سوله څوک نه غواړي؟ — ایمل نوري

 

سوله څوک نه غواړي؟

 

ایمل نوري

  

   سوله د هر انسان طبیعي اړتیا او د سلیم عقل غوښتنه ده، خو کله کله ځینې  ځان پالونکي او هغوی چې  آرې موخې یې خپلې ځانګړې غوښتنې وي هڅې کوي تر څو هغه څه چې په وچ زور یې تر لاسه نه شي کړی د دسیسو له لارې ځان ور ورسوي، دلته دي چې بیا نو دمظلوم پسه څرمن واغوندي او هاغه بل لوری خلکو ته سور شرمښ ښيي.

    کټ مټ همدغه لوبه امریکې  او هغوی چې د امریکې تر ژغ لاندې ځي  په لاره اچولې، لس یوولس کاله دوی لګیا دي هڅې کوي چې د افغان ولس څپانده سپېڅلې جهادي ولولي د خپل وحشت په ځنځيرونو  و تړي مګر ونه توانېدل، ځکه خو یې ښه وبلله چې خبره نرمه کړي او هغه دا چې  ددوستۍ په جامه کې پر خپل مخالف لوري مرګونی ګوزار وکړي، داسې چې بیا د را پورته کېدو توان ونه لري.

    ډېره موده وشوه چې دښمن اسلامي امارت په جنګ غوښتنې تورنولو، خلکو ته یې داسې ښودله چې ګواکي جګړه اسلامي امارت پیل کړې، مونږ  خوهېڅ نه دي کړي بلکې د سولې سپینې کوترې یو!

    داسلامي امارت قیادت له پیله د غلیم په ناولي نیت پوهېدو؟ ځکه خو یې په وړ او مناسب وخت کې ددښمن دسولې نارو سورو ته غوږ ونیو، له ډېرو هلو ځلو، منډو ترړو، هڅو او زیارونو  کیسه د قطر په اسلامي هېواد کې د اسلامي امارت ددفتر پرانیستلو ته را ورسېده، نوموړی دفتر د ټول افغان ولس لپاره چې څه باندې دیرش کاله د سره اور په لمبو کې وریتېږي یو د خوښۍ او خوشحالۍ لوی زیری و، او دا د اسلامي امارت یو تاریخي او ملي ګام و چې پورته یې کړ، مګر دښمن یو ځل بیا ټولې نړۍ ته وښوده چې د وینو له تویولو او د وینو له څښلو پرته یې ورځ نه تېرېږي، ځکه خو یې په یو ځانګړي نیرنګ دسولې  دلومړي څرک چې ددوی نیمه ړندې سترګې یې و برېښولې د پیکه کولو نامراده هڅې پیل کړې .

     دښمن د سولې د وژلو لپاره په داسې بانو مانو لاس پورې کړ چې هېڅ ډول منطقي اړخ نه لري، دوی وايي  په قطر کې د اسلامي امارت نوم  باید نه وي او نه هم بیرغ وي، دلته لومړی باید وویل شي چې که په رښتیا هم  ددفتر نوم او بیرغ سوله وژلی نو په لومړي سر کې باید له امارت سره دا خبره سپينه شوې وای، دا چې دا خبره همداسې پاتې شوې وه موخه یې دا وه چې دا دومره لویه خبره نه ده، دوی فکر کولو چې کېدای شی امارت سولې ته ژمن نه وي نو راشه یوه پړه به پرې ور واچوې، خو کله یې چې ولیدل چې اسلامي امارت په رښتیا هم سوله غواړي نو یې دا کیسه را مخ ته کړه.

  او په دې ټول پوهېږي چې دنړۍ په هر ګوټ کې هره ډله ځانته یو نوم او نښان لري، دغه نوم او نښان همدغه ډلې ځانته غوره کړې وي، داسې نه وي چې بل څوک یې ورته غوره کوي او بیا ورته وايي چې ته باید دغه نوم او دغه نښان وکاروې، هر کله چې خبره داسې ده نو اسلامي امارت هم حق لري چې کوم بیرغ اوکوم نوم یې چې د ځان لپاره غوره کړی دی همدغه د ځان لپاره وکاروي.

   ځینې بیا وايي چې نور ګوندونه خو رسما راجستر شوي وي، حکومت یې په رسمیت پېژندلی وي ځکه کولی شي بیرغ او نوم د ځان لپاره غوره کړي، او اسلامي امارت دا  حق ځکه نه لري چې د کابل اداره يې په رسمیت نه پېژني! 

    که حقیقت ته راشو نو اصلا خبره د اسلامي امارت او امریکې تر منځ ده ، نه د  کابل ادراې او اسلامي امارت تر منځ، ځکه اسلامي امارت تر اوسه کابل اداره د ستونزې د اصلي اړخ په توګه نه پېژني، نو د په رسمیت پېژندلو خبره یې خو لا لیرې ده، او بل دا چې د نړۍ معمول ته  که وګورو نو یو څوک تر هغه رسمي دفتر هم نشي پرانیستلی تر څو چې راجستر شوي نه وي ، نو دا څه رنګه کېدای شي چې یو څوک د رسمي دفتر پرانیستلو حق لري، او دنوم او بیرغ حق نه لري؟   که د دفتر پرانیستل استثنايي حالت وي نو بیا نوم او بیرغ ولې په استثنايي حالت کې نه شي راتلی؟!

    په حقیقت کې دا هسې بانې دي، اصل خبره چې د سولې دښمنان یې سربداله کړل هغه دا و چې د نړۍ تر ټولو لوی مستکبر ځواک اعلان وکړ چې تیار دی اسلامي امارت ته د خبرو لپاره ور شي، دا په داسې حال کې چې یوولس کاله وړاندې اسلامي امارت همدغه مستکبرینو او متجبرینو ته ویل چې راشئ ستونزې د خبرو له لارې سره هوارې کړو، مګر هغه وخت یې نه منله، خو کله یې چې په سر سر کلک کلک ګوزارونه وخوړل سد یې سر ته ورغی، پوه شول چې من له څو پخېږې، او په حقیقت کې له همدې کبله د کابل اداره لیونۍ شوه.

ایمل نوري

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *