د غولوونكې مشورتي جرگې په اړه د حزب اسلامي دريځ— ډیلی شهادت

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

دغولوونكې مشورتي جرگې په اړه د حزب اسلامي دريځ

 

ډیلی شهادت

 

له دې مسلم حقيقت هيڅوك انكار نشي كولى چي د افغانستان روان بحران يوازي يو عملي حل لري چي هغه د ټولو بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل، افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو حق وركول، په خپلواك افغانستان كي د افغان مؤمن ولس د خوښي نظام قائمول او هغه چا ته د اقتدار انتقال چي د ملت اكثريت پرې اعتماد كوي او په خپله ئې د بهرنيو له اغېز او فشار پرته غوره كوي. دا بحران نه په داسي جعلي او غولوونكو انتخاباتو حل كېدلى شي چي د امريكايي چورلكو تر وزر لاندي ترسره كېږي، او نه په داسي جرگو چي غړي ئې د كابل لاس پوڅى حكومت غوره كوي او هغه وطن پلوري او ايمان پلوري وربلل كېږي چي د اشغالگرانو حضور د دوى جيبونه له ډالرو ډك كړي.

افغان ولس په  دې ښه پوهېږي چې سپينه ماڼۍ غواړي د ناټو له وتلو وروسته يو شمېر امريكايي ځواكونه په افغانستان كي پاته وي، گڼ شمېر ستري ستري اډې ئې په واك كي وي، له دغو اډو د تل لپاره پر افغانستان حكومت وكړي، د آزادي غوښتونكو افغانانو د ځپلو لپاره ترې كار واخلي، جگړه تر هغه پر مخ بوځي چي افغانستان د دوى په خوندي دائمي اډې بدل شي، غواړي دې اشغال او نظامي شتون ته قانوني بڼه وركړي، د خپلو لاس پوڅو چارواكو په وړاندي ئې داسي اسناد د لاسليك او ټاپه كولو لپاره اېښي چي په حقيقت كي د افغانستان د پلورلو وثيقه گڼل كېږي، دا هغه څه دي چي د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كري په خپل وروستي مطبوعاتي كنفرانس كي بربنډ كړل، هغه وويل: په افغانستان كي به دامريكايي ځواكونو شتون كټ مټ داسي وي لكه په كوريا او جاپان كي، دوى به له قضائي مصئونيت برخمن وي، د افغانانو په ضد د جرم په صورت كي به په افغانستان كي او د دې هېواد په محاكمو كي نه محاكمه كېږي، كه دا شرائط ونه منل شي نو دا امنيتي تړون به نه لاسليك كېږي، د كابل حكومت اوسني چارواكي ئې دې ته اړ كړي چي دا اسناد ژر او له ځنډ پرته او تر راتلونكو انتخاباتو وړاندي لاسليك كړي، د جمهوري رياست لپاره د اوسنيو نوماندانو ډېرى د امريكا له دغو ټولو غوښتنو سره موافق دي، كرزى او ټيم ئې هم ورسره موافق دي خو غواړي د خپلي راتلونكي په اړه څه تضمينونه او امتيازات ترلاسه كړي، هڅه كوي چي د خپل جرم شريكان زيات كړي، د مشورتي لويي جرگې تر غولوونكي نامه لاندي د خپلي سليقې افراد راغونډ كړي او حكومت ته د دې وثيقې د لاسليك واك وركړي!!

آبله ورځ د امريكا سفير په ډېر وقاحت سره وويل چي كه د امنيتي تړون هغه وثيقه چي دوى وړاندي كړې ونه منل شي نو امريكا به خپلي مرستي متوقف كړي، او په ځواب كي ئې ذليلو ارگ ناستو وويل: دا تړون د افغانانو په گټه دئ، يعني مرستي مه بندوئ، مطمئن اوسئ چي موږ دا د افغانستان پلورني وثيقه حتماً لاسليك كوو!! له دې جرگې به همدا پرېكړه راباسي، هغه څېرې ئې د دې جرگې د جوړولو، اداره كولو او د غړو غوراوي لپاره ټاكلي چي تل د پرديو په چوپړ كي پاته شوي.

موږ د بهرنيو ځواكونو حضور د جگړو او بې امنيو د دوام اصلي عامل گڼو، له امريكا سره امنيتي تړون د هېواد پلورنه او د افغانانو د ملي حاكميت، خپلواكۍ او استقلال پر سر سودا گڼو، په جدي الفاظو سره دا شرمناك تړون غندو، مطمئن يو چي كه د كابل چارواكي دا تړون لاسليك كړي نو د افغان ولس له شديد عكس العمل سره به مخامخ شي. حزب اسلامي له امريكا سره امنيتي تړون داسي گڼي لكه له انگريزانو سره د شاه شجاع تړون او له شوروي اتحاد سره د ببرك كارمل تړون، يقيناً چي د دې شرمناك تړون او د وطن پلورني د دې سپېرې وثيقې ملاتړ به يوازي هغه غلام فطرته او ذليلي څېرې كوي چي د خپل دين، ايمان، وطن، ملي نواميسو، خپلواكۍ او ملي حاكميت پلورني ته چمتو وي، نه الله تعالى هغه منافقين بخښي چي د كفارو ملگرتيا كوي او نه افغانان هغه وطن پلورونكي بخښي چي د غلامۍ وثيقې امضاء كوي، دوى او هېواد ئې په پرديو پلوري، افغانان به هيڅكله د غلامۍ دا ننگينه كړۍ په خپلي غاړي كه ونه مني او د پرديو اسارت ته به سر ټيټ نه كړي، زموږ تاريخ به هغه توري او ناولې څېرې د ملي خائنانو په نامه ثبت كړي چي د غلامۍ دا وثيقه تأييد او لاسليك كړي.

امريكايان بايد پوه وي چي له څو ذليلو كمونيستانو او اوباشو غربپالو پرته هيڅ سرلوړى افغان د غلامۍ دا وثيقه نه مني، افغان مؤمن مجاهدين به تر هغه خپل جهاد ته ادامه وركوي چي ټول بهرني ځواكونه زموږ له هېواد ووځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائم شي.

حزب اسلامي د هغو مزدورو څېرو او رسنيو له لوري دا تبليغات هم په كلكه ردوي او غندي چي وايي: تېره اونۍ د حزب يو لوړ پوړى هيئت كابل ته تللى او په مشورتي جرگې كي د گډون غوښتنه ئې كړې، … حزب اسلامي دا ادعاء په بشپړه توگه ردوي او هغه له غرض ډك دروغجن تبلغيات گڼي، حزب اسلامي نه په داسي بيهوده جرگو كي د گډون اراده لري او نه داسي مطالبې كوي، په كومي ورځي چي سپيني ماڼۍ پر افغانستان د بريد پرېكړه وكړه حزب اسلامي له ځنډ پرته اعلان وكړ چي امريكا دي د شوروي اتحاد ناكامه او خونړۍ تجربه نه تكراروي، د افغانستان نيول آسان خو ساتل ئې گران دي، تاسو د طالبانو حكومت نسكورولى شئ خو د افغانستان اشغال به په ډېره گرانه بيع درته تمام شي، په پاى كي به سرټيټي او نامراد وځئ، كله چي بريد پيل شو نو حزب اسلامي طالبانو ته د بلاقيد او شرط ملگرتيا وړانديز وكړ او له ولس ئې وغوښتل چي د اشغالگرانو په وړاندي وسلې ته لاس كړي، او په مقاومت لاس پوري كړي، په شمال كي د طالبانو د قومندانانو شورى په اتفاق سره پرېكړه وكړه چي په شمال كي د مقاومت مشري حزب اسلامي ته وسپاري، د دوى كابل مېشتي شورى هم دا پرېكړه تأييد كړه، د حزب اسلامي محترم مشر ته ئې خپله پرېكړه واوروله، هغه موافقه وكړه، خو د طالبانو كندهار مېشتو مشرانو دا پرېكړه ونه منله، او پايله ئې دا شوه چي نه يوازي د طالبانو حكومت نسكور شو بلكي په زرگونو جنگيالي ئې په شمال كي ووژل شول. دا دئ له هغو ورځو دولس كاله تېرېږي او حزب اسلامي همغسي پر خپل دريځ كلك ولاړ دئ، خو تاسو تل داسي دروغجن مبلغين ليدلي چي كله ئې ويلي: حزب اسلامي له وسله وال مقاومت د لاس اخيستو او د كابل په حكومت كي د شركت اراده لري او گواكي په دې اړه مذاكرات روان دي!! كله ئې ويلي حزب اسلامي په انتخاباتو كي د برخي اخيستو پرېكړه كړې او له خپلي هغي ژمني په شا شوى چي د اشغالگرانو په شتون كي به هيڅكله په انتخاباتو كي برخه وانخلي، كله ئې د كابل په حكومت كي د حزب په نامه د څو كسانو اشتراك داسي تعبير كړى چي گواكي دا كار د حزب په خوښه او موافقه شوى؛ په داسي حال كي چي امريكايانو دا كار د حزب اسلامي د تضعيف لپاره كړى… نه پوهېږو هغه بدسترگي د دښمن خادم مبلغيبن به دا دروغجن تبليغيات څنگه توجيه كوي، خپل مخاطب ته به څه وايي چي ولي په مكرره توگه د حزب په ضد دروغجن تبليغات كوئ او تل مو تبليغات غلط ثابت شول، دولس كاله مو د حزب اسلامي په ضد خپلو ساده لوح ملگرو او افغان ولس ته دروغ وويل، خو حزب اسلامي همغسي د لومړۍ ورځي په څېر پر خپل اسلامي دريځ او تگلاري ټينگ ولاړ دئ، له خپل اسلامي او عزتمن موقف يو انچ ښي او كيڼ لوري ته منحرف نشو، حزب اسلامي يو ځل بيا خپل مؤمن ولس ته د څو خبرو اطمئنان وركوي:

د هېواد تر بشپړي خپلواكۍ او له ټول هېواد د ټولو اشغالگرو ځواكونو تر وتلو به زموږ مقاومت د تل په څېر او ترمخكي په لازيات قوت سره روان وي.

د اشغالگرانو د جهازونو تر وزر لاندي حكومت كي هيڅكله برخه نه اخلو.

د بحران د حل له داسي طرحي سره هيڅكله توافق نه كوو چي د هېواد خپلواكي او د بهرنيو ځواكونو بشپړ او فوري وتل تضمين نه كړي.

يوازي په داسي بين الافغاني مذاكراتو كي برخه اخلو چي د بحث اساسي موضوع ئې د بهرنيو ځواكونو وتل او په خپلواك افغانستان كي د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت جوړول وي.

ټول افغانان دې ته رابلو چي يو بل ته لاس وركړي، قومي، ژبني او سياسي اختلافات يوې خوا ته پرېږدي، خپل هېواد او ولس له دې دردناك حالت وژغوري، د هېواد د آزادۍ، د پرديو فوځونو د وتلو، د بهرنيو لاسوهنو د مخنيوي، د جگړي د پاى ته رسولو او په هېواد كي د ډاډمني صلحي او امنيت د تأمين لپاره په گډه كار وكړي، د جگړو له لاري او د پرديو د مټو او مرستو په زور قدرت ته د رسېدو مخكنۍ ترخې او ناكامي تجربې تكرار نه كړي او خپل ولس د پرديو د گټو لپاره د جگړو او بې امنيو په اور كي ونه سوزوي.

د افغانستان بحران له دې پرته له بلي لاري نشي حل كېدى چي اشغالگر ځواكونه ووځي، بهرنۍ لاسوهني متوقف شي، په خپلواك او آزاد افغانستان كي د عادلانه او آزادو انتخاباتو له لاري د ولس د خوښي اسلامي حكومت جوړ شي.

موږ ډاډه يو چي إن شاء الله امريكايي اشغالگران به له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي شوروي اتحاد ورسره مخامخ شو. د هېواد د آزادۍ په هيله.

حزب اسلامي افغانستان

22 عقرب 1392

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *