زه د ترکستان پر ځای افغانستان ته روان یم — محمد طاهر قیام

 

زه د ترکستان پر ځای افغانستان ته روان یم

 

لیکوال: انجینر قطب الدین هلال

لیږونکی: محمد طاهر قیام

 

څو ورځو دمخه د روهی په پاڼی له لاری زما به هکله ځه لیکلی شوی وی چه ګویا زه ډګر جنرال او د ولس مشر مشاور ټاکل شوی یم او داسی نور هم چه ما یی جواب لیکلی وو.اوس یو ځل د بیا بینواویب پاڼی له لاری د مطمئن صیب له خوا زما په هکله ځه اظهارات شوی. زه بیا اړ شوم چه د دوی د لیکنو ځواب ووایم خدای د وکړی چه بینوا او روهی ویب پاڼی یی نشر ته وسپاری. 

همیشه زما شتون په کا بل کی و ځنو لپاره د تشویش سبب ګرځی دا چه ولی زما لپاره په کابل کی هستوګنه ګناه ده او بیا د بل چا لپاره روا او جائز ده؟ ځنی معاندین او د غرض خاوندان په پاکستان کی هستوکنه د تروریزم القاعدی او یا مسلحو مخالفینو سره د تړاو ښه ثبوت بولی او څوک چه په کابل کی اوسیږی بیا هغوی ته د خکومتی پلویانو او یا د امریکی د ملګرو خطاب کیږی چه حقیقت دا ډول ندی . افغانستان او کابل زموږ خوږ وطن دی دلته مو خاپوړی کړی او همیشه به اوسیږو او بیا به په همدی خاوره کی دفن کیږو . په پاکستان کی کی هم د افغانانو اوسیدل د هجرت او مجبوریت ژوند دی چه د تروریزم په مفهوم ندی. 

زه ښه پوهیږم چه په کابل کی زما د شتون هکله څوک نا قراره دی ؟ اود ځانو لپاره یی څه ډول خطر لولی ؟ او بیاه  زما په هکله ناوړه تبلیغات ولی کوی؟ 

ما ځه  دوه کاله  دمخه د حزب اسلامی د یوه پلاوی په کډون اخری ځل د مجرم ولس مشر سره کتلی بیا می نه د ولس مشر د لیدو غوښته کړی  او نه د هغه د دفتر له خوا د دوی ملاقات ته ورغښتل شوی یم خو که ولس مشر وغواړی او زما ځه مشوری په ګټه وبولی نو له لیدو ځخه یی هم انکار نه کوم چه ترننه داسی ندی شوی. او که د ولس مشر له دفتر ځخه باید وضاحت وغواړی ولی هسی د ویب سایډ وقار او حیثت ته صدمه رسوی او دروغ خوری. 

ما د حزب اسلامي سیاسي ریاست څخه په خپله خوښه او د ملګرو او حزب داجرائیه شورا سره په تفاهم او مشوره ځان ګوښه کړی  او دد ی دندی لپاره زما له خوا محترم ورور ډاکتر غیرت بهیر په ګو ته شوی چه دښه صلاحیت خاوند دی نه زه اوس هم د حزب محترم امیر او نه دحزب  اجرائیه شورا ددی دندی ځخه ګوښه کړی یم زه اوس هم د حزب اسلامی د مرکزی اجرائیه  شورا غړی او سیاسی مشاور یم  پدی هکله مطمئن صیب ته راپور ناسم دی. 

زه بیا په ډاګه وایم چه په افغانستان کی نواځی نو حزب اسلامی وجود لری چه اوسنی امیر او مشریی حکمتیار صیب دی دحزب اسلامی په نوم پر نورو ډلو معترف نه یم دا خو لا پریږده چ د بینوا په قول څلرمه حزبی ډله جوړوم. 

د ځنی حزبی وروڼو له  خوا د حزب اسلامی د ټولو غړو او اطرافو د مواقیفو او سترو سترو موخو د یووالی لپاره په کابل کی یوه جامع طرحه جوړه شوی چه پرهغی کار روان دی چه له نیکه مرغه محترم حکمتیار صیب د نوموړی طرحی سر سره توافق کړی او د حزب اسلامی له خوا د نوموړی طرحی د پلی کیدو لپاره پلاوی ټاکل شوی چه زه هم غړیتوب لرم متعددی حزبی ډلی د حزب او د ولس په خیر نه بولم او د حزب وروڼه یوولی ته رابولم. 

دا هم جوته ده چه د حزب د ټولو ورڼو (محترم ارغندیوال صیب)،محترم صباون صیب،اومحترم خالد فاروقی صیب) او د حزب اسلامی د مرکزی اجرایی شورا د غړو او په مدنی ټولنوکی د حزب مربوط د حکومتی مامورینو ټولی اسلامی او ملی موخی یو شان دی او فرق نه لری د حزب اسلامی مخالفین  دپردی هم پوه وی چه حزب غړی نو ډول اهداف اهداف لری او د حزب اسلامی د اوسنی قیادت (حکمتیار صیب) په هکله دوهمه رایه وجود نه لری سره له دی چه هغه د امریکانو په تورلست  کی دی او یا په څرګند ډول د حزب د غړو په منځ کی موجود ندی زه خودا په پوره صراحت وایم ، په اصولی توګه هم په هر ملک کی په یو نوم یواځی یوه ډله فعالیت لری چه مشر او امیری یواځی نو تن دی. 

زه په پو ره وضاحت سره او بربنډ وایم چه نن سبا کابل کی یم خو په دولت کی رسمی دنده نه لرم په حکومت کی د فساد د شتون په هکله په د خارجی قواوو د ناروا کړنو په هکله به کابل کی اواز اوچت کړی او د فساد مخه ونیسی.

نوازی نو حزب اسلامی می غوښتنه ده او د ولس د ملی یووالی لپاره هم هلی ځلی کوم د ولس د ملی یووالی له لاری به انشاالله سوله راځی او خارجی نظامی شتون به پای مومی خو مطمئین صیب لکه چه زه نه یم پیژندلای زه د شتمنیو او ډالرو په راغونډولو باور نه لرم که نه اوس به می ښی پانګی درلودی چه الحمد الله اوس یی نه لرم. د مطمئین صیب دا لیکنه چه حکمتیار صیب ګویا ټول واک او اختیار داکټر غیرت بهیر ته ورکړی صحیح نده ، هغه یواځی د حزب سیاسی مسئول  او د اجرائی شورا غړی دی چه د محترم حکمتیار صیب او اجراېی شورا په لارښودخپلی تنظمی دندی تر سره کوی چه شپږی کاله په زندان کی وو لا اوس هم مطمئین طیب ندی ؟ 

د راتلونکی ټاکنو په هکله هم په بینوا کی ځه لیکل شوی چه ګویا زه په راتلونکو ټاکنو کی ګډوی کوم . حقیقت دادی چه د حزب اسلامی مشر بابه هیئت به پدی هکله پریکړه کوی زه د یوه فرد په حیث که شرایط برابر شی په راتلونکو ټاکنو می ګدون د ولس په بولم او نه غواړم چه د حزب اسلامی د غړو څو ملیونه رائی په متفرقه ډول وکارول شی. 

امید دی ویب پاڼی په ځانګړی ډول روهی او بینوا زما دا لیکنه نشر ته وسپاری او خپل مطبوعاتی او صحافتی فرض تر سره کړی. د روهی او بینوا ځخه مننه!

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *