ښځه او حقوق یی – اتلسمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق یی – اتلسمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

د مېړوښو په اړه د اسلام لارښوونه

اسلام وايي: هيڅوك حق نه لري د بل منكوحه مېرمن په نكاح كړي، مگر له هغه وروسته چي مېړه ئې طلاق وركړي او د عدت موده ئې بشپړه شي، هيڅوك بايد د هغي ښځي د نكاح كولو هڅه ونه كړي چي بل مسلمان له هغې سره د نكاح پيغام لېږلى او معامله لا پاى ته نه ده رسېدلې، لكه څنگه چي په تجارتي امورو كي موږ ته سپارښتنه كوي چي د خپل مسلمان ورور په مبايعې كي خنډ نشو همداسي بايد د هغي مېرمني د نكاح كولو هڅه ونه كړو چي بل مسلمان ورسره په تفاهم بوخت دئ. د قرآن دې آيت ته ځير شئ:

او مېړوښي ښځي (هم درته حرامي دي) مگر هغه چي ستاسو په واك كي وي، دا پر تاسو ليكلې الهي فريضه ده او له دې سوا درته روا كړى شوې، چي په خپل مال سره ئې د نكاح كوونكو په توگه لټه وكړئ، نه د زنا كوونكو په توگه، نو كه په دې (مال) سره مو له دې تمتع اخيستل وغوښتل، نو فرض مهر ئې وركړئ او له مهر وروسته په هغه څه كي كومه گناه درباندي نشته چي په خپلو كي ورباندي راضي شئ، بې شكه چي الله باحكمته پوه دئ. النساء: 24

دلته د قرآن څو لارښووني زموږ په وړاندي ځلېږي:

مېړوښي ښځي د نورو محرماتو په ضمن كي دي، په استثناء د هغو مېړوښو ښځو چي د مسلمانانو په واك كي راغلې او له خپلو سابقه مېړونو سره ئې تعلق قطع شوى، چي دا يا وينځي دي او يا له محارب دښمن په اسارت نيول شوې مېرمني، وينځي خو اوس نشته، د اسيرو مېرمنو په اړه به يو له دغو كارونو كېږي: كه ايمان راوړي نو د مسلمانو مېرمنو سلوك به ورسره كېږي، كه په خپل مذهب ټينگار وكړي نو د مسلمانانو امير به يا دوى له خپلو اسيرانو سره تبادله كوي، يا به ئې د فديې په مقابل كي خوشې كوي او كه دا ممكن نه وو نو چا ته به ئې په نكاح وركوي مشروط په دې چي نكاح ئې جائزه وي.

له دغو ښځو علاوه نوري په دوه شرطونو په نكاح كولى شئ: لومړى دا چي په خپلي نكاح كي د دوى د ساتلو په اراده به ئې په نكاح كوئ نه د خپلي جنسي غريزې د اشباع لپاره په موقته توگه، او دوهم دا چي مهر ئې وركړئ.

قرآن د نكاح كوونكو نارينه وو لپاره د محصِنين او د نكاح كېدونكو ښځو لپاره د محصَنات صيغه كارولې، حِصن كلا ته وايي او محصِن هغه چا ته وايي چي بل په خپل حفاظت كي ساتي او محصَن هغه چا ته چي بل ئې د خپل حفاظت په غېږ كي ساتي، په دې سره قرآن د نكاح حقيقت څرگند كړى، يعني دا چي نكاح يوه موقته جنسي رابطه نه ده چي محض د خپل شوق پوره كولو يا د خپل جنسي ضرورت د رفع كولو لپاره ترسره شي، برعكس دا د نكاح په قيد او احاطه كي د يوې كورنۍ د جوړولو لپاره غيرموقت تړون دئ، پام كوئ چي دې سپېڅلي تړون ته د پټي يارانې، يا د جنسي غريزي د اشباع رنگ ورنه كړئ.

ډېره عجيبه ده چي څوك د قرآن دا صراحت له پامه وغورځوي او موقته نكاح جائز وگڼي!! قرآن نه يوازي نكاح يو غير موقت تړون گڼي او په تكرار او ټينگار سره دا خبره كوي او په هيڅ ځاى كي ئې داسي لفظ نه دئ كارولى چي له هغه د موقتي نكاح د جواز شائبه راپيدا شي، بلكي د بيان له لهجې ئې معلومېږي چي موقته نكاح داسي گڼي لكه شهواني اقدام او په پټه يار نيول. پيغمبر عليه السلام دغو تأكيداتو ته په پام سره موقته نكاح تحريم كړه. 

له نكاح او استمتاع وروسته ښځو ته خپل ټاكلى مهر له وعدې سره سم وركول يوه الهي فريضه ده. خو كه ښځه او مېړه په خپلو كي د مهر په اړه كومه پرېكړه كوي، يو بل ته له خپل حق تېرېږي، د وركړي موده ئې بدلوي يا كوم بل تغيير په كي راولي، دا كار كولى شي.

د آيت دوهمه برخه د لومړۍ برخي لپاره مزيد شرح او تفصيل دئ، په (فاء) او (به) سره له مخكنۍ برخي سره تړل شوې او په ډېر صراحت سره ښيي چي په دغي فقرې (أُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاءَ ذَلِكمْ أَن تَبْتَغُوا بِأَمْوَلِكُم) كي راغلى مطلب، په بعدي فقرې (فَمَا استَمْتَعْتُم بِهِ مِنهُنَّ فَئَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضةً) كي مزيد توضيح شوى دئ، دلته له استمتاع؛ ځان ته حلالول او ترې گټه اخيستل مراد دي، له (به) مال او له (اجورهن) د دوى مهر. لكه څنگه چي دا برخه د مخكنۍ لپاره شرح ده، له دې وروسته برخه د دې لپاره مزيد شرح ده: وَ لا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَضيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضةِ.

متأسفانه ځينو له (استمتاع) (متعه) او موقته نكاح اخيستې او له (اجور) ئې د مهر پر ځاى د موقتي نكاح اجوره. حال دا چي استمتاع له دې ځاى علاوه په پنځو نورو ځايونو كي هم راغلې او په هيڅ ځاى كي د متعه معنى نه وركوي او يوازي د متمتع كېدو او گټي اخيستو معنى افاده كوي او اجور د مهور په معنى په پنځو نورو آيتونو كي هم راغلى: د دې سورې په 25 آيت كي هم له اجور مراد مهور دئ نه بل څه.

مصيبت دا دئ چي ځيني كسان د خپل مسلك او مذهب مربوط روايت ځان ته معيار او ملاك كړي او دا هڅه كوي چي د قرآن آيتونه د دغو رواياتو په گټه تأويل كړي، كه كوم روايت د قرآن له كوم آيت سره مغاير مومي او د آيت ټول الفاظ او د الفاظو تركيب ئې په صراحت او قاطعيت سره د ده روايت نفي كوي، دې ته نه تيارېږي چي يا روايت پرېږدي يا ئې د آيت په گټه تأويل كړي، برعكس د آيت صريح مفهوم پرېږدي او داسي كوږ او له تكلف ډك مطلب ترې راباسي چي همدا غلط او ضعيف روايت تأييد كړي. د موقتي نكاح او متعې په اړه ئې كوم روايت ترلاسه كړى، بايد له قرآن د دې روايت په تأييد كي كوم دليل راپيدا كړي، خو څرگند دليل نه مومي، برعكس گوري چي قرآن د نكاح په دوام او غيرموقت والي تأكيد كوي، د نكاح كوونكو لپاره د (محصنين) او د نكاح كېدونكيو لپاره د (محصنات) الفاظ كاروي او مسلمانانو ته مكرر او په تأكيد سره وايي چي له نكاح داسي څه مه جوړوئ چي څرگندي زنا يا د پټي يار نيولو ته ورته وي، خو دى د قرآن مغاير روايت نشي پرېښودى، ناچار به په آيت كي لاسوهنه كوي او مطلب به ئې داسي برابروي چي د روايت تأييد ترې راووځي!! هغه روايت به څنگه د اعتبار وړ گڼو چي د قرآن له صريح آيت سره تضاد او تعارض لري؟! په قرآن د ايمان تقاضا خو دا ده چي د داسي روايت په اړه ووايو: ښايي راوي اشتباه كړې ده يا ښايي دا روايت د هغي مرحلې په اړه وي چي لا دا آيت نه وو نازل شوى. قرآن د داسي خلكو څېره څومره ښه او دقيقه انځور او څنگه ئې هغوي معرفي كړي، هلته چي فرمايي:

او له دوى يوه ډله داسي ده چي په خپلي ليكني او كتاب خپلي ژبي داسي اړوي چي ته هغه د الله د كتاب يوه برخه وبولې، په داسي حال كي چي هغه د الله د كتاب برخه نه ده، دوى وايي: دا خبري ټولي د الله له لوري دي په داسي حال كي چي د الله له خوا نه دي، په الله پوري دروغ تړي سره له دې چي ښه پوهېږي. آل عمران: 78

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.