په قطر کې د طالبانو دفتر، او سياسي دريځ ته ځغلنده کتنه — سيد هاشم نعماني

 

په قطر کې د طالبانو دفتر، او سياسي دريځ ته ځغلنده کتنه

 

سيد هاشم نعماني

 

کله چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په ګران هیواد افغانستان باندې په ۲۰۰۱م کال د یرغل هوډ وکړ، په هماغه وخت کې طالبانو ورباندې غږ وکړ، چې روان کړکيچ د جنګ پر ځای د خبرو اترو، افهام او تفهيم له ليارې حل کېدلی شي، خو یرغلګر د خپل قوت، وسایلو او مجهزو ځواکونو غرور اخستې وه، پر افغانستان يې یرغل وکړ، او خبرو ته یې غاړه نه ايښودله، بیا چې کله دوی په افغانستان یرغ پیل کړ او سمدستي د طالبانو په مشرۍ، افغان مسلمان ولس ورسره مقابله پیل کړه، په خالي لاسونو او ايماني قوت باندې يې صلیبي یرغلګر دې ته اړ کړل، چې په کابل کې د خپلې ګوډاګۍ ادارې په ملتیا د درواغجنې سولې نارې ووهي، د سولې په نامه يې جرګې او شوراګانې جوړې کړې، امریکایانو او د کابل ادارې چارواکو به یوه خبره کوله چې طالبان کولی شي خپلې وسلې کېږدې، د کابل ادارې اساسي قانون ومني، او بيا له دغې ادارې سره خبرو ته کښېني، خو طالبانو له پیله رسنیو ته په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د روان جنګ دوه اړخونه دي، یو اړخ طالبان دي او بل اړخ يې امریکایان دي، که خبرې کېږي د دغو دواړو اړخونو ترمنځ به کېږي، او د اساسي قانون منل او وسله ايښودل د تسليمۍ معنا لري، چې هیڅکله به ورته غاړه کې نږدو، او نه به د بهرنیانو په موجودیت کې کابل ادارې سره خبرې وکړو، ځکه دوی خپلواکه نه دي او څه چې مونږ غواړو، د هغوی په وسه پوره نه دي، چې هغه اشغال ته د پای ټکي ايښودل دي او دا کار يوازې امریکایانو سره د مخامخ خبرو په ترڅ کې ترسره کېدلی شي.

 

خو امریکا خپلو وسایلو او مادي قوت ته په کتو دا نشوه زغملی، چې مخامخ له طالبانو سره خبرو ته کښېني، ځکه افغاني مقاومت سره د نړيوالو ځواکونو د خبرو ميزته  کښېناستل ورته سخته ماتې ښکارېدله، خو د افغان مسلمان ولس بې سيارو سرښندنو او فداکاريو دې ته اړ کړل، چې د طالبانو پیاوړي سياسي دريځ ته هم غاړه کېږدي، او په لا شعوري ډول خپله ماتې نړۍ ته اعلان کړي. ترڅو د دوی په فکر په ارامه له افغانستانه پښې سپکې کړي، او د لا زياتې رسوايۍ او شرمندګۍ څخه ځانونه وژغوري.

 

تردې چې، امريکايي سی این این تلويزيوني چینل هم په يوه خپاره کړي رپورټ کې د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو له انده وويل چې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره په نظامي ډګر کې خپل ازمايلی زور بې پايلو بولي، ځکه خو هڅه کوي د سیاسی حل له ليارې د خبرو اترو مېز ته کيني. http://zhman.net/?p=4932

 

هماغه وه چې د طالبانو د استازو سره د څو ځلو پټو لیدنو کتنو وروسته يې دا هم ومنله، چې په قطر کې د اسلامي امارت په نوم دفتر کې د سپين بیرغ لاندې مخامخ خبرو ته کښېني، چې بالاخره د سه شنبې په ورځ (د جون ۱۸مه ۲۰۱۳م) د قطر هیواد په دوحه ښار کې د افغانستان اسلامي امارت سياسي دفتر د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو، http://www.dailymotion.com/nunnasia#video=x1116va

 

دغه درانده مراسم چې په ژوندۍ بڼه د نړۍ په ټولو تلویزونو کې خپاره شول، پکې لیدل کېدل چې په «لا اله الا الله محمد رسول الله» طيبه کلمه باندې ښایسته کړی شوی، سپین بیرغ د قطر په هیواد پورته شو، او په رپېدلو يې پیل وکړ، افغان کړېدلې اولس ته د خوشالۍ صحنه وه، او د خپلواکۍ او سوکالۍ زيری وه، تردې چې په افغانستان او نړۍ کې هر بااحساسه، باشعوره شخص داسې احساس کاوه، چې بیرغ يې په زړه کې رپېږي، د رپېدلو هوايې زړه خوشاله کوي، سترګې يې یخوي، او د اشغالګرو لخوا د ډیرو دردمنو، کونډو، یتیمانو او د بندیانو په کورنيو کې د خوشالۍ فضا خوره وه، داسې احساس به کېده، چې د کونډې سر په پړونې پټ شو، د یتیم ژړا په خندا بدله شوه، او د مظلومو بندیانو غمژن بچي به د خپلو پلرونو د راخلاصېدلو خوشالي ژر ترلاسه کړي.

 

په هوا کې  د دغې سپېڅلې کلمې رپېدل وار په وار زياتېدل،  که له يوې خوا ورسره د مسلمان او ازاد ولس زړونو واورينه او معطره خوښي بښونکې هوا حس کوله، او له خوشالۍ يې له سترګو اوښکې څڅېدلې خو له بلې خوا اشغالګرو او د هغوی تالې څټو د دغې مرعبې کلمې په رپېدلو سره د خپل هلاکت او ماتې صحنې د زړه په سترګو لېدلې، او په رپېدلو يې زړونه لړزېدل، مات او ګوډ ذهني سکون يې هم له لاسه ورکاوه، او ناڅاپه يې په لاشعوري ډول د ماتې منلو ته فکر شو، چې دا څه وشول.

 

نو د کابل ادارې مشر خو يې دومره ډېر سرګردانه شو، کله به يې يو څه ويل او کله بل څه، تر دې چې د ځينو رسنيو په وينا په یوه ورځ يې څو ځلې د خپلو امریکايي بادارنو سره تلفوني تماس ونيو، او هغوی به ورته ډاډ ورکاوه، http://pa.azadiradio.mobi/a/25022420.html

 

که څه هم جان کيرې ته چې د طالبانو زور معلوم وه، په څو ځلو کرزي ته ویلي وه، چې طالبانو سره د دغه دفتر له ليارې خبرې کول ډېر اړين دي، خو کرزې په قطر کې د اسلامي امارت په نوم دفتر پرانستل او نبوي سپين بیرغ پورته کول نه شوه زغملی، او دلیل يې دا وه چې د امارت په نوم دفتر د سفارت معنا ورکوي، او په دې سره به طالبان له نړۍ سره سياسي اړيکي ټينګي کړي، د جهاد لپاره به مرستې راجلب کړي، او د کابل اداره به د نړيوالو له پامه وغورزوي. نو ځکه يې له بادارانو يې وغوښتل چې د قطر په هيواد فشار واچوي ترڅو طالبان دې ته اړ کړي چې په طیبه کلیمه مزين سپين بیرغ او د اسلامي امارت په نوم لوحه بیرته لېرې کړي، او مستقیما دې د کرزې لاسپوڅې ادارې سره خبرو ته حاضر شي. خو طالبان په خپل دريځ کلک ولاړ وه. بالاخره امریکایانو له یو خوا د کرزي د خوشالولو لپاره او بلې خوا د خپل ځان د پياوړي څرګندولو لپاره، لومړی د طالبانو د بیرغ او لوحې د لیرې کولو خبره وکړه، او بیا يې خبرداری ورکړ چې که طالبان د خپل دغه دريځ څخه تېر نه شي، نو دفتر به ورباندې بند کړل شي.

نو څرنګه چې يو خوا طالبان په خپل دريځ کلک خلک دي، په هيڅ ډول د خپل بیرغ او دفتر څخه نه تېرېږي، تردې چې د دغه دفتر يوه غړي رسنيو ته وویل چې بې نومه او بې بیرغه دفتر مو هیڅ په کار نه دی، خو له خپله دريځه نه تېروږو که خبرې کېږي نو د اسلامي امارت په نوم به کېږي. او بل خوا امريکایان چې د مجاهدینو د سختو ګذارانو له لاسه په تنګ راغلي دي، طالبانو سره خبرو ته سخته اړتيا ويني، ترڅو د دغه هیواد څخه ژر تر ژره پښې سپکې کړي. نو طالبانو سره يې بیا خبرو ته لیواتیا وښودله، او تر يوې اندازې يې د کرزي په شکایتونو خپل غوږونه کاڼه کړل، نو کابل ادارې ته نور څه پاتې نه شول، بې له دې چې د خپل ټيټ مورال لوړلو په موخه د غلامې رسنۍ په ملتیا د درواغو اوازې پورته کړي، چې سپين بیرغ لیرې کړل شو او د امارت لوحه کوزه شوه، حال دا چې دغو اوازو حقیقت نه درلود، ځکه سپین بیرغ تراوسه په خپل ځای ولاړ دی، او د اسلامي امارت د سياسي دفتر لوحه یوازې د دغه دفتر له یوه دېوال څخه بل دېوال ته نقل شوې ده.

 

اوس سمدستې خو د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې د بېرغ او د دفتر د نوم په اړه د راپيدا شوي کړکيچ له امله ځنډېدلې برېښي، خو امریکایانو د خپلو غلامانو د خوشالولو په موخه چې کومې دړکې وکړې، اوس بیا غلي ښکارې او په رسنيو کې د دوی لخوا بیا طالبانو سره خبرو ته لیواتیا ښودل کېږي، تردې چې ځينې غربي رسنۍ لکه فايننشال تايمز ورځپاڼه هم د کرزې په اداره نيوکې وکړي، او ويې ويل: که کرزی اوسني چلن ته دوام ورکړي، هرڅه به له لاسه ورکړي.  د سیاسي تاوتریخوالي او افراطیت د څېړنو د مرکز مامور رایان ایوانس وايي، کابل په دې ترڅ کې يوازې ورانوونکی او ګډووډوونکی رول لوبوي، او نور هیڅ نه غواړي.

 

 د لندن په کینګز کالج کې د افغانستان د چارو کارپوه پروفیسر اناتول لیفیون په دې اړه وايي: د کرزي حکومت ځکه د طالبانو د دفتر ته د ستونزو د پیدا کولو په موخه بهاني جوړوي، چې حامد کرزی او په ځانګړي ډول د ده نژدې ملګري ځان په سخت خطر کې ویني، فکر کوي چې سياسي بقا يې له خطر سره مخامخ کېږي او د کابل اوسنی حکومت به یوې څنډې ته شي او هیڅ رول به پکې ونه لري، چې په نتيجه کې به طالبان په ډېره اسانۍ سره بېرته واکمن شي. http://www.taand.com/?p=2625

 

همدارنګه په افغانستان کې تر ټولو جګپوړي بريتانوي قوماندان ډګرجنرال نېک کارټر، له برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین سره په خبرو کې ويلي: لوېدیځ باید لسیزه مخکې له طالبانو سره دخبرو لپاره هڅه کړې وای، هغه مهال چې افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور شو. د نوموړي په خبره، هغه ستونزې، چې موږ د تېرې یوې لسیزې په موده کې ورسره مخامخ یو، سیاسي دي او د سیاسي ستونزو حل یوازې خبرو کې موندل کېدای شي. نوموړي زیاتوي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان حکومت ډېرې سيمې له لاسه ورکړي. http://www.saharonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=1125:2013-06-29-07-10-40&catid=80:world&Itemid=614

 

 پورتنيو څرګندونو ته په کتو سره، که دې ته ځير شو چې دا دولس کاله کېږي د کرزي دولت د سولې نارې وهلې، د امن او سولې په نامه يې جرګې جوړې کړې، او عالي شورا يې رامنځته کړې، خو چې کله د دې خبرو وخت راغی، او مقابل لوري په تدريجي ډول د دې کار لپاره دفتر پرانیست، نو دوی يې اوس نه مني. همدا او دې ته ورته نورې پوښتنې افغان شنونکي په کرزي بې باوره کړي، او سولې او سوکالۍ ته د طالبانو رښتينوالی څرګندوي، ځکه طالبانو دولس کاله مخکې هم ويلي وه، چې که یو ادرس پیدا کړي، نو بیا تیار دي چې یوازې امريکا سره د اشغال د ختمولو په موخه خبرې وکړي، کله چې بهرنیان ووتل نو بیا به د کابل ادراې سره په خبرو کولو کې فکر وکړو، او رښتیا هم چې کله يې دغه ارزو پوره شوه، نو هماغه پخوانۍ خبره اوس هم په قطر کې د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعيم ازادۍ راډيو سره په مرکه کې بیا تکرار کړه، http://pa.azadiradio.org/audio/audio/954375.html

 

ډاکټر محمد نعيم بي بي سي سره په مرکه کې هم دا هم وويل چې په قطر کې د سياسي دفتر د پرانيستلو يوازېنۍ موخه يې افغانستان کې "اشغال" ته د پای ټکی ايښودل، او د افغان ولس د خپلواکۍ ترلاسه کول دي. http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/06/130619_taliban_qatar_exclusive_interview.shtml

 

همدارنګه طالبانو په قطر کې د دفتر د پرانستلو اهداف په خپله اعلاميه کې په (۱۴۳۴/۸/۹هـ ق- ۱۳۹۲/۳/۲۸هـ ش ــ 2013/6/18م) نېټه، په لاندې ډول اعلان کړي وه:

۱دنړی له هیوادونو سره دتعلقاتو دښه کولو لپاره افهام او تفهیم او خبرې کول.
۲
د یو داسې سیاسي او سوله ایز حل ملاتړ کول چې په هغه کې دافغانستان داشغال خاتمه، او هلته د يو خپلواک اسلامي نظام قایمېدل، او واقعي امنیت راتلل چې دټول ملت غوښتنه او هیله ده یقیني وي.
۳
د وخت له مقتضی سره سم له افغانانو سره لېدنې کتنې تر سره کول.
۴
له ملګرو ملتونو، نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو او غیر حکومتي موسساتو سره تماس نیول.
۵
ـ د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه سیاسي بیانونه دمطبوعاتو په اختیار کې ورکول.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو وار له مخې ويلې دي، امریکایانو سره د اصلي خبرو د پيل کېدلو څخه مخکې بايد د باور او اعتماد پيدا کولو په موخه دې د ګونتانامو بنديان خوشي شي، او بیا دې نورې خبرې پیل شي، خو تراوسه د دوی مقدماتي خبرې هم نه دي پیل شوي.


عام افغان شنونکي په دې نظر دي، چې د اسلامي امارت په نوم د سياسي دفتر او بیرغ سره د کرزي مخالفت به هيڅ ګټه ځکه ورته ونه رسوي، چې طالبان د خپل پخواني عادت له مخې په خپل دريځ ډېر کلک معلومیږی، هغوی به هیڅکله د دفتر د نوم او بیرغ څخه تیر نه شي، او که طالبان په خپل همدې دريځ پاتې وي، نو بهرنیانو ته بله چاره نشته بې له دې چې طالبانو سره د دفتر نوم او بیرغ هم ومني، ځکه هغوی د افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، او طالبانو سره خبرو ته سخت اړ دي. ترڅو کم ترکمه د اوړو پوزه بيامومي.

 

سيد هاشم نعماني.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *