ښځه او حقوق ئې – يوولسمه برخه – حکمتيار — ډیلی شهادت

 

ښځه او حقوق ئې – يوولسمه برخه – حکمتيار

ډیلی شهادت


د
دې سپېرو پاڼو ليكونكي په دې نه پوهېږي چي د تعذيب او تأديب تر منځ ډېر ژور توپيرونه شته، يو ئې جائز دئ او د ولي او مربي رأيي ته پرېښودل شوى او بل ئې هر فرد ته ناجائز گڼلى او واك ئې شرعي محكمې ته سپارلى، قاضي هم يوازي د قانون مطابق سزا وركولى شي، تعذيب او مجازات هغي قانوني سزا ته ويل كېږي چي د محكمې له لوري او د قانون له مخي د يوه داسي عمل له كبله يوه مجرم ته وركول كېږي چي قانون ئې جرم گڼي، د سزا حد هم په قانون كي ټاكل شوى، او تأديب د مهرباني او زړه سواندي مور هغه چلن ته ورته كار دئ چي د خپل شوخ زوى د اصلاح لپاره ئې كوي، په لومړي ځل له مهربانۍ او خواخوږۍ ډك نصحيت ورته وكړي، په دوهم ځل تندى ورته تريو كړي، په درېيم ځل ئې تهديد كړي او ورته ووايي پلار ته دي وايم چي غوږ دي تاو كړي، په څلورم ځل ترې مروره شي او مخ ترې واړوي، كه دا هم اغېزمن نه شو نو لاس پرې پورته كړي او پر داسي ځاى څپېړه وركړي چي د ټپي كېدو احتمال ئې كم وي، پر اوږې او كوناټو ئې په څپېړي ووهي. يوازي يو ناپوه انسان به دې دواړو ته په يوه سترگه گوري. لكه څنگه چي دولت ته دا حق وركړى شوى چي مجرمينو ته تعزيري سزا وركړي او داسي سزا په هيڅ دين، مذهب او نظام كي د عدل او انساني كرامت خلاف عمل نه گڼل كېږي؛ همداسي د پلار او مېړه له لوري د لور او مېرمني تأديب نه د عدل خلاف عمل دئ او نه د انساني كرامت خلاف عمل


اسلام زوجينو ته توصيه كوي چي يو به له بل سره په غوره توگه او له ميني او
احترام سره چلن كوي، وايي تر ټولو غوره مسلمان هغه دئ چي له خپلي مېرمني سره په چلن كي تر نورو غوره وي، تر ټولو غوره مېرمن هغه ده چي مينه ناكه، پاك لمنه او خپل مېړه ته مطيع وي، د مېرمني د نشوز او سرغړاوي په صورت كي نارينه ته د تأديب حق وركړى شوى خو دا به په كومي لويي فتنې كي د مېرمني له پرېوتو د مخنيوي په موخه وي نه د كوم جرم سزا، او نه په داسي مواردو كي چي ده ته ئې ډوډۍ نه ده تياره كړې، جامې ئې نه دي مينځلې، او حتى د ده ماشوم ته ئې تى نه دئ وركړى، په داسي مواردو كي قطعاً د هغې د تأديب او وهلو حق نه لري، قرآن وايي: كه مېرمني خپل ماشوم ته له تي وركولو ډډه وكړه مېړه مكلف دئ  بله مناسبه چاره وكړي.  


د زوجينو تر منځ په كورنيو چارو كي د مشورې سپارښتنه

اسلامي شريعت مېړه
او مېرمن پر دې مكلف كړي چي په اړوند چارو كي به په خپلو كي مشوره كوي، مېړه ته وايي: له خپلي مېرمني سره په ښه او معروفه توگه چلن كوه، وايي: تر ټولو غوره انسان هغه دئ چي له خپلي مېرمني سره په خپل چلن كي تر نورو غوره وي، له طلاق وروسته ئې هم ښځه او مېړه په دې مكلف كړي چي د خپل تي خور ماشوم په اړه به مشوره كوي، په دې موده كي به مور تى وركوي او پلار به د دې د رزق روزي او جامو ذمه وار وي، خو نه به مور په خپل زوى ځورول كېږي او نه پلار، كه پلار نه وي نو په ورثه وو دا ذمه واري راځي، د تي وركولو پوره موده دوه كاله ده، خو كه مور پلار وغواړي چي د كوم ضرورت يا مصلحت له مخي دا موده رالڼده كړي نو په دوه شرطه دا كار كولى شي: دواړه به په دې كار راضي وي او په خپلو كي به ئې مشوره كړې وي. مشوره او د دواړو رضايت او موافقه ئې شرط كړى. گورئ چي اسلام په كورني ژوند كي مېړه او مېرمن په دې مكلف كړي چي كار به ئې په مشوره او د طرفينو په رضايت وي. له دې آيت د اسلام له نظره د مشورې حقيقت هم څرگندېږي، له مشورې به هغه پرېكړه راوځي چي دواړه خواوي ورباندي راضي او متفق وي، مشوره دا نه ده چي يو طرف به له بل فقط نظر او رأيه غواړي او وروستۍ پرېكړه به دى په خپله كوي، مشوره د بل د رأيي معلومولو لپاره نه وي، داسي مشوره هيڅ ارزښت نه لري، چي يو كس دي د نورو رأيه واوري خو پرېكړه دي په خپله او د نورو له موافقې او رضايت پرته وكړي، مشوره دې ته ويل كېږي چي د تفاهم او بحث په نتيجه كي د طرفينو د خوښي هغه پرېكړه ترې راووځي چي دواړه ورباندي راضي او متفق وي.


د كورنۍ اهميت

اسلام كورنۍ ته د ټولني د لويي ماڼۍ د يوې اساسي خښتي په
سترگه گوري، په كورنۍ كي ناخوالي د ټولني د ټولو ناخوالو بنسټ گڼي، پيغمبر عليه السلام فرمايي چي شيطان تر بل هر كار په دې ډېر خوشحاله كېږي چي د مېړه او ښځي ترمنځ داسي اختلاف راولاړ شي چي د كورنۍ په متلاشي كېدو منتج شي، شيطان چي د فتنو راولاړولو لپاره خپلي لښكري هري خوا ته لېږي، ځيني ئې خلك قتلونو ته هڅوي، ځيني ئې غلا، شراب، زنا او نورو گناهونو ته، خو ابليس تر بل هرچا د هغه شيطان په شرارت ډېر خوښ شي او هغه په شا وټپوي چي يوه كورنۍ ئې تباه كړې او ښځه او مېړه ئې سره بېل كړي. د همدې لپاره قرآن د كورني ژوند د مختلفو قضاياوو په اړه په ډېر دقت او تفصيل سره بحث كړى او د ټولو مسائلو په ارتباط ئې واضح او ژوري لارښووني كړې.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *