ښځه او حقوق یی – یوویشتمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق یی – یوویشتمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

ځيني نور په دې باور دي چي د طلاق پرېكړه به د قاضي له لوري كېږي، خو كه مېړه په خپله طلاق وركړي دا غوره دئ. امام ابو حنيفه او امام ابو يوسف په همدې رأيه دي او همدا صحيح او د سنت مطابق معلومېږي، ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوى تر منځ د بېلېدو پرېكړه كړې او د هغه چا په عمل ئې اعتراض نه دئ كړى چي خپلي تورني مېرمني ته ئې د لعان په پاى كي طلاق وركړى، كه طلاق په خپله واقع كېدى نو نه به رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوى د بېلېدو مستقله پرېكړه كوله او نه به هغه صحابي د طلاق الفاظ كارول.

كه چا په لومړۍ شپه او له مجامعت مخكي خپله مېرمن طلاق كړه، كه ئې مهر ټاكل شوى وي نو نيمايي مهر به ښځي ته وركوي او كه له مجامعت وروسته ئې طلاق كړه بشپړ مهر به وركوي. كه ئې مهر نه وو ټاكل شوى، نو د خپل وس او توان مطابق به مناسبه متاع او جامه وركوي. قرآن د همدې لپاره د مهر حق ښځي ته وركړى چي مېړه ئې په ناروا او د دې لپاره طلاق نه كړي چي تر دې ئې بله ښايسته موندلې، يا ئې زړه ترې تور شوى په بلي ئې بدلول غواړي، مهر ئې د ښځي په موافقې پوري مربوط كړى، ثابت حد ئې نه دئ ورته ټاكلى، دا مهر د دې راتلونكى تضمينوي، د دې ترڅنگ قرآن د زور او تپل شوې نكاح خبره نه كوي او له مېړه د طلاق حق نه سلبوي، دا كار د گټي په ځاى تاوان لري او كورنۍ له تلپاته كړاوونو، شخړو او ستونزو سره مخامخ كوي. كه كوم مېړه خپله مېرمن په زنا تورنه كړي، څنگه به ئې د قاضي په امر له ځان سره ساتي او څنگه به دا مېرمن داسي مېړه ته زړه وركوي او له هغه سره به ښه او ډاډمن ژوند كوي. د بې باورۍ او بې اعتمادۍ په صورت كي خو تر ټولو مناسبه چاره دا ده چي قاضي د طلاق پرېكړه وكړي نه دا چي د زور ملگرتيا په دواړو وتپي. د قرآن الفاظ دا دي:

په دې كي هم پر تاسو څه الزام او گناه نشته چي ښځي له نږدې والى يا دوى ته د كوم مهر له ټاكلو وړاندي طلاقي كړئ، خو څه مال متاع وركړئ، په توانمن د خپل توان په اندازه او په نېستمن د خپل وس په اندازه، مناسبه متاع په غوره توگه، دا يو حق دئ پر محسنينو. او كه مو له نږدې والي د مخه هغه وخت طلاقي كړې چي كوم مهر مو ورته ټاكلى وي نو د دې مهر نيمايي دئ، مگر دا چي هغوى (ښځي) ترې تېري شي او يا هغه كس تېر شي چي د نكاح غوټه ئې په لاس كي ده او كه عفو وكړئ، دا تقوى ته نږدې ده او په خپلو كي فضل او احسان مه هېروئ، بې شكه چي الله ستاسو د كړنو ښه ليدونكى دئ. البقرة: 236-237

يعني كه له نږدېوالي او صحيحه خلوت وړاندي په هغه وخت كي ښځي طلاقي كړئ چي لا مو مهرنه دئ ورته ټاكلى، نو په دې صورت كي نه كوم مكلفيت درپه غاړه دئ او نه دا د گناه كار دئ، خو دغو ښځو ته د خپل وس او توان په اندازه څه وركړئ، په دې سره به د دواړو كورنيو ترمنځ د تاو تريخوالي مخه نيول شوې وي او له بلي خوا به د هغي ښځي تسلي شوې وي، خو كه مهر مو ورته ټاكلى وو، نو بيا د دغه ټاكلي مهر نيمايي درباندي لازم دئ، مگر دا چي ښځه ترې تېره شي او يا دا چي نارينه پاته نيمايي هم وركړي، همدغه يو بل ته عفو، له خپل حق بل ته تېرېدل او فضل او احسان كول درته غوره دي.

قرآن نه د نجلۍ پلار او مور په دې مكلفوي چي د خپلي لور د پېغلتوب ثابتولو لپاره كومه ټوټه وړاندي كړي او نه مېړه په دې مكلفوي چي د نجلۍ پلار ته جريمه وركړي او همدا مېرمن حتماً او په نه زړه له ځان سره وساتي.

د قانون منع خشونت عليه زنان په ( 3) مادې كي راغلي: (تجاوز جنسي: ارتکاب فعل زنا يا لواط با زن بالغ توأم با اجبار و اکراه يا ارتکاب آن با زن نابالغ و يا تجاوز بر عفت وناموس زن است) يعني يوازي اجبارى زنا او لواطت جرم گڼل شوى او سزا ئې هم په يوه حالت كي حبس او په بل حالت كي مرگ ټاكلى، د دې قانون د ليكونكو او مدافعينو جسارت او سپين سترگتوب د حيرانتيا وړ دئ، ښايي داسي انگېري چي د صليبي ځواكونو دولس كلن حضور او د دوى پراخ دين دښمن فعاليتونه به د دې باعث شوي وي چي د افغان ولس ديني غيرت ذوب شي او اوس د دې وخت رارسېدلى چي داسي د اسلام ضد قوانين پر دې ټولني تحميل شي، كه پر ارگ ناستو ئې لاسليك كولى شي نو له ولسي جرگې ئې هم تأييد ترلاسه كولى شي، څوك چي په افغانستان كي د امريكايانو حضور، د دوى اډې، زندانونه، د افغانانو نيول او د خپلو اډو په زندانونو كي د هغوى ساتل، گوانتانامو ته د هغوى انتقال او له امريكا سره اوږد مهال امنيتي تړون منلى شي، امريكايانو ته دا لاسليك شوي اسناد وركولى شي چي حق لري افغانستان ته له وېزې او پاسپورت پرته راشي او ترې ولاړ شي، په هر وخت او د افغانستان په هر ځاى كي د شپې يا ورځي له لوري عمليات ترسره كړي، هر هغه څوك نيولى شي چي دوى ئې دښمن گڼي، هغوى ته به دا څه گرانه وي چي له دغه قانون سره يا موافقه وكړي او يا ئې په وړاندي ساكت پاته شي!! مگر د دې مفسد رژيم لاس پوڅو چارواكو د غلامۍ دا ټول اسناد نه دي لاسليك كړي؟!! آيا كرزي د خپلو كمونيستو او غربپالو مشاورينو په سپارښتنه دا قانون توشيح نه كړ؟!! آيا د شمالي ټلوالي ذليل مشران په واز كومي نه وايي چي د ناټو حضور د افغانانو په گټه دئ؟!!

خو دا چي آيا له عقلي، علمي، اخلاقي او فطري پلوه زنا ته د جرم په سترگه كتلى شو كه نه او هغه سزا ورسره ښايي كه نه چي اسلام ورته ټاكلې؟ دې پوښتني ته له ځواب وړاندي څو خبري ستاسو مخي ته ږدم، د قرآن دې آيت ته ځير شئ:

زناكاره ښځه او زناكار نارينه؛ د دوى هر يو سل درې ووهئ، او د الله په دين كي دي تاسو د دوى په اړه زړه سوى نه نيسي، كه پر الله او د آخرت پر ورځي ايمان لرئ، او د دوى عذاب دي د مؤمنانو يوه ډله وگوري. النور: 2

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *