د لوی ملاصاحب بې مهاره اوښان! — شاهد شفق

 

 

د لوی ملاصاحب بې مهاره اوښان!

شاهد شفق

کله به چې د ژمي موسم او ساړه تېر شول او پسرلي به خپله لمن وغوړوله هوا به ورو ورو توده شوله هغه مهال به کوچیان له ګرمو ولایتونو څخه دې لوري ته راوخوځېدل.
د کوچیانو د کډو اوږده کتارونه به د اوښانو څخه جوړ شوي وو او زمونږ ښوونځی بیا لارې ته څېرمه پروت وو،کله به چې دوی پر لاره تېریدل نو که به تفریح وه خو بیرون به ورټولېدلو او که به په ټولګي کښې وو نو له کړکۍ څخه به مو غلي غلي ورته کتل خو پام به مو کولو چې د درنو ښوونکو راته پام نه شي او هسې نه په غوسه شي.
کوچیانو به خپل بارونه یا د دوی په اصطلاح پارسلونه په همدې اوښانو بار کړي وو، خدای تعالی دغه کوږ وږ او لوی حیوان انسان ته تابع ګرځولی دی او انسان ورباندې خپل د زړه سره سم خپل بارونه وړي،کوچیانو بیا هم دغه لوی حیوان پوزې د سوریو تر څنګ په یوه پړي بند کړی وي او د اوښانو پړي یو له بل سره بند وي په دی ډول دغه ځواکمن حیوانات ټول پر یوه لیکه خورا منظم روان وي اویو ډنګر وچ کلک هډوکي لرونکی کوچی دا ټول اوښان کنترولوي کوم یو هم د غوږ ښورولو توان نه لري.
هغه مهال چې کوچیان کوم ځای تم شي او کېږدۍ اوچتې کړي نو بیا اوښان هم لوړو غونډیو او یا د غرونو لمنو ته بوځي او کله به چې لمازدیګر مهال اوښان په نس ماړه شول او راستنول به یې نو به اوښانو د مستۍ یوه نوې څپه اخیستې وه او له لوړې به مخ په ځوړ په ځغاسته شول ،نو که په مخه دوست ورغلی وی که دښمن تر پښو لاندې یې کول ،کوچیانو به نارې وهلې چې له مخې یې لرې شی اوس به هغوی هم ترې ویرېدل او بیا پوهیږی چی کله به اوښ په مستۍ راغی نو له ځایه یې بڼه هسې ده چې سړی ترې ښه نه وړي نو په مستۍ کښې به یې وحشت خپرولو.
هغه کلونه تېر شول اوس کوچیان هم په اوښانو ډېر تګ راتګ نه کوي تراکتورونو او موټرونو کښې ځي او راځي خو زه دا د بې مهاره اوښانو خبرې ته راځم چې د هغوی یاد د لوی ملاصاحب یا په بله اصطلاح د امارت بی مهاره لیکوال راته سترګو ته ودرول.
نن مې چې کله د طالب پلوو لیکوالو لیکنو ته پام وکړ نو داسې راته وبرېښېده چې لوی ملاصاحب محمدعمر مجاهد په بې مهاره اوښانو اوښتی دی او ګرانه ده چې تر مارولو او مهار کولو مخکې دا اوښان د ګونډه ووهي.
د ملاصاحب ژوند ټول هسې له ولس څخه په تجرید او انزوا کښې تیر شو هغه د تصوف تر انزوا زیاد ولس د لوی ملاصاحب له تجرید څخه وکړېد او د واکمنۍ په دوره کښې هم د لوی ملاصاحب لیدل ناشوني وو،او کله چې امریکایانو یرغل وکړ نو په سلو کښې دغه خبر صفر څخه هم د منفي په لور واټن ونیو او دا چې اوس به امارت اسلامي د کومو مستو د ګړبړ اومستیو قرباني کیږي دا نو همداسې معما وګرځېدله خو د ولس لپاره ستونځه د لوی ملاحب تر ستونځې لویه ده ځکه د امارت اسلامي د مستیوپه پایله کښې ولس تر پښو لاندې کیږي او لوی ملاصاحب خو هسې د تجرید ژوند تیروي او ورباندې خبر ندی چې څه کیږي او څوک یې کوي؟
هغه ورځ یوه طالب پلوي چې ماته سخت غوسه وو او ډېر تورونه یې راباندې ولګول یوه حق خبره هم لیکلې وه،خدای خبر چې سهوه شوی وو او که کوم غلې الهام ورباندې راغلی وو او یا کوم فکري ستونځې سره مخ شوی وو خو خبره یې رښتیا وه .هغه ویلي وو: چې کوم ضرر چې دا طالب ښکنځماران او بې ځایه لیکوال اسلامي امارت ته رسوي هغه ضرر دښمن هم نه شي ورته رسولی)د دغه طالب نورې خبرې که له نظره وغورځوو دا یوه خبر یې د اهمیت وړ ګڼلی شو چې اسلامی امارت د بې مهاره لیکوالو او مشرانو په لاس له سترو اخلاقي ځوړتیاوو سره مخ دی او دا ضرر دښمن نه بلکې خپل ښکنځلماران یې ورته رسوي.
راځو دېته چې څنګه به لوی ملاصاحب له تجرید ژغورو؟ او څه ډول به غوره او نیک طالبان ښکنځلمارانو ځای ډکوي؟
کله چې په دی پوښتنو فکر کوم نو د لوی ملاصاحب د راستنېدو چانس لکه څنګه چې ماضي ورباندې شاهدي ادا کوي ممکن ندی او دوهم انتخاب هم له ژورو ستونځو سره لاس او ګرېوان دی هغه دا چې دې بې مهاره مغشوشو او تیاره ذهنیتونو اسلامی امارت پر خپله ولکه کښې راګیر کړی دی او کله چې کوم د غوره نظر خاوند مجاهد طالب په کی سر راپورته کړي او د دوی د مخنیوي هیله ولري هغه مهال نو د نورو په جال کښی راګیر او د مرګ مېلمه شي او دا څرګندوي چې نور لوی ملاصاحب د خپلو صلاحیتونو څخه برخمن ندی!
اوس نو امیر المومنین کلیمه یواځې شعارونه جوړوي او په عمل کښې د لوی ملاصاحب واک په امارت باندې پای ته رسېدلی دی ،که حالت همداسې دوام وکړي اسلامی امارت به د شورای نظار تر برخلیک غوره راتلونکی ونه لري.
زما هیله دا ده که اوس هم په اسلامي امارت کښې داسې څوک شته وي چې د مسلمانانو تر منځ د اختلاف پر ځاي غوره ګڼي د اسلام دښمنان هدف وګرځوي نو خپلې لیکې د کنترول کړي او د جهاد د مشرانو د سپکاوي په ځای دوی ته غوره ده د اسلام د دښمنانو په وړاندې مبارزه وکړي که په سیاسي ډګر کښې د مبارزې وړتیا یې له لاسه ورکړي وي او یا یی هم له نشت څخه سر ټکوي کولای شي د حزب اسلامي افغانستان تګلاره تر نظر تېره او د حزب د مدبرو مشرانو د پښو خاپونه ومومي دا به د اسلامي امارت لپاره غوره او خیر به یې په کښې وي!
يه درنښت

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *