ښځه او حقوق ئې – اوومه برخه- حكمتيار — ډیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق ئې – اوومه برخهحكمتيار

 

ډیلی شهادت

 

راشئ ځيني هغه روايات هم له نظره تېر كړو چي په پورتنۍ موضوع پوري ارتباط لري:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن مَسْعُودٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ، مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصِّيَامِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ. المعجم الكبير للطبراني، النسائي، مصنف ابن ابي شيبه

له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اې د ځوانانو ټوليه! ستاسو كوم يو چي د واده امكانات لري نو واده دي وكړي، ځكه دا د نظر ښه اړوونكى او د شهوت ښه مهاروونكى دئ. يعني واده د دې سبب كېږي چي انسان نا محرم ته نظر ونه كړي او له زنا خوندي پاته شي.

له دې روايت معلومېږي چي د مسلمانانو مشران او واكمنان بايد ځوانان واده كولو ته وهڅوي.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم :«ثَلاَثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَوْنُهُمْ الْمُجَاهِدُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَالنَّاكِحُ يُرِيدُ الْعَفَافَ وَالْمُكَاتَبُ يُرِيدُ الأَدَاءَ ». البيهقي

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له دريو سره مرسته كول د الله تعالى پر ذمه دي: د الله د لاري مجاهد، هغه واده كوونكى چي د پاك لمنۍ اراده لري او هغه مريى چي د آزادۍ لپاره مكاتبت كوي او غواړي هغه معاوضه اداء كړي.

يعني كه څوك شتمن نه وي او د جهاد وسائل او امكانات په واك كي نه لري خو سره له دې د الله په لار كي د جهاد اراده كوي، يا د عفاف او پاك لمنۍ په موخه د نكاح اراده كوي او يا د آزادۍ لپاره مكاتبه كوي او غواړي چي خپل پور پرې كړي نو الله تعالى به ئې حتماً مرسته كوي.

د مكاتبې له لاري د مريي او وينځي د آزادولو د هغه شرط په اړه چي په اړوند آيت كي ورته په دې الفاظو اشاره شوې: ان علمتم فيهم خيراً په لاندي روايت كي داسي راغلي:

مَا جَاءَ فِي حَدِيثٍ مُرْسَلٍ وَمَرْفُوعٍ عِنْدَ أَبِي دَاوُد أَنَّهُ قَالَ صلى الله عليه وسلم : { إنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ حِرْفَةً وَلَا تُرْسِلُوهُمْ كَلًّا عَلَى النَّاسِ }. سبل السلام

د ابو داؤد له نظره مرسل او مرفوع حديث كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: كه مو په هغوى كي كومه حرفه (كسب) وموند (نو مكاتبه ورسره وكړئ) او داسي ئې مه پرېږدئ چي د خلكو د اوږو پېټى وي. يعني له داسي غلامانو او وينځو سره په هغه صورت كي مكاتبه وكړئ او آزاد ئې كړئ چي د كوم كسب او كار له لاري خپل اقتصادي مشكلات په خپله او له حلالي لاري حلولى شي.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:لا مُسَاعَاةَ فِي الإِسْلامِ . المعجم الكبير

له ابن عباس رسول روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: په اسلام كي د عزت پلورني (كنجريتوب) لپاره ځاى نشته.

عن رَافِعُ بْنُ خَدِيجٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ :«مَهْرُ الْبَغِىِّ خَبِيثٌ ». سنن البيهقي

له رافع بن خديج رضي الله عنه روايت دئ چي د كنجرۍ بدله ناولې او پليته ده.

د تصرف لپاره بلوغ شرط دئ كه رشد؟

دا هم يوه اساسي او مهمه پوښتنه ده چي ځوان او پېغلي ته د خپل ځان او ازدواج په اړه د پرېكړي واك وركړى شوى كه نه، كه وركړى شوى له دې واك كله استفاده كولى شي، تر بلوغ وړاندي كه وروسته، بلوغ شرط دئ كه رشد؟ دې پوښتني ته تر ځواب وړاندي بايد دا مطلب په پام كي ولرو چي قرآن يتيمانو ته د دوى د مال سپارل په دې پوري مشروط كړي چي بلوغ او رشد ته ورسېږي، په دې اړه د قرآن لارښوونه دا ده: 

النساء: 6

او تر هغه يتيمان آزمويئ چي د نكاح (پړاو) ته ورسېږي، نو كه د دوى هوښياري مو احساس كړه، نو مالونه ئې وروسپارئ. او د دې لپاره په اسراف او تلوار سره د دوى مالونه مه مصرفوئ چي ستر به شي او څوك چي غني وي نو پرهېز دي وكړي او څوك چي نېستمن وي په مناسبه توگه دي مصرف كړي او كله چي دوى ته خپل مالونه مسترد كوئ نو شاهدان ورباندي ونيسئ او الله د حساب كوونكي په توگه كافي دئ.

دلته د يتيم اولياوو ته څو لارښووني شوې:

د يتيمانو د روزني په دوران كي دوى په پر له پسې توگه امتحانوئ، كله يو كار ورته وسپارئ او كله بل، د وړو وړو شيانو په پېرلو او پلورلو ئې وگمارئ، په دې سره به د هغوى ښه روزنه وشي، بلوغ ته له رسېدو وروسته به د خپل مال د ښه پاللو لپاره ذهناً او عملاً تيار وي او كافي تجربه به ئې ترلاسه كړې وي.

دا كار به ترهغه كوئ چي يتيمان تر بلوغ او نكاح پوري ورسېږي، خو كه دې مرحلې ته ورسېدل او تاسو په دوى كي كافي هوښياري احساس كړه نو مالونه ئې وروسپارئ. د آيت له الفاظو معلومېږي چي د يتيم اولياء به بلوغ ته د يتيم د رسېدو په وخت كي هم دا خبره په پام كي ساتي چي آيا هغه د دې وړتيا لري چي مال ئې وروسپاري او كه نه. يوازي بلوغ معيار ونه گڼي، بلكي د بلوغ ترڅنگ د ده رشد او هوښيارتيا هم په پام كي ولري. 

مبادا له دې وېري د دوى مال په اسراف او تلوار سره مصرف كړئ چي ستر به شي او خپل مال به درنه واخلي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *