د ستر دښمن سره جنګ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د ستر دښمن سره جنګ

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

تر لومړۍ او دوهمی نړیوالی جګړې وروسته دنیا په دې خوشحاله ده چی د سولی او آرامۍ څخه برخمنه ده ، خو له دې نه غافل دي چی دښمن ټولي نړۍ ته په کمین کی ناست دی ، شپه او ورځ د انسانانو د تباهۍ او ناکامۍ نقشې جوړوی . خو افسوس چی د بشری حقوقو ملاتړي ، د امنیت او نړیوالی سولی جوړښتونونه هیڅ یو هم نسی کولای چی د دې خطرناک او پیاوړي دښمن په وړاندی بریمن او اغېزمن پروګرام جوړ کړی ، آن دا چی هغوی پخپله ټول د دې ناولي دښمن ښکار دي .

دا یو نظامی اصل دی چی تر څو د غلیم ځای او پوځی قدرت معلوم نه کړو ، د هغه سره مقابله نسو کولای او نه پوهیږو چی اړونده جنګ به څومره موده په بر کی ونیسی .

ښایی ځینی کسان امریکا ، برتانیه ، اسراییل….. خطرناک وبولی او فکر وکړي چی همدا د بشر تر ټولو ستر دښمنان دي . خو که ژور فکر ورته وکړو ، نو وبه وینو چی دغه ځواکونه کولای سی چی ګڼ شمیر انسانان ووژنی او ژوند ډیر ورته سخت او ګواښمن کړی . خو هغه دښمن چی موږ یې په هکله ږغیږو ، د دغو څخه ډیر ستر او خطرناک دی . هغه دښمن کولای سی چی د انسان دنیا او آخرت دواړه خراب او برباد کړی .

هو ، دغه ستر او خطرناک دښمن « ابلیس » نومیږی چی لقب یې « شیطان » دی ( البقره : ۳۵ ، ۳۶ ؛ الاسرأ : ۶۱ ـ ۶۴ ) . دﺉ تر ټولو ستری وسلې او تجهیزات لری ، یوه ثانیه هم د انسان سره له جنګه نه بېکاره کیږی او د دې کار لپاره یې د خدای په حضور کی قسم کړی دی ، یعنی د انسان ازلی دښمن دی ( یوسف : ۵ ؛ الاسرأ : ۵۳ ؛ فاطر : ۶ ؛ الزخرُف : ۶۲ ) . کله چی هغه د خدای له امره سرغړونه وکړه ، نو خدای هم لعین وباله او د جنت څخه یې وشړﺉ ، وروسته یې له خدایه وغوښته چی تر قیامته د همدې کار لپاره مهلت ورکړی ، الله هم مهلت ورکړ ، نو ځکه له هماغه وخته ابلیس د انسان سره جنګ راپیل کړ ( الحجر : ۳۴ـ ۴۰ ) .

هغه د انسان سره په خپل لومړني جنګ کی بریمن او فاتح سو ، او په دې وتوانېد چی ابوالبشر آدم (ع) او د هغه میرمن د جنت څخه وشړی . وروسته په خپل دوهم جنګ کی هم کامیاب سو او ویې کړای سو چی په خپلو دسیسو او نقشو سره « هابیل » او « قابیل » سره وجنګوي او په دې توګه یې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کی د قتل او ورور وژنې اساس کښېښود .

ولی پر عظیم او مهربان خدای باندی خپل بندګان ډیر ګران دي نو ځکه غواړي چی په هغوی خپل دغه ستر دښمن ښه ترا وپیژنی تر څو د مقابلې لپاره یې ځانونه ښه چمتو کړی . الله تعالی څو څو واره په همدې خاطر خپلی سرلوحې په لاره کی راته درولی دي چی پر لیکلی به وو «  متوجه او پوه سیً چی شیطان ستاسو ښکاره او قسم خوړلی دښمن دی » ، او کله کله یې زموږ انسانانو د متوجه کولو او پوهولو لپاره خپل خاص استاځي مؤظف کړي او رالیږلي هم دي . خو پوښتنه دا ده چی آیا موږ د خپل دغه قسم خوړلې دښمن په وړاندی کوم اقدام کړی دی که یا ؟

وګورﺉ الله تعالی په خپل کلام یعنی قرآن کی دغه دښمن ۱۱ واره د « ابلیس » په نوم رامعرفی کړی دی ؛ هم یې دغه لوی دښمن د خپلو جنګي تاکتیکونو او چلونو له مخی ۶۸ ځله د « شیطان » په نوم راښودلی دی . د هغه د جمعی صیغه یعنی « شیاطین » ۱۷ ځله په قرآن کی ذکر سوې ده .

هو ، دغه تر غاښو وسلوال دښمن په دې دنیا او هغه دنیا کی د انسان د ذلیل او خوار کولو لپاره ډول ډول وسیلې او نقشې لری . دغه ستر دښمن د شپږو لارو څخه د انسان دنیا او عقبا تباه کوی :

لومړی ـ کفر او شِرک : د شیطان اول هدف دا دی چی موږ په « کفر » مبتلا کړی ، یعنی دا چی انسان باید کافر سی او الله و نه منی ؛ یا دا چی هغه لږ تر لږه « مشرک » کړی . یعنی الله وپیژنی او ویې مني ، خو یو بل څه هم ورسره شریک کړی ( یوسف : ۱۰۶ ) .

دوهم ـ بدعت : که دغه ستر دښمن په اول هدف کی ناکام سی نو کوښښ کوی چی انسان په بدعت کی یې راګیر کړی . یعنی د دود او رواج سره سم د ساختګی عباداتو کول چی یو څوک یې د ثواب په نوم کوی . بدعت هغه نوي شي ته وایی چی نه په قرآن کی تایید سوﺉ وی او نه هم په نبوي سنت او نه یې هم د څلورو خلیفه وو په عصر کی شتون لرلی وی . ځکه نو بدعت ته یو خوږ نوم ورکوی چی د غم او خوښیو په مراسمو او نورو وختونو کی یې د عبادت په نوم اجرا کوی او شیطان خوشحالوی .

درېیم ـ کبیره ګناه : که بدعت هم تأثر ونکړی نو شیطان زیار باسی چی انسان د الله څخه لیری کړی ، یعنی مخلوق د خالق څخه بېلوی . عابد او معبود یو له بله جدا کوی چی مثالونه یې قتل ، جادو ، غیبت او نور دي .

څلورم ـ صغیره ګناه : که کبیره یعنی ستره ګناه ونسي ، نو انسان په صغیره یعنی کوچنۍ ګناه مبتلا کوی . ورته وایی چی ما د مفتی صاحب ، ملا صاحب ، مولوی صاحب…. څخه پوښتلی دي ، د دې کار یا عمل اجازه سته ! لاکن باریکی دا ده چی کوچني ګناهونه سره یو ځای کیږی او ستر ګناهونه جوړوی .

پنځم ـ په مباحاتو سره مصروفول : شیطان لا بیا هم نهیلی سوی نه وی او انسانان په مباح او روا کارونو سره داسی مبتلا کوی چی تر هغه مهم او اساسی اعمال ورڅخه ضایع کړی . یعنی دومره یې په دغسی کار کی بوخت ساتی څو چی عبادت یې له لاسه ووځی . مثلأ کوم خواړه هغه ته ډیر خوندور وښیی ، هغه یې هم وخوری او بدن یې دروند سی څو چی لمونځ ورڅخه قضا سی . یا یې په کوم بل کار بوخت کړی ( مثلأ د اخبار یا کتاب لوستل ، کمپیوټر کتل…. حتی که هغه سالم او ګټور هم وی ) چی له امله یې د لمانځه وخت ورڅخه تیر سی…..

شپږم ـ مفضولو کړنو ته بلنه : که یو څوک په پنځم شیطانی دام کی هم راګیر نسی ، نو شیطان یې په یو داسی کار کی راګیروی یعنی بوخت یې ساتی چی ثواب یې لږ وی . په بل عبارت ، هغه د افضل عمل څخه راګرځوی او په مفضول او فاضل کار کی یې مصروفوی . د دې دام بیلګې موږ هره ورځ په سترګو وینو . مثلأ د تلاوت پر ځای ټلویزیون یا فلم کتل ، د نصیحت پر ځای ورقی ( پتی ) کول ، د ذکر پر ځای سندره زمزمه کول او بې شمیره نور دغسی اعمال .

نو د خلاصون او بري لاره یې څه ده ؟

که یو څوک په دغو شپږو دامونو کی راګیر نسی ، نو په الهی پیرزوینه سره پاک مؤمن او هدایت کړه سوی انسان دی . هو ، اراده او فیصله اړینه ده ، بصیرت لازم دی ، دعا او تضرع لازم دي ، ټینګ ایمان غواړي یعنی الله ته باید پناه یووړه سی ( المؤمنون : ۹۷ ـ ۹۸ ) . موږ شیطان نه وینو خو هغه مو وینی ، حال دا چی الله تعالی شیطان وینی خو شیطان قطعأ هغه ذات (ج) نسي لیدلای . باید جدأ متوجه اوسو چی شیطان هیڅکله یو انسان په زور یا فزیکی قوت سره خبیث عمل او ګناه ته نه مجبور کوی بلکی یو ناولی کار ښه ورته برېښوی او په زړونو کی وسوسه ور اچوی او په دې ډول یې غولوی ( النمل : ۲۴ ؛ الناس : ۴ ـ ۵ ) . نو که الله ته پناه یوسو ، شیطان به هیڅکله هم د فتنې ، دسیسې او توطیًې کولو توان ونلري او د دغه ستر دښمن سره به په جنګ کی بریمن یو ( النسأ : ۷۶ ) . والسلام ، « ن . صمد » 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *