس یې په پټه دوهم واده کړی دی او زما پیسې په هغې مصرفوي . نو اوس ستا کومک ته اړه یم . څنګه چی ستا میړه قاضی دی نو هغه ته زما دغه مشکل او پریشانی بیان کړه او زما سپارښتنه پر وکړه چی انصاف راسره وکړي او زما میړه محکمې ته وغواړي او تحقیقات ورڅخه وکړی . » ما هغې ته وویل چی کله زما لومړۍ میرمن تا زما حضور ته راولی نور نو زه ښه پوهیږم چی څه باید وکړم .

هغې هم همداسی وکړه او زما د لارښوونی سره سم یې نوي جامې واغوستې او د یوې خورا شتمنی ښځی په  رول کی زموږ کور ته راغله او په ژړاوو سره یې زما لومړۍ میرمنی ته خپله هماغه قصه بیان کړه . زما لومړنۍ میرمنی پرله پسې هغه اراموله او ډاډ یې ورکاوه . کله چی هغه یو څه آرامه سوه نو دې پوښتنه ځنی وکړه چی خورې ، اصلی قصه څه ده او ولی داسی اوښکی تویوې ؟ هغې هم ټوله سناریو او ساختګی قصه ورته بیان کړه . زما لومړنۍ میرمنی ورته وویل چی خورې ، زما میړه قاضی دی لاکن هغه ستا تر میړه هم بد تر دی . هغه هم زه غولولې یم او په پټه یې دوهم واده کړی دی .

هغې د همدې خبرو او ډاډ په بهیر کی د خپلی بني لاس ونیوﺉ او زما حضور ته یې راوستله او داسی یې راته وویل : د دې بېچاره حال هم کټ مټ زما غوندی دی . د دې خبره واوره او انصاف ورسره وکړه .

ما دهغې ( یعنی خپلی نوي میرمنی ) څخه وپوښتل چی څه خبره ده او څه شکایت لرې ؟ هغې ټوله هغه قصه راته وویل چی ما پوهه کړې وه . ما ورڅخه وپوښتل چی آیا ستا د اکا زوی چی ستا میړه هم دی ، ستا په مخ کی دا اعتراف کړی دی چی دوهمه ښځه هم لرم ؟ هغې راته وویل چی یا ! هغه به څنګه زما له بیری داسی اقرار وکړی ؟ ما ورڅخه وپوښتل چی داسی ده ، آیا تا د هغه دوهمه ښځه پخپله لیدلې ده او هغه پیژنې ؟ هغې راته وویل چی یا ، نه یې پیژنم او نه می لیدلې ده . وروسته می ورته وویل چی ګوره اې ښځی ! د الله څخه وبیرېږه ، پر آوازو او ګنګوسو باندی یقین مه کوه ، د بل پر بې ثبوته خبرو غوږ مه نیسه دا ځکه چی حاسدان نن خورا ډیر دي چی د میړه او مرمنی خوږ ژوند نسي زغملای . همدغسی انسانان د ښځو ژوند خرابوی . دغه ډول ډیری پلمې او حیلې سته چی سراسر درواغ دي . د مثال په توګه زما دغی میرمنی ته وګوره ! دې ته هم خلکو کټ مټ درواغ ویلی دي چی ګواکی ما دوهم واده کړی دی حال دا چی ما دغسی نه دي کړي او زه دا دی د هغې په مخ کی قسم اخلم چی د دغې دراوزې څخه بهر که به زما ماینه موجوده وی نو راباندی طلاقه دی سی .

کله چی زما لومړنۍ میرمنی دا قسم واورېد نو راولاړه سوه او پر سر یې مچ کړم او داسی یې راته وویل : اې قاضی ، زه اوس متیقینه سوم چی پر تا باندی درواغ ویل سوي وو ، او نور به د هیچا پر خبرو غوږ و نه نیسم .

زما کار ځکه پوخ او قانوني سو چی دواړی میرمنی می په حضور کی ناستی وې  بلکی د کور د دروازې څخه بهر می بله کومه میرمن موجوده نه وه . نو ځکه می قسم صحیح و ، یعنی دا چی قسم می د دروازې څخه دباندی واقع کېدﺉ . په دې ډول د تل لپاره بېغمه او ډاډه سوم .

هو ، څو پیړۍ مخکی چی قاضیانو دغسی حیلې او نقشې جوړولې ، د نننیو قاضیانو به څه حال وی . قضا چی د اسلام پایه ده باید څومره پاکه او بې داغه وی . خو مرموزو او مکارو قاضیانو عدالت په ضلالت سره او شرعیت په  بدعت سره اړولی دی . هغوی د ښځو په برخلیک لوبی کوی ، حقوق یې لټپيروي او انسانی کرامت تر پښو لاندی کوی . نو الله دی یې اصلاح او فلاح کړی . والسلام ، ( ن . صمد )

مأخذ : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) ، ناچاپه .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *