ښځه او حقوق ئې – لسمه برخه – حكمتيار — ډیلی شهادت

 

ښځه او حقوق ئې – لسمه برخهحكمتيار

 

ډیلی شهادت

 

 آيا مېړه حق لري خپله مېرمن ووهي؟

د (قانون منع خشونت عليه زن) محوري او بنسټيز هدف د ښځو په ضد د تشدد مخنيوى ښودل شوى، خو كه دا قانون په غور او دقت سره وڅېړو په آسانۍ راته جوته كېږي چي د ليكونكو موخه د افغاني ټولني او د دې ټولني د هري كورنۍ هغه جوړښټ ړنگول دي چي بنسټ ئې پر اسلامي لارښوونو اېښودل شوى، افغاني كورنۍ ته ئې ځانگړى او امتيازي مقام وركړى، د اولاد لپاره ئې مصئون او خوندي چاپېريال رامنځته كړى، د فكري او اخلاقي يرغلونو په وړاندي ئې د هغوى ساتنه كړې. د دې قانون له لاري هڅه شوې چي مېرمن د مېړه او پلار په وړاندي بغاوت ته وهڅول شي، داسي ښودل شوې چي د ښځو په ضد تاو تريخوالى هغه مهال له منځه ځي چي په كورنۍ كي د پلار او مېړه واكمني او قيموميت (د دوى په اصطلاح مرد سالاري) پاى ته ورسېږي، لور او ښځه دا حق تر لاسه كړي چي په خپل سر او خپله خوښه او پرته له دې چي د پلار او مېړه اجازې او موافقې ته اړه وي له كوره وتلى شي، له هر چا سره ليدلى او كتلى شي، نه پلار د هغې مخنيوى كولى شي او نه مېړه، د داسي مخنيوي په صورت كي به له سزا سره مخامخ كېږي!!  حتى كه پلار له كوم ناصالح فرد سره د خپلي پېغلي لور له ازدواج ممانعت وكړي نو سزا به ئې څو مياشتي حبس وي!!  

 

د دې سپېرو اوراقو له ليكونكو او حاميانو زموږ لومړۍ پوښتنه دا ده چي ولي يوازي د ښځو په اړه زړه سوى ښيئ او يوازي د دوى په اړه د تشدد د مخنيوي لپاره قوانين وضع كوئ؟ ولي مو نارينه او ماشومان هېر كړي او داسي قانون نه وړاندي كوئ چي نور مظلومان هم احتوى كړي؟ مگر د دوى په خلاف تشدد تر ښځو لږ او خفيف دئ؟ ولي ئې نه دي ويلي چي تشدد جرم دئ كه دا د نارينه په ضد وي، كه د ښځي په ضد، كه د زوړ په ضد او كه د ځوان او ماشوم په خلاف؟ ولي ئې نه دي ويلي چي نه مور حق لري خپل ماشوم ووهي، نه استاد خپل شاگرد، نه افسر خپل عسكر، نه پوليس عام وگړى او په جرم تورن كس؟ مگر پر ماشومانو باندي ظلم او تېرى تر ښځو زيات نه دئ؟ مگر له متهم او تورن بندي سره د پوليس او مستنطق چلن تر هغه په څو څو ځله زيات غضبناك او شديد نه دئ چي كوم عصبي او له رواني پلوه بيمار خاوند ئې له خپلي مېرمني سره كوي؟! يوازي د ښځو په اړه داسي قانون راايستل يعني څه؟!! اصولي خبره خو دا ده چي ووايو: هيڅوك حق نه لري كوم انسان د باصلاحيته او قانوني محكمې له شرعي او قانوني پرېكړي پرته مجازات او تعذيب كړي، او دا هغه څه دي چي تر ټولو وړاندي اسلام ويلي او نورو په دې ميدان كي د اسلام تقليد كړى.

 

د دې قانون وړاندي كوونكو په ډېر خلاص لاس سزاگاني ټاكلې دي، هغه هم پلار او مېړه ته، او دا هم په داسي حال كي چي خپلو سپېرو پاڼو ته ئې د قانون منع خشونت نوم وركړى!! پرته له دې چي د دې پروا ولري چي سزا د يوه انسان پر كرامت، عزت او آزادۍ تېرى دئ، هغه چاته بايد وركړى شي چي د دې وړ وي، په خپل جرم او گناه سره ئې خپل عزت يا د بل عزت او حق تر پښو لاندي كړى وي، سزا د جرمونو د مخنيوي آخري چاره ده، هغه مهال بايد اجراء شي چي نوري لاري چاري اغېزمني ثابتي نشي، د سزا پرېكړه د كافي او ژور تحقيق او احتياط غوښتنه كوي، دا مجال بايد هيچا ته ورنه كړى شي چي د يوه انسان كرامت په آسانۍ تر پښو لاندي كړى شي، ټول هغه ضروري احتياطي تدابير بايد په پام كي ونيول شي چي چارواكو ته په خلاص لاس د هر چا تعذيبولو او هر چا ته د سزا وركولو فرصت په لاس ورنه شي، د همدې لپاره ده چي قرآن د زنا كوونكي د مجازات لپاره د څلورو مسلمانو شاهدانو شهادت ضروري گڼلى، هغه هم داسي شهادت چي شاهد به د نږدېكت حالت په خپلو سترگو په داسي توگه ليدلى وي لكه سلايي د رانجو په كڅوړه كي. له دې شرط معلومېږي چي اسلام د يوه انسان د مجازات په اړه څومره احتياط لازم كړى، كه څوك بل په زنا تورن كړي خو د خپلي ادعاء د اثبات لپاره څلور شاهدان حاضر نه كړى شي، هغه مفتري او فاسق گڼل كېږي، په درو به وهل كېږي او له دې وروسته به ئې هيڅ شهادت د منلو وړ نه وي. كه د ښځي خپل خاوند دا تور ولگوي نو يا به څلور شاهدان راولي او يا به څلور ځله د الله په نامه لوړه كوي چي رښتيا وايي او پنځم ځل به وايي: كه دى دروغجن وي نو د الله لعنت دي ورباندي وي، خو كه ښځه اعتراف ونكړي او د خاوند په څېر په څلور ځله قسم او يو ځل لعنت سره دا اتهام رد كړي د قاضي په وړاندي برئ گڼل كېږي. د شاهدانو شهادت هم يوازي په هغه صورت كي اعتبار لري چي دا عمل ئې په خپلو سترگو ليدلى وي، د شك او گمان په بنياد شهادت نه منل كېږي. دا ټول احتياطي تدابير د دې لپاره دي چي هسي د شك او وهم په بنسټ څوك مجازات نشي او عزت ته ئې تاوان ونه رسېږي، د ناروا او په خپل سر قتلونو مخنيوى وشي، قضايا محكمې ته وړاندي شي او قاضي له پوره غور او دقت وروسته په احتياط سره فيصله وكړي. خو د دې سپېرو پاڼو ليكونكو ليكلي: كه خاوند خپله مېرمن بهر ته له تگ منع كړه بايد مجازات شي، سزا به ئې څو مياشتي حبس وي!! كه پلار خپله لور له كوم كس سره (كه څه هم ناصالح او مفسد وي او د دوستۍ وړ نه وي) له ازدواج منع كړه په څو مياشتو حبس به محكومېږي!! كه پلار خپله لور او مېړه خپله مېرمن تأديب كړه بايد په څو مياشتو حبس محكوم شي!! او دې ته ورته ډېري نوري سزاگاني!!

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.