د کرتو جوش! — شاهد شفق

 

د کرتو جوش!

شاهد شفق

یو د ځایونو ته د سترې نړۍ د کوم څه کار د ترسره کولو لپاره تللی وم،د څو میاشتو مخکې خبره ده.
د خپلو مسئولیتونو ته ترسره کولو وروسته  د راستنېدو پر مهال د یوه مدرسې د یوه ملګري طالب یاد تر هغه خاورینې څو اطاقه مدرسې او مظلومو طالبانو پورې ور وګرځولم خو غلط پوه نه شی د اسلامي امارت کوم مرکز ته نه بلکې د علم او پوهې په لټه کښې د ستړو او مخلصو انسانانو کوم ټولي ته ورغلی وم،هغوی د هغو سیاسي طالبانو سره مه مقایسه کوی چې د ښکنځلو او تکفیر دنده پر مخ وړي ،د مجاهدینو سترو او وتلو مشرانو ته ښکنځلې کوي،د بې اتفاقی اور ته لمن وهي او د امت په شړېدلو پرهرونه مالګه شیندل خپله دنده ګڼي،څه دردونکې ده هلته چې د دغه شړېدلو پرهرونو پر سر د پټی ایښودونکو چېغې هم نه  اورېدل کیږي.
مدرسه د کلي په خاورینو کورونو باندې پوښل شوې او راګېره  وه بلکې کلي هغه په خپل زړه کښې ساتلې وه او د همدې مدرسې هر لګښت او ډوډۍ او د دینې علم له زده کوونکو سره هره مرسته همدغه وړوکي کلي ترسره کوله،دې مدرسې کومه بله مالي سرچینه نه درلوده،یواځې همدا مظلوم کلیوال خود اخلاص ،غیرت او همت بیلګې  هغه چې د وخت ستر شتمن یې هم په ورکړه او مرسته کښې سیالي نه شي کولی.
مدرسې ته په ورتلو مې د خپل ملګري طالب پوښتنه وکړه  او لږ شېبه وروسته  زما ملګری راووت او له روغبړ وروسته یوه اطاق ته لاړو چې ښایې د مدرسې د ادارې دنده به یې ترسره کوله.
یو څه وخت وروسته چای هم راورسېد ،تر دې دمه مو له طالبانو سره پیژندګلوي کوله او خوږ منجلس مو درلود،زما ملګري غږ وکړ چې  مونږ له مېلمه څخه نه پوښتو چې شین چای څښې او که تور؟ خو  د دې پوښتنې پر ځای هغه ته د بل انتخاب امتیاز ورکوو او اوس تا ته هم همدا انتخاب وړاندې کوو؟ ما ترې پوښتنه وکړه هغه به څه وي؟ ویل یې : له چای سره ګوړه درته راوړو او که شرینی؟ دې خبرې هم موجود طالبان وخندول او ما هم ورسره وخندل،ومی ویل دا چې تاسې دینې زده کړې کوی نو زه ستاسې انتخاب ته درناوی لرم او هغه څه چې ستاسې خوښ وي زما هم خوښ دي.
دوی وویل چې مونږ د رایو په اکثریت ګوړه خوښوو ځکه چې په غاښو اسانه ماتیږي او ستونځه نه جوړوي او شیرني بیا ډېر وخت نیسي خو شیرنی اقتصادي دي او ګوړه بیا زر خلاصیږي،او له دې سره یې په یوه کنج کښې د ایښودي صندوق څخه ګوړه د چای سره راوړله،ویې ویل ګوړه مو هم لوړ کیفیت نه لري ځکه ډېر خوړل یې مونږ دې ته اړ کوي چې له یو ارزانه ډول څخه یې استفاده وکړو.
په هغه ورځ مو د چایو پر سر له طالبانو سره منجلس ډېر خوږ وو ، له یوې اوبلې خوا مو سره خبرې کولې د ژوند له تېروڅخه دوی هم خپل یادونه او قیصې راوسپړلې،یو د طالبانو چې خورا خوش اخلاقه ورور و او پر هر څه کښې به یې یو څه ویل د توجه وړ وو زما ملګري ویل چې  دی چې لومړی راغلی وو له هغه وخته همداسې غریب او نادره کارونه کله کله  ترسره کوي
په لومړیو ورځو کښې یې یوه د کرتو د جوش تجربه هم ترسره کړې ده !
ومې پوښتلو هغه څنګه؟
ویل یې کله چې نوموړی لومړی ځل مدرسې ته راغلی وو نو د نوبت له مخې ډوډۍ تیارولو په ترڅ کښې پر ده هم نوبت راغلی وو او پخلي سره بلد نه وو
خو خیر بیا هم لاس په کار وو او ځان یې داسې نیولي وو او څرګندوله یې چې وتلی اشپز دی،زمونږ په مدرسه کښې کرت خورا مهم ورځنی پخلی ترسترګو کیږي په هغه ورځ د ده نوبت هم کرت وو نو ده داسې فکر کړی چې کرت به هم شوروا او یا کومه بله غذا غوندی یو اوږد جوش غواړي او ښه ډېر اورونه به ورپسې کیږي او کرت یې د اور تر دم لاندې په جوش راوستلي دي ،مونږ حیران وو چې دا کرت څومره وځنډېدل ؟دومره وخت خو نه غواړي؟ خو خبر نه وو چې نوموړي کرتو ته لویه تابیه نیولې وه! کله چې ورغلو نو ګورو چې کرت تر جوش لاندی خپل وضعیت له لاسه ورکړی دی او دی هم په حیرانی ورته ګوري او ماته یې ویل چې دا کرت ولې داسې شول؟
ویل یې ماته چې خندا راغلې وه ورته ومی ویل : کرت چې وجوشیږي خپل حیثیت د لاسه ورکوي!!
پر دی خبره دی لږ په غوسه شوی هم وو له طالبانو سره هغه ورځ منجلس خوږ وو او یوه خاطره غوندې راسره پاتې شو په تېره بیا د کرتو د جوش او له لاسه ورکړي حیثیت جمله همداسې له ماسره ملګرې ده .
دې ورځو کښې د ټاکنو په پله کښې د ایمانونو او وجدانونو د تللو لړۍ روانه ده،څوک دي چې د ولس په دردونو کړیږي او څوک دي چې د قدرت نشه او هوس یې د باطل په پیروي محکوموي؟

داسې کسان شته چې په ځلونو اشتباه ګانو یې خپل حیثیت کرت غوندې کړ او دا ځل د نااهله کاندید په ملاتړ د کرتو غوندې وجوشېدل او خپل پاتې  د یوې او دوه روپیو حیثیت یې هم د لاسه ورکړ.
د دوی پر دغه حالت د هغه څو ورځې ماضي له کبله چې له مونږ سره یې تېره کړې او دوی یې هم زمونږ پر مخ د پردې توګه راغوړوي یو څه دردیږم خو پر دوهم نظر کښې د باطل څخه د دوی د ملاتړ او پر هغه تاکید  او له حقه کړۍ بغاوت ماته وایی همداسې ښه شول چې له سپکو سره سپک شي.
د جمهوري ریاست کاندیدان زیاتره یې د هېواد د اساسي مسئلې خپلواکۍ په وړاندې چوپه خوله او کومه طرحه نه لري او یا یې د لاسلیک ملاتړ کوي.
د اشرف غني ملاتړي  زیاتره همدا شعارونه اوچتوي چې اشرف غني ډېر لغتونه او ویي زده دي ګواکي یوه لویه ډکشنري ده او بل هیڅوک دا وړتیا نه لري خو زمونږ د کلي کور د خلکو په اصطلاح ورته د لغت پرانۍ ماهر ویلی شو خو هېواد په لغت پرانیو نه جوړیږي او اشرف غني د خپلواکۍ په هکله د لغتونو له نشت سرټکوي ،همدا راز له دیني اړخه هم له ستونځو سره لاس او ګرېوان دی.
د غبرګ عبدالله ملاتړي بیا په لوی لاس عبدالله د مجاهد پر کلیمه تورنوي په داسې حال کښې چې د دغه کلیمې د اورېدو په مهال د هغه وېښتان جګ جګ دریږي او له ځانه سره واېی که یا اوس د کوم مجاهد په لاس کښې کېښوزم خو ډۍ په ډۍ به مې کړي او بله دا چې عبدالله وایې چې له امریکا سره د تړون لاسلیک یوه انساني غریضه ده لکه څنګه چې ډوډۍ خوړل کیږي او اوبو ته اړتیا وي همداسې دی ته تړون ته اړتیا شته ده،خو زه بیا ځنو په پټو سترګو تلونکو ته توصیه کوم چې پر باطل اسرار ستاسې لپاره څه لاسته راوړنه نه لري غوره ده توبه وکړی او حق ته راوګرځی!
د زلمي رسول پیروان وایی چې زلمي رسول د روسانو سره د جهاد وخت کښې په فرانسه کښې څه جهاد کړی و او که کومه ټولنه یې درلوده خو کوشش کوي چې دی هم مجاهدنما شي او هغه ته رایه به واقعا له دې مظلوم ولس سره یو بل ظلم وي،هغسې چې د وړتیا له مخې به افغانستان له پښو وغورځوي او ملاتړي یې د پوه شي چې دوی چې څوک انتخابوي که هغه تر ځانونو غوره ویني نو د دوی شخصیتونه به څه وي هغه د ماضي تش نومونه مو نور مونږ ته بیا ونه لیکی!

د پام وړ ده چې هر کاندید اوس یو ډول نه یو ډول ځان مجاهد کول غواړي،حتی اشرف غني اوس  د وړوکي او لوی جهاد تعریف خلکو ته کوي!
خندونکې ده دوی اوس د ولس په اسلامي او دینې ارزښتونو باندې د ځان تړلو څخه د ولس د تېر ایستلو جال غوړوي .
په کاندیدانو کښې یواځنی کاندید چې د اشغالګرو وحشي ځواکونو شتون نه مني قطب الدین هلال دی ،او تېره ورځ په لوګر کښې امریکایانو افغان عسکر ووژل که له هلال صاحب څخه ملاتړ ونه شي له عسکر نیولي تر تنکي کلیوال ماشوم پورې ټول به د یرغلګرو د وژلو په لوبه کښې لولپه کیږي ځکه نور کاندیدان خپلواکۍ ته اولویت نه ورکوي،د یرغلګرو په لاس د هېواد اشغال او وژنې د هغوی مورنۍ حق ګڼي.
راځی چې  په خپل ایماني دریځ د صلیبي لښکرو او د هغوی د مزدورانو په مخ کښې ودریږو او خپله رایه د یوه الهي امانت توګه حقدار ته وسپارو او حیثت له لاسه ورکوونکو ته مونږ څه نه لرو مګر دا چې توبه وکړي او الله تعالی ته مخ کړي!
په درنښت

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *