له افغانستانه جعلی وتنه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

له افغانستانه جعلی وتنه

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : اریک مارګولیس ډاټ کام

نېټه : ۷ / ۱۲ / ۲۰۱۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

هغه کسان چی دې ته حیران دي چی د افغانستان لپاره یې په دُکان کی څه شي ایښي دي ، باید په ۱۹۲۰ لسیزه کی په عراق کی د برتانوي امپراتورۍ کړنه وګوری . لکه شکسپیر چی هم لیکلی دي : « ماضي یوه سریزه ده . »

استعماري برتانیې تر لومړۍ نړیوالی جګړې وروسته د عراق دولت ځکه ایجاد کړ چی د بین النهرین د تیلو ستری زخیرې وساتی چی د شاهی سمندري ځواک لپاره حیاتی وې . نو برتانیې د دې مصنوعی هیواد د کنټرول لپاره چی د نا آرامۍ څخه ایشېدئ ، یو ګوډاګی پاچا فیصل پر هغه واکمن کړ او یوه محلی اردو یې ورته جوړه کړه چی قومانده یې د برتانوي افسرانو په لاس کی وه .

د برتانیې استعماري واک د ۱۹۳۰ کال د انګریز ـ عراق په تړون سره رسمي سو ، یعنی هغسی معامله چی د ګوډاګي او بادار تر منځ وه . خو د عراق اصلی قدرت د برتانیې د شاهي هوایی ځواک په اختیار کی و چی په حبانیه او بصره کی دوې دایمی پوځی اډې ور « عطا سوې . » دغه شاهی هوایی ځواک د عراق پر ټوله هوا او ځمکه تسلط درلود . ونسټن چرچیل ، د نننیو جنګ طلبه نوو محافظه کارانو مقدس ولی خپل شاهی هوایی ځواک ته صلاحیت ورکړ چی په عراق او افغانستان کی پر « سرکښو » قبایلو باندی زهرجن ګاز استعمال کړی .

برتانیې په بغداد کی عامه څانګی او غولونکي ( ساختګی ) سیاسی ګوندونه ایجاد کړل چی د عراقی اولس سره یې ، چی اکثریت د خپلو برتانوي واکمنانو څخه کرکجن وو ، هیڅ تړاو نه درلود .

هو ، برتانوئ عراق د ننني افغانستان لپاره یوه سریزه ده . د برتانوي امپراتورۍ وارث یعنی امریکایی مطلقه واک دا پلان لری چی په افغانستان کی کټ مټ د هماغه برتانوي عراق نمونه جوړه کړی .

په افغانستان کی د امریکا لخوا نصب کړئ واکمن حامد کرزی چی د سي آی اې پخوانۍ « سرمایه » ده ، ښایی تر ۲۰۱۴ کال وروسته بیا هم پاته وی یا دا چی کوم بل امریکا کښېنولی یې پر ځای راسي . یعنی داسی چی د هماغه « پاچا » ( فیصل ) عنوان به « ولسمشر » وی او بس .

واشنګټن خو وایی چی موږ به ټول امریکایی جنګی پوځیان په ۲۰۱۴ کی د افغانستان څخه راباسو . خو نوو خبرو ته متوجه اوسیً : له همدا اوس څخه به ۱۴۰۰۰ الی ۱۶۰۰۰ امریکایی پوځیان هلته پاتیږی تر څو په اصطلاح « د تروریزم پر ضد » مأموریت او د « روزلو » دنده تر سره کړی ، دا په داسی حال کی چی پخپله واشنګټن اعتراف کوی چی په افغانستان کی تر پنځوس زیات القاعده وال نسته .

په بل عبارت ، دا هماغه د سپین پوستو افسرانو پخوانی برتانوئ سیسټم دی چی محلی او ځایی پوځیان قومانده کوی . د کاله به څلور الی پنځه بلیونه ډالره د امریکا او متحدینو لخوا یې مصرفیږی چی څلور لکه ( ۴۰۰۰۰۰ ) حکومت پلوه پوځیان به اجاره کوی ( چی قومانده به یې د امریکا په لاس کی وی ) . دغه اجیران به په بې زړه توب سره د عقیدې لپاره نه ، بلکی د امریکایی ډالرو لپاره جنګیږی . سي آی اې به هم د خپلو دوو زرو اجیرانو ځواک ولری او زیاتی بې پیلوټه وژونکي طیارې به هم فعالی وی . د دغو څخه علاوه به د امریکایی خاصو ځواکونو کوماندویی پوځیان هم لګیا وی ، چی هماغه د علیاحضرتی د وژونکو پوځیانو غوندی دي چی د برتانوي مشهورو « ایس . اې . ایس » غوندی رول لوبوی .

د امریکا په واسطه به د افغانستان روان غلچکی اشغال د امریکا او افغانستان د یو نوي امنیتی تړون په ذریعه تقدیس کیږی ( کټ مټ لکه په ۱۹۳۰ کی چی د انګریز ـ عراق تړون و ) ، یعنی د ګوډاګي او اختیاردار تر منځ یوه معامله چی په غولونکو او جعلی انتخاباتو ، مخورو ته په رشوت ورکولو ، او د مخدره موادو په بوجیو بوجیو روپیو سره یې د احترام وړ ګرځولی دی . شوروی هم پر افغانستان تر یرغل وروسته همداسی وکړل . دا هر څه د هماغه زاړه استعمار نوي طریقې دي .

د امریکا د عامه اړیکو څانګی به د امریکایی حکومت لخوا د نجونو د ښوونځیو د جوړولو او عامه روغتیا د سمولو په هکله مسلسل د ښه خبرونو ډُول راته وهی . حال دا چی د امریکا تر ملاتړ لاندی او هم هغو رانیول سوو قومی او حکومتی مشرانو په باره کی به سپوڼ هم وا نه ورو چی د افغانستان د مورفینو او هیروینو صادراتی تجارت مخته وړی . افغانستان همدا نن د امریکا تر کنټرول لاندی د نړۍ د هیروینو او تریاکو مخکښ صادرونکی هیواد دی . د ملګرو ملتونو له مخی د مخدره موادو حاصلات ۵۰٪ زیات سوي دي . د مخدره موادو پیسو او د هغو سپینولو ټول افغان حکومت له سره فاسد کړی دی او دا پیسې د کابل ستر عاید جوړوی . دا لا څه ، امریکا  هم پیسې پسی ورکوی .

تر ټولو مهمه لا دا چی امریکا به هم په عراق کی د برتانیې غوندی ، دلته ۲ ـ ۴ کلیدی هوایی اډې ورسره وساتی . د شورویانو لخوا جوړ کړئ بګرام به د امریکا لخوا د افغانستان د کنټرولولو عصبی مرکز وی . د افغانستان په وچو ، بېله ونو مځکو او هوارو دښتو کی به هوایی ځواک غوڅ رول ولوبوی . امریکا به د څلیرویشت ساعته هوایی کنټرول څخه پرته ونسي کړای چی په افغانستان کی خپلی اډې وساتي . د امریکا هوایی ځواک ، یعنی پر نړۍ د امریکا د قدرت اصلی ذریعه به د جنوبی آسیا فضا تر څارنی لاندی ولری او د کابل د ګوډاګي رژیم ساتنه به کوی . هندوستان به هم د امریکا لخوا د افغانستان د روان اشغال څخه محتاطانه ملاتړ کوی .

تر دې ځایه دا د الف پلان و . خو باید ووایو چی افغانستان په حقه سره « د امپراتورویو قبرستان » بلل سوی دی ، او تل یې لویی استعماری طرحی په غم لړلی دي . د دې هیواد توند او زیږه پښتانه قبایل ، چی ما په ۱۹۸۰ لیسزه کی د شوروی ضد مبارزې پر مهال ملګرتوب ورسره کړی دی ، د امریکا د پوځی طاقت او عالی تکنالوجیکی وسلو په وړاندی کلک درېدلی دي حال دا چی وسله یې صرف کلاشنیکوفونه او بې پروا زړه ورتوب دی او بس .

برتانوي امپراتورۍ چی پر افغانستان څلور ځله یرغل کړی دی [ څلور نه بلکی درې ځله ـ ژباړن ] ، هم هڅه کړې وه چی دلته خپلی لیواوی واچوی ، خو سخت ناکام سول . را روانه امریکایی نیونه به چی « بیا رغونه » یې بولی ، هم هماغسی ناکامه وی .

تر اوسه خو د امریکا دغه تر ټولو اوږده جګړه چی دوولس کاله یې په بر کی نیولي دي ، تقریبأ یو ټریلیون ډالره خوړلی دي ، دوه زره امریکایی پوځیان یې وژلی دي ، او نور اوولس زره یې هم ټپیان کړی دي او بې شمیره افغانان یې وژلی او زخمی کړی دي .

طالبان ، یعنی د پښتني قبایلو دغه اییتلاف به د تېر په شان هماغسی ورسره جنګیږی . نو امریکا د جنګ یوه بله لسیزه هم په مخکی لری بېله دې چی باالاخره خپله ماته ومنی او ترې راووزی . نو ولی امریکا د افغانستان نیولو او اداره کولو ته بیا هم دوام ورکوی ؟ ځواب یې د ځمکو کنټرولونکی سیاست ( جیوپولټیک ) دی . وګورئ د افغانستان په دننه کی به د امریکا اډې د کسپیین د تیلو او ګاز څخه ډکه حیاتی حوزه تر نظر او څارنی لاندی ولری . تیل د امریکا پر تګلاره جوړونکو باندی داسی جذبونکیً اغېز لری لکه پر پیشو ګانو چی د « کیټ نیپ » خوشبویه بوټی اثر کوی او ځانته یې کشوی .

واشنګټن دې ته زړه نسي ښه کولای چی په افغانستان کی د خپلی ماتی اعتراف وکړی او هغه هم د یو څو سپکو وسلو لرونکو قبایلیانو لخوا . نو ځکه دا بهتره بولی چی نور هم هلته پاته سي او د بریالیتوب پلمه جوړه کړی ، خیر دی چی په افغانستان کی به د امریکا اشغالي بېسونه ( اډې ) هر کال په بلیونونو ډالره مصرف ولری .

بل لا دا چی لویدیځ سیاست پوهان د خپلو رایو غوښتونکو په وړاندی نسي درېدای تر څو دا ومني چی افغان جنګ یو حماقت او حقارت و ، د ټریلیونو ډالرو چټی ضایع کول و ، او زموږ د پوځیانو بې ژونده کول و . او یا به دا مني چی طالبانو قطعأ د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی ، چی د اروپا څخه راپورته سوه ، لاس نه درلود او هغوی مو ښه نه وو پیژندلي . هو ، حقیقت خو ډیر دردونکیً او خطرناک وی ، پای .       

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *