د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه — ډیلی شهادت

 

د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

 

ډیلی شهادت

 

د حزب اسلامي غړي د ارغنديوال د وروستي دريځ او کابل ته د قطب الدين هلال د تگ په اړه پوښتني کوي، هغوى ته وايو: له ډاکټر عبډ الله سره د ارغنديوال توافق نه يوازي شخصي تصميم دئ بلکي هغه ته د يوه غلط او نا سم تصميم په سترگه گورو، دا د حزب اسلامي له لوړ شان ډېره لري ده چي د داسي توافق برخه شي او د داسي څېرو حمايت وکړي، حزب اسلامي به هيڅکله د داسي چا ملاتړ و نه کړي چي د دښمنانو په خدمت کي وي، د اشغالگرانو ملگرتيا کوي او د ناټو ځواکونو پر مزيد پاته کېدا ټينگار کوي. انجنير قطب الدين هلال په خپل سر او د حزب له اجازې او موافقې پرته کابل ته تللى، نه د حزب استازيتوب کوي او نه حزب دده له هڅو سره موافق دئ، که هغه په انتخاباتو کي د چا حمايت کوي او يا هم ځان کانديدوي دا په بشپړه توگه د هغه شخصي حمايت او ځانگړى تصميم وي او هيڅوک دي د هغه د حزب حمايت او دريځ نه تعبيروي، نو دا په بشپړه توگه شخصي حمايت دئ مونږ د هغه چا مرسته نه کوو چي امريکايکان يې را وړاندې کول غواړي.

 

په درنښت

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *