ښځه او حقوق ئې – اتمه برخه – حکمتيار — ډیلی شهادت

 

ښځه او حقوق ئې – اتمه برخهحکمتيار

 

ډیلی شهادت

 

غنيانو ته په كار ده چي د يتيم د مال له مصرف ډډه وكړي او په خپلو شتو اكتفاء وكړي.

فقير ولي ته دا اجازه وركړى شوې چي له دې مال په مناسبه او غوره توگه څه مصرف كړي، خو دا به هومره وي چي يوه مستخدم ته په ټولني كي وركول كېږي.

يتيمانو ته د دوى د مالونو د سپارلو په وخت كي شاهدان ونيسئ.

دې ته مو پام وي چي الله حسيب دئ، د هر څه حساب به درسره كوي.

راشئ وگورو چي كه يتيم ته د خپل مال سپارلو په اړه د قرآن لارښوونه دا وي او هغه د يتيم په بلوغ او رشد پوري مشروطوي، نو د ازدواج په اړه به ئې لارښوونه او غوښتنه څه وي او الله تعالى به په څه راضي كېږي؟ يقيناً چي د ازدواج موضوع تر دې ډېر ډېر ارزښت او اهميت لري چي د هغوى مال كله او په كوم عمر كي وروسپارل شي، په دې كي هيڅ شك نشته چي د نكاح لپاره بلوغ لومړنى شرط دئ، د نكاح موخه د نسل دوام او د اولاد درلودل دي، نه فقط د جنسي غريزې اشباع، له هغي ماشومي سره جنسي نږدېكت د دين او فطرت خلاف كار دئ چي بلوغ ته نه وي رسېدلې، غوره او له اسلامي لارښوونو سره سمه نكاح هغه ده چي:

د دواړو په موافقه او له بلوغ وروسته او هغه مهال ترسره شي چي دواړه د رشد پړاو ته رسېدلي وي او د سمي پرېكړي او صحيح انتخاب جوگه وي.

يو د بل كفو او سيال وي او اجتماعي حالت ئې سره ورته وي.

د يوې كورنۍ جوړولو او اولاد پاللو په موخه وي، نه د جنسي غريزې د اشباع په موخه موقته اړيكه.

د دواړو كورنيو په توافق وي.

مناسب مهر وټاكل شي.

لږ تر لږه دوه شاهدان په منځ كي وي.

څرگنده وي او پټه پاته نشي.

لكه چي گورئ په دې آيت كي د نكاح لپاره خاص وخت او حد په گوته شوي، او ويل شوي ، او تر هغه يتيمان آزمويئ چي د نكاح (پړاو) ته ورسېږي، دا ټاكلى پړاو بلوغ (ځواني او پېلغتوب) دئ، او د آيت له لارښووني په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د بلوغ ترڅنگ بايد رشد او د عقل پوخوالى هم په پام كي وي. 

دا پوښتنه راولاړېږي چي آيا پلار كولى شي د خپلي نابالغي لور په اړه د كوم خاص مصلحت په موخه دا پرېكړه وكړي چي كوم چا ته به ئې په نكاح وركوي؟ لنډ ځواب ئې دا دئ: هو؛ خو په دې شرط چي ټول لازم شرائط ئې په پام كي نيولي وي، د خپلي لور د خير او مصلحت لپاره دا كار وكړي، نكاح ئې له بلوغ وروسته او د لور په موافقه وي، لور دا حق لري چي دا نكاح فسخ كړي.

البته په دې اړه د علماوو تر منځ اختلاف دئ، ځيني د قرآن په يوه آيت استناد كوي او وايي چي د نابالغي نجلۍ نكاح كول مانع نه لري، آيت دا دئ:

او ستاسي هغه مېرمني چي له حيض ناهيلې شوې دي كه شكمن شوئ نو عدت ئې درې مياشتي دئ او د هغو هم چي حيض ئې نه دئ شوى، او د حامله مېرمنو نېټه دا ده چي خپل حمل وزېږوي، او څوك چي له الله ووېرېږي هغه ته به په خپل كار كي آسانى وگرځوي. الطلاق: 4

په دې مبارك آيت كي د عدت په اړه لاندي لارښووني شوې:

ستاسي هغه مېرمني چي له حيض ناهيلي شوې دي كه شكمن شوئ نو عدت ئې درې مياشتي دئ. دلته څو خبري بايد په پام كي ونيول شي: 1- له هغه مېرمني مراد دي چي د زړښت له كبله له حيض ناهيلي شوې، يعني د دوى عدت د درې حيضونو پر ځاى درې مياشتي حساب كړئ، 2- د په اړه ځينو مفسرينو ويلي چي معنى ئې د اړوند حكم په ارتباط شك دئ، يعني كه شكمن شوئ چي حكم به ئې څه وي نو پوه شئ چي حكم ئې دا دئ، چي دا يقيناً ډېر كمزورى تعبير دئ، ځينو نورو ويلي چي معنى ئې دا ده: كه شكمن شوئ او داسي وينه ترسترگو شوه چي نه پوهېږئ د حيض له كبله ده او كه د كومي بيمارۍ له كبله نو عدت ئې درې مياشتي دئ، داسي وينه انسان په شك كي اچوي چي دوى د عمر هغه حد ته رسېدلې كه نه چي د حامله كېدو او زېږون امكان له منځه ځي، د آيت له فحوى په څرگنده توگه معلومېږي چي د دوهمي ډلي مفسرينو رأيه دقيقه ده، دا ځكه چي د حكم په اړه شكمن كېدل وارد او مناسب نه برېښي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.