د نیکمرغه لوى اختر د رارسېدو په مناسبت د … د محترم … حکمتيار پيغام — ډیلی شهادت

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د نیکمرغه لوى اختر د رارسېدو په مناسبت د جهاد د قايد او د حزب اسلامي افغانستان د محترم امير ورور انجنير حکمتيار پيغام

 

قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا ستُغْلَبُونَ وَ تُحْشرُونَ إِلى جَهَنَّمَ وَ بِئْس الْمِهَادُ* آل عمران:12

 

گرانو هېوادوالو!

وروڼو خويندو!         السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

 

د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ هېواد د پرديو له سلطې آزاد كړي، زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس له روان دردناك حالت وژغوري، او موږ ته دا سعادت راپه برخه كړي چي راتلونكي اخترونه په خپلواك او آزاد افغانستان كي او په داسي حال كي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام شين بيرغ رپانده وي، ټول اشغالگر ځواكونه له هېواده وتلي وي، جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي او اقتدار د داسي صالح حكومت په واك كي وي چي چارواكي ئې رښتيني مؤمنان وي، له الله وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.

 

وروڼو خويندو!

له دې فرصت په استفادې سره د هېواد د مهمو قضاياوو په اړه څو عرائض لرم:

الحمد لله چي د ناټو ځواكونه په خپلو ناولو موخو كي ناكام شول، اشغالگران ونه توانېدل چي مقاومت وځپي او د بريا مخه ئې ونيسي، ونه توانېدل چي په كابل كي يو مضبوط او ځواكمن حكومت رامنځته كړي، د دوى د وسلو او پيسو په زور تپل شوى نظام شړېدلى، روغ ځاى په كي نه دئ پاته، چارواكي ئې په فساد او خيانتونو كي تر ستوني غرق دي، ولس ترې كركه لري، اشغالگر ځواكونه د افغانستان له پرېښودو پرته بله چاره نه لري، ډېر به ئې تر 2014 وړاندي وځي، په يقين سره ويلى شو چي مؤمن مجاهدين د وروستۍ بريا په درشل كي دي.

 

وروڼو خويندو!

سپينه ماڼۍ غواړي د ناټو له وتلو وروسته يو شمېر امريكايي ځواكونه په افغانستان كي پاته وي، گڼ شمېر ستري اډې ئې په واك كي وي، له دغو اډو د تل لپاره پر افغانستان حكومت وكړي، د آزادي غوښتونكو افغانانو د ځپلو لپاره ترې كار واخلي، جگړه تر هغه پر مخ بوځي چي افغانستان د دوى په خوندي دائمي اډې بدل شي، غواړي دې اشغال او نظامي شتون ته قانوني بڼه وركړي، د خپلو لاس پوڅو چارواكو په وړاندي ئې داسي اسناد د لاسليك او ټاپه كولو لپاره اېښي چي په حقيقت كي د افغانستان د پلورلو وثيقه گڼل كېږي، د كابل حكومت اوسني چارواكي ئې دې ته اړ كړي چي دا اسناد ژر او له ځنډ پرته او تر راتلونكو انتخاباتو وړاندي لاسليك كړي، دا ځكه چي هغوى د انتخاباتو د پايلو په اړه هم شكمن دي، گمان كوي چي ښايي د دوى له منصوبې سره سم به ترسره نشي او د دوى د خوښي نتائج به ونه لري او له دې لاري به ونه توانېږي يو بل سرسپارلى مزدور د ارگ پر گدۍ كښېنوي، داسي انگېري چي ښايي نوى حكومت به ونه توانېږي چي تر 2014 وړاندي دا وثيقه لاسليك كړي، نو ځكه د كابل چارواكي گواښي چي ژر تر ژره دا د هېواد پلورلو وثيقه لاسليك كړي، د كابل چارواكي هڅه كوي چي د خپل جرم شريكان زيات كړي، د لوى جرگې تر غولوونكي نامه لاندي د خپلي سليقې افراد راغونډ كړي او حكومت ته د دې وثيقې د لاسليك واك وركړي!!

 

وروڼو خويندو!

امريكايان هڅه كوي افغانان د جعلي او تقلبي انتخاباتو په مسخره لوبي كي مصروف وساتي، او د ارگ پر گدۍ يو بل مزدور د منتخب جمهور رئيس په نامه كښېنوي، هغه لوبغاړي ئې د دې لوبي ميدان ته رايستلي چي د اوسني مفسد حكومت لوړ پوړي چارواكي دي، همغه چي د ورانيو او جگړو مسئوليت د دوى په غاړه دئ، كه دوى بيا قدرت ترلاسه كړي نو همدا روان دردوونكى حالت به دوام كوي، دوى د اوسني حالت دوام غواړي، د جگړي پر دوام تأكيد كوي، له صلحي او روغي جوړي سره مخالفت كوي، د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدا او هغوى ته د خپل سرو عملياتو اختيار او د قضائي امنيت وركول گټور گڼي، مجاهدين مباح الدم بولي او د دوى په خلاف جعلي فتوى گاني وركوي چي بايد سخت چلن ورسره وشي او په اعدام محكوم شي، دا زړې كرغېړني څېرې خپلي گټي د روان حالت په دوام كي لټوي، د بدلون لپاره هيڅ طرح او منصوبه نه لري، د هېواد حالت هغه مهال بدلېدى شي چي نوى ټيم له نوې تگلاري سره راوړاندي شي، داسي چي جگړه پاى ته ورسوي، واقعي صلح تأمين كړي، بهرنيو ځواكونو ته ووايي: افغانان پرېږدئ چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، موږ باور لرو چي مؤمن او هوښيار افغانان هم خپلواكي غواړي او هم تبديلي، نه به هيڅكله په خپل هېواد كي د پرديو نظامي حضور ومني او نه به هغه چا ته رأيه وركړي چي دين پلورى او وطن پلورى وي.

 

وروڼو خويندو!

افغان ولس په عامه توگه او مجاهدين په خاصه توگه بايد له يوې نوې مرحلې سره د مخامخېدو لپاره چمتو وي او خپله تگلاره داسي عياره كړي چي د نويو گواښونو مقابله وكړى شي. مجاهدين بايد دې ته متوجه وي چي افغانان او ټول اسلامي امت يو ستر جنگ په مخكي لري، ټول كفري ځواكونه يو ځاى شوي او د اسلامي امت په ضد ئې داسي ستره جگړه پيل كړې چي له هره پلوه تر مخكنۍ صليبي جگړي ډېره پراخه او ستره ده، په دې جنگ كي د صليبي ځواكونو تر مشرۍ لاندي د اسلام ټول دښمنان راغونډ شوي، كورني دښمنان او منافقين هم ورسره يو ځاى شوي، پر افغانستان او عراق بريدونه، په مصر كي كودتا او د وطن پلورو جنرالانو په لاس د منتخب جمهور رئيس اختطاف، په تركيې كي د كودتا هڅي، په ليبيا، يمن، صوماليه او الجزائر كي لاسوهني، په سوريې كي دا هڅه چي قدرت مسلمانو مجاهدينو ته په لاس ورنشي او له جلاد بشار الاسد د غرب كوم بل مزدور ته انتقال شي، او نوري پېښي د يوې خبيثي منصوبې او د همدې ستري جگړي برخي دي. د اسلامي امت ټولو مجاهدينو ته په كار ده چي حوصلې مضبوطي وساتي، خپل صفوف لازيات منظم او متحد كړي، يو بل ته د يووالي او ورورۍ لاس وركړي، بايد ډاډه او مطمئن وي چي قدير خداى به د شيطان پر لښكرو دوى ته برى وركوي، صليبي ځواكونه به هرومرو له ماتي سره مخامخ كېږي، خو مجاهدين بايد سره له دې د اوږده او سخت جنگ لپاره چمتو وي، هيڅوك دي دا گمان نه كوي چي د دغو ځواكونو له ماتي او وتلو پرته صلح راتلى شي.

 

وروڼو خويندو!

مونږ ټولو افغانانو مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواكي، د جگړي پاى، د تلپاته صلحي او امنيت تأمين  او په خپلواك افغانستان كي د ولس د خوښي اسلامي حكومت غواړي بلنه وركوو چي راشئ له دې بحران د هېواد د ايستلو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسي سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږو او خيرنو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي. خو هغه كړۍ دي زموږ دا بلنه غلطه نه تعبيروي چي د پرديو مرستو مغرور كړي، د بل د مټ، وسلو او پيسو په زور جنگېږي، هغوى دي د كمونيستانو له تور برخليك پند واخلي، متأسفانه كمعقله كسان داسي دي چي كله د وحدت او يووالي لوري ته بلل كېږي نو گمان كوي چي دوى ډېر پياوړي او زورور دي او بلونكي ډېر اړ او كمزوري، ډېر ځلي داسي بلني په دوى كي د بې ځايه كبر او لويي شيطاني احساس پاروي، دوى د پردي پر كټ ناست د پاچايۍ خوبونه گوري او په دې نه پوهېږي چي پردى كټ تر نيمو شپو وي، ډېر د پرديو مرستو مست كړي ول خو ژر په سد شول او خپل سپك وزن ورته معلوم شو.

 

وروڼو خويندو!

په دې كي هيڅ شك نشته چي هېواد په سخت بحراني حالت كي دئ، وضعيت د 1370 لسيزي ته ورته دئ، هغو شپو ورځو ته چي شوروي اتحاد په افغانستان كي له ماتي وروسته له كورنيو ستونزو سره مخامخ شو، د افغانستان د جنگ مصارف ئې نور نشو زغملى، د افغانستان پرېښود ته اړ شوى وو، اوس حالت كټ مټ همغسي دئ، امريكايان او موئتلفين ئې له جگړي ستړي شوي، تر دې زيات نه د رواني جگړي ځاني تلفات زغملى شي او نه د جنگ ملاماتوونكي لگښتونه، له وتلو پرته بله چاره نه لري، ډېر ئې د واشنگټن د سرزورۍ له كبله مجبور شول تر 2014 د پاته كېدو ژمنه وكړي، خو يقيناً چي ډير به ئې تر دې وړاندي وځي، نه د دې امكان شته چي اشغالگران به داسي امنيتي ځواكونه رامنځته كړي چي د ناټو له وتلو وروسته امنيت تأمين كړي او نه د دې امكان شته چي غربي هېوادونه به د افغان امنيتي ځواكونو د تمويل لپاره هر كال څلور مليارډه ډالر د كابل حكومت ته وركوي!! دوى د كابل حكومت له بقاء په بشپړه توگه ناهيلي شوي، بديل هم ورته نه لري، بريتانيا او د امريكا ځيني ځواكمني كړۍ د افغانستان تجزيه د حل لار گڼي، ځيني غواړي بېرته همغه د 1990م لسيزي حالت رامنځته كړي، كورنۍ جگړي ته لار آواره او ايران، پاكستان، هند او روسيه په جگړي كي ښكېل كړي، ځيني داخلي كړۍ هم دې ته چمتو برېښي چي يو ځل بيا همغه كار وكړي چي مخكي ئې وكړ!! متأسفانه دوى له مخكنيو ترخو تجربو پند نه دئ اخيستى!! حقيقت دا دئ چي دولت شړېدلى، واكمنو خپل حيثيت او اعتبار په بشپړه توگه له لاسه وركړى، بهرني ځواكونه ناكام شوي، حالت د اشغالگرانو له ادارې وتلى، ښايي تر  2014 كال وروسته له داسي پېښو سره مخامخ شو چي هيڅوك ئې انتظار نه لري.

 

موږ دغه حساس حالت ته په پام سره ټولو مجاهدينو او د هېواد هغو كړيو او شخصيتونو ته چي پر ملت زړه سوى لري، قضايا مسئولانه څېړي، له بحران د وتلو لاري لټوي او غواړي په دې اړه اغېزمنه ونډه ولري څو عرائض لرو:   

·         راشئ د بحران لپاره كورنى حل ولټوو، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران حل كړو. ټول بايد دا د يوه مسلم حقيقت په توگه ومني چي د بهرنيو ځواكونو حضور د جنگ له دوام پرته بله معنى او نتيجه نه لري، پاته كېدا ئې نه افغانان مني او نه كومه ستونزه حل كولى شي، كوم ناافغانان چي د بهرنيو ځواكونو پر پاته كېدا او د جگړي پر دوام ټينگار كوي، بايد پوه شي چي دا له ذلت ډك دريځ به له سپكاوي پرته بل څه ورپه برخه نه كړي، دا ځواكونه نه د دوى په غوښتنه پاته كېږي او نه وځي، د خپلو استعماري گټو حرص راوستي او د مجاهدينو مقاومت وتلو ته اړ كړي.  

 

·         هغه به ډېر ناپوه او ساده وي چي گمان وكړي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به دا نظام دوام وكړي او له سختو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ غربي هېوادونه به ډالر ورته رالېږي، دا خامه طمع ده، هغه به ئې په خپل سر كي ساتي چي د ناټو حضور قدرت ته رسولي او د دوى جيبونه ئې ورډك كړي.

 

د خپلواك اسلامي افغانستان جوړېدو په هيله

سرلوړي دي وي افغانان    بريالي دي وي مجاهدين

 

حكمتيار

افغانستان

لوى اختر1392

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *