د ميزان پنځلسمي په اړه اعلاميه – حكمتيار

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د ميزان پنځلسمي په اړه اعلاميه – حكمتيار

 

وَرَ‌دَّ اللَّـهُ الَّذِينَ كَفَرُ‌وا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرً‌ا وَكَفَى اللَّـهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّـهُ قَوِيًّا عَزِيزًا ﴿الأحزاب: ٢٥﴾

او الله هغه وگړي له خپلو غصو (ډكو زړونو) سره په شا وتمبول چي كفر ئې كړى وو په داسي حال كي چي په هيڅ خير او ښېگڼي نه وو نائل شوي، او الله د دې جنگ په اړه مؤمنانو ته كافي شو، او الله عزتمن ځواكمن دئ،

 

گرانو هیوادوالو!

خداى پالو مجاهدينو!

زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خويندو!

 

                                              السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

 

له نن ورځي دولس كاله وړاندي د ميزان په پنځلسمه امريكايي ځواكونو زموږ پر هېواد بريد وكړ، په دې بريد كي اته څلوېښتو هېوادو برخه واخيستله، د ناټو ستر نظامي پكت د دې بريد محور وو، په ملي او بين المللي كچه د اسلام كورنيو او بهرنيو دښمنانو په يوې او بلي بڼي كي د دې يرغل ملتيا وكړه، زموږ گاونډيان ورسره يو ځاى شول، په دوى پوري تړلي ناافغانان او وطن پلورې ډلي د يرغلگرو تر امر لاندي جگړي ته چمتو شول، د طالبانو د هغه تحريك حكومت ئې نسكور كړ چي غربي رسنيو د تحريك د زېږېدو له لومړۍ ورځي تر ډېرو كلونو پوري هغوى او د هغوى كړني ستايلې، د دوى عربي ملگرو په رسميت پېژندلى وو او مرستي ئې ورسره كولې، كابل ئې هغو وطن پلورو اجيرو جنگاليو ته په لاس وركړ چي د دوى تر قومندې لاندي او د دوى د زمكنيو ځواكونو په توگه جنگېدل، له پاسه هغوى له بي 52 او ايف 16بمونه ورول او دغو وطن پلورو ته ئې لار پرانيستله، تر هغه چي ارگ ته ئې ورسول، په بن كي ئې خپل لاس پوڅي راغونډ كړل، له هغوى ئې كابينه جوړه كړه او په امريكايي طيارې كي ئې كابل ته انتقال او د ارگ پر گډۍ ئې يو بل شاه شجاع او ببرك كارمل كښېناوو او دې خندوونكې او مسخره لوبي ته ئې د ديموكراسۍ نوم وركړ، څو ځلي ئې غولوونكي انتخابات ترسره كړل، او خپل لاس پوڅي ئې د منتخبو څېرو په نامه ونومول، نن د دې اوږدې جگړي او دې خونړۍ لوبي دولس كاله بشپړ شول، په دې مودې كي نږدې يو لك اويا زره افغانان ووژل شول، په ښارونو، كليو، كورونو، جوماتونو او مدرسو بمونه وورېدل، چاودني وشوې، مظلوم او بې گناه افغانان په خپلو وينو كي ورغړول شول، د باعزته افغانانو كورونه ولټول شول، په زرگونو بي گناه افغانان له مجاهدينو سره د ملگرتيا په تور ونيول شول، گوانتانامو او په بگرام، كندهار، پنجشير او د امريكايانو په نورو اډو كي د دوى زندانونو ته انتقال او په بې رحمانه او وحشيانه توگه تعذيب شول، ځيني د تحقيقاتو په دوران كي په شهادت ورسېدل او ځيني دومره وربړول شول چي يا ئې اعصاب له لاسه وركړل يا په روغو پښو زندان ته بېول شوي ول خو په فلج پښو ترې ووتل، او د ډېرو نورو لاتراوسه برخليك معلوم نه دئ. دا هغه سوغاتونه وو چي د صليبي ځواكونو خونړۍ نظامي ديموكراسۍ زموږ مظلوم او بې وزلي ولس ته ډالۍ كړل!! 

 

په تېرو دولسو كلونو كي امريكايانو د مقاومت د ځپلو لپاره له هيڅ جنايت ډډه ونه كړه، د رذالت هغه پرېوتي كاوبايي كارونه ئې وكړل چي په انساني تاريخ كي ئې نظير او بېلگه نشو موندلى، په جوماتونو كي او هغه هم د لمانځه په وخت كي چاودني كول، د خلكو د غم او ښادۍ پر محافلو بمونه ورول، پر كورونو دشپې له لوري او هغه مهال چي خلك په ژور خوب ويده وي، د بې پيلوټه طيارو له لاري راكټي ورول او ښځي، ماشومان او بوډاگان په وينو كي رغړول، دا او دې ته ورته ډېر نور جنايات هغه څه دي چي نه مغلو كړي او نه كمونيستانو، خو وحشي امريكايان نه يوازي خپلو موخو ته ونه رسېدل بلكي نن اعتراف كوي چي د افغانستان بحران د جگړي له لاري نشي حل كولى او سږ كال د دوى تلفات تر بل هر كال زيات وو، دا په داسي حال كي چي د ناټو او امريكائي ځواكونو شمېر تر يو لك پنځوس زره واوښت او د دوى په لاس د روزل شوي اجير افغاني پوليس، اردو او ملي امنيت شمېر درې نيمو لكو ته ورسېدو، په تېرو دولسو كلونو كي نږدې دوه مليونو امريكايانو په جگړي كي برخه واخيستله، خو نن د دوى افسران اعتراف كوي چي د امريكايي ځواكونو له وتلو وروسته افغان امنيتي ځواكونه د امنيت تأمينولو توان نه لري!!

امريكايان نه په دې وتوانېدل چي د مقاومت د ورځ په ورځ پراخېدا او مضبوطېدا مخه ونيسي، نه په دې چي امنيت تأمين كړي او نه په دې چي يوه ډاډمنه او پر اوضاع مسلطه او افغانانو ته د منلو وړ اداره جوړه كړي، قدرت ئې غلو، ملي خائنينو او جنگي جنايتكارانو ته سپارلى، نن په خپله اعتراف كوي چي د كابل امريكايي حكومت د نړۍ تر ټولو زيات مفسد، ناكام، بدنام او منفور حكومت دئ، لوړپوړي چارواكي ئې جنگي جنايتكاران او د مخدره موادو قاچاقچيان گڼي او د امنيت وضعه داسي چي حتى په كابل كي او د ارگ خوا ته هم نه د دوى ژوند خوندي دئ او نه د نورو خلكو سر، مال او عزت، د ولس امنيت تأمينول خو پرېږدئ خپل امنيت هم نشي ساتلى، نن د مقاومت لمن له بدخشان تر نيمروز او له بادغيس تر نورستان پوري غزېدلې، ولس له بهرنيو ځواكونو او د دوى له مزدور حكومت كركه لري او د مجاهدينو ملاتړ كوي.  

 

وروڼو خويندو!

د مؤمنانو لارښود قرآن د خندق د جگړې د يوه دقيق او زړه راښكونكى انځور په ترڅ كي د دښمنانو د هغه ستر او گډ بريد محركات او پايلي زموږ مخي ته ږدي چي د شرك او كفر ټول ځواكونه د مسلمانانو په ضد متحد شوي وو، دومره لوى لښكر ئې برابر كړى وو چي د عربو په تېر تاريخ كي هيڅكله دومره ستر لښكر په يوه بريد كي برخه نه وه اخيستې، مدينه ئې محاصره كړه، محاصره نږدې څلور اونۍ اوږده شوه، مسلمانانو د مخامخ جگړي توان نه درلود، د لښكر په وړاندي ئې خندقونه وكندل چي د بريد مخه ونيسي، هيچا دا گمان نه كولو چي مسلمانان به د دې بريد په وړاندي مقاومت وكړى شي، د هر چا انگېرنه دا وه چي دا ځل به مدينه د دښمن په لاس كي پرېوځي او مسلمانان به يا وژل كېږي او يا به د مدينې پرېښودو ته اړ كېږي. خو نتيجه معكوس وه، د دې لوى بريد اصلي لورى نامراد، له غصې ډك او تش لاس په شا وتمبېدو، د دوى په وړاندي الله تعالى مؤمنانو ته كفايت وكړ، د بل له مرستي پرته ئې ستره او وړيا بريا ورپه برخه كړه، دې بريا مؤمنانو ته هم او كافرانو ته هم عملاً وښوده چي الله تعالى عزتمن ځواكمن دئ!!

 

په هغو مباركو آيتونو كي چي د احزاب جگړه او پايلي ئې څېړل شوې په ترڅ كي ئې د ايمان په لار كي او د پيغمبرانو (ص) په ملگرتيا كي د مؤمنانو د آزمويلو يوه بېلگه زموږ په وړاندي اېښودل شوې، په دې تاريخي بېلگي كي له يوې خوا د ستر بريد په وړاندي له مؤمنانو سره د الله تعالى مرسته، په ډېر سخت حالت كي د مؤمنانو آزمېښت، د صبر او استقامت په نتيجه كي پر ستر دښمن او د ټولو دښمنانو د گډ لوى بريد په وړاندي د دوى حيرانوونكې بريا، د مسلمانانو له ليكو د منافقينو او بېمارزړو بېلېدا، د الهي وعدو په اړه د دوى د عدم باور او اعتقاد څرگندېدا، له خپلو مخكنيو ژمنو تر شا كېدا او د كافرانو لوري ته د دوى د تمايل په څېر ستر ستر مسائل په كي څېړل شوي او ښيي چي د ايمان په لار كي د احزاب له جگړي سره مخامخېدل يو طبيعي بهير او د هغه تړون يو بند دئ چي الله تعالى له اولوالعزمه پيغمبرانو او د دوى له لاري له ټولو مسلمانانو اخيستى دئ، ټول بايد ذهناً او عملاً دې ته چمتو وي چي د خپلي مبارزې په بهير كي به حتماً له داسي حالت سره مخامخ كېږي چي د كفر، شرك، نفاق او فساد ټول ځواكونه د دوى په ضد گډه جبهه پرانيزي او د گډ ستر بريد پرېكړه وكړي، كه له دې طبيعي پړاو سره مخامخ شول نو بايد ډاډه وي چي د صبر، استقامت او پر خپل رب د توكل په نتيجه كي به الله تعالى په خپلو غيبي لښكرو د دوى مرسته كوي، دوى ته به بريا وركوي او دا بريد به د دوى په ضد د دښمن وروستى ناكام بريد ثابتېږي. يوه سړه سيلۍ، د دښمن د جنگياليو په زړه كي وېره او يأس اچول، له بريا ئې ناهيلي كول، د دوى تر منځ اختلاف راولاړول او دې ته ورته هغه كارونه چي الله تعالى ئې په غيبي لښكرو ترسره كوي؛ كافي دي چي لوى لوى مجهز فوځونه خواره واره شي او تش لاس د جگړي له ډگر په شا شي، آيا د احزاب ستره تاريخي جگړه د دې حقيقت لپاره يو څرگڼد او انكار نه منونكى ثبوت نه دئ؟!! او آيا پر جنگ ځپلي افغانستان د نړۍ د ستر او بې رقيبه ځواك بريد او په دې بريد كي د هغه شرمېدلې ماته د همدې حقيقت يوه بله بېلگه نه ده؟!!

 

وروڼو خويندو!

دا يو مسلم حقيقت دئ چي ناټو په افغانستان كي ماته خوړلې، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د كابل حكومت شړېدلى، د بهرنيو ځواكونو له وتلو سره سم به له كوم ځنډ پرته نسكورېږي، امريكايان نشي كولى دې منفور او مفسد نظام ته كوم بديل وزېږوي، نه د مسخره انتخاباتو له لاري او نه د كودتاگانو له لاري، هغه بدغونې څېرې ئې د انتخاباتو د مسخره لوبي لپاره د لوبغاړو په توگه غوره كړې چي د همدي منفور او مفسد نظام د جرم شريكان ول، د ورانيو او جگړو مسئوليت د همدې منفور او ناكام دولت د همدغو لوړ پوړو چارواكو په غاړه دئ، افغان ولس ښه پوهېږي چي كه دا كرغېړنې څېرې بيا قدرت ترلاسه كړي نو همدا روان دردوونكى حالت به دوام كوي، دوى د اوسني حالت دوام غواړي، د جگړي پر دوام تأكيد كوي، له صلحي او روغي جوړي سره مخالفت كوي، د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدا او هغوى ته د خپل سرو عملياتو اختيار او د قضائي امنيت وركول گټور گڼي، مجاهدين مباح الدم بولي او د دوى په خلاف جعلي فتوى گاني وركوي چي بايد سخت چلن ورسره وشي او په اعدام محكوم شي، دا زړې او رټل شوې څېرې خپلي گټي د روان حالت په دوام كي لټوي، د بدلون لپاره هيڅ طرح او منصوبه نه لري، بايد نوى ټيم له نوې تگلاري سره راوړاندي شي، داسي چي جگړه پاى ته ورسوي، واقعي صلح تأمين كړي، بهرنيو ځواكونو ته ووايي: افغانان پرېږدئ چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، داسي ټيم چي له مجاهدينو سره د روغي جوړي او واقعي بدلون راوستلو رښتينى هوډ او اهليت ولري. افغان مؤمن او هوښيار ولس به څنگه هغو نوماندانو ته رأيه وركړي چي د دين، وطن، ولس او خپلواكۍ پر سر ئې له هيڅ ذليلي سودا ډډه نه ده كړې، د اشغالگرانو په چوپړ كي دي، د اشغالگرانو په گټه دروغجني فتوى گاني وركوي، د اشغالگرانو شتون جائز گڼي او مجاهدين مباح الدم او واجب القتل!!

 

وروڼو خويندو!

كه اشغالگرانو او د دوى چاكرانو د جگړي پاى، افغانانو ته د منلو وړ حل او زموږ له هېواد عزتمن وتل غوښتى نو د حزب اسلامي له هغي جامع طرحي سره به ئې توافق كړى وو چي د ژغورني ملي ميثاق تر نامه لاندي اعلان او ټولو خواوو ته وړاندي شوه!! خو هغوى د جگړي پر دوام ټينگار وكړ او مجاهدينو ته ئې د جهاد له دوام پرته بل بديل او انتخاب پرې نښود.

 

ټول بايد په دې پوه وي چي إن شاء الله اسلامي انقلاب راتلونكى دئ، اسلامي عدالت به قائمېږي، مظلومان به د ظالمانو له منگولو ژغورل كېږي، د دوى غصب شوي حقوق به د غارتگرانو له كومي ايستل كېږي، دا ځل به د تېر دور اشتباهات نه تكرارېږي، جنايتكاران، ملي خائنين، د پرديو جاسوسان، غله او غارتگران به په كلكه او د شريعت له غوښتنو سره سم محاكمه كېږي. افغان ولس او د دې هېواد په دردناك حالت دردېدونكي افغانان بايد دا پرېكړه وكړي چي هېواد به د مفسدينو له ولكې باسي، هغه منفوري كړۍ به په خپل ځاى كښېنوي چي افغانان سره جنگوي، قومي او ژبني تعصبات پاروي، د پرديو په اشاره او د دښمنانو په وينا د افغانانو د ملي وحدت په ضد توطئې كوي، اقليتونه د اكثريت په ضد او شيعه د سني په خلاف دښمنيو او جنگ ته هڅوي. په دې كي هيڅ شك نشته چي د افغانانو د ملي وحدت او يووالي دښمنان د پرديو لخوا گمارل شوي، نه كوم مذهب لري او نه له كوم قوم سره خواخوږي، د پرديو مزدوران دي، مأموريت ئې همدا دئ چي په افغانستان كي د جگړو اور ته لمن ووهي او افغانان سره وجنگوي. خو إن شاء الله د اسلام د دښمنانو دا ټولي توطئې به شنډېږي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي به د مجاهدينو په لاس د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائمېږي.

 

موږ يو ځل بيا دا خبره ټولو خواوو ته اعلانوو چي د روان بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول بهرني ځواكونه له هېواده ووځي، افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو موقع وركړى شي، له خپلواكۍ وروسته په آزاد او خپلواك افغانستان كي انتخابات ترسره او د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائم شي، تر څو چي بهرني ځواكونه وي، زموږ په كورنيو چارو كي بهرنۍ لاسوهني وي، قدرت په پرديو پوري د تړلو مفسدينو، ملي خائنانو او جنايتكارانو په لاس كي وي، د افغانانو پر سر د پرديو جنگي جهازونه گرځي، د افغانستان  په گوټ گوټ كي د پرديو بيرغونه رپېږي، نو جنگ به ادامه مومي، نه به بهرني ځواكونه يوه شېبه آرامه تېره كړى شي او نه د دوى لاسپوڅي، نه به په ښارونو كي امنيت راوستى شي او نه په لويو لارو او اطراف كي، كه د افغانانو سر، مال او عزت د پرديو له تېري خوندي نه وي نو پردي به هم په هيڅ ځاى كي د دوى له متقابلو بريدونو خوندي او مصئون پاته نه شي.

 

ژوندي دي وي مجاهدين

رپانده دي وي د اسلام شين بيرغ

مړه دي وي اشغالگران او د دوى ذليل مزدوران

 

افغانستان

15/7/1392

حكمتيار

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *