ښځه او حقوق یی – شلمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

ښځه او حقوق یی – شلمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

دلته الله تعالى شاهد نيول د قسم او لوړي په معنى راغلى او دا ښيي چي په حقيقت كي هر قسم او لوړه د شاهد نيولو په معنى وي، كه تاسو د قرآن قسمونو ته ځير شئ نو درته جوته به شي چي د قرآن قسمونه د دې لپاره نه دي چي گواكي الله تعالى د خپل مخاطب د اقناع او تشويش رفع كولو لپاره په كوم ستر او با عظمته شي لوړه كړې!! دا نه د قسم د مفهوم او معنى په اړه صحيح تعبير دئ او نه د قرآن د قسمونو سم تفسير، د قرآن هر قسم د استشهاد لپاره دئ، زموږ قسمونه هم د استشهاد لپاره وي، كله چي موږ وايو: پر الله تعالى قسم كوم چي رښتيا وايم؛ معنى ئې دا ده چي الله تعالى شاهد دئ چي زه رښتيا وايم، كه قسم د تعظيم لپاره وى نو بيا خو به دا هم جائزه وه چي ووايو: په مسجدالحرام قسم، په قرآن قسم، پر پيغمبر قسم، داسي قسمونه نه يوازي جائز نه دي بلكي صحيح هم نه دي، دا ځكه چي دا شيان (مقسم به) زما د رښتينولۍ شاهد او گواه نه دي، يوازي الله تعالى زما په اړه شاهد كېدى شي، نو يوازي پر الله تعالى لوړه او قسم د معنى او مفهوم له پلوه صحيح او له شرعي پلوه جائز دئ. په بل څه قسم د معنى له پلوه غلط او له شرعي پلوه ناجائز دئ. الله تعالى چي په كومو شيانو لوړه كړې هغه ئې د شاهد په توگه وړاندي كړى، د مثال په توگه الله تعالى په هغه سيند لوړه كړې چي د فرعونيانو په مړو ډك شو (والبحر المسجور)، او د دې مقصد دا دئ چي: د فرعونيانو په مړو ډك بحر گواهي وركوي چي كه د زمانې د هر فرعون په وړاندي د موسى په څېر مجاهد راپيدا شو نو د دې فرعون برخليك به داسي وي لكه د مخكني فرعون.

د دې مباركو آيتونو په معنى د لازيات پوهېدا لپاره لاندي روايات په پام كي ولرئ:  

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ جَاءَ هِلاَلُ بْنُ أُمَيَّةَ وَهُوَ أَحَدُ الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ فَجَاءَ مِنْ أَرْضِهِ عَشِيًّا فَوَجَدَ عِنْدَ أَهْلِهِ رَجُلاً فَرَأَى بِعَيْنَيْهِ وَسَمِعَ بِأُذُنَيْهِ فَلَمْ يَهِجْهُ حَتَّى أَصْبَحَ ثُمَّ غَدَا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّى جِئْتُ أَهْلِى عِشَاءً فَوَجَدْتُ عِنْدَهُمْ رَجُلاً فَرَأَيْتُ بِعَيْنِى وَسَمِعْتُ بِأُذُنِى فَكَرِهَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مَا جَاءَ بِهِ وَاشْتَدَّ عَلَيْهِ فَنَزَلَتْ (وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ شُهَدَاءُ إِلاَّ أَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ) الآيَتَيْنِ كِلْتَيْهِمَا فَسُرِّىَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ « أَبْشِرْ يَا هِلاَلُ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ لَكَ فَرَجًا وَمَخْرَجًا ». قَالَ هِلاَلٌ قَدْ كُنْتُ أَرْجُو ذَلِكَ مِنْ رَبِّى. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « أَرْسِلُوا إِلَيْهَا ». فَجَاءَتْ فَتَلاَ عَلَيْهِمَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَذَكَّرَهُمَا وَأَخْبَرَهُمَا أَنَّ عَذَابَ الآخِرَةِ أَشَدُّ مِنْ عَذَابِ الدُّنْيَا فَقَالَ هِلاَلٌ وَاللَّهِ لَقَدْ صَدَقْتُ عَلَيْهَا فَقَالَتْ قَدْ كَذَبَ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «لاَعِنُوا بَيْنَهُمَا ». فَقِيلَ لِهِلاَلٍ اشْهَدْ. فَشَهِدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ فَلَمَّا كَانَتِ الْخَامِسَةُ قِيلَ لَهُ يَا هِلاَلُ اتَّقِ اللَّهَ فَإِنَّ عَذَابَ الدُّنْيَا أَهْوَنُ مِنْ عَذَابِ الآخِرَةِ وَإِنَّ هَذِهِ الْمُوجِبَةُ الَّتِى تُوجِبُ عَلَيْكَ الْعَذَابَ. فَقَالَ وَاللَّهِ لاَ يُعَذِّبُنِى اللَّهُ عَلَيْهَا كَمَا لَمْ يَجْلِدْنِى عَلَيْهَا. فَشَهِدَ الْخَامِسَةَ أَنَّ لَعْنَةَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ثُمَّ قِيلَ لَهَا اشْهَدِى. فَشَهِدَتْ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ فَلَمَّا كَانَتِ الْخَامِسَةُ قِيلَ لَهَا اتَّقِى اللَّهَ فَإِنَّ عَذَابَ الدُّنْيَا أَهْوَنُ مِنْ عَذَابِ الآخِرَةِ وَإِنَّ هَذِهِ الْمُوجِبَةُ الَّتِى تُوجِبُ عَلَيْكِ الْعَذَابَ. فَتَلَكَّأَتْ سَاعَةً ثُمَّ قَالَتْ وَاللَّهِ لاَ أَفْضَحُ قَوْمِى فَشَهِدَتِ الْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِنْ كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ فَفَرَّقَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بَيْنَهُمَا وَقَضَى أَنْ لاَ يُدْعَى وَلَدُهَا لأَبٍ وَلاَ تُرْمَى وَلاَ يُرْمَى وَلَدُهَا وَمَنْ رَمَاهَا أَوْ رَمَى وَلَدَهَا فَعَلَيْهِ الْحَدُّ وَقَضَى أَنْ لاَ بَيْتَ لَهَا عَلَيْهِ وَلاَ قُوتَ مِنْ أَجْلِ أَنَّهُمَا يَتَفَرَّقَانِ مِنْ غَيْرِ طَلاَقٍ وَلاَ مُتَوَفَّى عَنْهَا وَقَالَ …

له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي هلال بن اميه، يو له هغو دريو چي الله تعالى د هغوى توبه قبوله كړه، له خپلي زمكي ماخستن راغى او د خپلي مېرمني خوا ته ئې يو سړى وموند، په خپلو سترگو ئې وليد او په خپلو غوږونو ئې د هغه غږ واورېد، نو هيجاني ئې نه كړ، تر هغه چي سبا شو او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغى او وئې ويل: يا رسول الله! زه ماخستن خپل اهل ته راغلم نو د هغوى خوا ته مي يو سړى وموند، په خپلو سترگو مي وليد او په خپلو غوږونو مي غږ واورېد، رسول الله صلى الله عليه وسلم د ده په دې وينا ناراض شو او سخته پرې تمامه شوه، نو دا دواړه آيتونه نازل شول: (وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ شُهَدَاءُ إِلاَّ أَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ ….)، نو له رسول الله صلى الله عليه وسلم د وحي لړۍ جلا شوه او وئې ويل: اې هلاله! خوښ اوسه چي الله تا ته له كړاو د وتلو لار پرانيسته، هلال وويل: له خپل رب مي همدا انتظار وو، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هغې ته څوك ولېږئ، او هغه راغله، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دواړو ته دا آيتونه تلاوت كړل، نصيحت ئې ورته وكړ او په دې ئې پوه كړل چي د دنيا تر عذاب د آخرت عذاب ډېر سخت دئ، نو هلال وويل: په الله قسم چي ما د دې په اړه رښتيا ويلي، هغې وويل: يقيناً چي دروغ ئې وويل، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د دوى تر منځ ملاعنت وكړئ، نو هلال ته وويل شول: شهادت ووايه، نو هغه څلور ځلي الله شاهد كړ چي دى رښتينى دئ او كله چي پنځم ته خبره ورسېده ورته وويل شول: اې هلاله! له الله ووېرېږه، په دې پوه شه چي د دنيا عذاب د آخرت په پرتله ډېر آسان دئ، او دا قسم هغه سبب دئ چي هغه عذاب به دي په برخه كړي، وئې ويل: قسم په خداى چي الله به مي د دې په اړه نه تعذيبوي؛ همداسي لكه چي د دې په اړه مي په درو نه وهي، نو پنځم ځل ئې خداى شاهد ونيو چي كه دى دروغجن وي نو د الله لعنت دي پر ده وي، بيا هغې ته وويل شول: ته خپل شهادت وړاندي كړه، نو هغې څلور ځلي خداى شاهد ونيو چي دى دروغجن دئ او كله چي پنځم ته خبره ورسېده ورته وويل شول: له الله ووېرېږه، په دې پوه شه چي د دنيا عذاب د آخرت په پرتله ډېر آسان دئ، او دا قسم هغه سبب دئ چي هغه عذاب به دي په برخه كړي، نو يوه شېبه ودرېده او زړه نا زړه شوه، بيا ئې وويل: قسم په خداى چي زه به خپل قوم رسوا نكړم، نو پنځمه لوړه ئې وكړه او وئې ويل: كه دى رښتينى وي نو پر ما دي د الله غضب وي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دوى سره بېل كړل (نكاح ئې فسخ كړه) او دا پرېكړه ئې وكړه چي د دې بچى به هيڅ پلار ته نه منسوبېږي، نه به دا تورنه كېږي او نه ئې زوى، او چا چي دا تورنه كړه يا ئې د دې زوى تورن كړ نو پر هغه به حد لازمېږي، او دا پرېكړه ئې وكړه چي نه ئې پر مېړه كور وركول شته او نه نفقه، له دې كبله چي دوى له طلاق پرته سره بېلېږي او مېړه نه دئ ترې وفات شوى…

سنت دا دئ چي د داسي مېړه او مېرمني تر منځ به له دغو قسمونو وروسته بېلوالى راځي او نكاح ئې فسخ كېږي، مېړه د مهر بېرته اخيستو حق هم نه لري. د دوى تر منځ بيا نكاح هم جائز نه ده. د لعان دا معامله به په محكمې كي او د قاضي په وړاندي ترسره كېږي. له لعان څخه د تورن يا تور لگوونكي اجتناب د اعتراف په معنى دئ، خو قاضي به هغه مهال سزا وركوي چي په خپلي خولې اعتراف وكړي، تر هغه ئې د بندي ساتلو حكم كولى شي، دا ځكه چي د سزا لپاره يا شاهد يا اعتراف اساسي شرط دئ.

د لعان په اړه د فقهاوو تر منځ اتفاقي ټكي دا دي:

تورن او تورلگوونكي ته د قاضي له لوري كومه سزا نشي وركول كېدى، دواړه له سزا معاف گڼل كېږي، دروغجن ته به الله تعالى سزا وركوي.

كه نارينه د ماشوم نسبت ځان ته ونه مني نو هغه به مور ته منسوبېږي، له پلاره د ميراث مستحق نه گڼل كېږي.

هيڅوك حق نه لري دې ماشوم ته ولد الزنا ووايي او مور ئې زناكاره وبولي، كه څوك دا كار وكړي د قذف سزا مستحق دئ.

د مېرمني د مهر حق نه ساقطېږي.

دا مېرمن پر مخكني مېړه د تل لپاره حرامه ده.

په دې اړه د فقهاوو تر منځ اختلافي ټكي دا دي:

ځيني وايي: كله چي مېړه د لعان الفاظ بشپړ كړي په همدې سره طلاق واقع شو، كه څه هم ښځي د ده ځواب نه وي ويلى.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.