ښځه او حقوق یی – آخری برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق یی – آخری برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

غرب او د ښځو حقوق

له هغي ورځي وروسته چي په غربي هېوادو كي مخكنى ظالمانه فيوډالي نظام اوسني پانگوال نظام ته په اوشتو شو، د توليد وسائل له مخكني زوړ حالت نوي حالت ته ارتقاء وكړه، زړه د غويو يوې په ټراكټور بدله شوه، د بزگر او كارگر ځاى ماشين ونيولو، زمكه، شتمني او د توليد وسائل د لازيات محدودو شتمنو لاس ته ورغلل، د ټولني اكثريت له زمكي او د توليد له نورو وسائلو محروم او دې ته اړ شول چي د خپلو ورځنيو اړتياوو د تأمين لپاره د زمكه والو په زمكي او د شتمنو په فابريكې كي د كارگر او بزگر په توگه كار وكړي، د دوى او د دوى د كار اقتصادي ارزښت ورو ورو لږ شي، خبره دې ځاى ته ورسېږي چي د ټولني تر نوي سلني زيات وگړي له توليدي وسائلو او اقتصادي استقلال محروم شي، ژوند ئې د بل په زمكي، فابريكې، شركت او دفتر پوري وتړل شي، څه چي د خپلو خولو او تڼاكو په بدل كي ترلاسه كوي لږ برخه ئې ده ته په لاس ورشي او ډېره ئې د شتمن په جيب كي ولوېږي، د پانگوال نظام دغه حالت او بهير ښځي دې ته اړي كړې چي داسي شاقه كارونو ته غاړه كښېږدي چي د دوى له فطري جوړښت سره مطابقت نه لري، په كانونو، د درنو وسائلو توليد فابرېكو او كه ښايسته وي نو د پردي په دفتر كي د سكرتر په توگه كار وكړي، خپل ماشوم او روزنه ئې وړوكتون ته محول كړي، او كار ئې هغه ځاى ته ورسېږي چي د اولاد له زېږولو او روزلو لاس واخلي، حتى د خپل عرض او ناموس په پلورلو لاس پوري كړي، دا په داسي حال كي چي په ټول عالم كي تر هر څه ستر كار د ماشوم پيدايښت او د هغه روزنه ده، په ټول كائنات كي داسي كار نشته چي د ماشوم له پيدايښت او روزني سره برابري وكړى شي، د ماشوم روزنه يوازي دا نه ده چي تى وركړى شي، ومينځل شي او جامې ئې وربدلي شي، دا كارونه په وړوكتون كي هم كېدى شي، خو هغه څه چي ماشوم ئې له خپلي مور او د هغې په غېږ كي او د هغې له ميني، عاطفې او پېرزويني ډك چلن زده كوي له بلي لاري او له بل چا ئې نشي زده كولى، په حقيقت كي د ماشوم د شخصيت بنسټ د مور په غېږ كي اېښودل كېږي، دا مور ده چي د ماشوم د راتلونكي شخصيت څرنگوالى ټاكي، د تاريخ لوړ او اتل شخصيتونه د اتلو ميندو په غېږ كي روزل شوي، د تاريخ ستر ستر جنايتكاران يا هغه وو چي بدي ميندي ئې په برخه شوې يا د مهرباني مور له غېږ محروم شوي، عجيبه ده چي غربيان مور له دې ستري دندي محروموي او د كار لپاره ئې كانونو ته لېږي، او دې ته د ميندو د حقوقو نوم وركوي!!! پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه كس به په جنت كي د ده خوا ته وي، (دومره ورنږدې لكه د لاس دوه منځنۍ گوتي)، چي يو ماشوم وروزي يا يو يتيم وپالي، اسلام د يوه انسان هدايت ته دومره ارزښت وركوي چي وايي: د چا په لاس چي يو انسان هدايت شي دا تر ټولو هغو شيانو ورته غوره دئ چي د لمر وړانگي پرې لگېږي، حتى كه دا ټوله زمكه د سرو زرو وي، د ده په واك كي وي او د الله تعالى په لار كي ئې وقف كړي تر دې د يوه انسان لارښوونه او هدايت ده ته زيات ثواب ورپه برخه كوي، له دې لارښوونو معلومېږي چي اسلام د يوه ماشوم روزني او د يوه انسان هدايت ته څومره ارزښت وركړى. 

 

په غرب كي تر انسان ثروت او دولت ته ارزښت وركړى شوى، انسان او كرامت ئې د شتمنو د گټو قرباني شوى، نن د غربي هېوادو نوي سلنه شتمني د لس سلني شتمنو په واك كي دي، د امريكا ټولي خبري او تصويري رسنۍ د شپږو لويو شركتونو په لاس كي دي، څوك چي په غرب كي د سياسي او اقتصادي آزادۍ او عدالت خبره كوي يا ډېر ناپوه دئ او د آزادۍ او عدالت په حقيقي معنى نه پوهېږي او د غربي ټولني له اجتماعي، اقتصادي او سياسي جوړښت او تاريخ خبر نه دي،  او يا سرسپارلي اجير مبلغين دي چي د استخباراتي شبكو له لوري گمارل شوي، دوى دې ته آزادي وايي چي ښځه د نارينه په ملعبې بدله شوې، يوه نانځكه ترې جوړه شوې، د څو ډالرو په بدل كي دې ته چمتو كېږي چي خپل عرض وپلوري، د بل د خوشحالولو لپاره نڅا وكړي، سندري ووايي، د تجارتي موخو لپاره د دې له ښايست كار واخيستل شي، د خلكو جلبولو لپاره سينگار وكړي، حتى بربنډي شي!!! 

 

د دې په مقابل كي اسلام ښځو ته هغه مقام او منزلت وركړى چي د نړۍ په هيڅ دين او نظام كي ئې بېلگه نشو موندلى، د ژوند په ټولو برخو كي ئې د نارينه په پرتله ښځو ته امتيازات وركړي، له اقتصادي پلوه ئې ښځو ته دا امتياز وركړى چي د پلار په كورنۍ كي پلار او د مېړه په كورنۍ كي مېړه د ښځي د اقتصادي اړتياوو متكفل دي، او دا په داسي حال كي چي هغه اقتصادي استقلال لري، د عوائدو ټول هغه مدارك ورته منل شوي چي نارينه ته منل شوي، له پلار، مېړه او نورو خپلوانو ميراث ترلاسه كوي او له مېړه مهر، كولى شي خپله شتمني په خپله خوښه په كار واچوي. دې ته نه اړ كېږي چي د اولاد له روزني لاس واخلي او ماشوم وړوكتون ته وسپاري. راشئ د قرآن دې آيت ته ځير شو او وگورو چي د دغو مطالبو په اړه څه وايي:

 

د دغو كليو د استوگنو كوم څه چي الله پر خپل پيغمبر لورولي نو دا د الله، د پيغمبر، د خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او د مسافرانو دي، دا د دې لپاره چي هغه ستاسو د غنيانو تر منځ لاس په لاس نه شي، پيغمبر چي تاسو ته څه دركړي هغه واخلئ او له څه ئې چي منع كړئ له هغه ډډه وكړئ او له الله ووېرېږئ، يقيناً چي الله شديد العقاب دئ. الحشر:7

دلته د اسلام د اقتصادي نظام يو بنسټيز او اساسي اصل زموږ مخي ته ځلېږي، وايي: فىء ځكه غنيمت نه گڼل كېږي او بايد په حاجتمنو ووېښل شي چي شتمني د غنيانو تر منځ لاس په لاس نشي، يعني مال او دولت د څو شتمنو او غنيانو په لاس كي محصور او محدود نشي بلكي په پراخه پيمانه ووېشل شي او د څو كسانو په لاس كي د شتمنيو له تمركز مخنيوى وشي، دا اصل كه له يوې خوا موږ ته لارښوونه كوي چي د غنيمت او فىء د وېش قوانين د دې لپاره وضع شوي چي د مفتوحه سيمو زمكي، مالونه، وسائل او نوري شتمنۍ يوازي د هغو لاس ته ورنشي چي وسله لري او په فتوحاتو كي ئې برخه اخيستې، بلكي د حاجتمنو اړتياوو ته په پام سره په ضروري مواردو كي وكارول شي، له بلي خوا موږ ته وايي چي د اغنياوو په لاس كي د شتمنيو تمركز هغه څه دي چي الله تعالى ئې نه خوښوي او دا بايد د اسلامي نظام د مهمو اهدافو په ضمن كي وي چي د شتمنيو وېش عادلانه وي او د اغنياوو په واك كي د هغوى له تمركز مخنيوى وشي، داسي نه لكه اوسنى غربي پانگوال نظام چي په هغه كي غني ورځ تر بلي لازيات غني كېږي او فقير لازيات فقير كېږي، دا نن په امريكا كي پانگوال نظام په دې منتج شوى چي د متحده ايالاتو نوي سلنه شتمني د څو شتمنو په واك كي ده، كه پر امريكا باندي داسي قهرجن او ځواكمن پوليسي نظام حاكم نه وى چي هر پاڅون ئې په شدت او قهر سره ځپلى نو ډېر پخوا به دا نظام ړنگ شوى وو، دا نږدې دوهم كال دئ چي په امريكا كي د دې نظام په ضد تر دې نامه لاندي پاڅون پيل شوى چي (وال سټريټ محاصره كړئ)، وال سټريټ د امريكايي پانگوال نظام د ملا تير دئ، كه امريكا د وسلو د خرڅلاو بازارونه له لاسه وركړي، كه ډالر په جهاني تجارتي تبادلاتو كي خپل ځاى نورو اسعارو ته پرېږدي او اوسنى اعتبار ئې له منځه ولاړ شي، كه امريكا په خپلو مستعمراتو كي خپل ماركيټونه له لاسه وركړي، نو امريكا به نه يوازي خپل اوسنى حالت د لنډي مودې لپاره ونشي ساتلى بلكي ډېر ژر به د شوروي اتحاد په برخليك اخته شي.

 

اسلام دې هدف ته د رسېدو لپاره چي شتمني د اغنياوو تر منځ لاس په لاس نه شي، ځانگړې جامع او اغېزمنه تگلاره غوره كړې، سود او احتكار ئې حرام كړي چي دا دواړه د پانگوال نظام دوه اساسي بنسټونه دي، د ميراث داسي قانون ئې وضع كړى چي د هر شتمن له وفات وروسته د هغه شتمني د ډېرو تر منځ ووېشل شي، زكات ئې فرض كړى، صدقات او كفارې ئې لازم كړې، اغنياوو ته وايي: ستاسو په مالونو كي د مسكينانو يو ثابت حق دئ چي بايد اداء ئې كړئ، حكومت په دې گماري چي د نېستمنو متكفل وي او د دولت له بيت المال د دوى حاجتونه رفع كړي.

 

سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أشهد أن لاَ إِلٰهَ إِلاَّ أَنْتَ

أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.