حزب التحریر او مکي دوره؟! — شاهد شفق

 

حزب التحریر او مکي دوره؟!

شاهد شفق

د راشدو خلیفه ګانو له دور وروسته اسلامي نړۍ ورو ورو د کورنیو او شاهي رژیمونو په ګرداب کښې ډوبېدله او دا بڼه یې تر لاسه کړله چې خلافت  د اسلامي خلافت پر ځای د کورنیو په خلافت بدل شو او حتی د هېوادونو نومونه هم د خاصو مستبدو شاهي کورنیو له نومونو څخه واخستل شول،د وختونو د سترو انقلابونو مرکز حجاز چې نړۍ یې په خپلو وړانګو کښې نغاړلې وه پر سعودي بدل شو ،د سعود د کورنۍ واکمني د اسلامې خلافت پر هغه سیستم د یوه توند او بد ګذار نمونه ده چېرته چې د مومنانو امیر د مومن ولس په رایه په مسجد کښې ټاکل کېدلو،ورته شاهی مستبدو رژیمونه ټوله اسلامي نړۍ تر خپلې سلطې لاندې راوستله ،یواځې هلته دلته وړوکي هیوادونه که په جمهوریت بدل شول هغوی هم د جګړو په اور کښې لولپه کړل شول.
خو تر کلونو تېرېدو وروسته د استعمار د شومو اهدافو په وړاندې په اسلامي نړۍ کښې یو غبرګون او خوځښت پیل شو،اسلامی امت یو ځل بیا د خپل ورک عظمت او شان په لټه کښې د ماضي پاڼې اړول پیل کړل او غرب  او تپل شویو شاهانو دا هر څه په افق کښې د خطرناکو ګواښونو په توګه ولیدل ،که اسلامي امت هغه حالت ته راوګرځي چې د ولس مشران د ولس په خوښه وټاکل شي او د چارواکو کړنې او مسئولیتونه تر پوښتنو لاندې راشی او ولس د چارواکو د نارواو په وړاندې د غږ اوچتولو پریکړه ولرې هغه مهال په اسلامي نړۍ کښې د شاهی رژیمونو بقا له خطر سره مخ کیږي ،د شاهی رژیمونو نسکورېدل د صلیبي هېوادونو ګټې اولاسته راوړني او په اسلامي نړۍ د دوی واکمني هم ګواښي ،نه یواځې اسلامي نړۍ به خپلې خاورې ساتي بلکې د خپلو له لاسه ورکړو خاورو پوښتنه به هم کوي.
اسلام دښمنه هېوادونو په دې اړه خپل ټول تدابیر ونیول چې په امت کښې باید دا فکر چې چارواکي به د ولس په رایه ټاکل کیږي باید له منځه یوړل شي او د دې تر ټولو غوره لار دا وه چې د امت په زړه کښې مرموز مذهبي او سیاسي جوړښتونو رامنځ ته کولو ته لار جوړه کړي،په رښتیا هم چې دا د مرموزې جګړې یو خطرناک ډول دی او د اسلامي امت په دغه فکري اړخ یې کلک ګوزارونه وکړل کوم چې ویل یې چارواکي باید د ولس په خوښه او رایو وټاکل شي.
دغو سیاسي او مذهبي مخصوصو جوړښتونو مالی کلۍ هم له غرب او عربي شاهانو سره پریوتې او اوس د دوی شعار دین او مذهب او اسلامي خلافت وګرځېدل خو تر لاندې یې د امت د مجد د بیا را ژوندي کولو مفکوره وژله.
مذهبی جوړښتونو چې براخ مالی. امکانات یې درلودل اسلامي ټولنو ته مخه کړله د دوی لومړنی کړنه دا وه چې د نورو مذاهبو پیروانو په تکفیرولو او هغوی له قران او سنت څخه په لرېوالي تورن کړل او په دې ډول به یې د اسلام څخه ناخبره ځوانان په خپل جال کښې راښکېل کړل او په هغه هېواد کښې به یې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهله ،له دې سره یوځای دوی  د خلافت یا اسلامی نظام تر نامه لاندې هم نظرونه ورکول چې د دې په اساس یې د مسلمانانو د امیر ټاکل د څو محدودو کسانو کار ګڼلو او ولس ته یې بشپړ برائت ورکولو،دا مذهبي جوړښتونه نن هغې کچې ته ورسېدل چې حتې د اخوان المسلمین په وړاندې په سیاسي حزب بدل شول،هغه مفکوره چې اخوان المسلمین یې د امت د بیا ژوندي کېدو په هکله لري د غربی هېوادونو لپاره تر ټولو لوی خطر و ځکه خو مذهب په مذهبي حزب بدل شو او د یوې ناروا کودتا په ملاتړ یې د عربو شاهانو له مخونو پرده پورته کړله او د پردیو له لوري جوړ شوي مذهبونه ټولو ته څرګند شول.
له سیاسي اړخه هم په اسلامي امت کښې ځنې ګوندونه او احزاب رامنځته شول دوی هم تقریبا ورته اهداف شعار ګرځولي وو خو تر ټولو لومړی خبر یې د ټاکنو رد او کفر ګڼل وو ،دې ډول ډلو خلافت تر نامه لاندې خپله طرحه پر مخ کشوله او په دې توګه له یوه لورې د ټاکنو مخالف و له بل لوري یی له جهاد څخه هم مخ ګرځولی و،اسلامي خلافت د څو غونډو په جوړولو او هلته دلته د څو ویناګانو په ترسره کولو راتلونکی ګڼلو،ان تر دې چې دې خلکو هم په امت کښې ریښې وغځولې او نن د هغو احزابو او اسلامي مفکورو په وړاندې دریږي او غندي یې کوم چې د امت د مجد د ژوندي کولو لپاره یې ډېرې قربانی ورکړې او لا یې ورکوي.
زما یادیږي د امریکایي یرغل لومړي کلونه وو
یو ځای کښې مې یوه مېلمتسیا کښې ګډون درلود ،د عام ولس تر څنګ په دغه ځای کښې ګڼ شمېر محصلینو هم ګډون درلود،په هغه ورځ ما لومړی ځل د حزب التحریر نوم واورېد د منجلس له یوه اړخه یوه ځوان د نورو احزابو په غندلو او نوې لار د غوره کولو څخه او دغه نوې لار نو د ده په اند حزب التحریر وو دانوم دلته بلکل نااشنا وو ټولو ته مجهول برېښېده او ځوان د نورو تر څنګ د اسلام او جهاد په سنګر حزب اسلامي هم انتقادونه وکړل او خبرو ته یې د خلافت او امر بالمعروف او نورو په یادولو دوام ورکړ ،ده دلته موجود خلک هغه لوري دعوتول.
له یو څه ځنډ وروسته یوه محصل اړخ بدل کړ او ځوان یې مخاطب کړ:
ویل یې ایا د خلافت راتلل د کومې یوې غونډې خبر ده چې ورباندې را ژوندی کیږي؟ حزب التحریر تر ننه د اسلام او مسلمانانو لپاره څه کړی دی؟ ایا تاسی هغه افغان حزبونه لکه حزب اسلامی غندی چی د حزب التحریر د تاسیس نه تر ننه پورې ټول فعالیت یی د حزب اسلامی د یوې هفتی قربانیو سره نه شی برابرېدلی؟
زمونږ پلرونو د اسلام د لوړوالی لپاره د حزب اسلامی په صفونو کښې خپلې وینی اسلام ته وړاندی کړې او ته نن ماته وایې چی  حزب اسلام ته څه ندی کړي او مونږ خلافت جوړوو؟ ایا خلافت کوم بستره ده چی تاسی به یی په شاه کړی چی چیرته مو وغوړوله هلته به جوړیږي؟
تر دی اخوا تاسی ولی جهاد نه کوی؟ ولی له جهاد څخه مخ اړوی؟
ایا ستاسې دا دلایل غریب او عجیب ندي چې وایی مونږ د پیغمبر د مکی د دور غوندی مبارزه کوو!!
دا ستاسي مکي دور به تر کومه غځیږي؟ د حزب التحریر له تاسیس خو کلونه وتلي دي خو ستاسې مکي دور ندی تیر شوی او لا پر تاسې جهاد ندی فرض شوی؟ زه حیران دی ته یم چی څه وخت به په تاسې جهاد فرض کیږي ؟ څه وخت به تاسې د مکي دور څخه مدینی دور او بیا  د غزا دور ته نږدې کیږي؟ ویریږم چې په همدې مکي دور کښې په تاسې قیامت نه شی او جهاد له فرضیت څخه پرته د حزب التحریر تاریخ پای ته ورسیږی؟
عملا تاسې هیڅ کړنه نه لری یواځې د خلافت خیالونه او تصویرونه درسره دي او خلافت خیالونه نه غواړي د عمل په میدان کښې کړنو او قربانیو ته ضرورت لری! که اخوان المسلمین او حزب اسلامی غوندی نړیوال او مبارز ګوندونه له خلافت څخه ووایی د منلو وړ ده مګر ستاسې په خوله به د خلافت نوم اخستل یوه مسخره وی!
د د غه ځوان محصل خبرو په هغه ورځ د منجلس رنګ ته ژوره خاموشی او چوپتیا راوستله ،ټولو یو بل سره پیژندل او تحریری ځوان هم ناشناخته کس نه وو اوس یی وضعیت سخت خراب شوی و ټول غلی ول او د چایو د پیالو غږ په منجلس حاکم شوی وو.
له هغې ورځې وروسته می د حزب التحریر نوم بیا چیرته ډېر وانه ورېد خو کله کله به می یوه لیکنه تر سترګو کېدله چې بیا به دوی د خیالي خلافت تصورات په کښې بیان کړي وو.
تر دې چې په اوسنیو ورځو کښې په ټاکنو کښې د حزب اسلامي ګډون د حزب التحریر سر هم وګرځولو او په انتقادونو یې پیل وکړ،خو
دوی ته باید وویل شي چې حزب اسلامي د فکر او عمل په ډګر کښې ولاړ یو ستر اسلامی حزب دی او حزب التحریر د خیالونو ټولګه ده،دا یو مسلم حقیقت دی چې خيال پلو وهونکی انسان  او په عملی ډګر کښې د طرحو پلی کوونکی یو له بل څخه ژور توپیر لري او خیال پرستانو ته د هغو په بصیرت باندې پوهېدل ګران دي
په درنښت

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *