دا مظلومه وينه رنگ راوړونکې ده — مصمم

 

دا مظلومه وينه رنگ راوړونکې ده

 

لیکوال: مصمم

 

د يهودي او نصراني لابيانو دا سوچ او فکر احمقانه دي چې د زور، تزوير او پيسو له لارې به د اسلامي فکر او عقيدې څپانده او نه ايل کيدونکي غورځنگونه را تم او يا به ئې مخه را ډب کړي، دوى بايد پدې خبره ځان پوه کړي او د يوه واقعيت په توگه ئې ومني چې نن سبا په امريکا او غرب کې لار ورکي سرگردان، له معنوي پلوه خالي ذهن، د وخت د فاسدو نظامونو طبقاتي جوړښت، مطلق اکثريت د سودي نظام په لومو کې ښکيل او استثمار شوي پرگني له موجوده حالت څخه د خلاصون په لار لټولو بوخت دي دا تشه يهوديت او نصرانيت او له سرمايه دارانه نظام څخه را ولاړ شوي او جوړ کړى شوي قوانين چې يوازې د لويو سرمايه دارانو گټې په کي تضمين شوي نشي ډکولي، دې نا هيلۍ او نا اميدۍ دي ته هڅولي چې د اسلام مطالعې ته مخ را واړوي، کله چې په اسلام کې د خپل درد دوا مومي د جامع او کامل دين په توگه د ځورول شوي بشريت يوازيني ناجي په توگه يې پيژني نو ايمان پرې راوړي په کفري ټولنو کې يې د ترويج او خپرولو لپاره د مبارزې ميدان را دانگي چې امريکائي او غربي هېوادونو جابر واکمن يې په وير اخته کړي او اسلام د خپلې راتلونکې لپاره لوى خطر بولي.

که نن په مصر کې د مبارزو مسلمانانو د سپيڅلو شهداو جسدونه د حق د پلوۍ په خاطر هر لور ته، خواره، واره پراته سرکونه او ميدانونه د هغوى په گلابي وينو رنگ او سره دي، د شيطانې امريکا په خدمت کې د ولاړو تش په نامه مصري فوځيانو او پوليسو لخوا د توپ، ټانگ او جنگي جهازونو (هلى کوپترو) پواسطه له داسې وحشيانه بريدونو سره مخ دي چې د هر مومن مسلمان زړه پرې ټوکر، ټوکر او دردمند دى.

د محمد المرسي قانوني حکومت چې د جولاى په دريمه نېټه د يوې خونړۍ امريکايي کودتا په ترڅ کې ړنگ او منحل اعلان کړى شو د کودتا هدف او مقصد نمايانه، ښکاره او معلوم وو.

او هغه په مصر کې د اسلام د پلويانو، له واکه لرې کول، تضعيف او له پښو غورځول او پر ځاى يې بيدينه د امريکا تر امر او قوماندې لاندې حکومت را منځته کول وو دا هغه څه دي، چې دوست او دښمن که غواړي او يا نه غواړي د يوه نه انکار کيدونکى واقعيت په توگه ئې مني.

په مصر کې د اخوان السلمين او نورو اسلامپالو تحريکونو غبرگون او د کودتاچيانو په خلاف ميدانونو او سرکونو ته را وتل په دوامداره او لا ينقطع توگه خپلې برحقې مبارزې ته ادامه ورکول خپله ددې گواهي ور کوي چې مسلمان مبارزين د حق د احيا او د پرديو د لاس لنډولو په خاطر را اوچت شوي، هغوى د مفسدو کودتاچيانو او د هغوى په سر د ولاړو امريکايانو په ناوړه عزايمو پوهيږي، کودتاچيان او حامي امريکايانو هدف او مقصد ئې يوازې د محمد المرسي حکومت نسکورول نه بلکې د اسلامي نهضتونو کوبل او جرړي ايستل دي، د مصر قهرمان او په الله (جل جلاله) مين مبارزين هرې قربانۍ ته اماده او تيار دي خو د اسلام په سر کله هم معامله ګري ته تيار ندي، له کودتاچيانو سره ناسته او معامله د اسلام له غوښتنو سره خلاف خبره او امريکا خپل مقصد ته رسيدل بولي، د الله (جل جلاله) رحمت دې وي د اسلام په دا سپيڅلو مبارزينو او مجاهدينو چې د سر او مال قربانۍ ته په ورين تندي ور دانگي، د دوى دا بې امانه او بې سارې مبارزه د اسلام د داعيانو لپاره هغه زرين خط دى چې له هر پلوه د ستاينې او آفرين وړ دى.

د اگست د څوارلسمې نيټې د نيمې شپې په تيارو د کودتاچي فوځيانو او پوليسو لخوا له څلورو خواوو د توپونو، ټانگونو او بلدوزرو پواسطه وحشيانه حمله په اصل کې فوځ د بې وسلو مجاهدينو په مقابل کې دريدل او د کفري ځواکونو د خوشحالولو او په ځان د لا اعتماد په پيدا کولو په منظور ئې مظلوم مبارزين د خپلو درندگيو هدف و گرزول دا صحنه سخته دردونکى وه چې د مؤثقو منابعو په اساس له درې زرو څخه زيات مسلمانان په نهايت بې رحمۍ سره په شهادت ورسيدل او له لسو زرو څخه زيات کسان پکې ټپيان شول پدې صحنه کې که څه هم يوې خوا ته د مسلمانو او په آزادۍ مينو اسلام پالو مبارزينو په شوق او ذوق سره د اسلام په لار کې د قربانۍ يو تل پاتې لارښود يادگار پريښود، د کربلا د قربانيانو يادگار ئې تازه کړ، بل خوا د امريکا او نورو کفري نظامونو په خدمت کې ولاړو کودتاچيانو خپل جنايت او وحشت څرگند کړ، د ډالرو په بدل کې ئې د معصومو په اسلام او آزادۍ مينو مبارزينو سينې غلبيل، غلبيل کړې، د استعمارچيانو د مزدورۍ حق ئې د خپلو مسلمانو مبارزينو په شهادت رسولو سره ادا کړ، دا بې شعوره پردي پال فوځيان بايد دا ټکي درک کړي او هغه دا چې فکري او عقيدوي نهضتونه کله هم د زور په استعمالولو، وحشت او دهشت سره نشي ختمداى، د مصر عامه ولس مسلمان دې د فوځ مخته اچول شوي جنايات او درندگۍ ويني او گوري، په کودتا کې د امريکا مستقيمه لاس درلودنه، سيکولر او عياشى ډلگۍ احتجاجونو او ميدانونو ته هڅول او را ايستل د امريکا د جاسوسى شبکو او په هغوى پورې د وابسته کړيو کار وو، د اسلامي هېوادونو مشران کوم چې د امريکا په استعماري دام کې ښکيل دي ډير بد ولوبول شول او د هغوى د وافره ډالرو په ورکړه سره د امريکايي کودتا لپاره زمينه برابره کړى شوه په واقعيتونو باندې ړوند د تاريخ له بدنامو نه بدنامه څيره جنرال عبد الفتاح السيسي د آلى په توگه پکې استعمال شو، واقعات لدينه زياته اندازه رسوا شوي د مصري هېواد واړه او زاړه ددې جنايت کارانه عمل (کودتا) په بهرنيو اړخونو له هر چا زيات خبر او واقف دى، هغوى ويني چې د کودتاچيانو د ټولو غير انساني کړو شاته د خونخواره امريکا او د ورځنيو جناياتو د سرته رسولو سوچ د هغوى په لاس کې دى.

فوځ په شرمناکه توگه سره د مسلمان ملت په وړاندې استعمال شوو او روان دى استعماليږي حالات او واقعات ددې گواهي ور کوي چې کودتاچيان د ملت د غوڅ اکثريت د مخالفت سره مخامخ کيدونکى دى، ملت ويني چې فوځي واکمن د امريکايانو په ولکه او گرفت کې کيوتي دي او امر او اداره د امريکا په لاس کې ده، ددې وضعې او حالت تحمل د هر باوجدانه انسان لپاره ناممکن ښکاري، مسلمان ملت په وژلو، شکنجه او تهديد سره کله هم له خپلو برحقو او روا غوښتنو نشي تيريداى، که ټکول کيږي او يا په شهادت رسي له خپلې برحقې مبارزې لاس په سر کيداى نشي.

که د کودتاچي فوځيانو جنايات دوام ومومي، له امکانه لري خبره نده چې د فوځ مسلمان کسان به له خپلې ابدي مختوري څخه د خلاصون په خاطر خپل غږ د مسلمانو مبارزينو له غږ سره يو او کودتاچيان به د خپلو سر ته رسول شوو جناياتو په سزا ورسوي او که دا عمل سر ته ورسيده د نورو اسلامي هېوادونو د فوځ لپاره به يو لوى درس وي.

پدې صورت کې به د هيڅ کوم اسلامي هېواد د فوځ واکمن له دا رنگه له شرمه ډک عمل چې پرته د دارينو له رسوايي او مختورۍ بله نتيجه نلري زړه ښه نکړي.

په مصر کې د امريکا مداخله په مصر برسيره د نورو اسلامي هېوادونو او اسلامي تحريکونو لپاره د خطر له زنگ پرته بل څه ندي، د امريکا او د هغه د مؤتلفينو هدف، يوازې، افغانستان، عراق، سوريه، الجزاير، سوماليا، يمن او مصر نه، بلکې هغوى د اسلامي او آزادي غوښتونکو نهضتونو فعال ليدل نه غواړي، نو سر له همدا اوسه د نړۍ د با درکه او با درده مسلمانانو يو لاس کيدل او يو موټى کيدل پکار دي، د امريکايانو وحشي گري او د مسلمانانو په خلاف وحشيانه عمل او درندگۍ د ايمان هغه ځلنده پلوشى چې په امريکايي او غربي ټولنو کې ئې سر را پورته کړى په قوت سره مخ په خوريدو دي نشي ډب کولى انشاالله په کور د ننه به د اسلامي نظام د غوښتونکو او پلي کوونکو له نه ايل کيدونکو خوځښتونو سره مخامخ شي چې د فرعونيت ماڼۍ به ئې پکې نسکوريږي.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *