سوله او امن يوه ستره ټولنيزه اړتيا — احمد نويد

 

سوله او امن يوه ستره ټولنيزه اړتيا

 

سوله يوه ډيره مقدسه، سپيڅلې او ښكلې كلمه ده، مقدسه او سپيڅلې خو ځكه ده چې په قرآنكريم كې يې ستاينه شوې، ژباړه (( په سوله كې خير دى)) او ښكلې ورته ځكه وايو چې د بشريت هستي، پايښت او سوكالي په هغې پورې اړه لري.

كه د بشري نړۍ په  هر ځاى كې سوله نه وي، معلومه خبره ده چې هلته به جنګ  جګړه بر لاسي وي او په دې خو پوهيږو چې جګړه بشريت ته له تباهۍ، ځورونې، ړنګونې او له منځه وړنې پرته بل زيرې نه لري، بې له دې چې انساني تمدن له خاورو سره  خاورې او انسانيت د اور په لمبو كې وسوځوي ، په وينو كې يې ولمبوي او يا يې د وير او ماتم پر ټغر كښينوي ، بل سوغات او لاس ته  راوړنه  له ځانه سره  نه لري.

همدا جګړه وه چې زمونږ هيواد يې د كورنيو او بهرنيو دښمنانو په لمسون او د خپلو شومو او ناروا اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره د جګړې په ډګر بدل كړ او زمونږ مظلوم ولس يې له تباهي ، ورور وژنې او بربادۍ سره مخ كړ او بې شميره  خلك يې د خپلو ټاټوبو پريښودوته  اړ كړل او په دغې خاوره كې يې يوه غميزه رامنځته كړه.

هو كې قدرمنو هيوادوالو : همدغه جګړه وه چې دا ټولې ناخوالې ، بدبختي او بربادۍ يې زمونږ په نصيب كړلي او دا هيواد يې په يوه كنډواله بدل كړ.

يوازى همدا سوله كولاي شي چې ورونه مليتونه د پرمختګ او پراختيا په لور وخوځوي، كه چيرې د بشري تاريخ پاڼي را واړوو په واضيح توګه يې وينو: هغو خلكو چې په خپل منځ كې سوله او د سوله ايز ژوند لاره خپله كړې ده، د ترقۍ او تمدن له كاروان سره مله شوي او ډير ژر د سوكاله او مرفع ژوند خاوندان او ډيري سترې نيكمرغۍ يې ور په برخه شوي دي . خو سر چپه هغوي چې په شخړو او جګړو كې پخپله كيوتلي او يا په يوه او بله بڼه د نورو له خوا جنګ ته اړ ايستل شوي دي ، پايله يې مرګ، ژوبله ، ويجاړتيا، تباهۍ ، بربادۍ ، لوږه ، بيوزلي او ډول ډول بد مرغۍ ګرځيدلي دي . لرې نه ځو د خپل ګران  هيواد افغانستان مثال راوړو چې دا څه دپاسه درې لسيزې د جنګ د اور په لمبو كې سوځي ، او د همدغې جګړې له امله څومره زيانمن شو ، څنګه مو  د څو زره كلن تاريخي مدنيت ، مادي او معنوي شتمنۍ د دغې بهرنۍ او كورنۍ جګړې د اور په لمبو كې وسوځيدلي ، مونږ يې په سلګونو كلونو د ترقۍ او مدنيت له كاروان نه په شاوغورځولو او د ټولنيز ژوند په بيلابيلو برخو كې يې دومره زيان راورساوه چې اوس يې جبيره ناشونې ښكاري.

نو ويلاي شو چې سوله د خير ښيګنې نوم دى چې په مفهوم كې يې ټولې مادي او معنوي ښيګڼې نغښتې دي.

سوله او امن د بسيا او سوكاله ژوند نوم دى ، چې هر ډول مادي او معنوي نيكمرغۍ ورسره مل دي، سوله د ترقۍ، آبادۍ او ښيرازۍ نوم دى، دا چې په هيواد كې د سولې ټينګښت د يوه هوسا ژوندانه لپاره د رسيدو يوازنۍ لاره  ده، او همدارنګه سوله او په سوله كې ژوند د پر مختګ په لور دروازي پرانيزي او په دى توګه د قانون واكمنۍ باورۍ كوي، د ولسواكۍ او مركزيت د پياوړتيا لامل ګرځي .

په هيواد مينو هيوادوالو : نو راځي چې په ټول هيواد كې د وږۍ ( ۳۱) مه چې  د سولې نړيواله ورځ ده او دغه نيكمرغه  ورځ په ټوله نړۍ كې لمانځل كيږي ، مونږ يې هم په خپل هيواد كې په ريښتيني توګه  ولمانځو، د جګړې پر ځاى د سولې او ورور ولى لاره غوره كړو، د خپل ګران هيواد افغانستان د بيا ودانولو لپاره مټي رابډوهو،  او په  خپل ګران هيواد كې  د جګړې په ضد د سولې بيرغونه  پورته او ټول ورونه ملتونه په يوه شعار سره د جګړې په طرفدارانو لعنت ووايو او د هغوي ملګرتيا پريږدو ، او هغه څوك چې زمونږ د جنګ ځپلي هيواد او ولس  د سولې او امن لپاره زيار باسي ،او نه ستړي كيدونكو هلې ځلې كوي  تشويق او  وستايو تر څو د دغه مظلوم ولس د آرامه او سوكاله ژوندانه لپاره رغنده ګامونه پورته كړي ، ترڅو چې يو ځل بيا زمونږ ورونه ، خويندې ، كوچنيان او سپين ږيري د جګړې په كرغيړن نوم و نه ځورول شي ، او دغه  مظلوم ولس د تل لپاره په يوه سولييزه فضا  كې ژوند وكړي.

                                                                                                په درنښت

                                                                                          ليكوونكى احمد نويد

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.