ښځه او حقوق یی – پنځه دیرشمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق یی – پنځه دیرشمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

اسلام د غلامۍ د ختمولو لپاره دغه حكيمانه لار غوره كړه:

غلامانو او د هغوى بادارانو ته ئې وويل: تاسو په خپلو كي وروڼه ياست، د يوې كورنۍ غړي، د يوه نيكه او انا اولاد.

مسلمانانو ته ئې امر وكړ چي مريي ته مريى مه وايئ، هغه ستاسو ورور دئ، د ورور خطاب ورته وكړئ، دروند او له توانه ئې زيات كار ورباندي مه كوئ، په خوراك څښاك كي ئې له ځان سره شريك كړئ.

 

وينځي ځان ته نكاح كولى شئ، دا د عار او پېغور خبره مه گڼئ، له نكاح پرته هم كولى شئ له هغوى سره مباشرت وكړئ، په دې سره هم د هغوى يوې طبيعي او انساني اړتيا ته ځواب ويل كېږي، خو كه هغوى دا مباشرت نه خوښولو نو دې كار ته ئې مه مجبوروئ.

 

دا پرېكړه ئې وكړه چي هيڅوك د آزاد انسان د مريي كولو حق نلري او دا په حقيقت كي د غلامۍ د لغو كولو په لار كي لومړى او تر ټولو اساسي اقدام وو.

 

د موجوده غلامانو د آزادۍ لپاره ئې له يوې خوا په عام طور خلكو ته وويل: د مريي آزادول د ثواب ستر كار دئ. او په خاصه توگه ئې وويل: له چا چي دا او هغه گناه وشوه كفاره ئې د غلام آزادول ده.

 

بادارانو ته ئې وويل: كه ستاسو كوم غلام د آزادېدو غوښتنه وكړه، نو يا ئې مجاني او د الله د رضا لپاره آزاد كړئ او يا ئې د كومي معاوضې او خدمت په مقابل كي، لكه دا چي څو كسان وروزي.

 

اسلامي حكومت ئې په دې مكلف كړ چي د دولتي شتمنيو يوه برخه بايد د غلامانو د آزادولو لپاره مختص كړي.

 

دغه حكيمانه تدابير وو چي نه يوازي په لنډه موده كي د غلامۍ جرړي وايستل شوې، بلكي د پرون ورځي له غلامانو ستر ستر شخصيتونه جوړ شول او د لويو لويو سيمو د چارواكو او واليانو په توگه وټاكل شول.

 

دا په داسي حال كي چي په اروپا، امريكا او ټولو غير اسلامى هېوادونو كي د غلامۍ بازار گرم وو او هيچا د انسانانو د برابرۍ شعار نه شو منلى. اما دا چي اسلام ولي له بري وروسته او په ټول حجاز له تسلط بعد غلامي تحريم نه كړه او د ټولو غلامانو د آزادولو اعلان ئې ونكړ، ځواب ئې بايد له يوې خوا د هغه وخت په اجتماعي ظروفو او شرائطو كي ولټوو او له بلي خوا د اجتماعي ستونزو په حلولو كي د اسلام په خاصي كړنلاري كي. اسلام د ځينو خاصو اجتماعي ستونزو د حل كولو لپاره دا كړنلاره خپله كړې چي ورو ورو د هغوى جرړي باسي، تدريجي بدلون غوره گڼي، لومړى د داسي تبديلي لپاره ذهني شرائط برابروي، مقدماتي كارونه سر ته رسوي، ريښې يوه په بلي پسي قطع كوي او په پاى كي د دې اجتماعي ستونزي كرغېړن بوټى له بېخه باسي، د شراب او قمار په اړه اسلام همدا اسلوب غوره كړ، په تدريج سره ئې د دې خبيثه بوټو جرړي وايستلې، د مرييتوب په اړه ئې هم همدا طريقه اختيار كړه، لومړى ئې وويل: ټول انسانان يو د بل وروڼه او د يوه خداى بندگان دي او له يوه مور او پلار پيدا شوي. بيا ئې وويل: د مريي آزادول د ثواب ستر كار او د گناهونو د جبران وسيله ده،  مسلمانان ئې وهڅول چي غلامان له كومي معاوضې پرته آزاد كړي، بيا ئې وويل: هيڅ (حر) او آزاد انسان نشي مريي كېدى، هيڅوك دا حق نلري چي د (حر) او آزاد انسان په غاړه كي د مرييتوب كړۍ واچوي. بيا ئې وويل: هر غلام دا حق لري چي له خپل مالك سره (مكاتبه) وكړي، يعني خپله آزادي په بيع واخلي، له غلامۍ آزاد شي او په مقابل كي ئې مالك ته څه وركړي. او په پاى كي ئې وويل: د دولت د مصرفي بودجې يو مورد د غلامانو اخيستل او آزادول دي.

 

د غلامانو د آزادولو او د غلامۍ د تدريجي ختمولو دا طريقه دې ته ورته ده چي كوم دولت د فيوډالي نظام د ختمولو او د زمكو د عادلانه وېش په اړه دا فيصله وكړي چي د زياتو زمكو له خاوندانو زمكي په بيع واخلي او په بې زمكو ئې ووېشي او په دې خاطر د زمكو له مصادرې ډډه كوي چي په دې سره كېدى شي په ډېرو هغو كسانو ناروا تېرى وشي چي شتمني او زمكي ئې له جائزو لارو ترلاسه كړې. اسلام نه غواړي په هيچا، تر هيڅ نامه لاندي تېرى وشي او جائز حق ئې تر پښو لاندي شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.