ښځه او حقوق یی – نهه ویشتمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

ښځه او حقوق یی – نهه ویشتمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

د دې روايت له مخي دا خبره په ډاډ او اطمئنان سره كولى شو قطعاً د توجيه وړ نه برېښي چي عمر رضي الله عنه به د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې وينا له اورېدو وروسته هم په خپلي رأيي ټينگار كړى وي!! او ښځي به ئې جومات ته له تلو منع كړې وي.

حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ حَرْبٍ قَالَ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ أَيُّوبَ قَالَ سَمِعْتُ عَطَاءً قَالَ سَمِعْتُ ابْنَ عَبَّاسٍ قَالَ أَشْهَدُ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم- أَوْ قَالَ عَطَاءٌ أَشْهَدُ عَلَى ابْنِ عَبَّاسٍ- أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم خَرَجَ وَمَعَهُ بِلاَلٌ، فَظَنَّ أَنَّهُ لَمْ يُسْمِعِ النِّسَاءَ فَوَعَظَهُنَّ، وَأَمَرَهُنَّ بِالصَّدَقَةِ، فَجَعَلَتِ الْمَرْأَةُ تُلْقِى الْقُرْطَ وَالْخَاتَمَ، وَبِلاَلٌ يَأْخُذُ فِي طَرَفِ ثَوْبِهِ. (بخاري: 98)

له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي: يو ځل رسول الله صلى الله عليه وسلم په داسي حال کي (د نارينه وو له ليکو يا منځه) ووت چي بلال رضي الله عنه هم ورسره وو (ښځو ته ورغى) گمان ئې وكړ چي ښځو د ده وعظ او نصيحت نه دئ اورېدلى، نو هغوى ته ئې وعظ وکړ، د صدقې ورکولو امر ئې ورته وکړ، نو ښځو خپلي لښتۍ او گوتې د صدقې په توگه اچولې او بلال رضي الله عنه په خپلي لمن کي راټولولې. د دې روايت په اړه څو خبري توجه غواړي: د دې روايت په اصلي مطلب هلته سم پوهېدى شو چي نور روايات هم وگورو، د نورو رواياتو په رڼا كي راته جوته كېږي چي دا د اختر لمونځ وو، پيغمبر عليه السلام لومړى لمونځ كړى، بيا ئې خطبه ويلې، بيا د خلكو له منځه تېر شوى او د ښځو د لمانځه ځاى ته ورغلى، هغوى ته ئې بيا وعظ كړى، د صدقې وركولو ته ئې هڅولې او هغوى خپلي گاڼې صدقه كړې.  

دا او دې ته ورته گڼ شمېر روايات ښيي چي د پيغمبر عليه السلام په دوران كي ښځو د جماعت په لمونځونو كي شركت كولو، د ودرېدو ځاى ئې بېل او د نارينه وو تر شا وو، پيغمبر عليه السلام د هغوى روزني ته خاصه توجه كوله، د اختر په لمانځه كي له عامي خطبې وروسته د ښځو خوا ته ورغلى او هغوى ته ئې بيا وعظ كړى. خو متأسفانه اوس حالت داسي دئ چي ښځي مېلو، ودونو، زيارتونو ته تلى شي، نه خاوندان او خپلوان پرې اعتراض كوي او نه واعظان، خو جومات ته ئې تگ ممنوع دئ!! څوك چي وايي اوس د فساد او فتنو دور دئ نو ځكه جومات ته د ښځو تگ ښه نه دئ!! هغوى ته وايو:

له فساد او فتنو نه د ښځو د مخنيوي لار خو دا ده چي هغه جومات ته راشي او وعظ واوري.

څوك وايي چي د پيغمبر عليه السلام په وخت كي تر نن نه فتنې لږي وې؟! دا خبره يوازي هغه څوك كولى شي چي له حقائقو بې خبر وي، په مدينه كي ښځي هغه مهال جومات ته تللې چي محدود شمېر كسانو ايمان راوړى وو، قرآن وايي چي ډېر ځلي به منافقينو، مرجفينو او د بيمارو زړونو خاوندانو هغه ښځي ځورولې چي جومات ته به تلې، د دغو مفسدينو له امله ئې ښځي جومات ته له تلو منع نه كړې بلكي امر ئې ورته وكړ چي له جلباب سره جومات ته ولاړي شي.

آيا څوك دا حق لري چي ووايي: اوس د فتنې دور دئ نو ښځي دي حج نه كوي، يا د حج په دوران كي دي مخ او لاسونه هم پټوي؟ كه دا حق نه لرو نو له جومات ئې څنگه منع كوو؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم خو د خپل مبارك ژوند په وروستيو شېبو او په خپلو وروستنيو خطبو كي فرمايلي: كه ستاسو ښځي غواړي چي په جومات كي لمونځ وكړي نو مخنيوى ئې مه كوئ!!!

څوك چي وايي د عمر رضي الله عنه په وخت كي دا پرېكړه وشوه چي ښځي دي جومات ته نه ځي! هغوى ته وايو: دا نه د يوه حكم د تغيير په معنى اخيستى شو او نه د تعطيل په معنى، يوازي دومره ويلى شو چي كه دا ادعاء صحيح وي نو دا پرېكړه هغه مهال د خاصو ظروفو او شرائطو په وجه شوې، داسي نه ده چي د دې پرېكړي مخالفت حرام او ناجائز وي او نن چي د اسلام او مسلمانانو مصلحت دا تقاضا او غوښتنه كوي چي د ښځو ديني او اخلاقي روزني ته لازياته توجه وشي او له نورو خواوو ئې مخ جومات ته واړوو نو دا كار حرام او ناروا وگڼو!! حرام هغه دي چي الله تعالى او د هغه رسول حرام كړي.

ځيني وايي: كاش اوس داسي جوماتونه او داسي واعظان وى چي د ښځو روزنه وكړى شي،… د كومي فتنې له مخي چي د ښځو لمونځ په كور كي غوره گڼل شوى كېدى شي هغه په جومات كي د ننه احتمالي فتنه وي نه د لاري په اوږدو كي. د دوى په ځواب كي بايد ووايو: كه رسول الله صلى الله عليه وسلم ښځو ته ويلي وى چي ستاسو لمونځ تر جومات په كور كي غوره دئ نو يوه ښځه به هم جومات ته نه وه تللې، د ښځو له عمل او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له ويناوو معلومېږي چي د پيغمبر عليه السلام تر رحلت پوري ښځي جومات ته راتلې، او رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلي وروستۍ خطبې كي دا سپارښتنه كړې ده چي كه ښځو غوښتل جومات ته ولاړي شي مخنيوى ئې مه كوئ، رسول الله صلى الله عليه وسلم حتى د عمر رضي الله عنه دا مطالبه ونه منله چي ويل ئې: يا رسول الله! خپلي مېرمني دي بهر ته له وتلو منع كړه، رسول الله صلى الله عليه وسلم له څه ځنډ وروسته وفرمايل: ما ته وحي شوې چي دوى منع نه كړم. موږ يوازي د دومره څه ويلو حق لرو چي ووايو: جوماتونه بايد داسي جوړ شي چي هم د ښځو د لمانځه ځاى بېل وي او هم ئې د تگ راتگ لاره بېله وي، خو هغه حلال كار نشو حرامولى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دئ تحريم كړى. د عمر رضي الله عنه په اړه په رواياتو كي راځي چي هغه له كوره د ښځو له وتلو او د جومات ته تلو سره موافق نه وو، خو عملاً ئې حالت داسي وو چي دى به مخكي جومات ته روان وو او مېرمن به ئې ورپسې وه خو هغه ئې منع كولى نشوى.

له نامحرم سره خلوت

اسلام زنا تحريم كړې او هر هغه څه ئې هم منع كړي چي زنا ته لار آواروي او په زنا منتج كېږي، د نامحرمو تر منځ په خلوت كي او يوازي ناسته او ولاړه ئې هم په دې لړ كي نېولې او هغه ئې ناجائز گڼلې، دې رواياتو ته ځير شئ:

عن جابر…. مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلاَ يَخْلُوَنَّ بِامْرَأَةٍ لَيْسَ مَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ مِنْهَا فَإِنَّ ثَالِثَهُمَا الشَّيْطَانُ ». مسند احمد

له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: څوك چي پر الله او د آخرت پر ورځي ايمان لري له كومي ښځي سره دي په داسي حال كي گوښى نه گوري چي له هغې سره خپل محرم نه وي، ځكه درېيم به ئې شيطان وي.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، يَقُولُ : لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرُ امْرَأَةٌ إِلاَّ وَمَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ. البيهقي

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ سَمِعْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ :«لاَ يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلاَ تُسَافِرُ امْرَأَةٌ إِلاَّ وَمَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ ». رَوَاهُ الْبُخَارِىُّ فِى الصَّحِيحِ عَنْ عَلِىِّ بْنِ الْمَدِينِىِّ وَرَوَاهُ مُسْلِمٌ عَنْ أَبِى بَكْرِ بْنِ أَبِى شَيْبَةَ وَزُهَيْرِ بْنِ حَرْبٍ كُلُّهُمْ عَنِ ابْنِ عُيَيْنَةَ.

ابْنَ عَبَّاسٍ يَقُولُ سَمِعْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم يَخْطُبُ يَقُولُ « لاَ يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ إِلاَّ وَمَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ وَلاَ تُسَافِرِ الْمَرْأَةُ إِلاَّ مَعَ ذِى مَحْرَمٍ ». مسلم

له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په خطبې كي فرمايلي: نه دي كوم سړى له داسي ښځي سره گوښى گوري چي محرم ئې ورسره نه وي او نه دي ښځه له محرم پرته سفر كوي.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *