د هدف په لور —شاهد شفق

 

 

د هدف په لور

شاهد شفق

د حق او د باطل د مبارزې په ډګر کښې د حق له شنو بیرغونو سره د سېند د قبلې لوري ته پراته اړخ کښې ولاړ وي، د ده تر څنګ دوه بیرغونه رپیږي دی د اسلام د عظمت او لوړتیا تصویر د بیرغ په رپېدو او د توحید په کلیمه کښې لټوي
خو متوجه شي چې مقابل لوری ته د دوښمن پراخه کلا پرته ده لوړ او دنګ دېوالونه لري د د دښتې هغه لوري پراخ غځېدلي او یو ډول وحشت ناک تصویر له ځانه سره لري ،د باطل د دغه کلا سره بیرغ هم ولاړ وي خو دوه شیان دی تعجب کړي یو هغه چې د باطل د بیرغ په هکله چې دی نه غواړي له هغه څخه یادونه وکړي خو دومره وایې چې د باطل د بیرغ ستنه لوړه وي او دی دې سوچ ته اړ کړي چې د اسلام د بیرغونو د لوړتیا لپاره باید ډېرې ستونځې وګالم
دوهم دی د باطل په لوري کښې عجیب شخصیتونو د یوځای کېدو تصور وي فکر دی ته وړی وی چې دا کسان خو مخکې له دې اړخ سره نه وو نن څنګه هلته رسېدلي دي بیا خپل زړه ته تلقین ورکوي وایی تا نه و لیدلی چی دوی هره ورځ وعده ماتوله او له هر راغلی سره درېدل همداسی نن له دې سره هم درېدلي دي
په دې پړاو کښې دی متوجه کیږي چې د اسلام بیرغونو ستنې باید لوړې کړي
د سېند او ژورې څخه د تپې او غونډی په لوري ور اوچتیږي ،یو عجیب وحشتناک او تیاره تصویر وی هوا داسی معلومیږي لکه چې سهار کېدو ته لږ وخت پاتې وي خو تیاره یو ډول وحشت لري او ځمکه سرخ بخنه ښکاري خو د حیرانتیا ځای دا وی چې په همدې یواځېتوب کښې هیڅ وېره نه لري بلکې ډېر ډاډه او مطمئن وي
د غونډی سر ته له رسېدو سره پام کوي چې د ده تر موقعیت لاندې لوري د کوچیانو تورې خېمې ولاړې وي په زړه کښې یوه شبهه ورته پیدا کیږي کېدای شي دلته دوښمن شتون ولري په همدې وخت کښې افق ته هم وګوري افق هماغسې تیاره وي او دی یی خوندور ونه ګڼي
کله چې قدم اخلي یو په یو او په ډېر ناڅاپي توګه ورباندې دوښمن برید کوي ،دی هم له په لاس ورغلې اسلحې څخه کار اخلي خو دوښمن ډېر خطرناک څرګندیږي په تېره بیا هغه چې د ده له چپ لوري برید کوي ،د تقدیر پریکړه د ده په لور وي دوښمن له یو څو حملو وروسته د غونډۍ پورته اړخ ته متوجه کیږي او دی پریږدي ،دی یو ځل بیا د خپل رب د ساتنې لیدونکی ګرځي هغه وخت چې دی له دوښمن سره مقابله کوي دا حس کوی چی ګذارونه یی موثر ندي او دوښمن خورا قوي دی خو ولی وېریږي نه؟ په داسی حال کښې چې هر څه وحشت وهلي وي د خپلو دوښمنانو بل لوري ته تګ جاجوي له ځانه سره وایې چې څو دوی له هغه اړخه راګرځي زه د د تپې څخه هغه بل طرف ته اوړم او خپل هدف ته نږدې کېږم او دوښمن که راپسې راوګرځي او هغه لوري ته راورسي هم هلته د ډېر څه کولو تمه نه ترې کیږي.
په ثبات او باور سره ګام پورته کوي له هر څه بې پروا وي ،ښایې د خپل رب ساتنې یو عجیب اطمنان ورکړي وي
له غونډی څخه تر راښکته کېدو سره سم له خپلو نږدې مخلصو ملګرو سره یوځای کیږي د هغوی سره دلته لیدنه د ده هیلی خلاف یو بل څه وي هغوی ته د دوښمن وضعیت څرګندوي او له هغوی سره یوځای د هدف په لور خوځیږي له څه تګ وروسته یوې پراخې لارې ته ور وځي او دغه لاره د ده هدف ته نیغه ځي ،نه د تیارې وحشت نه د دوښمنانو شتون ، نه د دوښمن لویی کلاګانی د ده په زړه کښې د زرې په اندازه وېره نه را اوچتوي خو تعجب کوي کله چې فکر کوي دی مخکې له ورته یوې پېښې څخه یاد ته راوړي په ذهن فشار راوړي پوهیږي چې د دغه پېښه د تېرو سره کلک تړاو لري بلکې د هغه دوهمه برخه ورته څرګنديږي لکه څنګه چې لومړۍ برخه حساسه وه دوهمه پېښه هم حساسه وي خو په دومره توپیر چې په لومړي کښې چی کلونه مخکې تیره شوی وه دوښمن له ده سره نه مخامخیږي او ورنږدې کېدو امکان یی نه وي مګر دوهمه برخه د ده دوښمن سره مخ کېدل او مقابله وي ،دا ټولې پېښې سره نښلوی ویني چې یو عجیب لیک ترې راوځي ،هیڅ نه پوهیږي د خپل رب شکر ادا کوي او تر سترګو یی اوښکې بهیږي پر دی یی زړه کښې باور را پیدا کیږي چې دا پاتې برخې هم لري، د ده رب ده ته یو څه څرګندوی خو دی دومره حیرت وړی وي چې خپلې اوښکې نه شي تم کولي!


اللهم أرنا الحق حقاً وارزقنا إتباعه وأرنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *