د تسلیت پیغام: د حكمتيار له لوري محترم ورور مولوي صاحب جلال الدين حقاني ته — ډیلی شهادت

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د تسلیت پیغام: د حكمتيار له لوري محترم ورور مولوي صاحب جلال الدين حقاني ته

ډیلی شهادت

 

إنا لله و إنا إليه راجعون

د حكمتيار له لوري محترم ورور مولوي صاحب جلال الدين حقاني ته السلام عليكم و رحمةالله و بركاته

ستاسو د مجاهد زوى شهيد داكتر نصيرالدين د شهادت په مناسبت تسليت وړاندي كوم، الله تعالى دي هغه ته د احد او بدر د شهيدانو درجه وركړي، هغه دي په خپل وسيع رحمت او مغفرت سره ونازوي، د هغه جهادونه او شهادت دي قبول كړي، په جنت كي دي د ده درجې لوړي او د ده نېكي هيلي او آرمانونه ترسره كړي او تاسو او د ده ټولو خپلوانو او ديني وروڼو ته دي اجر او صبر درپه برخه كړي.

يقيناً چي د شهيد نصيرالدين حقاني شهادت ستره الميه ده؛ د ده په شهادت سره د مجاهدينو په ليكو كي ژوره تشه راپيدا شوې؛ خو مطمئن يو چي الله تعالى به د ده ځاى تش نه پرېږدي، او په داسي مؤمنو مجاهدينو به ئې ډكوي چي د ده په لار درومي او د ده آرمانونه پلي كوي.

ښايي هغه ورځ به مو په ياد وي چي زه د سردار داؤد د اقتدار په لومړيو كي په شمل كي ستا كور ته درغلى وم، د جهادوال شهيد ورور شهيد يوسف هم راسره وو، هملته مو د جهاد ژمنه وكړه، له هغي ورځي دا دئ نږدې اوه دېرش كالونه تېرېږي، له هغي ورځي تر نن پوري ډېر حكومتونه راغلل او ولاړل، شوروي اتحاد زموږ پر هېواد یرغل وكړ، يو نيم مليون افغانان ئې په خپلو وينو كي ورغړول، خو الله تعالى د دغو مظلومو شهيدانو انتقام ترې واخيست، هغه په خپل زور ځواك مغرور شوروي اتحاد ئې په زوال محكوم او ټغر ئې ورټول كړ، شوروي ځواكونه سرټيټي زموږ له هېواد ووتل، او خپل تش ځاى ئې امريكا ته پرېښود، امريكا هم په تېرو دولسو كلونو كي خپل ټول زور او ځواك وآزمويو، خپلو ناولو موخو ته د رسېدو لپاره ئې نږدې يو لك اويا زره افغانان ووژل، خو دا دئ نن تش لاس او ټيټ سر او پر خپلي ناكامۍ له اعتراف وروسته وځي، إن شاء الله د شوروي په برخليك به اخته كېږي. الحمد لله چي تاسو له خپل رب سره په كړې ژمني ټينگ او ثابت پاته شوئ، نه روسانو ته تسليم شوئ او نه امريكايانو ته، د امريكايانو په ضد جهاد كي ستا څلور زامن په شهادت ورسېدل، وحشي امريكايانو ستا پر كور راكټي وورولې، ستا د ترور ډېري هڅي ئې وكړې، خو الله تعالى تاسو ته داسي صبر او لوړ همت درپه برخه كړ چي دا ټولي قربانۍ په ورين تندي وزغمئ، تاسو بايد د سرلوړۍ او عزت احساس وكړئ او د الله تعالى شكر په ځاى كړئ چي هم مو د روسانو په ضد د جهاد سعادت په برخه شو او هم د امريكايانو په ضد. هغه مجاهدين بايد د خپل رب د رعايت او عنايت مننه وكړي چي ښي او كيڼ لوري ته منحرف نشول او د اسلام د خطرناكو او زړو دښمنانو په وړاندي ئې سر ټيټ نه كړ، تسليم نشول، او د سكوت لار ئې غوره نكړه، او د هغو په څېر نه شول چي خپل دين، ايمان او وطن ئې وپلورو او د مجاهدينو په ضد ئې د اشغالگرانو ملگرتيا وكړه.

دعاء كوم چي الله تعالى تاسو او ستاسي د درنې كورنۍ ټولو غړو ته اجر او صبر دركړي او په دنيا او آخرت كي ستاسو نېكي هيلي ترسره كړي.

په لوى الله مو سپارم. په احترام

حكمتيار

عقرب 1392

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *