د مصر د کودتاه په هکله د سعودي د۵۶ لویو علمای کرامو ګډه فتوی! — ایمل نوري

 

 

د مصر د کودتاه په هکله د سعودي د۵۶ لویو علمای کرامو ګډه فتوی!

 

ایمل نوري.

 

دمصر د کودتاه په هکله د سعودي ۵۶ پنځوسو علمای کرامو یوه اعلامیه خپره کړې، د مصر کودتاه یې غندلې او یو حرام عمل او جرم یې کڼلې ده، ځکه چې دغه کودتاه د شرعي او قانوني منتخب حاکم په وړاندې څرګند بغاوت، او د ولس پر اراده تېری دی، نوموړي پر کودتاه د مرتبو ټولو اجراءاتو په بطلان تاکید کوي، د نوموړې اعلامیه بشپړ متن دا دی:

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

الحمد لله رب العالمین، ولي الصالحین، وناصر المظلومین، قاصم الجبابرة والظالمین، والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله و صحابته اجمعین.

 

اما بعد:

بېشکه هغه څه چې په مصر کې پېښ شول یوه پوځي کودتاه ده، چې ددفاع وزیر جنرال عبد الفتاح سیسی د منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي پر خلاف تر سره کړه، له دې وروسته چې د اکثریت مصري ولس په حق کې کوم د بیخ ایستنې، او امنیتي نیونو، د لاریون کوونکو د تعبیر د هغو سیلو بندول چې خلکو ته یې د هغو په وسیله خپلې ستونزې او ناخوالې وړاندې کولې، هغه څه وو چې مسلمانان یې نا آرامه کړل، او دا د یو ناوړه راتلونکي زیری له ځان سره لري، کوم چې نښې نښانې یې ښکاره شوې دي، مونږ هڅه وکړه چې په احتیاط، غور او کرارۍ سره د نوموړو پېښو په اړه – اګر چې په عام ډول یې لوری ښکاره او څرګند دی –  یو مشخص دريځ غوره کړو، تر څو زمونږ له دريځونو د ناسم پوهاوي مخه ونیول شي.  

 

  دا چې د کودتاه یوه میاشت تېره شوه، او کودتاه چیانو چې کوم له سخت دریځۍ نه ډک چلن او قصدي وژنې وکړې، ټول عالم ولیدې چې په سلهاوو عام خلک پکې ووژل شول او په زرهاوو پکې ټپیان شول، او وسلوالو ځواکونو او امنیتي ارګانونو د ولس له یوې وړې برخې سره ناوړه صف ونیولو، او دکودتاه د ملاتړ لپاره یې د رسنیو د تخریبوونکو حملو تر اغیزې لاندې، او یاد د مذهبي او فکري هڅونو پر بنسټ، ددې لپاره وهڅوله چې نوی واقعیت په زور ومنل شي.

 

 یقینا چې په اهل علم باندې ددغه فعلي او راتلونکو خطرناکو پېښو په وړاندې، له دې وجې چې الله جل جلاله پر دوی باندې د حق بیان لازم کړی ، لوړ مقام یې ور کړی، او د امت د رهبرۍ پېرزوینه یې پرې کړې، لازمي ده چې د هغه څه په هکله چې په مصر کې پېښ شول شرعي دريځ بیان، او ددغه کودتاه پس منظر، او راتلونکي متوقعه خطرناکو پيېښو حقیقت په لاندې ډول روښانه کړي:

 

 لومړی:

  هغه څه چې په مصر کې پېښ شول، د دفاع وزیر له خوا منتخب ولسمشر عزل کړل شو، دا په حقیقت کې بشپړه کودتاه وه، او دا یو حرام او مجرم عمل دی، مونږ یې ردوو؛ ځکه چې دا د شرعي منتخب حاکم په وړاندې څرګند بغاوت دی، او د ولس له ارادې نه ښکاره سرغړونه ده، ټول هغه اجراءات چې په دغه کودتاه باندې مرتب شول په تاکید سره یې باطل ګڼو، او دهغو ځینو دولتونو د کړنو په وړاندې د اعتراض او حیرت اظهار کوو چې په یوه منډه یې دغه کودتاه په رسمیت وپېژندله، سره له دې چې دا د مصري ولس د ارادې خلاف عمل و، د شرعي او منتخب حاکم په وړاندې بغاوت و، دا په هغه اثم او عدوان کې مرسته کول دي چې شرعا منع شوی – الله دې نه کړي – که مصر په کورنۍ جګړه او ګډوډۍ کې ور داخل شي د دوی دريځ به د ټولو لپاره خطرناکې منفي پایلې ولري.

 

 دوهم:

  د پېښو، څرګندونو، سیمه ایزو او نړیوالو دريځونو له څېړلو ثابته شوه چې دغه کودتاه د سیمه ایزو او نړیوالو لوریو په جوړښت تر سره شوه، او له هغه شیبې نه تیاری ورته پیل شو کله چې دکتور محمد مرسي د مصر ولسمشر وټاکل شو.

 

دریم:

  دا له هېچا هم پټه نه ده چې د مرسي دحکومت ناکامول، یو قصدي او پروګرام شوی کار و، چې د ستونزو د را پورته کولو او د پرمختګ په وړاندې د خنډونو د راپیدا کولو له لارې تر سره شو، او بل دا چې  د بنسټيزو خدماتو لکه برېښنا، ګاز، تیلو او اوړو، واک د ژور حکومت ( حسني مبارک ) د کسانو په لاس کې وو، هغوی عام ذهنیت د مرسي او د حکومت په ضد یې را وپارولو.

 

څلورم:

 حقیقت دا دی چې دغه کودتاه اصلاحي کودتاه نه وه، بلکې له ساحې نه د اسلامي او ملي فکر، او د مصر د سیادت او تصمیم نیولو د حقیقي خپلواکۍ د لیرې کولو لپاره وه. ددې خبرې تایید دا کوي چې د پوځ مشران، سیاسي شخصیتونه، اومصنوعي ګوندونه چې د همدې هدف لپاره جوړ شول، – لکه د تمرد حرکت، او د ژغورنې جبهه، چې دکودتاه ملکي اړخ دي ـ غربي او قبطي ادارو ته، او په مجموع کې د اسلام دښمنانو ته نېږدې خلک دي.

 

پنځم:

 مونږ هغه له سخت دریځۍ نه ډکې کړنې، او هیبتناکې قصدي وژنې، او یوازې د کودتاه پر ضد د لاریون کولو په جرم په لمانځه او میدانونو کې د سلګونو  سوله ایزو لاریون کوونکو په نښه کول چې پوځ او امنیت تر سره کړل، غندو او محکوموو یې، سره له دې چې ددوی د امنیت ساتنه د پوڅ او امنیتي ارګانونو مسولیت دی.

  آیا د  الله جل جلاله  دې قول ددوی  دغوږونو پردې و نه کړنګولې: “وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا” وقول رسول الله صلى الله عليه وسلم: “لزوال الدنيا أهون على الله عز وجل من سفك دم مسلم بغير حق”.

 

  ترجمه: ( او چا چې  قصدا یو مومن ووژلو نو جزا یې جهنم دی، تل به پکې وي، الله جل جلاله به پرې په غوسه وي، لعنت به پرې وايي، او ډېر لوی عذاب یې ورته تیار کړی)  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول: ( خامخا د الله عز وجل په وړاندې ددنیا ړنګېدل  په ناحقه سره د مسلمان د وینې له تویولو نه ډېر آسانه دي )

 

شپږم:

 مونږ ټولو ته په تاکید سره وایو چې د ولسمشر مرسی عزل کول په دې نامه چې دولت یې اخواني کولو یوه بهانه او ځک ته لاس اچول دي، حق خبره دا ده چې د مرسي حکومت ځکه ړنګ کړل شو چې اسلامي او ملي لوری یې درلود.

 دا چې مونږ دغه کودتاه، او څه چې پرې مرتب شوي ردوو په دې سره د اخوان المسلمین ننګه نه کوو، بلکې د حق ننګه کوو، د مظلومانو او د مصري ولس د حقوقو چې تېری پرې شوی تر څنګ درېږو. مونږ به هېڅکله له کومې ډلې او یا افرادو سره د هغوی د ذواتو پر بنسټ ونه دریږو، خو کله که دوی او یا نور څوک د هغه حق په سنګر کې وي چې مونږ دهغه پر بنسټ په الله ایمان راوړی، نو بیا به خامخا ور سره درېږو، او کله به هم د حق ننګه له دې وجې نه پرېږدو چې دوی دحق په لوري کې دي.

 

اووم:

 له همدې کبله د ځینو  ګوندونو، جهتونو او شخصیتونو کودتاه ملاتړی دریځ غندو، او وایو:

 زمونږ شریعت د شرعي حاکم په وړاندې بغاوت ردوي، بلکې له مشروع لارو یې د نصیحت او حساب وکتاب غوښتنه کوي، زمونږ له عقېدې نه په عهد او عقد باندې وفا کول دي، که څه هم چې هغوی ( مشران ) ځان غوښتونکي وي، ( زمونږ حقوق نه را کوي ).

 

 مونږ له دغو ګوندونو، جهتونو او شخصیتونو نه غواړو چې په خپلو دريځونو باندې بیا غور وکړي، له کودتاه چیانو او له شکمنو ایتلافیانو نه بیزاره شي، د قانونیت پرده دې ترې پورته کړي، د سخت دریځه کړنې، او وژنې دې وغندي، هغه چا ته یې دې منسوبې کړي چا چې کړې دي، او له خپل هغه اسلامي چاپیریال سره دې سوله وکړي کوم چې ددوی تایید یې کړی. او دهغو علماوو دريځونه ستایو چې دحق په لوري شول، او ور سره و درېدل.

 

اتم:

غرب د خپل عادت له مخې ثابته کړه چې دوی د مسلمانو ولسو نو پر ضد له استبداد او سخت دریځۍ سره دي، که څه هم چې تباه کوونکې جګړه وي لکه په سوریه کې، او یا کودتاه او د حق تروړل وي لکه په مصر کې، مونږ غرب ته په تاکید سره وایو چې ولسونه په لوبه پوهېدلي دي ( چې څه ده ) ډېر زر ده چې غرب به په ارزښتونو او اصولو د ملنډو وهلو بیه پرې کړي، غرب په خپلو دوره رنګه پالیسیو سره سیمه د ګډوډۍ په لور بیا يي، د سخت دریځۍ ثقافت تاسیسوي.

 

نهم:

  د ستونزې په ښکیلو لوریو لازمه ده چې له الله جل جلاله نه ویرېږي، هغه څه وکړي چې شریعت او هغه مصلحتونه یې ایجابوي چې په پنځه ګونو ضروریاتو ( چې هغه د دین، نفس، عقل، نسل او مال حفاظت دی ) بنا دي، ،له خپلو شخصي او ګوندي مصلحتونو نه دې تېر شي، زر تر زره دې د عدل په رامنځ ته کولو، دوینو د تویولو په مخنیوي او د ولس په یووالي هوکړې ته سره ورسېږي.

 

 د مصر په هوښیارانو لازمه ده چې له چوپ پاتې کېدو او شکمن کېدو څخه را ووزي، د ستونزې ښکېل لوري دې د مصلحتونو او د مصري ولس د لاسته راوړنو په لوري، او دېته وهڅوي چې دستونزو په هواري کې باید خبرو، او د اختلاف په له منځه وړلو کې باید ټاکنو ته مراجعه وکړي.

 په دې ځای کې مونږ د ازهر دعلماوو دجبهې ، او د مصر د نورو علماوو دريځ ستایو، کومو چې د حق آواز پورته کړ، کودتاه یې رد کړه، ټولو علماوو، دعوتګرانو، روڼ اندو، او د نظر خاوندانو ته د کودتاه پر وړاندې د ودرېدلو اړتیا ور په یادوو.

 

لسم:

  ټوله نړۍ او رسنیز وسایل دېته را بولو چې د مصر او مصري ولس په هکله له الله جل جلاله څخه ویرېږي، دحق په لوري شي، په خپلو دریځونو دې له سره غور وکړي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې کودتاه چیانو حرامې وینې وبهولې، ولس یې ټوټي ټوټې کړ، له ولس نه لارو او کوڅو ته د راوتلو په غوښتلو سره یې فتنو ته لمن ووهله، تر څو یو له بل سره اخته شي.

 

  بې له شکه چې د پوځ په جرایمو سکوت کول له دوی سره خیانت دی، او ملاتړ کول یې له امت او د آزادۍ او کرامت په هکله د ولسونو له هیلو سره خیانت دی.

  له دوی ( پوځ ) سره د مرستې یوه لار ده او بس، هغه دا چې له ظلم نه منع کړل شي، او مخه یې ونیول شي.

 

یوولسم:

 مونږ له ټولو هغو کسانو سره په خپل ملاتړ ټينګار کوو چې د منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي بیرته راتګ غواړي، په خپل دريځ ټینګار کولو او په دې هکله د ستونزو په ګاللو کې له الله جل جلاله نه د اجر غوښتلو ته یې رابولو، دوی په حق دي، غوښتنې یې قانوني دي، مونږ سپارښتنه ورته کوو چې خپله غوسه کنترول کړي، هغوی چې د د فتنې په اچولو سره د لا زیاتو وژنو لپاره بهانې جوړوي دهغوی دا لارې دې ور بندې کړي.

  له الله نه غواړو چې له دوی نه چې څوک وژل شوي قبول یې کړي، ټپیانو ته یې شفا ور کړي، په خپلوانو یې تسلې او صبر را نازل کړي، او ددغو مصیبتونو په بدل کې له الله جل جلاله نه د اجر غوښتلو توفیق ور په برخه کړي.

 

دولسم:

خپلو ځانونو او په مصر او نورو ځایونو کې خپلو خلکو ته ور په یادوو چې هغه څه چې روان دي دا د الله تعالی تقدیر دی، او دا د حق او باطل ، علمانیت او اسلام، سردارۍ او غلامۍ تر منځ د ټکر له مواردو نه یو مورد دی،  خپل کار ښه ټینګ کړئ، د هغه کودتاه په وړاندې ودرېږئ کومه چې ستاسو د قانوني موسساتو په معطل کولو، او بیا وروسته د لمونځ کوونکو په وژنه یې پیل وکړ.

 

  دا دي دوی اوس د ګردبندیز قانون، د امنیتي موسساتو بیا جوړولو، او د تشخص د تغیر اشارې کوي، او دا هغه زیری دی چې کودتاه چیان یې راوړي، ورته بیدار اوسئ.

“وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ”

 بإيمانكم واصبروا

“وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِين”

 

 مقدس شریعت ته درجوع او تحکیم آواز پورته کړئ؛ ځکه په همدې کې آزادي او عدل دی، او همدا تر ټولو ښه قانون دی.

“وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ”.

 

  په الله قسم چې که هغه څه پوره شول چې کودتاه چیان یې غواړي، خامخا به د لیرې کړای شوي حسن مبارک په ورځو پسې وژاړئ!

  په پای کې بې له شکه په مونږ باندې لازمه ده چې د خپلو عیبونو په لیدلو کې زړور و اوسو، هغه عیبونه چې بې له شکه زمونږ دکمزورۍ هغه ټکي وو چې دښمن وکولی شوای له هغو نه را ننوزي، او ددې ټولو عیبونو په سر کې زمونږ اختلاف، خپل ګوند او ډلې ته تعصب کول دي، په مصر کې خپلو خلکو ته له الله جل جلاله نه په ییره او په کلکه رسۍ یې د منګلو ټینګولو او په سمه لار یې د ټینګ پاتې کېدو سپارښتنه کوو.

 

الله تعالی فرمايي:

 “وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ”

 اې الله! د مصر امن او ایمان وساتې! خلک یې په حق باندې را ټول کړې! د داخلي او خارجي دښمنانو له شر نه یې وژغورې! آمین.

الله تعالی فرمايي:

 

  28/9 /1434هـ

 

لاسلیک کوونکي:

 1. فضيلة الشيخ  د.محمد بن ناصر السحيباني،  2. فضيلة الشيخ أ.د.علي بن سعيد الغامدي ،  3. فضيلة الشيخ أحمد بن عبدالله آل شيبان ،4. فضيلة الشيخ د.أحمد بن عبدالله الزهراني ، 5. فضيلة الشيخ د.عبدالعزيز بن عبدالمحسن التركي،  6. فضيلة الشيخ د.خالد بن عبدالرحمن العجيمي، 7. فضيلة الشيخ د.حسن بن صالح الحميد ، 8. فضيلة الشيخ د.محمد بن عبدالعزيز الخضيري ،  9. فضيلة الشيخ د.مسفر بن عبدالله البواردي،  10. فضيلة الشيخ د.سعيد بن ناصر الغامدي ،  11. فضيلة الشيخ فهد بن محمد بن عساكر،  12. فضيلة الشيخ بدر بن إبراهيم الراجحي،  13. فضيلة الشيخ عبدالله بن فهد السلوم،  14. فضيلة الشيخ د.عبدالله بن عبدالعزيز الزايدي،  15. فضيلة الشيخ علي بن إبراهيم المحيش،  16. فضيلة الشيخ العباس بن أحمد الحازمي،  17. فضيلة الشيخ د.عبدالله بن ناصر الصبيح،  18. فضيلة الشيخ د.محمد بن سليمان البراك،  19. فضيلة الشيخ سعد بن ناصر الغنام،  20. فضيلة الشيخ علي بن يحيى القرفي،  21. فضيلة الشيخ محمد بن سليمان المسعود،  22. فضيلة الشيخ د. محمد بن عبدالعزيز الماجد،  23. فضيلة الشيخ د.عبداللطيف بن عبدالله الوابل،  24. فضيلة الشيخ حمود بن ظافر الشهري،  25. فضيلة الشيخ منديل بن محمد الفقيه،  26. فضيلة الشيخ محمود بن إبراهيم الزهراني،  27. فضيلة الشيخ د محمد بن عبدالعزيز اللاحم،  28. فضيلة الشيخ أحمد بن محمد باطهف،  29. فضيلة الشيخ إبراهيم بن عبدالرحمن التركي،  30. فضيلة الشيخ حمد بن عبدالله الجمعة،  31. فضيلة الشيخ عبدالرحمن بن علي المشيقح،  32. فضيلة الشيخ إبراهيم بن عبدالرحمن القرعاوي،  33. فضيلة الشيخ عبدالوهاب بن عبدالمغني بن محمد،  34. فضيلة الشيخ يحيى ين حسين الشريفي،  35. فضيلة الشيخ محمد مبارك بن جربوع،  36. فضيلة الشيخ أحمد بن عبدالرحمن الزومان،  37. فضيلة الشيخ خالد بن محمد البريدي،  38. فضيلة الشيخ صالح بن عبدالله الفايزي،  39. فضيلة الشيخ عبدالله بن محمد البريدي،  40. فضيلة الشيخ علي بن صالح آل مخفور،  41. فضيلة الشيخ محمد بن عبد العزيز الغفيلي،  42. فضيلة الشيخ د. صالح بن عبدالله الهذلول،  43. فضيلة الشيخ أحمد بن حربان المالكي،  44. فضيلة الشيخ راشد بن عبدالعزيز الراشد آل حميد،  45. فضيلة الشيخ عبدالعزيز بن محمد النغيمشي ،  46. فضيلة الشيخ محمد بن إبراهيم سلطان،  47. فضيلة الشيخ حمدان بن عبدالرحمن الشرقي،  48. فضيلة الشيخ عبدالعزيز محمد الفوزان،  49. فضيلة الشيخ أحمد بن عبدالله الراجحي ،  50. فضيلة الشيخ عبدالعزيزبن عبدالله الوهيبي،  51. فضيلة الشيخ عبدالله بن علي الربع،  52. فضيلة الشيخ فهد بن ناصر الحربي،  53. فضيلة الشيخ أحمد بن عبدالله المهوس،  54. فضيلة الشيخ أحمد بن صالح الصمعاني،  55. فضيلة الشيخ محمد بن صالح العييدي،  56. فضيلة الشيخ عبدالرحمن بن عبدالله العيد.

http://mnshoor.net/17026/56-%D9%85%D9%86-%D9%83%D8%A8%D8%A7%D8%B1

 

یادونه: دغه ګډه فتوی د سعودي هېواد وتلیو او لویو ۵۶ علمای کرامو د مبارکې روژې په ۲۸ نېټه خپره کړې ده، لکه پاس چې د فتوی په پای کې نېټه لیکل شوې هم ده، او په هغه وخت کې پوځ یوازې د ریاست جمهوري او منصه ټولوژنې کړې وې، دریاست جمهوري په ټولوژنه کې د حکومت د رسمې شمېرې پر بنسټ ۵۳، اود لاریونن کوونکو د شمېرې پر بنسټ څو اتیا کسان شهیدان شول، او د رمسیس په ټولوژنه کې د حکومت د رسمي شمېرې پر بنسټ څو اویا  او د لاریون کوونکو د شمېرې له مخې تر ۱۵۰ کسانو پورې په شهادت ورسېدل، او دا داوړه ټولوژنې د مصري پوځ له لوري د روژې په وروستینو مبارکو شپو ورځو کې تر سره شوې.

  له اختر نه وروسته د رابعه او النهضه په میدانونو پوځ او امنیت یرغل ور وړ، تر ۲۶۰۰ زیات کسان یې په شهادت ورسول، او  تر لسو زرو پورې یې ټپیان کړل، په زرهاوو یې زندانونو ته واچول، چې اوس هم دا لړۍ لا روانه ده.

او دا هم د یادونې ده چې کله پوځ کودتاه وکړه، سعودي او عربي امارات لومړني هغه هېوادونه وو چې په رسمیت یې وپېژندله، په ځانګړي ډول سعودي دومره په منډه وپېژندله چې د پوځ له خوا د ټاکل شوي موقت نوي ولسمشر عدلي منصور د لوړې مراسم لا نه وو تر سره شوي.

 خو دا چې دغه ۵۶ علمای کرام له دې سره سره چې حکومت یې د پوځ او کودتاه ملاتړ وکړ، دوی د خپل ایماني، اسلامي او انساني مسولیت له مخې دومره ستر تاریخي جرآت وکړ چې د خپل حکومت پر خلاف یې دا رنګه زړوره فتوی ور کړه، دا هم معلومه نه ده چې له دغه علمای کرامو سره به څه ډول چلن شوی وي؟ ځکه د سعودي حکومت پر خلاف څوک څه نشي ویلی، که څه ووايي سمدستي یې د تورو تمبو شا ته اچوي.

الله جل جلاله دې دغه اونور ټول حقاني علمای کرام په خپل حفظ او امان کې وساتي، او الله جل جلاله دې هر وخت په هر ځای کې علمای کرامو ته دا رنګه دحق ویلو توفیق ور په برخه کړي.

دغه زړور ګام په حقیقت کې هر با احساسه مسلمان ته دا درس ورکوي چې د حق په ویلو کې باید د هېچا پروا و نه ساتي، یوازې او یوازې د الله جل جلاله رضا خپل هدف وګرځوي.

ایمل نوري.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *