د سولې او آزادي د کمسیون اعلامیه
لند مهال حکومت
د جولای لسم ۲۰۱۳ م کال
ارسالی: شغنان احدزاده
د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون د هغه خبرو اترو په اړه چه د امریکا او وسله وال مقاوت تر منځ د پیلیدو په درشل کی د ستونزو سره مخ شول خپل ژور خپګان څرګندوي او د سره پیلیدو یی هیله لري .
موږ د جګړې د اصلي اړخونو تر منځ خبرې اترې د امریکا د سیاست د واقعبیني بیلګه او د مقاومت د بری اوسیاسی بصیرت نښه بولو .
د سولې او آزادي د کمسیون خوشاله دي چه په وروستيو وختونو کې هغه هلې ځلې چه څو کاله مخکې د جګړې د ختمیدو په مقصد د یو لند مهال حکومت د جوړیدو د لارې پیل کړې وو د افغانستان په قضیه باندې د ذیدخلو اړخونو د پام وړ ګرځیدلې دي . لند مهال حکومت باید د وسله والو مخالفینو او د سیاسي کړیو د بشپړ توافق په بنست باندې جوړ شي . لند مهال حکومت چه د کابل د واکمني د استعفآ نه وروسته جوړیږي ، د جنګي دلو تپلو د اغیز نه لرې کولي شي ، د مذاکراتو پاتې پروبلمونو د حل په موخه د وسله وال مقاومت سره په مشوره د سولې په فضآ کې د افغانستان دسیاسي ودې استقامت وتاکي .
د سولې او آزادي د کمسیون په اند د دوحه د مذاکراتو د ځندیدو پړه لاندې اړخونه ته اړول کیږي :
ــ کابل حکومت چه د خپلې بقآ د پاره په جګړه باندې پانګه اچولې ده ( بیلګه یی د ملي امنیت د شورآ د غړی وروستيو د شرارت نه دکې څرګندونه ده ) .
ــ امریکا چه د نا امني د زمینې د برابرولو په دوام ، د نظامي هدې د امتیاز د ترلاسه کولو په لته کې ده .
ــ دمحترموطالبان تحریک چه د واقعیتونو نه لرې یواځی د اسلامی امارت تر بیرغ لاندې معرکې ته ورننوت .
د سولې او آزادي د کمسیون پدې باور دي چه د کابل حکومت سره د مقاومت خبري ، نوموړې ته مشروعیت ور په برخه کوي . ورپسې د جنګي دلو تپلو تر منځ د حکومت د چوکیو ویش د خبرو د اجندا په سر کې راځي او په پاي کې افغانستان د جنګي جنایت کارانو او ملي خاینینو په منګلو کې تر ابده ایسار پاتې کیږي .
معذالک ! د سولې او آزادي د کمسیون لند مهال حکومت جوړول د سولې یوازني الترنتیف ګني .
د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون رئیس
داکتر عبدالواحد احدزاده
10.07.2013