د مصر دقانونی ولسمشر د کودتا تر شا…!! — مصمم

 

د مصر دقانونی ولسمشر د کودتا تر شا…!!

 

مصمم

 

د مصر د قانوني ولس مشر په خلاف کودتا د امريکائي واکمنو اسلام ضد توره څېره لا ښه پسې رسوا کړه په مصر کې د محمد مرسي د قانوني حکومت په ضد کودتا لا ډير وخت ندي تير شوې چې د امريکا د خارجه وزارت او سي، آى، اې توره، کرغيړنه او له ټولو انساني حقوقو لرى او خلاف کړه وړه پډاگه شول، له کومې ورځې څخه چې په مصر کې اخوان المسلمين په ټولټاکنو کې واک تر لاسه کړ، د اسلام د دښمنانو په تېره بيا د امريکا د واکمنو په اندامو د غم او وير لړزه گډه شوه، په توطئو جوړولو او دسيسو د پياده او عملي کولو کار ئې پيل کړو پدې کار کې د اسرائيلو جاسوسي شبکې غوږ په غوږ ور سره رواني او همکارې وې، د سيکولر او عيسايي ډلگيو په مشرانو لاس ووهل شو، کومې ډالرې چې د محمد مرسي د حکومت د را نسکورولو لپاره ورکول کيدې پټه خبره نه وه که نن د نړۍ د زياتو رسنيو لخوا دا موضوع رسوا او په اسلام ضد بانډونو باندې د مرسي په ضد د امريکائي واکمنو لخوا ډالرې ويشل کيدل تر هره غوږه پورې ورسيدل، خو په مصر کې په روان يوه کال سياسي حالاتو او د بيدينه بانډونو کړنو او حرکاتو خپله ددې گواهي ورکوله چې د قضيه تر شاه مرموز د غرض لاسونه موجود دي او هغه لاس په ښکاره د امريکا لاس وو، چې د اسلامي نظام مخالفين ئې تمويل او تجهيزول همدا بيروني مداخلې او لاسوهنې وې چې مختلف المزاج مگر د اسلام په دښمنۍ کې سره يو خوله بانډونه ئې د مظاهرو په شکل ميدانونو او سړکونو ته را و ايستل، پردي پال فوځ دا مظاهرې بهانه ونيوله او په ظالمانه او وحشيانه کودتا سره ئې د محمد مرسي منتخب حکومت منحل اعلان کړ.

امريکايانو په مصر غوندې هېواد کې چې د دوى راج پکې چليده اسلام پال کسان په قدرت پکي رسيدل له هر پلوه د ځان په زيان او تاوان بلبل، دا خام سوچ هم ور سره وو چې د اخوانيانو د حکومت په نسکورولو سره به په سيمه او منطقه کې د دوى د استعمار لپاره لاره پاکه او همواره شي دا فکر له لويې تيروتنې پرته بل څه ندي په اسلامي هېوادونو کې د امريکا اسلام ضد څېره نوره هم ښه پسې رسوا شوه د غفلت په خوب ويده او ډالر پرستو کسانو لپاره هم يو شوک دى چې بايد را ويښ او ځان ته به ټکان ورکولو سره خپله شاوخوا وگوري، کوم ظلم دې چې په مسلمان نه کيږي د الله جل جلاله په وړاندې د حشر په ورځ به له هر انسان څخه بيل، بيل د هغه د لويو او وړو اعمالو پوښتنه کيږي افسوس د هغه چا په حال چې ډېر کم ژوند کې د مسلماني د ادعاو باوجود د باطل په طرف رغړى او سترگې ئې ډالرو ور خړې کړي د تيري کوونکو کفارو په تيريو او مظالمو پټه خوله ناست دي.

له ټولو نه شرم آوره دا چيغې او پيغام او غوغا سر کول دي چې نن ورځ په افغانستان کې د امريکايانو نازولي په اصطلاح سياسيونو دنيا په شور نيولى ده، له کله نه ئې چې د امريکايي فوځيانو د بشپړ وتلو تشه وينا اوريدلى په وجود يې روې گډه په همدې چيغو او نارو سر دي چې امريکايان دې مونږ يوازې نه پريږدي، بې له امريکايانو زمونږ ژوند محال او نا ممکن دي.

دې سياست بازانو ته دا يوه خبره ور يادول ضروري او حتمي دي او هغه دا چې يرغلگرو ته له هر څه نه خپلې گټې مهمې دي نه تاسې، له تاسو څخه د افغانستان په اشغال کې پوره، پوره گټه پور ته کړې شوه اوس هم تر څو هغوى د خپلو د استعماري گټو د لاسته راوړلو لپاره استعماليداى شئ او کار در څخه اخستل کيږي په سر به مو د آفرين او شاباس لاس را کش او په ډالرو نازول به مو په برخه وي گنې پالتو سامان يۍ چې غورځول کيږئ به پدې ټکې بايد ځانونه پوه کړئ او هغه دا چې د امريکايانو لمن ټينگه نيول ستاسو لپاره لدينه د زياتې شرمندگۍ او بدنامۍ باعث گرځي.

د نيواکگرو هېوادونو په سر کې د امريکايي اشغالگرو فوځيانو يو مخيزه وتل او يا خپل لجاجت ته دوام ورکول په روان مقدس او سپيڅلي جهاد پورې تړلي خبره ده امريکايان په خپله خوښه کله هم افغان خاوره پريښودل نه غواړي بلکې ددې خاورې ستراتيژيک اهميت پلاس کې درلودل د امريکايانو لوى آرمان دى، نن چې د جهاد له برکته ځمکه د يرغلگرو فوځيانو تر پښو لاندې سور اور گرځيدلى، هغوى ويني او گوري چې جهاد ورځ تر بلې زور او قوت مومي او د مجاهدينو په وړاندې خپله ناکامي محسوسه وي پرته له پښو سپکولو او وتلو بله لار نگوري.

ايمان پلور ډالر گټونکي بايد په حقايقو او واقعيتو حساب وکړي، پردي کله هم نشي خپلولي، يوه ورځ نه يوه ورځ به يې په تش ميدان پريږدي او وځي به د دوى  لپاره غوره او بهتره دا ده چې په خپلې تيروتنې په اعتراف سره له خپل مجاهد ملت سره د ودريدو لار غوره کړي او د اشغالگرو د ژر تر ژره وتلو خبره دې له ولس سره يوه کړي او همدا ده د دوى لپاره د عزت او سر لوړۍ لار.

را گرځو په مصر کې د امريکايي کودتا نتايجو او پايلو ته د امريکا په مالي مرسته او هڅو نه منتخب حکومت نسکور شو، د محمد مرسي د حکومت لاس ور لنډ کړى شو، دا خبره ضرور په نظر کې ساتل پکار دى چې مصر پرونى مصر ندى، د امريکايانو بربنډي لاسوهنې او د يوې مخکې له مخې جوړې شوې توطئه په نتيجه کې د عبد الفتاح السيسى د فوځ د مشر پواسطه کودتائي عمل سرته ورسيده، دا پردي پاله وحشيانه کودتا پداسې شکل او بڼه سره را منځته شوه چې د لا مذهب او مذهبي گوندو تر منځ ئې د ژور نفاق خښته کيښوده، فوځ د اسلام پالو په خلاف را منځ ته شوو اوس يوې خوا ته حق او بل پلو د پرديو په لمسونه را ميدان شوى فوځيان. دا وضع که په همدې بڼه دوام ومومي د عامه مصريانو راتلونکى تيره ښکاري، اسلام پاله بر طرف کړى شوى حکومت او اسلام پال گوندونه به چيرې هم له خپلې بر حقې مبارزې لاس په سر نشي، فوځيان به له خپل کودتائي وحشيانه عمل نه د دفاع په غرض له وحشت او تشدد څخه کار واخلي همدلته ده چې د مبارزو مسلمانانو د مظاهرو او غونډو په تيتولو په يو سلسله له خشونت څخه ډکو کارواييو لاس پوري کړي د مصر مسلمان مبارزين د خپلو شهيد کړى شوو مشرانو او د وخت د مفسدو او جنايت کارو واکمنو وحشيانه اعمال له ياده ندى ايستلى، که حالات پرې تنگ شي ممکنه ده چې د خيابانى احتجاجونو په ځاى د گوريلائي حرکتونو لاره خپله کړي، د مصر مسلمان ولس ته پکار دي چې پرې نږدي تر څو مصريان له زياتو او له اوږدو ستونزو سره مخ شي، دا حالات را منځته کيدل نه د کودتاچيانو په گټه دي، نه د سيکولر گوندونو او نه هم عيسايانو، سر له اوسه د با درده، بادرکه او د نړۍ په سياسي حالاتو پوه مسلمانانو له په کار ده چې حالات جدي و گڼي او ديوې لويې فتنې د ختمولو او له منځته وړلو لپاره را ميدان ته شي د حق په پلوي سره روان بحران ته د پاى ټکي کيږدي، په ما يې څه موقف گيري له هر لحاظه مردود ده، لږ غفلت لوي کړاوونه را منځته کولى شي، د اسلام دښمنانو په راس کې امريکا د نفاق اور ته د کودتا له لارې لمن ووهله، د خپلو زر خريدو کسانو پواسطه غواړي دا بل کړى شوى اور ژب غړا ندي وساتي او د خپلو استعماري نفوذ د پلي کولو لپاره زمينه برابره کړي، د امريکائي واکمنو خونکارانه توطئې څه پټه خبره نده، نن چې د هغوى د ډالرو د ويش او د سيکولر گوندونو د مشرانو نازول او استعمالول او فوځ دې ته اماده کول چې د محمد مرسي منتخب او قانوني حکومت د کودتا له لاري منحل اعلان کړي په عامه توگه رسوا شوې خبره ده، د امريکا رول پکې ښکاره او نمايانه دى مصري ولس واقعيتونو ته په کتلو سره بايد خپله اسلامي موقف گيري په ايماندارى سره څرگند، ټينگه او مستحکمه کړي په يوه غږ او يوه خوله د استعمارگرو د غرض لاسونه ور لنډ، سيکولر اجير مشران له زياتو استعماليدو څخه را وباسي او د منتخب قانوني حکومت په غصب کړى شوي حق گيډه اچوونکو ته وپوهوي چې کومه لار تاسې انتخاب کړى دا د مصري ولس د بربادۍ لار ده.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *