د ګوانتانامو یو محافظ مسلمان سو —ډاکټر نثار احمد صمد

 

د ګوانتانامو یو محافظ مسلمان سو

 

راپور تره : کیرل کروویلا

منبع : ډېلی نیوز ( نیویارک )

نېټه ۲۹ / ۵ / ۲۰۱۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د ګوانتانامو زندان دغه ګارډ چی مسلمان سوی دی ، د بندیانو د خلاصون غوښتنه کوی . ټیری هولبروک د ګوانتانامو په لوی محبس کی پر بندیانو پیره داري کوله . د اریزونا ایالت د فینیکس دغه اوسېدونکی اوس یو عابد او متقی مسلمان او په اعتراضي توګه د دغو بندیانو د حقوقو مدافع دی .

ټیری هولبروک د ۲۰۰۳ په ډسمبر کی وروسته له هغه مسلمان سو چی د ګوانتانامو په زندان کی یې د هغو بندیانو سره خبری کولې چی ده پیره پر کوله .

هولبروک یو کتاب خپور کړی دی چی د ځان د مسلمانېدو او هم په ګوانتانامو کی د هغو سختو ظلمونو په باره کی دی چی ده به د محافظ په توګه په سترګو لیدل .

د ټیری هولبروک د ژوند یوه بله برخه هغه تهدیدونه جوړوی چی مسلسل ورکول کیږی . د امریکایی پوځ دغه پخوانی عسکر په ۲۰۰۳ کی د ګوانتانامو د هغو بندیانو عقیدې مسلمان کړ چی ده به پیره پر کوله . دﺉ وایی چی له هماغه وخته می خپل دوستان او ملګري له لاسه ورکړي دي ، سخت اخطارونه راکول سوي دي او په انټرنیټ کی د « ملی خاین » ټاپه هم راباندی وهل سوې ده .

خو د دې هر څه سره سره دﺉ بیا هم کرار نه دی کښېنستلی . دغه ۲۹ کلن ځوان دا هر څه خپرونو ته ویلی دي ، آن « د امریکا د اسلامی حقوقی تعاون » د جوړښتون لپاره یې د ویاند په حیث دنده هم غوښتې ده . نن نن دغه متدین مسلمان د امریکا بیلابیلو سیمو ته ځی او هر ځای « د ګوانتانامو حقایق » بیانوی .

هولبروک وویل چی « داسی انګېرل کېده چی ګوانتانامو به زموږ لخوا د بندیانو د څارنی یو ډیر آسانه او ساده کار وی ، خو زه یې باالکل بدل کړم . »

د اریزونا ایالت د فینیکس دغه اوسېدونکي د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۴ پوری یو کال د کیوبا په ګونتانامو کی د امریکایی پوځ لخوا د بندیانو څارنه کوله . ده ته به اکثرأ د تحقیقاتو خونی ته د بندیانو د بېولو وظیفه ورکول کېده . دﺉ وایی چی ما د خپلو امریکایی پوځیانو داسی وحشت او سخت ظلمونه ولیدل چی هیڅکله می یې فکر نه و کړی . ده « ډېلی نیوز » ته په تلیفون کی د دغو بې رحمیو شوم لیست بیان کړ .

ده وویل چی « ما هغوی لیدل چی د اتو ساعتو لپاره به یې د سخت فشار په حال کی ساتل څو چی غایطه مواد به ترې خارج سول . وروسته به محافظان راغلل او بندیان به یې په وهلو وهلو ضعف ته ورسول . »

ده وویل چی بندیان به یې پر مځکه داسی تړلی وو چی ایرکنډېشن به په لوړه درجه سره چالان و ، وروسته به یخي اوبه پر وشیندل سوې . ده وویل چی د ښځو د حیض کثیفی وینی به د بندیانو پر مخونو پاشل کېدې ، هغوی به مجبورېدل چی موسیقی په لوړ آواز څو څو واره واوری .

په دې زندان کی د راپور له مخی څه نا څه سلو بندیانو د لوږې اعتصاب کړی دی تر څو د خپل نا محدود بند په هکله اعتراض وکړی .

دﺉ وایی چی ګوانتانامو زموږ د حقوقی سیسټم د بنیاد سره ۱۰۰٪ تضاد لری . دا هغه امریکا نه ده چی ما یې د دفاع لپاره ځان وقف کړی و . »

هولبروک وویل چی کله زه دغه دندې ته چمتو کېدلم ، نو امریکایی پوځ داسی روزنه راکوله چی د دغو بندیانو په باره کی باید داسی فکر وکړو چی هغوی « تر بدترین هم بد ترین » او « تر انسانیت هم ډیر کښته » دي . هولبروک زیاته کړه چی « موږ ته یې ویل چی دا القاعده وال او طالبان دي ، یعنی هغه کسان چی د امریکا څخه نفرت لری او د آزادیو څخه متنفره دي . »

لاکن د ۱۶۶ فعلی بندیانو څخه ۸۶ کسان یې بیګناه اعلان سوي دي او باید خوشی سی . ځینی خو یې د کلونو کلونو راهیسی بېله کوم رسمی تور یا اتهام څخه بندیان دي . خو هغوی د بشری حقوقو د څارنی ( هیومن رایټس واچ ) له مخی ځکه نه پرې ښودل کیږی چی په خپلو هیوادو کی یې بندیزونه لګول سوي دي او هم د کانګریس لخوا د یو لړ مقرراتو له امله نه ایله کیږی .

هولبروک څرګنده کړه چی د دغو سختو شرایطو سره سره چی به ما د بندیانو سره خبری کولې نو هغوی ټینګ متدین او عقیده من انسانان وو . زه به حیران سوم چی هغوی څنګه په دې عقیده وو چی خدای سته او د دوی پالنه کوی .

دﺉ وایی چی « ما خو په دې نړۍ کی هر ډول آزادي لرله . مګر په داسی حال کی به خپه راپاڅېدلم چی دغه انسانان به په قفسونو کی وو ، خندل به یې او هره ورځ به یې پنځه وخته لمونځونه کول . »

هولبروک د یو نوي ځوان په حیث حقیقت په بیلابیلو دینونو کی لټولی و . دﺉ چی کله ګوانتانامو ته راغی په دې عقیده و چی د وحدانیت ټول دینونه شیطانی دي . خو کله چی یې څو میاشتی د دغو بندیانو سره خبری اتری کولې او قرآن یې مطالعه کاوه ، نو هغه وچی حقیقت یې په همدې اسلام کی وموند .

هولبروک وایی چی « قرآن په نړۍ کی د لوستنی لپاره تر ټولو آسانه کتاب دی . زه جادوګر نه یم . خو دغه کتاب هیڅ ضد او نقیض شی نلری . دا په ساده توګه د ژوند کولو یوه لارښوونکې نظامنامه ده . » په دغسی حالت کی د بندیانو داسی کلک ایمان دا ثابتوی چی د ژوند دغه لارښوونکې نظامنامه څومره کار کوی .

هولبروک د ۲۰۰۳ په ډسمبر کی اسلام قبول کړ . ده د بندیانو په مخکی په لوړ ږغ کلمهً شهادة وویل چی دا یې تصدیق کړه چی دﺉ نور نو مسلمان دی .

د ده ژوند ، کله چی بیرته امریکا ته راغی ، جدأ بدل سو . دﺉ وایی چی څو کلونه می کوښښ وکړ چی د ګوانتانامو ترخې خاطرې له فکره ایسته وغورځوم . دﺉ د ۲۰۰۵ په اکتوبر کی « په عامه د انتقادونو » په تور د پوځ څخه منفک او وشړل سو . تر دې وروسته هولبروک هڅه وکړه چی ځان نور هم اسلام ته وقف کړی . ده شراب ، سګرېټ او مخدره مواد پرېښوول . اخلاقی انحراف او مقدساتو ته یې بد ویل ترک کړل . پر لمانځه ټینګ سو . او نور یې په عامه بیانونه او انتقادونه پیل کړل .

هولبروک وویل چی « اسلام دا وایی چی که په نړۍ کی کومه بې انصافی ووینی ، نو باید تر خپله وسه یې تم کړﺉ . »

هولبروک وویل چی زه چمتو یم د خبریالانو سره خبری وکړم او خلکو ته په دقت سره لکچر او بیان ورکړم تر څو هر ډول غلط فهمي لیری سی . دﺉ هر څه چی وایی واضح کوی یې ، او په دې پوهیږی چی هره عامه څرګندېدنه یو څه غندنه په بر کی لری . همدا اوس هم دﺉ په انټرنیټ کی هغه وخت د سلګونو بې ځایه تبصرو سره مخامخ کیږی چی دغسی کسان یې پیغام ولولی .

هولبروک وویل : « هغه کسان چی دغسی منفی تبصرې کوی په دې  فکر دي لکه دوی چی اسلامی علما وی . خو هغوی د داسی موضوعاتو په هکله چی نه ورمعلومیږی ، عامی څرګندونی کوی . »

ده وویل چی زما اجندا او کړنلاره دا نه ده چی دین ترویج کړم . بلکی برعکس د شاکر عامر غوندی بندیانو د بشری حقوقو په هکله فکرجن یم . عامر ، یعنی په ګوانتانامو کی وروستی برتانوﺉ اوسېدونکی د ۱۱ کالو راهیسی بندي دی . د بی بی سي د راپور له مخی دﺉ هیڅکله هم په کوم تور نه دی متهم سوی او دوه واره د خوشی کېدو لپاره برایًت هم ورکول سوی دی . عامر اوس د هغو بندیانو په جمله کی دی چی د اوسپنیزه میلو شا ته یې د لوږی عام اعتصاب کړی دی .

هولبروک وویل چی « دا کارونه خو د امریکا نه دي . دا به ډیره بده وی چی زه غلی کښېنم او پرېږدم چی د ګوانتانامو حال همداسی وی یا خلکو ته اجازه ورکړم چی ووایی اسلام د امریکا تر ټولو غټ دښمن دی . »

ټیری هولبروک په ګوانتانامو کی خپل د سترګو لیدلی حال په یو کتاب کی بیان کړی دی چی عنوان یې « خاین ؟ » دی او همدا میاشت خپور سو . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.